،، پښتو او دري،، ، ،، پښتو یا دري،،د دې دوه تړنویونو روښانونه

ډاکتر ماخان مېږی شینواری

،، پښتو او دري،، ، ،، پښتو یا دري،،د دې دوه تړنویونو روښانون

پرون په یوه تلوېزیونې مرکه کې یوې مېرمنې داسې وویل، چې ګوندې تالب د کار غوښتنې په وخت کې د کارغوښتوتې یا غوښتونې پوښتي، چې په پښتو پوهیږي؟ که نه پوهيږي، نو بیا کار نه ورکوي او بیا پسې تړلي وایي، چې د افغانستان ملي ژبې خو درې او پښتو دواړه دي. دا په دې پرېپوهېدنه، چې دا پوښتنه خو ناقانوني ده. د دې په اند، نو په پښتو پوهېدل خو بیا اړیین نه دي او ولې دا پوښتنه وشي؟.

دا چې داسې خبره به شوې وي او که نه، خو بیا هم یوې روښانونې ته ډلته ځان اړین ګڼم، چې له ورڅخه سم پوهېدنې لپاره یې لږ روښانه کړم.

د افغانستان په مخکنیو غوښتنلیکونو کې لیکل شوي وو، چې کارغوښتونکی په پښتو یا درې باید وپوهیږي. ما د ډېرو کسانو سره په دې هکله دلایل راوړل او وغږېدم، چې دا د قاونو مخامخ غوښتنه چې ،،په پښتو یا دري،، پوهېدل.

سمه یې … او … ده.

دا نو په څه پرېپوهېدنه؟

اجازه دې وی، چې د شمېرپوهنې سم اند له مخې دا تړنویونه،، یا،، او ،، او ،، لږ روښانه کړم:

په شمېرپوهنه کې که ولرو:

۱ – ا او ب ريښتیا یا سم دي، نو ترې پوهېږو، چې ا سم دی او ب هم سم دی.

۲ – ا یا ب سم دي، نو پوهېږو، چې یا ا سم دی او یا ب دا په دې پرېپوهېدنه چې هرو مرو دې دواړه سم نه وي.

دا تړنویونه ،، یا او او،، نو په هر څه کې همداسې باور لري.

د قانون غونډله باندې ټیک همهغسې نه پوهيږم، خو داسې دي چې:

،،پښتو او درې،، دواړه د افغانستان ملي رسمۍ ژبې دي.

داسې ګوره نه دی لیکل شوي، چې: پښتو یا درې دافغانستان رسمي ژبه ده.

— په ،،یا،، سره تړنه کې به بسیا وکړي، چې سړی په یوه ژبه باید وپوهېږي او بله ژبه اړیینه نه ده.

— دا په ،، او ،، سره تړنه په دې پرېپوهېدنه ده، چې هم یې دري باید زده وي او هم پښتو. نو که څوک له دې دوه ژبو څخه په کومه پوه نه شي، دلته د ژبو رسميوالي سره مخامخوالی راځي او د کار حق باید ونه لري.

دا چې تر اوسه ولې داسې وو او یا به نور هم داسې وي، ګومان مې دی، چې د حکومت له توانه او یا غوښتنو له مخې دا کار شوی یا به نور هم کیږي.

که دا په ،، یا ،، تړنه مو لرودی، نو دې کار به په افغانانو کې داسې ستونځې رامنځ ته کړې وی، چې یو له بل سره به نه پوهېدلی، خو د دې ستونځوبیو لپاره پښتان له خپل حق څخه، نه له خپل څخه نه د ملت له حقه تېر شوي او بې له دې، چې دري ژبې دې پښتو نه زده کوي. دا چې دا کار به د خپلې ژبې پښتو سره تېری وې، روښانه ده، خو په خپل حق ودرېدنه، دانه ده، چې دا دې د بل مخامخ وي، خو په خواشینۍ به ووایم، چې بیا عادت خرابېږي او دا ډار به هم وي، چې ګوندې ورورۍ ته مو زیان رسیږي، چې په پای کې به دا پښتانه د پښتو په قانوني زیان تمامېږي. که د موږ دري ژبي ورونه پوهنتون ته دانشګاه واي او همداسې نور ویونه د پښتو نه شي منلی او په دري انډول یې بولي، دا یې حق دی او باید همداسې وي. څوک له چا څخه دا حق نه شي اخستلی.

په ډېر بخښنه به دا ووایم، چې پښتانه د پښتو، چې د ولس ژبه ده، په حقه حقوقو دومره نه دي ولاړ لکه په خپل ځاني حق. که له پښتانه داسې هره ورځ څو پیسې اخلې، نو کېدی شي یو وخت خبره مرګ ته ووځي، خو ژبه، چې د ملت مال دی، د ده یې پرې څه.

هرڅوک د خپلې ژبې سره چې قانوني وي باید مینه ولري او د بل د ژبې درناوی او د قانون په څلوردیوالۍ کې پرې ودرېدل او په ورځني کار وبار کې کارول.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button