پروان (پروانتا)

سنګروال نيازی
پروان د افغانستان له مشهورو ولايتونو څخه ګڼل كيږي ولې هغه مهال يې شهرت لا زيات شو چې د نړۍ ستر فاتح يوناني سكندر دغه سيمه ونيوله او بيا دلته دېره شو. نوموړي د پروان په سيمه كې د “اسكندريه قفقاز” په نوم يوه كلا هم ودانه كړه.
څېړونكي او پلټونكي په دې اند دي چې دغه كلا د پخواني پروان چې اوس د جبل السراج په نوم ياديږي د سالنګ د درې په خوله كې اباده وه. هسې خو يوناني سكندر له مصر نه راوخله تر افغانستانه پورې ډېرې كلاوې ودانې كړې دي خو د مصر اسكندريه په نوم كلا چې ښايي 2400 كاله پرې تېر شوي وي تر اوسه هم په دغه نوم يې نښې نښانې پاتې دي.

اسكندر د افغانستان د هرات نه د سيند رود پورې هم ډېرې دا رنګه كلاوې جوړې كړي دي لكه د هرات، فراه او كندهار اسكندريې د بېلګې په توګه يادوو، خو د دغو اسكندريو په لړ كې يوه هم د قفقاز اسكندريه ده.
دا چې د پروان تاريخي كلا د اسكندريه قفقاز په نوم ياده شوې د جغرافېې څېړونكو او تاريخپوهانو د هندوكش د غرونو لړۍ د قفقاز له غرونو سره ورته ګڼلي دي. يوناني څېړونكو ته د قفقاز د غرونو په اړه څرګندونې د تركې له شمال ختيز نه تر ازربايجان او بيا را واخله تر ايرانه پورې ځكه اسانه وې چې دغه برخه د افغانستان په پرتله ورته نږدې پرته وه. خو كله چې نوموړي (سكندر) د هندوكش د غرونو لړۍ وليدې كټ مټ ورته قفقاز په سترګو ودريد نو ځكه يې دغه كلا هم په همدې نوم ياده كړه.
ددې له پاره چې سكندر او د هغه پوځونه په ځان ووياړي چې ګنې ټوله نړۍ يې نيولې ده نو ځكه يې دا خبره غوټه كړه چې دا دنړۍ وروستۍ برخه ده چې ويې نيوله. هغه وو چې دغه كلا يې ودانه كړه. اروا ښاد كهزاد ددې خبرې پلوى دى چې د سكندر د كلاګانو جوړول دده دشوق له مخې نه وو بلكې دا يوه اړينه خبره وه چې له دغو كلاګانونه ديوه مورچل او وسله تون په څېر ګټه واخلي.
اسكندر چې په كوم ځاى كې دغه كلا ودانه كړې وه ددې ځاى لرغونى نوم پروان وو. د پروان نوم د ادبياتو په لرغوني پېركې د “پروانتا” په بڼه راغلى دى او په اوستا كې هم يادونه شوې ده. ښايي چې ياد شوى نوم يو غرنى نوم وي ځكه دغه سيمه چې لومړى د پروان په نوم نومول شوې يوې وړې درې ته ورته ده چې د سالنګ د غرونو په مېنځ كې په داسې حال كې چې د سالنګ رود يې له خوانه تيريږي پرته ده. د كال په اوږدو كې په واورو پټه وي او ددې درې يخ شمال د سړي د مخ كاسه تخنوي.
د امير حبيب اله خان په زمانه كې چې د واكمنۍ شپږم كال يې وو نوموړى دغې سيمې ته راغى. له يوې خوا يې د بريښنا جوړولو بنسټ كېښود چې كار يې د يوه امريكايي انجينر له خوا بشپړ شو او له بلې خوا يې يوه ټينګه كلا اباده كړه چېرته چې سكندر تقريبا 2300 كاله دمخه ودانه كړې وه.
كله چې نوموړي په دغه سيمه كې د “ارګ” جوړولو نيت وكړ نو بيا ځكه دغه سيمه د جبل السراج په نوم ياده شوه. امير هم په تاريخ كېد “سراج الملت و الدين” په نامه ياديږي.
كه چېرې اولسي ميتولوژي (پلكوريكې كيسې اوداستانونه) ته پام واړوو ويل كيږي چې په دغه سيمه كې دوه كلا ګانې وې. دا هغه وخت وو چې سكندر څه چې اّن هخامنشيانو هم تيري نه وو كړى. يوه كلا په باګرام او بله په پروان كې اباده وه چې د يوې كلا پاچا “مروان” او د بلې كلا باچا “پروان” وو. لكه څنګه چې لرغونى پروان د غره په لمنه كې پروت وو ښايي دا رنګه لرغونى باګرام به هم په لوړه پروت وو ځكه د دغه دوه كلاګانو تر مينځ يو تار غځول شوى وو چې د بهرني دښمن د تيري په مهال به لكه د اوسني تليفون په څېر يو بل ته خبر وركول كيده.
د جيولوجي او جغرافيې د علم په بنسټ ويلاى شو چې د پنجشير، غوربند، شتل او سالنګ رودونه چې په دغه ځاى كې يو ځاى شوي اوسنى وتنځى او يا ددې ټولو سيندونو بهير چې تر سروبي پورې په غرونو كې بهيږي ښايي دومره ژور نه وو لكه څومره چې اوس دى. ځكه چې په دغه موده كې سلګونه څه چې زرګونه كاله تير شوي چې ورو ورو دغه غرونه د اوبو د بهير له كبله اوبه شوي دي نو هغه مهال هرو مرو د چاريكارو شاوخوا اوسنۍ سيمې لكه د اوبو د يوه ډنډ په څېر اوبو لاندې وې ځكه د”كوهدامن” سيمه پخپله هم څلور خوا غرونو را ګيره كړې ده او د يوه ډنډ د كاسې په څېر ښكاري.
په دغه اولسي كيسه كې هم راغلي چې يوه ورځ يوه پاچا په بې احتياطي او يا په ټوكو دغه ځنځير چې د دواړو كلاوو تر مېنځ غوځېدلى وو وخوځوه. پوځونه چې څومره اّخوا داخوا وګرځېدل كوم خطر يې تر سترګو نه شو … خو يوه ورځ په رښتنې توګه دښمن تېرى وكړ او دواړو كلاګانو (بګرام – پروان) واكمنۍ ړنګه شوه او حكومت يې له مېنځه لاړ.
اسكندر په 328 مخزيږدي كې بګرام ته ورسيد، د پنجشير د رود په غاړه (اوسني عبداله برج ته نږدې) ودريد او بيا د هندوكش د غره په لمنه د پروان په سيمه كې يوه كلا جوړه كړه چې د ژمي له تيرولو وروسته د سكندر پوځ د “پروان اسكندريې” نه د “بسوس” د ځپلو له پاره دباختر په لور وخوځيد خو يو شمير پوځيان په دغه كلا كې پاتې شول.
پروان اوس د افغانستان هغه مهم ولايت دى چې پلازمېنه يې د چاريكارو ښار دى چې له كابل نه 64 كيلو متره لرې پروت دى گ جغرافيوي موقيعت يې د شرقي طول البلد د 69 درجو 13 دقيقو او 18 ثانيو او د شمالي عرض البلد د 35 درجو 7 دقيقو او 24 ثانيو تر مينځ دى.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button