خپله مېرمن څنګه خوشحاله کړو؟

لیکنه: شکېبا نادري، خپله مېرمن څنګه خوشحاله کړو؟

 

ګډ ژوند د دومره خوښیو تر څنګ ځينې ستونزې هم لري، که مېرمن او خاوند له یو بل سره همغږي ونه کړي او د یو بل پر ستونزو پوه نشي، نو په ګډ ژوند کې به له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ شي، خو که د یو بل پر خبرو پوه شي، د یو بل سره په کارونو کې مرسته وکړي او یو بل درک کړي، یو خوشحاله او ارامه ژوند به ولري.

موږ په نننۍ لیکنې کې تاسو ته په دې اړه معلومات درکوو، چې څنګه خپله مېرمن خوشحاله کړو، که تاسو هم د خپلې مېرمنې د خوشحالولو هڅه کوئ، خو نه پوهېږئ چې څنګه یې خوشحاله کړئ، زموږ دا لیکنه تر پایه ولولئ!

 

۱.له مور او پلار څخه یې مننه وکړئ!

که غواړئ چې خپله مېرمن خوشحاله کړئ، نو له مور او پلار څخه یې مننه وکړئ ورته ووایئ، چې زه هېڅ نه پوهېږم چې له تاسو څخه څنګه مننه وکړم، د دې لپاره چې داسې لور مو روزلې ده، چې زما په ژوند کې د یو مثبت بدلون لامل شوې ده، ستاسو دا کړنه د دې لامل کېږي چې مېرمن مو د خوښۍ احساس وکړي او تاسو سره یې مینه دوه برابره شي.

۲. ستاینه یې وکړئ!

د ښځو یوه ځانکړنه دا ده چې په ستاینه کولو ډېرې خوشالېږي، هغه خاوند چې تل د خپلې مېرمنې ستاینه کوي، په ګډ ژوند کې له یو ډول نیک مرغۍ او ارامۍ سره مخ دي، ځکه د ښځو د خوشحالولو تر ټولو اسانه لار همدا ده چې ستاینه یې وکړئ، خو پام مو وي چې بې ځایه ستاینه یې ونه وکړئ، د هغو کړنو او ځانکړنو ستاینه یې وکړئ چې لري یې، ځکه په ستاینه کې له حده تېرېدل هم ستونزه جوړولای شي.

۳. له مېرمنې څخه مو مننه وکړئ!

کله مو چې غوښتل مېرمن مو خوشحاله کړئ، تر ټولو غوره لاره یې دا ده، چې د هرې چارې په تر سره کولو سره له هغې څخه مننه وکړئ، ستاسو دا مننه به مو مېرمنې ته د دې احساس ورکړي چې تاسو د هغې له هرې کړنې څخه خوښ یاست او هره کړنه چې تر سره کوي، ستاسې خوښه ده.

۴. بښنه وغواړئ!

کله مو چې کومه تېروتنه ترسره کوله، هڅه وکړئ چې ژر مو له مېرمنې څخه بښنه وغواړئ، ځکه که له تېروتنې وروسته ژر بښنه ونه غواړئ مېرمن به مو له تاسو څخه نوره هم خپه شي او خوشحالول به یې نور هم ستونزمن شي.

۵.دا ورته وښیئ چې ور باندې باور لرئ!

د ښځو د خوشحالولو ښه لار دا ده چې هغوی ته دا احساس ورکړئ چې ورباندې باور لرئ، کله مو چې خپلې مېرمنې ته دا احساس ورکړ، بیا به هېڅکله هغه له تاسو خپه نه شي، نه به داسې کومه کړنه تر سره کړي، چې ستاسې باور مات کړي.

۶. ډالۍ ورکړئ!

د خپلې مېرمنې د خوشحالولو لپاره یوه لار دا هم ده، چې هغې ته ډالۍ ورکړئ، د ښځو ډالۍ اخیستل ډېر خوښېږي او د خوشحالۍ احساس کوي.

سربېره پر دې په سلګونو نور  داسې کړنې هم شته چې تاسو مو مېرمن پرې خوشحاله کړئ، خو تر ټولو اړینې کړنې چې تاسو مو مېرمن پرې خوشحاله کولای شئ، په یادې لیکنې کې ذکر شوې.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button