د رحمان بابا یو بیت؛ تفسیر او شننه

ليکوال: عبدالغفور لېوال

لکه ونه مستقیم په خپل مکان یم
که خزان راباندې راشي که بهار
یو شمېر خلکو د رحمان بابا له دغه بیت څخه د لټۍ(عطالت)، جمود، سکون، ځای پرځای پاتېدا او بې هڅې و زیاره ژوند تېرولو مانا اخیستې ده، حال دا چې دا بیت د دې ټولو پرخلاف د خوځندوالي، ودې، پرمختګ، ښکلا، هڅې و زیار، ګټورتیا او تولید ماناوې ښندي.
زما پوه دوست، ولسي مخور او د ادبیاتو مینه وال وکیل صاحب نادرخان کټوازي هم د بیت اصلي مانا او د ځینو خلکو سرسري مانااخیستنې حیران کړی او داسې پوښتنه یې کړې وه:
“درحمان بابا دغزل دغه بیت په شک کي اچولی یم:
لکه ونه مستقیم په خپل مکان یم
که خزان را باندي راشي که بهار
يانې انسان بايد له وخت او حالاتو سره هيڅ تغير ونکړي که څنګه؟”
ما له درانه کټوازي صاحب سره ژمنه وکړه، چې د دې بیت تفسیر به لیکم. دا کرښې همدغې ژمنې ته د وفا کولو هڅه ده.
رحمان بابا په خپل دغه بیت کې د شاعر (زه)، چې په ادبي سنت کې د انسان او انساني ټولنې استازولي کوي، له ونې سره تشبیه کړی دی. دا تشبیه خورا په زړه پورې ده، ځکه (ونه) د ژوند، ودې، ګټورتیا، ثمر، تولید او ښکلا لپاره د ګڼو تداعي ګانو خاونده سېمبولیکه مفهومي ټولګه ده.
د ونې لومړی ماهیت (ژوند) دی. رحمان بابا که یوازې ځای پرځای پاتېدا او جمود و سکون د انسان لپاره غوره ګڼلای نو باید ویلي یې وای:

لکه غر تل مستقیم پر خپل مکان یم
که خزان راباندې راشي که بهار

څه فکر کوئ، د تشبیه د یادو وجهو لپاره تر ونې غر هم کلک، ولاړ، ساکن، مقاوم او ستر نه دی؟ دی.
خو غر (یوازې د بېروحه ډبرو د یوې ټولګې په توګه) ژوند نه لري. رحمان بابا د ژوند شاعر دی او له ونې سره د (زه) په تشبیه کولو کې د (ژوند) ماهیت او اصل ته پام کوي.
ونه د (ونې) په ماهیت کې مطرح ده، چې اول یو کوشنی زړی وي، په خاورو کې رازرغون شي. هوا، لمروړانګې، خواړه او اوبه پروسس کړي، وده وکړي، لښته شي، بیا څانګې وکړي او نیالګی شي، روسته ځوانه شي او بیا ګوره او سمسوره ونه ترې جوړه شي.
دلته د ونې دوهم ماهیت وینو، چې هغه (وده) ده. انسان باید وده وکړي. ستر شي. خپل ماهیت په خپله وټاکي، چې یوازې سیوری کوي؟ اېکولوژۍ ته ګټه رسوي، ښکلا ښندي، که مېوه – دانه هم تولیدوي؟
د (ونې) درېیم ماهیت ګټورتیا ده. د ګټورتیا Utilitarianism د فیلوسوفي لوی مفکر جان سـتوارټ مېل (John Stuart Mill) ویل : “د انسان لپاره تر دې لویه خوښي بله نه شته، که پوه شي، د داسې ځواک خاوند دی، چې ګټه یې نورو ته رسېدلای شي. ”
رحمان بابا د همدغه باور له مخې (زه) یا انسان له ونې سره تشبیه کړی دی. ونه د اُکسیجن د تولید او سمسورتیا له برکته اېکولوژیکه ګټه لري، ښکلا یې اېستېتیکه ګټه ده، سیوری او میوه یې هم تولیدي ګټه.
که د بیولوژۍ او طبیعت پوهنې له اړخه یې وڅېړو ګڼې نورې ګټې هم لري. زموږ عارف شاعر غواړي ووايي، چې انسان باید د ونې په شان ګټور وي.
د ونې بل ماهیت (استقامت) دی. لکه ونه (مستقیم) په خپل مکان یم. ونه د خپل ذات ( ونه توب = درخت بودن) په وجودي پېژاند کې دننه استقامت لري. یعنې د ټولو طبیعي ستونزو په وړاندې مقاومت کوي، خو خپله وده، ګټورتیا او ژوند ته دوام ورکوي. ونه له خپل وجودي ماهیت بهر په بل څه بدلېدلای نه شي. یعنې نه څاروي غوندې پر لار تللی شي، نه مارغه غوندي الوتلای او نه هم کب غوندې لمبلی شي. ونه ونه ده.
انسان هم د خپل انساني هویت په دننه کې خپل وجودي ماهیت ټاکي، چې ګټور او ښه انسان وي، که شریر او مضر. خو انسان له ځان څخه کربوړی یا اوښ جوړولای نه شي. د انسان وده، هڅه، زیار، پرمختګ په دې پورې اړه لري، چې ښه او ګټور (انسان ) شي، نه کوم ځواکمن اوښ یا ښکلی تاووس.
د جبر او اختیار د اوږدې دیالیکتیکي شخړې او ټکر یو سېنتېز هم دا دی، چې انسان د خپل وجودي – حضوري هویت په دننه کې خپلواک او مختار دی. انسان د انسان په توګه د خپل ماهیت په ټاکنه مسئول دی او بس.
ونه په زمکه کې ریښې کوي، همدا ریښې یې د استقامت او ولاړتیا تضمین کوي. انسان هم دغسې ریښو ته اړ دی. دا ریښې د (مانا)، (باور) او (هیلو) ریښې دي. انسان کله چې یوه بشپړ باور ته ورسېد، نو باید پرې ټینګ شي. هیلې او باور د انسان د ژوند د تداوم ریښې دي او که نه د ژوند پوچي، بې مانا توب، نهیلي او تیاره لرلید د مرګ لومړی منزل وګڼه، بیا خو انسان د ژوندي پاتېدا لپاره هيڅ دلیل نه لري.
له دې اړخه هم د رحمان بابا تشبیه خورا نادره او ښکلې ده.
رحمان بابا ولې داسې نه دي فرمایلي؟

لکه ونه مستقیم په خپل مکان یم
که توپان راباندې راشي که برېښنا

برېښنا (صاعقه) ونې سیزې او توپان یې له ریښو راباسي. که ونې ته ګواښ پېښیږي، نو له دې څيزونو پېښیږي، خزان و بهار خو یې د ژوند دوه داسې پړاوونه دي، چې ونه یې له برکته خپل ژوند نوی کوي. رحمان بابا بل فکر لري او هغه دا چې: انسان باید له هر بهار سره نوی شي، لا پسې وده وکړي بیا بیا ثمر او تولید ته ځان چمتو کړي ، زړې او ورستې پاڼې ورژوي او نوې پاڼې راشنې کړي. د وخت له تېرېدو سره خپله ښکلا تازه کړي، نوې نوې غوټۍ وسپړي، نوي ګلان وغوړوي او خپلې زړې (پاڼې) د وخت له زړو بادونو سره هېرې کړي. د مني سختي په دې هیله وزغمي، چې نوی پسرلی به راځي او ونه یا د شاعر (زه ) به یو نوی، ښکلی او ګټور ژوند پیلوي.
د دې ټولو دلایلو له مخې د یاد بیت اصلي مانا دا ده، چې انسان باید د خپل وجودي اختیار په دننه کې هڅه، هیله، مانا، وده، ښکلا، ګټورتیا، تولید، نوي کېدل، مثبت بدلون، بیا بیا راپاڅېدل، زغم، ریښه یي باور او ولاړتیا ولري، چې ایله د دې ټولو صفتونو تر راخپلولو روسته د ریښتیني او ښکلي (ژوند) خاوند و ګڼل شي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button