د جمهور رییس لمړی مرستیال طالبانوته څه وویل؟

د جمهور رییس لمړی مرستیال طالبانوته څه وویل؟

سیدعبدالله پاچا

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح نن د کابل کوهدامن سیمه کې د جمهوریت او سولې په ملاتړ جوړې شوې غونډې خبرې کړي چې مهې يې داسې دي.

وروستی پيغام چې تیره ورځ له امریکایي پلاوي څخه موږ ترلاسه کړ، هغه دا و چې د ترکیې کنفرانس اجنډا یې له موږ سره شریکه کړه، د ترکیې کنفرانس اجنډا کې لومړی په ارزښتونو باندې توافق دی، ارزښتونه یانې څه؟ ایا طالبان بیا راځي او خلکو ته کیبل بندوي او وهي یې، او موږ به خاموش یو؟ نه خیر. طالب مجبور دی، بیا یې وایم چې طالب مجبور دی، ځکه موږ جګړه نه ده بایللې، نو طالب مجبور دی چې دا ومني چې افغانستان بیا طالبانیزم نه غواړي، طالب کولی شي چې د افغانستان غیږې ته د یوې برخې په توګه راشي، او د نورو خلکو په څنګ کې عادي ژوند وکړي، دا چې په دې اصولو به څومره مذاکرات وشي، مالومه نه ده، خو تر څو چې طالب دا و نه مني چې د افغانستان جز دی او کل نه دی، مذاکرات به یو قدم مخکې لاړ نه شي. هرکله چې طالب ومنله چې د افغانستان برخه ده او ټول افغانستان نه دی، نو بحثونه اسانه کیږي.

دویم برخه د اجنډا اوربند دی چې ترکیه کې به پرې بحث کیږي، یوه څه چې موږ ډيره سهوا کړې او پيښمانه یو پرې، هغه مو دا غلطي کړې چې د طالبانو زندانیان مو خوشې کړل، که څه هم موږ دا کار د لوی جرګې د پریکړې په اساس د مذاکراتو د پيل لپاره وکړ، موږ دا قرباني وکړه، د طالبانو قاچاقبران مو هم په دې لیست کې خوشې کړل چې مخدره توکو کې یې لاس درلود. خوشې شویو طالب زندانیانو کې ۸۵ سلنه یې بیرته جګړې ته وګرځیدل او زموږ د خلکو په وژنه یې بیا لاس پورې کړ.

موږ به بیا دا غلطي و نه کړو چې د طالبانو زندانیان خوشې کړو، موږ بیا طالبانو ته پیشکي نه ورکوو چې بیا ورته زندانیان خوشې کړو، طالبان و ازمایل شول، یو ځل مو ورته زندانیان خوشې کړل، بیا یې نه خوشې کوو، طالبان باید ومني چې اوربند وکړي.

طالبان له اوربند ډاریږي، ځکه طالب پوهیږي چې که له تاوتریخوالي لاس واخلي، نو بیا به د افغانستان دولت او نړیواله ټولنه له دوی سره مذاکرات و نه کړي، خو زه پر طالبانو غږ کووم چې که تاسو اوربند وکړئ، مذاکراتو په جدیت کې کوم کموالی نه راځي، موږ جدي مذاکراتو ته ژمن یو،

دریم اجنډا موضوع د سولې حکومت د جوړیدو ده، د اسیا زړه هېوادونو کنفرانس کې د سیمې هېوادونو اعلامیه کې واضح کړه چې د اسلامي امارت په نوم کوم نظام د منلو نه دی، نه افغانان امارت غواړي او نه د سیمې او نړۍ هېوادونه، طالبان له ټاکنو ډاریږي، ځکه هیڅ امکان نه لري چې طالبان دې لس سلنه رای یوسي، په همدې خاطر ولسمشر غني په ټاکنو ټینګار لري او د ملي میثاق خبرې کوي، که طالب ټاکنې وبایلي، نباید بیا جګړې ته وګرځي. مشارکت به یې وي، په حکومت کې.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button