په ژوند کې د مدیریت رول

ژباړه: نصیب جان یوسفي

زما په اند، مخکې له دې چې دې بحث ته ننوځو، باید د مدیر او مدیریت واضح تعریف وکړو.

مدیر څوک دئ ؟ مدیر په لغت کي اداره کونکی او لارښود ته وایي او په اصطلاح کي مدیر هغه شخص دئ چي د یوې ډلي(ټیم) کاري مسؤلیت په غاړه ولري.

مدیر هغه څوک دی، چې د ټولنې، ادارې، ښوونځي او نور ټول مسؤلیتونه لري او کنټرولوي یې او مدیریت د یوې ادارې، یو ځای یا ټولنې رهبري او کنټرول دی.

مدیریت څه شي دی ؟

مدیریت په لغت کې اداره کولوته ویل کیږي، په اصطلاح کې ټاکلو هدفونوته د رسېدو لپاره د انساني او مادي قواوو همغږي کول په لږ مصرف او لنډه موده کې مدیریت بلل کیږی.

اوس راځو د بحث اصلي هدف ته، په ریښتیني ژوند کې د مدیریت رول څه دی؟

که یو څوک غواړي، چې په خپل ژوند کې بریالی او نه ماتېدونکی وي، لومړی د هغه کس موخې روښانه وي، بیا باید د هغه کس په ژوند کې بشپړ سالم مدیریت شتون ولري او هغه شخص باید خپل کار د مهال ویش سره مخ ته یوسي. د ځان لپاره پلان ولرئ او خپل وخت د دندو او فعالیتونو لپاره وویشي.

که موږ په خپل ژوند کې وخت مهال وېش ولرو، زموږ وخت به هیڅکله ضایع نه وي او زموږ ژوند به تل په منظمه توګه وي، او دا هغه وخت دی، چې موږ به په خپل ژوند کې خورا پیاوړی او مثبت بدلون سره مل وو او بیا به موږ په دې کې لوی بریالیتوب شاهدان وو، چې موږ لپاره ژوند بهتر او ښکلی دی. په ژوند کې لومړی رول د هدف په روښانتیا سره ادا کیږي او له هغه وروسته اصلي رول د بشپړ، سالم او منظم مدیریت له لارې لوبول کیږي.

اوس راځو کورنۍ ته:

که په یوه کورنۍ کې مدیریت بشپړ وي او مدیر خپله دنده په سمه توګه ترسره کوي، په هغه کورنۍ کې به یو ځانګړی نظم وي او هغه ماشومان، چې په هغه کورنۍ کې ژوند کوي هوښیارتیا به یې روښنا مالومیږي او په سمه توګه به یې زده کړه وکړي. دا چې یوه ټولنه له هر ډول کورنیو جوړه ده، مدیریت په ټولنه کې یو اصل دی.

که چېرې یوه ښوونځي اداره غواړي، چې په یوه ټولنه کې بریالی ښوونځی ولري، باید په هغه ښوونځي کې سالم مدیریت شتون ولري، او بیا هم په یوه ټولنه یا ګوند کې، سالم مدیریت اصلي رول لوبوي.

په یوه ټولنه کې مدیریت د هغې ټولنې د اهدافو بنسټ او رېښه ده. که یوه ټولنه غواړي، چې په خپلو موخو کې بریالۍ شي، باید یو ښه او تکړه مدیر وټاکي، ترڅو هغه مدیر په بشپړه توګه اداره او ټولنه له هر ډول بحران څخه وژغوري.

ولې یوه ټولنه تل د ناکامیو شاهده وي؟

همدا لامل دی، چې اکثره ټولنې د ناکامۍ شاهده ده، ځکه چې غیر سالم مدیریت سره مل دي. کله چې په یوه ټولنه کې نظم نه وي، هغه تل د ناکامیو او بدبختیو سره مخ وي په یوه ټولنه کې نظم یوازې د بشپړ مدیریت په واسطه منځته راځي او په هغه ټولنه کې نظم رامنځته کېږي، چې تکړه او پر مسلک برلاسي مدیران ولري.

مدیریت په ټولنیز، سیاسي، اقتصادي او نور ژوند کې مهم رول لوبوي او بریالیتوب یوازې د ښه مدیریت سره ترلاسه کیدای شي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button