د ملا اختر منصور ټاکنه دپاکستان بریا

د ملا محمدعمر  د ځایناستي په توګه  او په دومره تلوار د ملا اختر محمد منصور ټاکنه  د طالبانو د تاریخي ملاتړي ( پاکستان) ستره بریا او لاسته راوړنه ګڼل کیږي، اسلام اباد پوهیده که د طالبان  له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته رامات کړي، د طالبانو د پاشل کېدو ویره شته، خو د خپلو ګټو لپاره یې دا کار هم وکړ.

د طالبانو د مشر په توګه دملا اختر محمد منصور له ټاکنې سره یو شمېر مهم او کلیدي طالب  مشران مخالف دي، داعش به  اوس هڅه کوي،چې  خپه او نا راضي طالب  قومندانان او مشران خپلو لیکو ته رامات کړي.

پاکستان وګټله

پاکستان وګټله ، دا دهغه طالب مشر غږ و،چې د ټیلفون پرلیکه یې راته وویل ، دپخواني طالب مشر د مړینې له کبله  نا ارامه  و او د ملا اختر منصور د ومره ژر ټاکنې  په زړه داغلې  و.

طالب  مشرتابه شورا دملا محمد عمر له مړینې څخه یوه ورځ وروسته  دنوموړي دځایناستي په توګه  د ملا اختر محمد منصور   غوره کول ، اعلان کړل، نوموړی له دوو کلونو راهسې دملا عمر دمرستیال په توګه فعالیت کاوه. طالبانو دا هم اعلان کړه، چې ملا هیبة الله  اخندزاده،چې دیني عالم دی او سراج الدین حقاني د حقاني شبکې  مشر،چې  القاعدې او پاکستان سره نږدې اړیکې لري دمرستیالانو په توګه اعلان کړل.

دپاکستان خوښه 

ډېر شمېر طالب مشران  وايي ملا اختر منصور  او مرستیالان یې  دپاکستان خلک دي، ځکه خو پاکستان له  کومې نیوکې او تبصرې پرته  داختر منصور ټاکنه ومنله او مخالفت یې ورسره ونه کړ، متقاعد پاکستانی جنرال محمود شاه وايي : له دوو کلونو راهسې منصور  دطالبانو مشري کوي، ښه فعالیت یې وکړ، نوموړی د ملا عمر  دځایناستي وړتیا لري او کېدای شي له ملا عمر به  هم غوره او وړ انتخاب وي.

سراج الدین حقاني  دداسې یوې شبکې مشر دی،چې دبلې هرې ډلې په پرتله پاکستان ته ډېره نږدې ده، ان، چې امریکايي پوځ یې په  ۲۰۱۱ز کې  په اړه ویلي وو: حقاني ډله  دپاکستاني استخباراتو نظامي  څانګه ده.

ملا هیبة الله اخندزاده ، لس ورځې وړاندې پاکستاني استخباراتو په کوټه کې نیولې و ، دنوموړي نیول دپلان له مخې شوي وو.

دپاکستان ضد طالب مشر د هیبة الله دنیولو په اړه وايي :  زه پردې باور یم ،چې پاکستان دملا عمر دځایناستي او دهغه مرستیالانو په اړه وار له مخه خبر و ، نوموړی یې ځکه نیولی و،چې  دوضعیت په اړه یې سر  ورخلاص کړي او خپلې سپارښتنې ورته وکړي. دویم پړاو دافغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې اترې دي،چې پ دې کې باید هیبة الله اخندزاده څه رول ولوبوي ، له دیارلسو کلونو جګړې وروسته  طالبان دلومړي ځل لپاره دپاکستان په مري کې دافغان حکومت له استازو سره کېناستل.

دخبرو لومړیتوب

پاکستان  له اوږدې مودې راهسې په پټه  دهغو جګړو مالي او لوژستیکي ملاتړ کاوه،چې طالبانو په افغانستان کې دحکومت پر ضد کړې دي، ان کله،چې په ۲۰۰۱ز کې  اسلام اباد له واشنګټن سره لاس یو کړ دلته یې هم  په پټه له طالبانو سره دوسلو او پیسو مرستې کولې ، له دوه مخیزې تګلارې څخه  پرویز مشرف تېر کال پرده پورته کړې ده.

له تېرو څو میاشتو راهسې په سیمه کې سیاسي او جغرافیوي وضعیت یو څه بدل شوی دی، پر پاکستان د امریکا فشار ډېر شوې دی ، واشنګټن غواړي د ۲۰۱۶ز په پای کې له افغانستان خپل سرتیري وباسي او چین چمتو دی،چې په  افغانستان او پاکستان کې په ملیاردو ډالر پانګونه وکړي،واشنګټن او پکین دواړه  هڅه کوي،چې  اسلام اباد اړ باسي او طالبان دخبرو میز ته راکش کړي.

 په افغانستان کې دولسمشر ډاکتر اشرف غني واک ته رسیدل هم له سولې سره دهمکارۍ په برخه کې وړ پرمختګ دی، ځکه  په سیمه کې دداعش درامنځته کېدو اوازه رامنځته  شوې ده، افغانستان ،نړیواله ټولنه او پاکستان  دې پرمختګ یو څه  اندېښمن کړي دي، ځکه خو اسلام اباد طالب مشران  په مري کې دافغان حکومت پر وړاندې کینول.

دواړو لپاره وړ دی

افغان حکومت  دپخواني طالب مشرملا عمر  مړینه اعلان کړه، دا دطالبانو لپاره  چاودنه وه، ځکه  دملا اختر محمدمنصور له  کوچنی ډلې پرته نورو طالب مشرانو د خپل مشر دمړینې په اړه هیڅ ډول مالومات په لاس کې نه درلودل.

پاکستانی خبریال رحیم الله یوسفزی وايي : ملا منصور  دمري په خبرو کې دپاموړ رول لوبولی دی ، په دې برخه کې ملا منصور دکابل او اسلام اباد لپاره وړ کس دی ، ددې خبرې لپاره تر ټولو ښه دلیل دادی،چې  دمري خبرې  دپاکستان نوښت و او هر څه یې په خپله خوښه ترتیب کړي وو، دملا منصور مخالف طالب مشران  دپاکستان  له  دې ډول کړنې او چلند سره مخالفت  کوي او دپاکستان دومره خلاص مټ نه غواړي.

د داعش لپاره زمینه

د ملا منصور مخالف طالب مشران وايي : نوموړی دوه کاله زموږ دمشر دمړینې خبر پټ کړې و، دهغه په نوم یې خبرپاڼې ، اعلامیې خپرولې، موږ داسې انګیرو،چې موږ یې تیر ویستې یو، دا هغه شکونه پیاوړي کوي، چې پاکستان  پر طالبانو ملنډې وهي.

دملا منصور ټاکنه پردې مانا ده،چې طالبان به سره ویشل کیږي، ځینې طالبان وايي داوس لپاره دا خبره دبحث وړ نه ده، خو دپاکستان له دومره رول او اغیز څخه  موږ اندېښنه لرو، نوموړی زیاتوي  واشنګټن ، چین  زموږ تاریخي  ملاتړی هېواد عربستان هم دسولې  له هغې پروسې څخه ملاتړ کوي،چې پاکستان پیل کړې ده، که مخالف طالبان  به هم یوه ورځ اړ شي، چې دا پروسه ومني  ځکه دوی نه غواړي،چې  همداسې ګوښه پاتې شي.

له تېرې جمعې راهسې دطالبانو له منځه  له ملا منصور سره داختلاف  او ستونزې خبرې راپورته شوې دي، په دومره تلوار دطالبانو دمشر په توګه  دنوموړي ټاکنه  له  دود او تګلار سره اړخ نه لګوي، دطالبانو سیال داعش به اوس هڅه کوي، چې خپه طالب مشران دځان کړي

ژ: جلیل حکمت.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button