پا کستان په بحران کې

سید عبیدالله نادر

احمد رشید : د پاکستان وتلی خبریال او لیکونکی
ژباړن : ډاکتر ځلاند
پاکستان د ګړنګ پر غاړه له کتابه څخه
دویم څپرکی
د همدې کتاب ۴۵مخ
پا کستان په بحران کې
د پاکستان له پاره په افغانستان کې ، د یو کمزوري افغانی حکومت ګټه دا هم ده ، چې د هندوستان ــــــــ پاکستان تر مینځ په جګړه کې به یې دوي په خپل ګټه کاروي ،دغه بی منطقه تیوري ما په خپل کتاب کې ، چې طالبانو په ۲۰۰۹زیږدیز کال کې ښکاره مخالفت غوره کړی ، بیان کړي دي ،
پوځ غواړي په سیمه او په ځانګړي ډول ، په افغانستان کې یاده بی منطقه تیوري و غځوي ، نو له همدي امله ده ، چې د افغانستان په اړه یې تر اوسه د بریا لیو او غوره پالیسیو له وړاندی کولو سره مخالفت کړی دی ،
څلورم فکټور چې د پاکستان د ما تیدو سبب ګرځي هغه د قومی ګروپونو تر مینځ د سیاسي همغږی نه شتون دی ، دغه ګروپونه په دي ،نه دي توانیدلی چې د یو بل سره سیاسي همغږۍ رامینځ ته کړي ، پوځ په دي اړه هم ځکه ناکام بلل کيږي . چې تر اوسه یې د پاکستان د سیاسي سیستم او په قومی لحاظ د رامینځ ته شویو سیاسي ګوندونو د سیستمومونو ناکامی او تیت پرک کیدو مخه نه ده نیولی ، پنجاب له جغرافیوی پلوه د پاکستان دوهم لوی ولایت دی ،چې د هیواد ۶۰ سلنه نفوس په کې میشت دي ، خو د حکومت ۷۰ سلنه بیورو کراسی ټوله له همدې پنجاب څخه سر چینه اخلي ، پنجاب د قومی جوړښت له پلوه ډیر یو ګونی ولایت هم ګڼل کيږي .
ځکه چې د نفوس یوه لویه برخه یې پنجابیان جوړوي ،بلوچان ، سیندیان او پښتانه په دي هم خفه دي چې د هیواد په ګټو کې د هغوي د ادعا له مخې د دوی په پرتله کم شریک دي ، پنجابیان د هیواد ۶۰ سلنه جوړوي ،که دا نور پاتي قومونه سره یو ځای هم شي ،د پنجابیانو پروړاندی کم دي ،او هغه اغیز چې پنجابیان یې د هیواد په اقتصاد او پالیسیو غورځوي ،ورسره برابریدای نه شي ، له دي ټولو سر بیره د ځینو نورو موضوعاتولکه د اوبو بریښنا ویش او یا نورو ستونزو پرسر ځیني وخت بلو چان ،سند او خیبر پښتونخوا ولایتونه ګیلي کوي ،او ان کله کله خو ناندرۍ هم رامیځ ته کوي ، د وړو ولایتونو له پاره پنجاپ د هیواد د مرکز په توګه کار تر سره کوي ،ځکه چې نظامی قوت او حکومتی بیرو کراسي هم له همدې ولایته سر چینه اخلي ،په یو هیواد کې د پنجاب دي نازولتوب او نورو ولایتونو بی برخي توب هغه لاملونه دي چې د وخت په تیریدو سره له مرکز څخه د نورو ولایتونو واټن مخ په زیاتیدو دی ، بی برخي ولایتونه د مرکز په وړاندی ،د خپل حق تر لاسه کولو د پاره له هرې وسیلي څخه کار اخلي ،لکه سیاسي مخالفت ، عوامی خوځښتونه او ملی قیامونه چې ان کله کله خو د دواړو لوریو تر منځ په اخ ودب هم تمامه شوي ده په بلو چستان کې روانه وسله واله جګړه د همدي ډول پنځم ځل دی ، چې تر سره کیږي نو د ملي یو والي د نه موجودیت له امله په پاکستان کې قومی ،مذهبی او ژبنۍ ستونزی مخ په زیاتیدو دي ،که چیرته پاکستان د نړیوال سوداګری د پاره یو مرکز ګرځیدلی وای ، پاکستانی چارواکو خپله خاوره همداسي یو مرکز ګرځولای وای ،ټول قومی ګروپونه یې سره راټول کړي وای ، او په یو دسترخوان یې ، په شته خواړو راضی کړی وای ،نو نن به پاکستان له دي حالت سره مخ نه وو

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button