د طالبانو خپلمنځیو جنجالونو د داعش لیکې پیاوړې کړي

که څه هم د طالبانو په لیکو کې د خپلمنځیو جنجالونو ډېر راپورونه خپاره شوي خو، د ملا عمر مجاهد مجاهد مړینې او د ملا اختر محمد منصور ټاکل کېدو له ډېرو جنجالونو پرده پورته کړه.

د طالبانو یو شمېر چارواکي چې په پاکستان او قطر کې اوسي د طالبانو د نوي مشر ملا  اختر محمد منصور سره مخالف دي او نږدې ده چې د طالبانو تحریک په درې برخو وویشل شي.

طیب اغا، جلاالدین حقاني او ملا منصور هغه کسان دې چې هر یو به  هڅه کوي  چې ناراض طالبان خپلو لیکو ته جذب کړي .

په داسې یو وضیعت کې چې د طالبانو نوي مشر ته ډېر کارونه ورپاتې دي په لنډ وخت کې سخته وي څو هغه دې د تحریک څخه بېل شوي طالبان بیا خپلو لیکو ته جذب کړای شي.

د ملا منصور په نوي غږیز پیغام کې چې تېره ورځ خپور شو همدې ټکي ته اشاره شوې چې هڅه به کوي څو د وسلوالو طالبانو په لیکو کې د خپلمنځو اختلافاتو مخه ونیسي .

نوې ترهګرۍ  (داعش) چې له ډېر وخته یې د دې ډلې پاشلو ته انتظار کاوه اوس  هغه فرصت ښه  په لاس ورغلی چې د طالبانو د خپلمنځو ناندریو څخه په ګټې اخیستنې سره به طالبان خپلو لیکو ته په اسانۍ سره  جذب کړي ځکه ناراض طالبان د خپل مخکیني مشر په مړینه خواشیني دي او په بل ټولېدل ورته سخت ښکاري.

له دې سره د ملاعمر د مړینې په پلمه د دویم پړاو خبرو ځنډېدل او په دې حساسو شېبو کې د هغه د مړینې پیغام خپرول ټول هغه څه روښانه کوي چې پاکستان له یو پلوه د سولې خبرې سبوتاژ کړې او د بلې خوا یې د طالبانو په لیکو کې د بېلوالي کرښې رامنخ ته کړې او داعش ته یې د دې وخت ښه په لاس ورکړ چې د طالبانو په لیکو کې د جلب او جذب کمپاین پیل کړي.

 

افغانستان کې د داعش پراختیا هم د پاکستان د استخباراتو له لوري خړوبیږي او اوس ډېر باور شته چې پاکستان د طالبانو له لیکو څخه بېل شوي طالبان د داعش ترهګرې ډلې سره یوځای کړي.

د طالبانو او داعش یوځای والی به په هېواد کې یوې بلې نوې جګړې ته لار پرانیزي چې کابو کول به یې ملي یوالي حکومت او بهرنیو هېوادونو ته ګران کار تمام شي.

اوس افغان حکومت باید په دې برخه کې له داعش او پاکستان څخه یوګام وړاندې پورته کړي او هغه طالبان خپلو لیکو ته جذب کړي چې د طالبانو له تحریک  څخه بېل شوي دي.

 

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button