طالبانو نظامي مسؤل ملا یعقوب ته څوک مشورې ور کوي؟

د طالبانو نظامي مسؤل ملا یعقوب ته څوک مشورې ور کوي؟

عبدالمنان توحیدیار

ملا یعقوب چې د طالبانو د مخکیني مشر ملا محمد عمر اخند زوی دی، د طالبانو د ډلې دویم معاون دی چې نظامي برخه یې تر کنټرول لاندې ده.

د طالبانو د تازه جګړو له پیل سره یو ځای راپورونه وایي چې د پاکستان د پوځ او استخباراتو ارشد مشاورین د ملا یعقوب څنګ کې دي او هغه ته د جګړې د شدت او پراخوالي مشورې ورکوي.

اصل کې ملا یعقوب یواځې نوم او سمبول دی، د طالبانو ځینې سرچینې وایي چې د جګړې ټول کنټرول د پاکستان د نظامیانو په لاس کې دی او هر ډول امر چې ورکوي چې وسله وال یې پر ځای کوي.

دې باندې اوس طالبان هم اعتراف کوي چې د افغانستان جګړه کې طالبان داسې دي لکه د پاکستان ملیشې، خو ځینې طالبان نه شي کولی چې د پاکستان او طالبانو د ملیشو له انحصار څخه ځان خلاص کړي.

د کندهار او هلمند جګړو کې د پاکستاني نظامیانو رول زیات و، ډیر زیات فشار یې راوړ چې له دې ولایتونو څخه یو یې سقوط وکړي.

خو له ډيرو هڅو سره سره هم طالب وسله والو و نه توانیدل چې کوم د پام وړ پرمختګ وکړي.

د طالبانو نظامیان له ځینو طالب قومندانانو ناراضه شوي هم دي چې څنګه له دومره امکاناتو او دومره کسانو سره نه شي توانیدلی چې ښارونو کې پرمختګ وکړي.

د پاکستاني نظامیانو په مشوره او د ملا یعقوب په لارښوونه ځینې طالب قومندانان بدل، رابدل هم شول، خو و نه توانیدل چې د پاکستان مشخص ټاکل شوی هدف لاس ته راوړي.

د پآکستاني نظامیانو یو هدف چې لاس ته راغلی، هغه دا دی چې کلي وران شوي، خلک بې ځایه شوی، زیات ملکي وګړي شهیدان شوي او زیات تاسیسات ویجاړ شوي دي، نور عمده هدف چې د ښارونو سقوط دی، طالبان پکې پاتې راغلي دی.

پاکستان د دې لپاره هم جګړه کې ځان دخیل کوي چې د جګړې قومنده واخلي او د جګړې پر مهال وسله والو ته امر وکري چې د غنمیت په نوم هر څه وران کړئ او هر څه چور کړئ.

طالبانو ډیرو سیمو کې داسې وکړل، تاسو به لیدلي وي چې د ولسوالیو ودانۍ یې سوځولي دي، عامه تاسیسات یې وران کړي او حتی نظامي وسایط چې د دولت مال دی، هغه یې په اور کې سوځولي دي.

پاکستان غواړي اساسي ویجاړی وکړي، کنه طالب په دې پوهیږي چې نظامي تاسیسات او وسایط د دوی په درد خوري، خو دا چې پاکستان غواړي، یو ځل بیا دا هر څه له منځه لاړ شي، پلورل شوی مزدور طالب دا هر څه مني.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button