پښتو لنډۍ
اب کوثر جانانه راشه |
د بېلتانه پۀ سفر ځم تږی بۀ شمه |
اب و دانه مې شوه تمامه |
ليلا په زړه راکړل د تورو گوزارونه |
الله دې تا په چا مين کړي |
چې تن دې روغ وي زړه دې پټ کوي دردونه |
الله درې ژر تياره ماښام کړي |
چې کچکول واخلم د يار در ته ودرېږمه |
اباسين بيا پۀ څپو راغی |
پۀ سر يې راوړۀ سپينې خولې زېړ پېزوانونه |
اباسين بيا څپې څپې دی |
هره څپه يې ورانوي د پګړۍ ولونه |
اباسين راغی غاړې غاړې |
پۀ سر يې راوړۀ کشميري د خيال شالونه |
اپت وهلي کښت ته راغلم |
نه يې شين توب شته نه هغه خوند راکوينه |
اټې اټې زلفې دې توی شوې |
د پا غوندې پۀ دود دې سر سپين شومه |
اجر و جزا د عمل حق ده |
څوک چې د نېکو عمل کړي نېکي بۀ وړينه |
احمده خدای دې جنتي که |
تر هندوستانه پورې تا کړي جنګونه |
اختر به بيا وطن ته راشي |
زړګيه تللی جانان بېرته نه راځينه |
اختر پرون ؤ پرون تېر شو |
دا د دامان کوترو نن سرۀ کړۀ لاسونه |
اختر پرون تېر شو عالمه |
د بغدادو کوترو نن راغلل سيلونه |
اختر په منډه منډه راغی |
نه مې نتکۍ شته د نه د غاړې تاويزونه |
اختر پۀ ټوکو ټوکو راغی |
نه مې اوږۍ شته نه د غاړې تاويذونه |
اختر پۀ ورځ دې سينګار کړ |
څوک دې پۀ زړۀ دي که ډاډه وهې ټالونه |
اختر ته ډېره خوشالېږم |
زما ديار وعده اختر دی رابۀ شينه |
اختر چې تېر شي بيا بۀ راشي |
دا د ځوانۍ عمر پۀ بېرته نه راځينه |
اختر د واړو مبارک شه |
دا د ځوانۍ عمر پۀ بېرته نه راځينه |
اختر دې تا ته مبارک شي |
چې لاس او پښې دې بې حنا اور لګوينه |
اختر له تا سره ښایېږي |
نور خلک خوشې د اختر هوس کوينه |
اختر نژدې دی روژه لاړه |
ليلا بۀ چاته سرې منګلې ښکاروينه |
اختر نژدې دی ياره راشه |
مبارکي بۀ يو وبل ته ورکوونه |
اختره ستا د برکته |
د جنکو په سينه زانګي زيړ ګلونه |
اخر به مرم پاتې بۀ نه شم |
ته چې دا سپينه سينه ږدې پۀ دېوالونه |
اخر بۀ پاتې شې ميدانه |
مسافر کډۍ باروي وطن له ځينه |
اخر بۀ خاورې شې بدنه |
که دې هر څو پر وطنو وګرزومه |
اخر بۀ خاورې شې جانانه |
ما اشنا سترګې نا اشنا ليدلې دينه |
اخر بۀ خاورې شې صورته |
که دې هر څونه پۀ زربفتو کې ساتمه |
اخر بۀ دا دنيا شي ورانه |
تر خاورو لاندې بۀ شي ښکلي بشرونه |
اخر بۀ کند کچکول راواخلم |
چې کبرجن جانان مې نه کوي پوښتنه |
اخر بۀ مرم پاتې بۀ نه شم |
که د فولادو کلا تاو له ځانه کړمه |
اخر بۀ وران شې پېښوره |
د ننګرهار نجونې ښېرا درته کوينه |
اخر ته داسې درته وايم |
اجازه واخله چې جوړه کابل ته ځونه |
اخرنی ځای دې لحد دی |
ظالمه مه کوه پۀ ما ډېر ستمونه |
اخيري ورځ ده راته ګوره |
بيا به د يو بل د ليدو ارمان کوونه |
ادکې مورې څراغ بل کړه |
د مومن خان پۀ وينو سرۀ شول بالښتونه |
اذان پۀ ځنډ کوه طالبه |
زه د جانان غېږې ته اوس ورسېدمه |
ارام د زړۀ مې پرې و نۀ شو |
که مې له سرو سترګو ويني تويومه |
ارمان ارمان تېره ساعته |
پيدا به نشې که ملنګ درپسې شمه |
ارمان ارمان خپله وطنه |
د خپل وطن جامې مې ولوېدې له تنه |
ارمان ارمان د دا دا کوره |
د ډکه شکوره به چاپېره تاوېدمه |
ارمان ارمان دی لويه خدايه |
چې همېشه مې د جانان کړای مجلسونه |
ارمان به وکړې وخت به تېر وي |
بيا به وطن راپسې ګورې نه به يمه |
ارمان به هلته زما درشي |
چې سور پالنګ درته يوازې پاتې شينه |
ارمان به هلته زما درشي |
چې کټ مې واخلي تورو خاورو ته مې وړينه |
ارمان به هلته زما درشي |
چې مې ځوځان په قبر وسپړي ګلونه |
ارمان به هلته زما درشي |
چې مې د سخات پيسو ته ونيسې لاسونه |
آسمانه درز وهه راولېږه |
په ما قيامت دی چې په ټولو قيامت شينه |
اسماني تندر شوې جانانه |
په ما راپرېوتي ذرې ذرې دې کړمه |
امانتي مې ګور کې کېږدئ |
که اشنا راشي ما به خپل کلي ته وړينه |
آواز يې اورم کتی نشم |
په ښاپېرو مې سر و کار دی وبه مرمه |
اوبه د بر ګودر خوږې دي |
زه د جانان لپاره کوز ګودر له ځمه |
اوبه د کوز ګودر خوږې دي |
لیلا د يار لپاره بر ګودر ته ځينه |
اوبه دکوز ګودر خوږې دي |
زه د مين د پاره بر ګودر ته ځمه |
اوبه دهر ګودر خو ږې دي |
جانانه ستا لپاره کوز ګودر ته ځمه |
اور چې بليږي اخر مړ شي |
د مينې اور سړی تر عمره سوزوينه |
اوښکي مې سيند غوندې بهيږی |
بیا به د سيند د غاړی نهکوم سيلونه |
اول به ته ورته حيران شې |
که مې ښکاره کړه د زخمي زړګي داغونه |
اول به کله کله غم و |
اوس مې دوتر شو کروندې پکې کومه |
اول دې ويل چې رامين شه |
اوس راته وايې چې خپل کار کوه مينه |
اول مې فکر درته نه و |
اوس مې د زړه ستنې کږې درپسې دينه |
ايمان دې ښه راته معلوم دی |
په رواجي برېتو دې مه وهه لاسونه |
بابا ته لاړې سوال دې وکړو |
په زړه دې زه وم که دې نور کول سوالونه |
بابادې ماوژلی نۀ دی |
چې راته نيسې دزړې ولې بندونه |
باباکوچيانوته مې ورکړه |
چې تورپېکی مې دنښتروبادوهينه |
باباګلان دباغه راوړه |
زۀ يې پېيمه جوړومه امېلونه |
بابامې نۀ درکوي ياره |
لاړشه باباباندې مې وکړه تاويذونه |
باباولي پرکندهاردی |
زماجانان يې وزيارت ته تللی ونه |
بابوټيکس دې بېرته واخله |
زۀ مې شيرين جانان دکن ته نۀ لېږمه |
بابوټيکس دې بېرته واخله |
مامروراشناپخلاکړبېرته ځينه |
بابوکره زموږ وطن دی |
جندوله تاته سلامي راغلی يمه |
باتۍ دتېلوپۀ زورسوځي |
ماته ديارغمونه اورشول ويې سومه |
باچارخصت راکه چې ځمه |
چې پۀ وطن موغنم زېړ لويې کومه |
باچاهي تخت مې پۀ کارنه دی |
جانان بۀ لوکازۀ بې وږي ټولومه |
باد د جنت پکې لګيږي |
د غرمې خوب د شاليلا دېرې ته وړمه |
باددبهۍ پۀ کې لګېږي |
دغرمې خوب بۀ دليلادېرې ته وړمه |
باددپغمان له لورې راغی |
زمادياردزلفوبوی ماته راوړينه |
باددخوتن دی راالوتی |
ياعنبري زلفې جانان سنبالوينه |
باددې پلوله مخه يوسه |
چې ګلابي مخ دې پۀ سترګوووينمه |
بادسبازماقاصد شه |
زماشيرين اشناته يوسه سلامونه |
بادسبايارمې ويښ نه کړې |
دسهارخوب پرهلک ډېرغالبه وينه |
بادمې ديارله لورې راغی |
پۀ وازه خوله به يې کوګل ته تېرومه |
بادنن له پاسه که ښکې دی |
بوی دجانان مې پۀ دماغ ولګېدنه |
باده پربادمې سلام وايه |
پرهغه بادچې داشناپۀ لورې ځينه |
باده په باد مې سلام وايه |
په هغه باد چي د جانان په لورې ځينه |
باده دخدای روی مې دروړی |
ژرراته وايه ګران زړګی څۀ حال لرينه |
باده ديارحالونه راوړه |
ظالمان شته دي ماويارته نه پرېږدينه |
باده ديارله لورې راشه |
ماته ملهم شه چې مې جوړشي پرهارونه |
باده سلام پۀ جانان وايه |
هغه سلام چې باده تا راوړی ؤنه |
باران داوښکومې ورېږي |
بې نيازه يارراته پۀ زړۀ راکړل زخمونه |
باران که اوري باک يې نشته |
واورې دې نۀ اوري چې لارې بندوينه |
بارانه ورو ورو واورېږه |
دمسافرجانان مې نشته دالانونه |
بارانه ورو، وروپرې ورېږه |
په مسافر اشنا مې نشته دالانونه |
بارانه ورو، وروپرې ورېږه |
وړې، وړې جنکۍ غره ته تللي دينه |
باغ ته دې تګ مناسب نۀ دی |
ګلان شرمېږی مخ پۀ پاڼوپټوينه |
باغ چې دزاغ پۀ حواله شي |
بلبل نری فريادکوي له باغه ځينه |
باغ له دې تله مناسب نۀ دي |
پخپله ګل يې ګل دې ستاسلام کوينه |
باغچه پۀ ګلوښه ښکارېږي |
لکه دپېغلې سينه ډکه پۀ ګلونه |
باغچې دګلوشوې سمسورې |
باغوان وختي لښتي پر باغ تړلي دينه |
باغوانه باغ مې دې خوښ نه شو |
چې پۀ کې نشته درامبېل چامبېل ګلونه |
باغوانه پاڅه چې سهار دی |
ګلان دتندې درته خواست داوبوکړينه |
باغوانه ورشه باغ سوتره که |
سبادرځمه دګلاب سيل بۀ کومه |
باڼه دې مړه دي ښکته ګوري |
لکه چې مور دې نوره کور کې بندوينه |
باڼه دی ورو جګ کړه شير ينې |
ما ته دی سم د زړه په سر ټو مبلی د ينه |
بدن درياب زړه مې ګودر دی |
د غم ويلی پکې رګونه تللی دينه |
بړستن دې واغوسته ويده شوې |
په زړه دې نشته د شرين جانان غمونه |
بله ډيوه شه راته کښېنه |
زه دې پتنګ ستا د ديدن راغلی يمه |
بنګړو دې نيمه شپه کې شرنګ کړو |
زه دې بهر تمبو ته لاس په نامه شومه |
بنګړي نيم ښکته کړه نيم پورته |
چې په خالي مړوند دې سر ولګومه |
بوټي راټول کړئ اور پرې بل کړئ |
زموږ دستور دی په رڼا خوله ورکوونه |
بورا به خدای په گلو موړ کا |
باغوانه ستا نيمګړی نيت مې ژړوينه |
بيا به پدې کلي رانشم |
د کلي مينځ د لېونۍ ورسېدنه |
بيا به د کلي په منځ نه ځم |
د کلي منځ دلېونۍ ورسېدنه |
بيا به ديار کلي ته نه ځم |
په خندا لاړ شم په ژړا بېرته راځمه |
بيا به دې نوم په خوله وانخلم |
بېګاه دې مور له دروازې شړلی يمه |
بيا به نرۍ جامې ونکړم |
باران لمده کړم اشنا ټوله وليدمه |
بيلتونه چيرته چې ځی لاړ شه |
ګودر ته مه ځه چې بې تا پاتی شينه |
بې غېر له تا مې عمر ګران دی |
زه به دا ګران عمر تر کومه تېرومه |
بې ننګه ننګ راباندې وکړه |
سبا مې ستا په سر پانسۍ ته خېژوينه |
بې وفا هله راته وايه |
چې ته لوګی شې زه لمبه نه شم مينه |
بېګا مې مړ په خوب ليدلی |
سبا مې سرو شونډو پتري نيولي وونه |
بېګاه په خوب کې ژړا راغله |
د مينې يار مې در په در غواړي خيرونه |
بېلتون په هر چا مېلمه کيږي |
ماته چې راشي نو کلونه تېروينه |
بېلتون د خلکو د خندا کړم |
ځکه هر وخت گرېوان شلېدلی گرځومه |
بېلتون دې قدر رامعلوم کړ |
اوس به سلام په دوه لاسه درته کومه |
بېلتون يواځې په ما ندی |
بېلتون شمال دی هره پاڼه رپوينه |
بېلتون يوازې په ما ندی |
د بېلتانه د لاسه ډېر فرياد کوينه |
بېلتونه راشه ستړی مه شې |
زړه مې پښتون دی مېلمه نه خفه کوينه |
بېلتونه کور دې راته ښايه |
د زور دې نه يم ننواتې به درځمه |
بیا به منګی ته ګو تی نه کړم |
مور د ګودر د تلو نه ما منعه کوينه |
پاچائي تخت مې پۀ کار نۀ دی |
جانان دې لوکړي زۀبۀ وږي ټولومه |
پاچائي تخت مې پۀ کارنۀ دی |
مادې ديارلۀ څنګه نۀ جداکوينه |
پاس پراسمان راشه رامداره |
داسمې لارې راڼېزونيولې دينه |
پاس پراوږودې منګی مات شه |
چې دسينې پۀ خوړ دې راشي سېلابونه |
پاس پربام مه خېژه کوترې |
پورته اسمان کې بۀ شين لمرشرمنده شينه |
پاس په کمره ولاړه ګله |
نصيب د چا يې اوبه زه درخېژومه |
پاس په ګودر د پيغلو جنگ شو |
د سور سالو مير منې ما تې ګډوينه |
پاس په ګودر ولاړه ګله |
يا به دې راوړم يا به مړ درپسې شمه |
پاس په ګودر ولاړې ګله |
نصیب د چا يې او به زه در خيژومه |
پاس په هوا راشه جانانه |
لارې کوڅې د غمازانو ډکې دينه |
پاس په هوا راشه جانانه |
د ګودر لاري راڼيزو نیولی دينه |
پاس پۀ اسمان کې ډزې وشوې |
چاويل ملوک دی دبدرۍ سلام ته ځينه |
پاس پۀ اسمان کې ستوري ښکاري |
اشناويدۀ دی مايې وکړل ديدنونه |
پاس پۀ اسمان کې ستوری زۀ وای |
نجلۍ وېده وای مايې وکړای ديدنونه |
پاس پۀ اسمان کې ګړزهارشو |
جينکۍ ژاړي کشمالې ږاۍ وهينه |
پاس پۀ اسمان کې مرحباشوه |
محمدوخوت دالله ديدارته ځينه |
پاس پۀ بلۍ کوترې راغلې |
زۀ پۀ پوړوديارپوښتنه ترې کومه |
پاس پۀ بنګله کې فريادخېژې |
يارنځوران دي يامين بېل شوي دينه |
پاس پۀ تيرااوره بارانه |
دپېښورپۀ برخه سېل دی رابۀ شينه |
پاس پۀ سينه ځای راته جوړکه |
مزل وهلې ځمکه ځای نۀ راکوينه |
پاس پۀ کمرۀ ولاړه ګله |
نصيب دچايې اوبۀ زۀ درخېژومه |
پاس پۀ کمرۀ ولاړې زرکې |
بازمې رنځوردی لۀ خولې وينې تويوينه |
پاس پۀ ګودردپېغلوجنګ شو |
دسورسالومېرمنې ماتې ګډوينه |
پاس پۀ هواراشه جانانه |
داکوزې لارې بېلتانۀ نيولې دينه |
پاس د آسمان ستورو ته ګوره |
په تا مې دومره دي د سپينې خولې پورونه |
پاس داسمان ستوروته ګوره |
پرتامې دومره دي دسپينې خولې پورونه |
پاکه مولا که ته يې واخلې |
سړی سړی نه دی په بند يې ناسته يمه |
پالنګ دسرونالۍ دزرو |
ليلادسروزروغنچه خوب پۀ کوينه |
پالنګ ديارسره ښۀ ښکاري |
نۀ مې خوښېږي دابې ياره پالنګونه |
پام کوه واردې خطانۀ شې |
دګلوڅانګه دې پرسرولاړه يمه |
پانسۍ دزلفوماته راکړه |
زۀ بېلتانۀ پۀ مرګ خوشاله کړم مينه |
پاولی ديخ سينه دې تخت دی |
چې درنژدې شم زړۀ مې يخ لاندې کوينه |
پتنګ پۀ خاص څراغ مين دی |
ښايسته خولمردی ځان پرې نۀ کبابوينه |
پتنګ خويوځل شهيدشوی |
افرين ماته چې مدام سوزم مينه |
پتنګه خاورې دې پۀ سرشوې |
شموته جوړشوۀ پۀ ښيښوکې مقامونه |
پتڼ پۀ منځ دبازارراغی |
شمعې مخ پټ کړويلې نۀ دې پېژنمه |
پتڼ لۀ شمعې پۀ څنګ نۀ ځي |
زۀ بۀ ديارله غمه ولې پرڅنګ ځمه |
پتڼ لۀ ما نه زده کړه وکړه |
ځکه خپارۀ وزرونه شمعې له ورځينه |
پتڼه راشه کۀ پرې سوځې |
ستاداجل شمعه پۀ لاس کې ګرځومه |
پټ بۀ دزړۀ دردونه تېر کړم |
بې درده يارته بۀ ونه وايم حالونه |
پټ بۀ ديار لۀ غمه ژاړم |
پټې بۀ وينې لړمانۀ ته تېرومه |
پټ بۀ ديار لۀ غمه ژاړم |
چې مې پۀ درد ظالم خبر نۀ شي مينه |
پټ د ګودر په غاړه کينه |
چې ياره پټ په پټ وکړو ديدنونه |
پټ کرمونه درب ډېر دي |
جانان ته وايه وارخطانۀ شې مينه |
پټکی دې کوږ په وريځو کېده |
زه د همزولو په کتار کې ناسته يمه |
پخوا به کله کله غم وو |
اوس د غمونو قافلې راسره ځينه |
پر ګودر څه بلا لګيږی |
چې کشر ورو يې بدرګه ورسره ځينه |
پر ګودر ګڼي ونی کیږده |
چې شا ليلا منګی په سوری ډکو ينه |
پر ګودر نښه راته کيږده |
د ما زد يګر اوبو له ځم وا به يې خلمه |
پردېس ځوانانو سره خوند کړي |
چې جنکۍ په سفر ځي ارمان راځينه |
پرګودر سپينه سينه اوړی |
په لاره تير يدم ودی ويشتمه |
پرګودر سور سالو ښکاره شو |
ماوې دی تورو اوبو اورواخيسته مينه |
پرهر پرهر په توره راشې |
چې پرهرونه دې ګنډم خوله درکومه |
پرېږده چې خړ سېلاب مې يوسي |
په لامبوزن اشنا مې ډيره نازيدمه |
پرېږده چې سپي مې غوښې وخوري |
بې وفا ياره در په در دې لټومه |
پرېږده چې سرو وينو کې رنګ شمه |
د نيمې شپې له ديدن نه کراريدمه |
پلار يې د بر کلي ملک دی |
لور يې د کوز کلي منګي راډکوينه |
پلاريې دبر کلی ملک دی |
لور يې د کوز کلی منګی راډکو ينه |
په ا خرت به لالی غواړم |
په دې دنيا يې ظالمان نه راکوينه |
په اخرت کې به نارې کړم |
چې ناداني وه په ګناه نه پوهېدمه |
په اوښکو لوند ګرېوان مې ګوره |
ستا له پېغوره مو رپه کور بند کړی يمه |
په باغ کې سرې غوټۍ ته وايه |
چې تاته تور کشمالي ډېر سلام کوينه |
په بام ولاړه يمه زنګېږم |
د خوبه نه يم د يار غم غلطومه |
په بل وطن کې پيدا نشوې |
د نارنج ګله ننګرهار ته به درځمه |
په بنګو چرسو مې کار نشته |
چي د جانان په کوڅه تېر شم نشه شمه |
په پتاسو دې اموخته کړم |
اوس د جوارو ډوډۍ خوند نه راکوينه |
په تصور مې ځان پاچا کړ |
چې سر مې جګ کړلو ګدا د دونيا ومه |
په تن مې تور چينجي لګيا شول |
زړه ترېنه ساتم پکې ستا مينه لرمه |
په تناره مه ورغوړېږه |
د وربل څوکې به دې اور وسوزينه |
په تور لحد کې به نارې کړم |
زه د دنيا نه ارمانجن راغلي يمه |
په تورو ټوک ټوک شي مړ مشې |
چې پرهرونه دې ګنډم خوله درکومه |
په تورو سترګو يې شهيد کړم |
تورې جنډې راباندې ودروئ مينه |
په تُهمت مه شرمېږه ياره |
په ښو ځوانانو پسې تل وي تُهمتونه |
په جدايۍ دې خفه نه يم |
خفه پدې يم چې رقيب دې خپلوينه |
په جهان دوه څيزه مزه کا |
يا سپينه خوله يا د بوړي توپک غږونه |
په څه خفه په څه جدا شوې |
اوس راته وايه چې توبه ترې اوباسمه |
په خوله به جنګ درسره وکړم |
د زړه کوڅې به درنه ولې بېلومه |
په خوله به جنګ درسره وکړم |
د زړه کوڅې درځنې کله بيلومه |
په خوله به جنګ درسره وکړم |
د سترګو لاندې به زارۍ درته کومه |
په خولې توبې توبې اوباسم |
په تا مين زړګی توبې نه قبلوينه |
په دا يوه خبر خوشحال يم |
چې خان غريب به ټول يوې خاورې ته ځينه |
په داسې خلكودې بدل كړم |
چې دعزت سرمايه بالكل نه لرينه |
په ديواله مې سر اوچت کړو |
جنۍ لګيا ده ځانله سترګې توروينه |
په زړه به لويه تيګه کېږدم |
جانانه تانه به يې ورو ورو صبرومه |
په زړه دې ډېر داغونه راکړل |
ستا دجفا کيسې به چا چا ته کومه |
په زړه مې غر دګيلو پروت دی |
هله به يې وايم زه دې سر په زنګون ږدمه |
په زنکدن دې ژبه بند شه |
ماته دې ټول عمر دروغ ويلي دينه |
په زنکدن کې مې رانغلې |
د جنازې لاندې مې مه ځه مخ تورنه |
په زنکدن مې راحاضر شه |
بيا تر قيامته پورې نشته ديدنونه |
په زنکدن مې راحاضر شه |
چې په سلګو کې سترګې تاته واړومه |
په زيارتونو به جوړ نه شم |
ما به د سپينې خولې ازاد اخيستی وينه |
په ژړا هغه خلک ژاړي |
چې د محفل ياران يې تورې خاورې شينه |
په سپينه ږيره راپسې شوې |
رب خو دې مړ کړه د لمسۍ په ځای دې يمه |
په سر دې کوم غماز ولاړ دی |
چې دې زما غريب يارۍ ته نه پرېږدينه |
په سور سالو کې ګناه نشته |
ګناه نجلۍ کې ده چې ړنګه بنګه ځينه |
په صبر صبر پوره نشوه |
سبا مې نيت دې بې صبرۍ ته ملا تړمه |
په صورت روغ درته ښکاريږم |
لکه غنم د زړه په سر چاودلی يمه |
په غټو سترګو دې مين شوم |
ځکه مې غټې غټې اوښکې په مخ ځينه |
په غم کې ستانه کمه نه يم |
لېونۍ نه يم چې به کلي خبرومه |
په کټ کې سمه شه ځای راکړه |
لکه لړم په دېوالو رااوښتی يمه |
په کشمالو کې مې حلال کړئ |
چې جنازه مې ښاپيري اوچتوينه |
په کوڅه تېر شوم ګناهګار شوم |
شړنګار يې خيږي زولنې راته راوړينه |
په کوژدن شوې مئين مه شې |
ته به ولاړ يې دا به بل ته ودوينه |
په گودر سور سالو ښکاره شو |
ما ويل دې سپينو اوبو اور واخيست مينه |
په ګودر څه ټکه لو يدلی |
چې کشره خور يې بدرګه ورسره ځينه |
په ګودر سور سالو ښکاره شو |
ما وېل دا سپينو اوبو اور واخيست مينه |
په ګودر سور سالو ښکاره شو |
چاوې سالو دی وچاوې اور ولګيده |
په لاره تلې کږه وږه شوې |
د ډېره خاله دې زېړ ګل وشرماونه |
په لاره تلې مخ دې راستون کړو |
د ظالم لورې په ګولۍ دې وويشتمه |
په لښتي ټوپ کړه بيا راټوپ کړه |
چې د اوربل روپۍ دې ګډې وډې کړمه |
په لوی ګودر دی څڼی پری ولی |
په نری بادی يې وچوی مين دی کړمه |
په ما دې ټول کلی خبر کړ |
په تا دې يو دا دا خبر دی زړه دې چوينه |
په ما دې ځوانه ځواني اور کړه |
په تا دې اور شي د همزولو مجلسونه |
په ما دې کړې څه بلا ده |
چې دې د در خاورې په جېب کې ګرځومه |
په مخ دې شړک د زلفو راکړو |
ځکه مې اوښکې د ملالو سترګو ځينه |
په مرک به دواړه سره مړه شو |
ارمان مې دا دی چې به وړاندې وروسته شونه |
په مرگ به مړ راپسې نشې |
دا لباسي اوښکې د هر چا په مخ ځينه |
په مرګ به مرم پاتې به نشم |
ګور ته به يوسم ستا رټلي ځوابونه |
په مرګ دې نه مري جانان خوږ دی |
په رنځ دې پرېوزي چې پوښتنې له ی ورځمه |
په مسافرو مې زړه نه سوو |
اوس مې پرې سيزې چې مې يار مسافر شونه |
په ناعلاجه مرض پروت يم |
په اشنا دوه قدمه ګران دي نه راځينه |
په نيمه شپه دې بېرې راوړې |
بېرې دې نه خورم ما توتان خوړلي دينه |
په نيمه شپه راشه جانانه |
د زړه تمبې مې نيمکښو پرې ايښي دينه |
په وينو سور لکه ګلاب شه |
پښتنې ناوې به دې تور اوربل کې ږدينه |
په يار مې ترخې زرغونې شوې |
زه يې د ديدن په تمه يم چې رابه شينه |
په يارانه دې پويه نه شم |
په جدايۍ دې لکه مالګه اوبه شومه |
پيزوان په کورمه کې جوړيږي |
د پېښور زرګره مات دې زه لاسونه |
پېزوان مې ستا برېتو کې بند شو |
تر دروازې پورې جوړه درسره تلمه |
پېزوانه ستا نه ګيله من يم |
د ليلا سرې شونډې خو تا ښکل کړې دينه |
پېزوانه کوز شه اوبه وڅښه |
سبا اختر دی په سرو شونډو به دې وړمه |
پېغلتوب نيمه پاچاهي وي |
ورک ناويتوب شه چې دوه نيمې ورځې وينه |
پیغله ګودر ته روانيږی |
زړه يې منجله کړو پری منګی راوړی مينه |
تا به په سرو وينو کې پرېدي |
ما ژړوي د معشوقو دغه ظلمونه |
تا چې په مخ څپېړه راکړه |
د دلاسې سړی مې نشته وبه مرمه |
تاسی دی بر ګودر ته ګوری |
د بيغلو جنګدی منګو ټی ګذاره وينه |
تپه تياره ده نه دې وينم |
بنګړو ته شرنګ ورکړه چې ودې پېژمه |
تر هديرې راسره لاړ شه |
د جنازې بازو مې پرې نه دې مينه |
تردې پوړي ټوپک دې ځار شم |
په غاړه ستا دی کږه زه درسره ځمه |
تکل به کله د راتلو کړې |
زه دې د لارې څوکيداره ناسته يمه |
تنور چې تود شي اخير سوړ شي |
زړه چې مئين شي هميشه لمبې وهينه |
تورو ته سپين خلک پيدا دي |
ځکه د سترګو تور د سترګو مينځ کې دينه |
توره به نه کړې نو به څه کړې |
چې دې شېدې د پښتنې رودلي دينه |
ته بې وفا شوې زه دې هېر کړم |
زه بې وفا نه يم چي تابه هېرومه |
ته چې په ما پورې خندا کړې |
خدای دې مئين کړه چې زما د خندا شينه |
ته چې زما د يارۍ نه وې |
زما ويده زړګی دې ولې ويښونه |
ته چې زما قبر ته راشې |
زه به په قبر کې اشنا خوشاله شمه |
ته د کوهاټ په غاښي راشه |
زه دره وال ټوپک په غاړه ګرځومه |
ته د ګودر غاړی ته راشه |
ما په منګی کې پراټی راوړی دينه |
ته ماز ديګر ګودر ته راشه |
په ګودر کيږی په اسانه ديدنونه |
ته ماز ديګر ګودر ته راشه |
زه به منګی په لپو ورو ورو ډکو مه |
ټبر دې ټول راباندې ګران دی |
زه ستا لپاره د وړو سلام کوومه |
ټکرې د ځان پسې راکاږې |
خاونده خدايه مېلمنه به د چا وينه |
ټګي دې وکړه ټکه ياره |
ستا دې ټګي زما دې صبر په خدای وينه |
ټنګه وعده راسره وکړه |
د جنکو په وعده نه شته اتبارونه |
ټوپک ويشلی به خدای جوړ کړي |
سترګو ويشتلی به رنځيږي مړ به شينه |
ټوټې ، ټوټې په تورو راشې |
د بې ننګۍ آواز دې رامشه مينه |
ټوټې ټوټې درباندې زه شوم |
په بخملي سينه دې نور کوي خوبونه |
ټوټې ټوټې زړه به راټول کړم |
بيا به په نوم د يارانې سړی رټمه |
ټول مې د زړه په سر راټول شوې |
ميرات شې غمه په خندا دې تېرومه |
ټيکری د ځان پسې راکاږي |
خاونده خدايه مېلمنه به د چا وينه |
جانان په هيڅ نه رضا کيږي |
د دروغجن ملا دې ورک شي تعويذونه |
جانان زما زه د جانان يم |
که په بازار مې خرڅوي ورسره ځمه |
جانان زما سره پښتو کړي |
چې سترګې توري کړي لکۍ ورته پرېږدينه |
جانان مې ستوری د اسمان دی |
نه ورختی شم نه مې زړه صبر کوينه |
جانان مې لاړو اسماني شو |
اسمان چې ځمکې ته راځي قيامت به وينه |
جانانه تور څادر په سر کړه |
ځان مرور کړه چې جرګه دروليږمه |
جانانه ته خو داسې نه وي |
د چا خبرې دې ضرور منلي دينه |
جانانه ته خوداسې نه وې |
ښايي جواري دې دبل چاخوړلي دينه |
جانانه خپل وطن ته راشه |
پردی وطن د مېړو قدر کموينه |
جانانه خپل وطن ته راشه |
په دالانونو کې دې لګي خړ بادونه |
جانانه خپل وطن ته راشه |
غمازان ستا په جدايۍ اختر کوينه |
جانانه خپل وطن ته راشه |
که خلک ډېر دي پرې اباد دي خپل کورونه |
جانانه دومره په ما گران يې |
چې ته روان يې زه دې شمارم قدمونه |
جانانه دومره را سره واي |
لکه بر يښنا چې د با رانه سره وينه |
جانانه راشه چې پخلا شو |
زمونږه څوک دي چې به مونږ پخلا کوينه |
جانانه راشه چې پخلا شو |
عمر د ژمې مازديګر دی تېر به شينه |
جانانه راشه دا دی وخت دی |
پلار مې د سر سودا د بل سره کوينه |
جانانه راشه که ديدن کړي |
د زنکدن خولې په ما راغلي دينه |
جانانه راشه که راتلی شې |
ښکلی بشر مې په کفن کې پټوينه |
جانانه زېری مې درباندې |
زمونږه کډه ستاسې کلي ته درځينه |
جانانه ستا د زړه لپاره |
زه په غرمه د ګودر غاړی له درځمه |
جانانه ستا ديدن لپاره |
زه په زړه شپاله کې بېرې ټولومه |
جانانه ستا ديدن لپاره |
زه د کابله په ټکس راغلی يمه |
جانانه غلی غلی ګورې |
يا دې څه ورک دي يا دې زه ليدلې يمه |
جانانه غم دې دومره خوږ دی |
چې د دنيا خواږه يې خاورې ايرې کړنه |
جانانه فکر پکې وکړه |
مينه سور اور دی وارخطا نشې مينه |
جانانه ولې لېونی شوې |
په لاره ځې په تيګو ولې زيارتونه |
جانانه ويښ يې که ويده يې |
ستا په کوڅه مې لاس تړلی تېروينه |
جدايي راغله لارې دوه شوې |
مرګ مې قبول دی جدايي نه قبلومه |
جنۍ د پلاره دی وير يږم |
ګودر ته راشه کور ته نه درسره ځمه |
ځان په ازغوباندې سوری كړه |
كه چېرې غواړې ديارغېږه كې خوبونه |
ځان د وطن په شمع سيزه |
چې پتنګان دې د زيارت طواف کوينه |
ځان دې زما په ديدن موړ کړه |
بيا به مخ په سپين کفن کې پټوينه |
ځان يې زړو جامو کې جوړ کړو |
لکه په وران کلي کې باغ د ګلو وينه |
ځای د داغلو په کې نشته |
جانانه څله داغوې داغلي زړونه |
چا يې پلو ليدلی نه و |
اوس د تورخم په سرک ځي سرتور سرونه |
چرګه مرۍ کې ناسور شه |
زه د ليلا غېږې ته اوس راغلی يمه |
چنار به ولې سر لوړ نه کا |
چې جنکۍ ورلاندې سترګې توروينه |
چې په ژوندون مې په کار نشوئ |
که مې د قبر مجناور شې څه دې کړمه |
چې په ښايست مې خفه کيږې |
نور به د ځمکې خوب کوم چې ژېړه شمه |
چې په مرض مې نه پوهېږې |
طبيبه مه ګوه زما د لاس رګونه |
چې پېغله لور يې په کاله وي |
پس د ماښامه دې پنځډزی ګرځوينه |
چې پېغله لور يې په کاله وي |
د هغه کور سابه جواری مزه کوينه |
چې تاته ګورم ژړا راشي |
چې ځانته ګورم په ما لا ډير دي غمونه |
چې تورو خاورو ته مي سپاري |
په خولې مې کېږده د سورکو شونډو سرونه |
چې توره نکړې نو به څه کړې |
چې دې شېدې د پښتنې رودلي دينه |
چې جنازه مي روانيږي |
پاس په کفن باندې مې وشينده ګلونه |
چې چېرته ته وای هلته زه وای |
نصيب تقدير مې له تا لرې ګرځوينه |
چې څوك له خپله ځانه دروندوي |
ټولې دنياته ددراندۀ ګومان كوينه |
چې خط مې وايي ورته ژاړه |
ماچې ليکه ورته مې ډېرژړلې دينه |
چې خويندې کښېنې ورونه ستايي |
چې ورونه کښېنې خويندې بل ته ورکوينه |
چې د ديدن نصيب يې نه وي |
په يوه کوڅه کې سره وړاندې وروسته شينه |
چې راپسې نشې قرانه |
زه د جانان لپاره لاس درباندې ږدمه |
چې ژوندون وي جانان به راشي |
چې ژوندون نه وي بيابه نه وي ديدنونه |
چې سا مې اوځي رانږدې شه |
په دواړو سترګو راته کيده سره لاسونه |
چې سترگې تورې کړم شرميږم |
چې شونډي سرې کړم غمازان مې نه پرېږدينه |
چې سر زما وي څنګل ستا وي |
د هغه وخت په انتظار يم رابه شينه |
چې سر زما وي څنګل ستا وي |
مزه به دا وي چې ويده د عمر شمه |
چې سړی هر څومره پښتون شي |
زړه چې مئين شي پښتو ټوله ترېنه ځينه |
چې سور پرتوګ دې وکړو |
نور يې زمونږ دکلي منع کړه چې مرمه |
چې عاشقي يې کړې نه وي |
د پادې خر دی سبا ځي بېگا راځينه |
چې عاشقي يې کړې نه وي |
هغه به څنگه د ايمان دعوه کوينه |
چې فکر بند په زولنو کړم |
چې رانه خلاص شي برابر جانان له ځينه |
چې کله کله راپه ياد شې |
دېوال ته کېنم ځانته غلی وژاړمه |
چې کلي واله مې ګڼلې |
ځکه مې سوال د سپينې خولې درته کاونه |
چې ماز د يګر شی زړه مې ښه شی |
په ګودر حوړ شی د منګيو کتارونه |
چې مازد يګر شی عاشقان ژاړی |
چټه له خياله منګی وړی په ګودرونه |
چې مې په جېب کې دولت ډېر و |
خپل مې لا څه چې د پردو خپل شوی وم |
چې مې د تورو سترګو وار و |
د چا به کار و چابه هسې غږ کوونه |
چې وعده وکړې پوره يې نکړي |
ژبه يې پرې کړې چې وعدې پرې نه کوينه |
چې وي پښتون اوپښتونكړي |
داسې كسانوته به ګورې كړنګونه |
چې هديره باندې تيرېږې |
زما مزار ته مخ راواړوه مينه |
چې يوړم يوړم اوبو يوړم |
چې بې ګودره ګډ يدم اوبو به وړمه |
چېرته عاشق سړی ولاړ دی |
ساړه ساړه اسويلي کړي باد يې راوړينه |
څانګه به نن سبا کې ګل شي |
ما يې په سر کې سرې غوټۍ ليدلي دينه |
څنگ ته مې مه راځه جانانه |
سبا به بوی د لونگين درڅخه ځينه |
څنګه په سپينه جامه ګرځې |
رب دې مئين کړه چې خيرن دې ووينمه |
څنګه د ورايه په خندا شوې |
لکه چې غم دې د زړه ټول هېر کړی وينه |
څنګه نرۍ يې لکه لښته |
مور دې ړنده شه چې په تا اوبه راوړينه |
څوک په رضا له ملکه نه ځي |
يا ډېر غريب شي يا د يار له غمه ځينه |
څوک چې په چا باندې مين شي |
هغه غمجن شي د هر چا د خندا شينه |
څوک چې په شنو سترګو مين شي |
پس د ماښامه دې پنځډزی ګرځوينه |
څوک چې د ښکلو وفا غواړي |
ماته کيسه د صنوبر راياده شينه |
څوک چې د يار په غېږ کې پروت وي |
په نورو خلکو د ړندو ګومان کوينه |
څوک مې د حاله خبر نه دی |
لکه چنار مې په ډډ اور ولګېدنه |
خا ونده دا ګناه مې معاف کړی |
بيا به دخوړ په عاړه نه کرم ګلونه |
خال به د يار له وينو کيدم |
چې په شين باغ کې ګل ګلاب وشرموينه |
خال يې په غونډه زنه کېده |
بيا ما ورپرېده چې پرې څه نخرې کومه |
خاورې د يار د کوڅې راوړئ |
پاس په کفن کې ( لا اله) راته ليکينه |
خاونده بيا دې پسرلی کړو |
جونه شفتل کړي وړکي سيل ته تللي دينه |
خاونده بيادی مازد يګر کړ |
په ګودر جوړشو دمنګيو کتارونه |
خاونده ټوله مې ترې ځار کړې |
زما په سر يې غرغرې منلي دينه |
خاونده څه چارې راوشوې |
نه مې يار يار شو نه يې خلاص د غمه شومه |
خاونده دا به دې رضا وي |
چې د ځوانۍ عمر په غم کې تېرومه |
خاونده دا به دې رضا وي |
چې نور دې ګل کړل زه غوټۍ ورژېدمه |
خاونده دا به ستا رضاوي |
چې دځوانۍ عمر په غم کې تيرومه |
خاونده دا ګناه مې معاف کړې |
بيا به د خوړ په غاړه نه کرم ګلونه |
خاونده سل ځله ژوندراكړې |
چې دجانان په مينه سل ځله مړشمه |
خاونده کوم يو پکې خوښ کړم |
مرګ او بېلتون راته جوړه راغلي دينه |
خاونده ما خو داسې نه وېل |
چې مساپر شم څوک دې خير نه راکوينه |
خاونده ما د ګودر ګل کړې |
چې جنکۍ مې شوکوي سر کې مې ږدينه |
خاونده ما دګودر ګل کړی |
چې جنکي مې شوکوی سرکې مې ږد ينه |
خاونده مرګ په ځوانۍ ورکړې |
چې جنازه يې د ارمانه سره وړينه |
خاونده مرګ په ځوانۍ ورکړې |
چې کلی کور يې د ځوانۍ ارمان کوينه |
خبر مې کله کله اخله |
د لېونتوب آواز مې نن سبا درځينه |
خپلو جامو سره مې خښ کړئ |
جانان په غشو د بڼو ويشتلی يمه |
خدايه د مور يې ورته پام کړې |
چې په لنډۍ زنه يې ووهي خالونه |
خدايه دا مور يې لېونۍ کړې |
مئين پرې زه يم اوس يې بل ته ورکوينه |
خدايه کوچيان په کوچ روان کړې |
چې دا ښايسته بدرنګې ګډې وډې شينه |
خدايه ګورګورې تورې مه کړې |
جنکۍ سرې شونډې ورځي تورې راوړينه |
خدايه مئين څوک په چا مه کړې |
چې وس يې نه رسي په مخ يې اوښکې ځينه |
خدايه نری نری باران کړې |
چې د ليلا ګډې تړلې پاتې شينه |
خدای به دې بيا راته محتاج کړي |
زومبک زومبک څڼې مې بيا راغلي دينه |
خدای به دې زلفې په لاس راکړي |
ماته د کلي ماشومان دوعا کوينه |
خدای به مو بيا سره يو ځای کړي |
دسمال راواخله اوښکې پاکې کړه مينه |
خدای په وړې جلکۍ مئين کړم |
د کوټنو ګټې په ما راچلوينه |
خدای خو دې دا ځلې راجوړ کړه |
بيا مې توبه ده ښېرې نه درته کومه |
خدای خو دې دا ځلې راجوړ کړه |
خلک به وايي چې سپېره دی يار يې مرينه |
خدای دې په تنګه کوڅه راکړه |
چې د سينې روپۍ دې ګډې وډې کړمه |
خدای دې په داسې ځای کې راکړه |
چې ته نارې کړې زه دې غېږ کې ټينګومه |
خدای دې په سر منګی ټوټی کړه |
چې په اوږدو زلفو دې راشي سېلابونه |
خدای دې په واورو کې ايسار کړه |
چې د تودې غېږې مې درشي ارمانونه |
خدای دې د پوزې پېزوان مات کړه |
چې د زرګر په دوکان دواړه يو ځای شونه |
خدای دې د خولې لاړې دارو کړه |
زه درتلی نشم بس دوعا درته کوومه |
خدای دې زما کړه غونډې منډې |
په سر به پنډې چلوم تابه ساتمه |
خط مې ليکو قلم مې مات شو |
د جانان نوم رانه نيمګړی پاتې شونه |
خلک به وايي چې وړه ده |
وړې زما په زړه چړې منډلې دينه |
خلک تپوس له د رنځور ځي |
زه چې رنځور شم د جانان تپوس وړمه |
خلک چارګل خونړی بولي |
ما د نتکۍ په ډنډر ډېر وژلي دينه |
خلک دې وايي تُهمتونه |
زه د ليلا په غېږ کې چا ليدلی يمه |
خلک زيارت له پتاسې وړي |
زه د جانان لپاره غونډه روپۍ وړمه |
خلک شراب وڅښي نشه شي |
ما د ليلا د لاس اوبه نشه کوينه |
خلک قيامت ته خفه کيږي |
زه خوشالېږم چې جانان به ووينمه |
خلک له غمه امان غواړي |
زه د جانان په غم کې ډوب خوشاله يمه |
خلک مې ټول تپوس له راغله |
هغه رانغلو چې يې پروت له غمه يمه |
خلکو زړې يارۍ تازه کړې |
زما په نوې يارۍ اور ولګېدنه |
خلکه ګودرګوري ګډيږی |
زه بې ګودره ګډيدمه لا هو شومه |
خمارو سترګو ته دې وايه |
چې مې ماشوم زړګی نور نه ازاروينه شي |
خندا کوې ياري دې نشته |
تشه خندا د لباسې جنکو وينه |
خود به يې زه د در ملنګ يم |
چې سپينه خوله راته خيرات کې راکوينه |
خولګۍ دې خورم نه پرې مړېږم |
نامردې تا پکې ګني کرلي دينه |
خولګۍ دې خورم نه پرې مړېږم |
نامرې ټوله راپشا شه چې دې وړمه |
خولګۍ مې خوره څو يې خوړای شې |
شکره نه ده چې په تول به کمه شينه |
خوله به په زوره درنه واخلم |
وړوکی نه يم چې ځاري درته کومه |
خوله به تر شونډو لاندې درکړم |
په تورو غاښو مې لونګ کرلي دينه |
خوله به د خدای په رضا درکړم |
منګۍ مې ولی ښوروی لنده دې کړمه |
خوله د ډېوې رڼا کې راکړه |
په توره شپه کې دې زلفان خولي له راځينه |
خوله د ملا د لور خوږه وي |
د شکرانې چرګان يې ټول خوړلي وينه |
خوله دې د تريو انار دانه ده |
د رنځورانو قافلې درپسې ځينه |
خوله دې د سپينو زرو جام دی |
زما پرې پام دی چې موزي پرې اوبه څښينه |
خوله مې غوښته ژبه يې راکړه |
خدايه سخي نجلۍ ته ورکړې جنتونه |
خولې ته مې سوړ اوسېلی راغی |
زړګيه بيا به دې جانان ياد شوی وينه |
د اباسين څپې دې يوسه |
چې مور دې شګې لټوي پلار دې خوړونه |
د اسری منګولې نری غاړه |
ګودر ته لاړه دچا ژوند خرابوينه |
د اواړه ستا د زړه لپاره |
چې د همزولو نه جدا ګودر له ځمه |
د اوبو غړپ کولی نشم |
په زړه مې ستا د مينې ليک دی وران به شينه |
د بې وفا جانان د لاسه |
د زړه دپاسه مې پولۍ ولاړې دينه |
د بې وفا نامه دې راکړه |
تا څه ليدلي دي زما په زړه داغونه |
د تور لحد نه مې زړه بد دی |
ځوانان ايسار کړي پالنګ تش کور ته ليږينه |
د تورو زلفو په ځنګل کې |
يار په منگول کې گرځوم چې ورک به شينه |
د تورو سترگو ديدن راکړه |
راباندې جوړ کړه بيا د خاورو امبارونه |
د ټپو وار راسره کېده |
ماته بې واره ټپۍ خوند نه راکوينه |
د ټپې وار درباندې راغی |
شفتل خورکه رنگ دې زېړ وتښتېدينه |
د ټولو بدو به توبه کړم |
جانانه ستا دمينې نه توبه کومه |
د جانان ژبې ته حيران يم |
څومره خوږې پستې خبرې پرې کوينه |
د جانان غم زما سايه ده |
چې چېرته ځم زما نه مخکې وروسته ځينه |
د جانان مرگ راته اسان دی |
چې دی ولاړ وي زه به بل ته وخاندمه |
د جلا لا ګودره وران شې |
په جنکودې سا لنډی ولګاو نه |
د جنازې بازو مي نيسه |
چېرته به ما په راستۍ خوله درکړې وينه |
د جنکو کاپرې سترګې |
لوګی بهانه کړي ژړا يار پسې کوينه |
د جنۍ څانګې وانګې ونه |
ربه زمونږ په کور يې راولې خاښونه |
د چا په شنې سترګې خوښيږي |
څوک به په تورو سترګو ځان قربانوينه |
د خپل وطنه به دې ورک کړم |
ما په ملالو سترگو ډير ورک کړي دينه |
د خولې مې تورې وينې لاړې |
زه د هجران ښامار په زړه خوړلی يمه |
د ډاره غږ کولی نشمه |
د سوال ياري ده اوس به ګډه وډه شينه |
د روغيدو تمه مې نه شته |
جانان په غشو د بڼو ويشتلی يمه |
د ريبارانو ځای جنت دی |
خدايه زما ريبار له ورکړې دوزخونه |
د ريبارانو ځای دوزخ دی |
خدايه زما ريبار له ورکړې جنتونه |
د زړګي سره ناچاري ده |
مين په تا يم ناز د ډيرو خلکو وړمه |
د زړه دپاسه مې امبار شه |
د جانان غمه د عمرونو ځای دې يمه |
د زلزلې پشانتې راغلی |
زه دې محفل کې د خبرو وويستمه |
د زلفو تار مې اوبو دروړو |
په غم شر يکه مينه نيسه ګودرونه |
د سپينې خولې قيمت دې وايه |
که سر پرې درکړم باقي دار به څومره شمه |
د سپينې خولې ياران دې نور دي |
شفتلو پنډو ته دې زه نيولی يمه |
د سترګو جنګ دی ورته ټينګ شه |
کاږه واږه باڼه په زړه ويشتل کوينه |
د سور سالو مېرمن ته وايه |
نور دې د ژوبلو زړگو نه اخلي ازارونه |
د طالبانو دا عادت دی |
د وظيفې سره مې ګوتې تاووينه |
د غرغرې ميدان ته راشه |
سبا مې ستا په تهمت دار ته خېږوينه |
د غرور جام به دې نسکور شي |
په عاشقانو باندې مه کوه ظلمونه |
د فکر ټال دې راته جوړ کړو |
ته رانه لاړې زه يوازې زنګېدمه |
د کبرجن جانان د لاسه |
د زړه دپاسه مې پولۍ ولاړې دينه |
د کشمالو منجيله وکړه |
چې خو شبوی دی د منګۍ د بيخه ځينه |
د کوه قاف غر ته ختل دي |
څوک چې ياري د بې وفا سره کوينه |
د ګلاب مينځ کې ګل وچيږي |
چېرته عاشق سړي به لاس وروړی وينه |
د ګودر غاړه ورته نيسه |
د نجلۍ خوی د مرغاوۍ دی رابه شينه |
د لرې مرم د نږدې سوزم |
افغانستانه زغم د دواړو نه لرمه |
د لنډۍ ونې نه دې ځار شم |
لکه سيسۍ چې په کمر ولاړه وينه |
د ماز د يګر ګودره وران شی |
په خندا درشم په ژړا درنه راځمه |
د مازد يګر ګودر ته راشه |
ما په منګی کې پراټي راوړی د ينه |
د مازد يګر ګودر له راشه |
زه به منګی په لپو ورو،ورو ډکومه |
د مازد يګر ګودر له مه ځه |
پيغلی ابو پر ځای و يني دکو ينه |
د مرګي هسې نوم بدنام دی |
زه د جانان مينې پخوا وژلی يمه |
د مړوند خوب چې چا ليدلی |
د بالښت خوب ورته مزه نه ورکوينه |
د مساپر يار زنکدن دی |
مخ يې وطن ته کړئ چې سا يې وخيږينه |
د مسافرو ډلې راغلې |
زما د يار ډله وروستۍ ده رابه شينه |
د ملکنډ د سر توتي وای |
په اور ستي وای تهمتی نه وای مينه |
د ملنګانو سره مل وای |
ګډ په ځنګل وای چې مې نه ليدای غمونه |
د ملنګۍ کچکوله مات شې |
چې در په در دې ګرځوم تش دې راوړمه |
د منکو ټو کتار يې جوړ کړو |
لنډۍ بازار يې په ګودر ولګاونه |
د منګوټو کتار يې جوړ کړو |
لنډی بازار يې په ګودر ولګاونه |
د ناز کتو دې اثري کړم |
د کړس خندا دې لېونی د دنيا کړمه |
د ناستې ځای دې راته ښايه |
چې زه په هغه ځای کې وکرم ګلونه |
د نيمې شپې راتګ دې ورک شه |
زه په توده بړستن کې نېغه کيناستمه |
د نيمې شپې سندرې خوند کا |
څوک به مين وي څوک به ورک له ملکه وينه |
د وطن تيګې مې خوراک وای |
نه وای خوراک مې په پردي وطن ګلونه |
د وفا تمه ترېنه مکړه |
بي وفايي خو د هر ښکلي عادت وينه |
د يار يوه شوه زما بله |
نصيبه داسې سوال مې کله کړې ونه |
د يدن دی سین کړه را لا هو کړه |
زه په غاړه دګودر ولاړه يمه |
دا اوسني زلمي د څه دي |
د جنکو پسې د پيازو غوټه وړينه |
دا به د پاک الله رضا وي |
چې د ځوانۍ عمر په غم کې تېرومه |
دا به له ما نه پوره نشي |
چې هر ساعت دې په جرګو پخلا کومه |
دا په ځير ځير چې درته ګورم |
ما درکې نښې د يارۍ ليدلې دينه |
دا خو انصاف نه دی جانانه |
چې دې مين کړم اوس مې نه کړې تپوسونه |
دا خو د استا د يارۍ ټس دی |
چې په زېړي مازديګر کډې بارومه |
دا خو مې زړه دی چې لا ټينګ دی |
دومره غمونه دريابونه وچوينه |
دا دا مې نه درکوي تاله |
راشه زما په دا دا وکړه تعويذونه |
دا ستا به هېر وم که په ياد وم |
زه چې قدم په قدم ږدم تا يادومه |
دا ستا په سترګو کې پيريان دي |
چې په تا راشي غوټې ماله راکوينه |
دا ستا په مينه مې سوگند دی |
ما دې خدای نه لري چې تا به هيرومه |
دا ستا د دوه ورځو خندا وه |
زه به ژړا درپسې ټول عمر کومه |
دا سر تړلې مور دې مړه شه |
چې پيشو ميو کړي دا به نېغه ناسته وينه |
دا سر تړلې مور دې مړه شه |
د ورځې خوب کړې د شپې تا رانه ساتينه |
دا سرې منګولۍ نری غاړه |
ګودر ته لاړه برګ منګی ترخکې وړينه |
دا لېونی لېونی ګرځه |
په چم کې ګرځه چې ډاډه درباندې يمه |
دا ما پخپله په ځان کړي |
که مې ددې نه حال بدتر شي خوښ پرې يمه |
دا مخامخ دېواله پرېوزې |
تانه پناه دي تورې سترګې شنه خالونه |
دا نازولې لور د چا ده |
چې هر سبا توروي سترګې ږدي خالونه |
داده ګودر غاړه راواخله |
لکه زخمی هيلۍ په ډبکې ناسته يمه |
داسري منګولی نرۍ غاړه |
لکه کو تره په مکيز ګودر ته ځينه |
دځان عزت كه چېرې غواړې |
مدام كوه دنوروخلكوعزتونه |
ددې ګودر غاړې ته ګوره |
نری لوګی دی پېغلې زړونه وريتوينه |
ددې نه لا وړوکی ښه وم |
د جنکو سره به يو ځای ګرځېدمه |
دريغه چې زه دياركفن واى |
چې په لحدكې ترې چاپېره وای مینه |
دګودر خواکې وني کيږده |
چې شا ليلا منګۍ په سیوری ډکو ينه |
دګودر زر اجازت راکړه |
ما ته کو څه کې جنکی ولاړی دينه |
دګودر غاړه به ښا يسته کړی |
ورله روان شول د بلبلو کاروانونه |
دګودر غاړه پری ښايسته ده |
څا نګه دی خدای شامدام روغه لر ينه |
دګودر غاړه دي اغزي کړه |
په سترګو ړوند شی بخملی پڼي لرمه |
دګودر غاړه ورته نيسم |
زما جانان پردی لار تللی رابه شينه |
دګودر غاړه ورته نيسه |
دجنلۍ خوی دمر غاوی دی رابه شينه |
دګودر غاړه ورته نيسه |
ليلا دجنو ميره ده مخکې دربه شينه |
دګودر غاړهيې ناغه کړه |
زلمو په غاړهکړه دصبر تاويزونه |
دګودر هر بو ټی دارو دی |
چې پری لګيږی د نجو نکو پلونه |
دګودر هر بو ټی داروده |
چې لګيدلی پری د پيغلو پلونه |
دګودر هر بوټی تازه دی |
هرمازد يګر پری جو نې سترګي لګو ينه |
دګودر هر بوټی دارودی |
جونی پری هره ورځلاسونه لګو ينه |
دګودر هر مازد يګری ښه وې |
چې جونې ټولی ماز د يګر سيل له راځينه |
دمازد يګر اوبوله مه ځه |
په ګودر زانګی دکوډګرو تاويزونه |
دمينې دغه نښانې دي |
ديوۀ زړګي نه بل ته لاره تللي وينه |
دونيا د يار له سره ځار کړه |
دونيا به تل وي ياران کله کله وينه |
دې پورې کلي کې مين شوم |
ملک يې څوک دی ننواتې ورليږمه |
ډولۍ يې ودروه غمازه |
چې اخيري ديدن يې وکړم بيا دې ځينه |
ډيوه رڼا کړه خوله مې واخله |
سبا به وايې چې ما خوب ليدلی ونه |
ډيوې مې بلې په مزار کړه |
چيرته وختونو کې د مينې يار دې ومه |
را پسې مه غپيږه سپيه |
ستا د مېرمنې په سلا راغلی يمه |
راځه چې دواړه ټال کې کېنو |
ټال به بهانه کړو سينې مينځ به جنګوونه |
راځه چې دواړه سره يو شو |
زما ستا څوک دي چې مونږ پخلا کوينه |
راځه چې دواړه وطن پرېږدو |
وروستۍ خبرې به سپين ږيري جوړوينه |
راشه اينه دسمال دې واخله |
نه دي ياري كړم نه دې نښې ګرځومه |
راشه په زړه مې ګوتې کېده |
چې عاشقي مې درمعلومه شي مينه |
راشه په زړه مې ګوتې کېده |
ياره په تا دي که په ما دي ډېر غمونه |
راشه په سترګو کې مې خوب شه |
زه شوگيرو د بېلتانه وهلی يمه |
راشه زما په څنګ کې کېنه |
چې درته ووايم د سوي زړه حالونه |
راشه زما په څنګ کې کېنه |
که تمباکو غواړې خولګۍ به درکومه |
راشه زما په څنګ کې کېنه |
که ته شرميږې لاس به زه درواچومه |
راکړی ګل دې بېرته واخله |
زه د هجران په سفر ځم مړاوی به شينه |
رامعلوميږي يار مې بايلود |
د بېلتانه په جوارګرو واوښتمه |
رب دې په مخ ږيره ښکاره کړه |
چې د غرور کنډول دې دړې وړې شينه |
رب دې زما کړه خپله ياره |
ما ستا په سر باندې اخيستي تُهمتونه |
رنگ به مې ولې نه توريږي |
ما يې د غېږې لونګين خوړلي دينه |
رنگ به مې ولې نه ژيړيږي |
په ما يې کړي د زعفرانو تاويزونه |
رنګ به مې ولې نه ژړيږي |
چې مې اشنا د ماشومانو خوی کوينه |
رنګ مې په تاپسې ژيړيږي |
کم عقله مور مې د زېړي دارو کوينه |
ريبار مې ډېر ګړندی راغی |
چې مرور اشنا به څه ويلي وينه |
ريباره خدای دې سزا درکړي |
لېږلی ما وې بند دې ځان ته وتاړنه |
ريباره ښه سوچ پکې وکړه |
جانان ښايسته دی که خدای زه لېونۍ کړمه |
زړگيه صبر شه مه ژاړه |
تل به اشنا په سفر نه وي رابه شينه |
زړګي ته ډيرې پلمې اوکړم |
ديارسرې شونډې په پلمونه هيروينه |
زړګيه پام چې مئين نه شې |
اوس معشوقې په زړه داغونه لګوينه |
زړګيه ځان ورته تکړه کړه |
اشنادسپين مخ نه نقاب پورته کوينه |
زړګيه خدای خبرکه روغ شې |
د کږو وريځوپه خنجرخورې ګوزارونه |
زړګيه دا دې زما حال کړ |
د يار کوڅه کې د ديدن غواړم خيرونه |
زړګيه صبر دې په خدای شه |
په هغه ګل چې نازيدې د بل چا شونه |
زړګيه صبر دې په خدای شه |
جانان په غټو خلکو ځان حسابوينه |
زړګيه صبر شوې که نه شوې |
که صبر نه يې له ګړنګ دې غور ځومه |
زړګيه صبر شه مه ژاړه |
څوک چې سرې شونډې ښکلوي رنځور به وينه |
زړګيه صبرشه مه ژاړه |
ستاپه ژړااشنادنازخنداکوينه |
زړګيه مه يې رانه غواړه |
د جانان کلي نه پرون را غلی ېمه |
زړګيه مينه پکې نشته |
نن واړه ښکلي د لباس خندا کوينه |
زړګيه هلته پاتې کيږې |
چې په سيخونو دې ټومبي په اور دې ږدينه |
زړګی زماروغ ليونی شو |
اوس رانه غواړي دپردۍ څنګل خوبونه |
زړګی مې تاسره بندي دی |
د خدای لپاره بندي ښه ساته مينه |
زړګی مې ټول پرهرپرهردی |
دياردزلفوپه تاروبه يې ګنډمه |
زړګی مې نشته چيرته ورک دی |
زيری به ورکړم که جانان موندلی وينه |
زړه په مثال دسوداګردى |
چې چېرته خوښ شي هلته واړوي بارونه |
زړه خو مې يو و چې تا يوړو |
کدو خو نه دی چې به ونيسي ګلونه |
زړه مې په توپو نه نړيږي |
ستا په وړو خبرو دړې وړې شينه |
زړه مې په تورو غرو مين دی |
د تورو غرو مزل کوم ژړا راځينه |
زړه مې په شنو سترګو مين شو |
د شنو جنډو زيارت ته ځم چې رضا شينه |
زړه مې د خولې په وينا نه دی |
که نصيحت ورته سبا بېګاه کومه |
زړه مې د سترګو ګيله من دی |
چې ديدن ته کړې زه عبس غم تېرومه |
زړه مې دورانې کلا برج دی |
د غم چيچڼي پکې خالې جوړوينه |
زړه مې دې ستا په غيږ کې وچوي |
چې دچرمو کميس دې رکګ په وينو شينه |
زړه مې ماشوم دی نه پوهيږي |
په نيمه لار کې رانه غواړي ديدنونه |
زړه مې نري درزونه وکړ |
لکه ديوال چې زلزلې وهلی وينه |
زلفی يې بیيا پر مخ خوری کړی |
د ماز د يګر ګودر له څی ځان سنګارو ينه |
زما پرې هسې نوم بدنام شو |
د ليلا سرې شونډې پېزوان خوړلي دينه |
زما په تشه خندا مسته |
که خوله مې درکړه لېونی به شې مينه |
زما په ټول محفل سلام دی |
دا مې کلام دی چې اشنا د ټولو يمه |
زما په دې وطن کې څوک دي |
جانانه ستا سترگو ته شپې سبا کومه |
زما په سترگو کې دې گل شي |
که زه به يې ستا په مينه بل ته غړومه |
زما په سر دې منګی مات کړ |
اوس به بخيلې مور ته څه بانه کومه |
زما په مخ لاړې راتو کړئ |
که مې د ننګ ګولۍ په شا خوړلي وينه |
زما جانان د کوچو سپين دی |
د پيرنګي سره نوکر دی تور به شينه |
زما جانان ګل د پروتې |
نرۍ يې ګوتې ميرزايي راته کوينه |
زما جانان ګل د خاټول دی |
عالم پرې ټول دی ماله ځای نه راکوينه |
زما د ځايه نصيب کم دی |
چې په کتاب د سکندر ګورم فالونه |
زما د حاله خبرداره |
پروردګاره زما واوره فريادونه |
زما د زړه په سر يې ليکه |
هېر به مې نشي که مې خاورې شي هډونه |
زما د زړه توتي کم عقله |
ته په تنکو څانګو کېنې ماتې به شينه |
زما د زړه ناچاره رنځه |
نه دې دارو شته نه دې حال ويلی شمه |
زما د لرې وطن ياره |
رب دې سپوږمۍ کړه چې دې وکړم ديدونه |
زما د مينې کور دې وران کړو |
غمازه ما درسره څه بد کړي وونه |
زما د وينو رنگ دې ورکړ |
د سور سالو دې هر ځای کيږي صفتونه |
زما د يار داسې خندا ده |
د سلو کالو مرور پخلا کوينه |
زما دې ځوانه ځواني اور کړه |
په تا دې اور شي د همزولو مجلسونه |
زما دې څه وکړل چې لاړې |
نری نری زړګی به ستا راپسې چوينه |
زما دې زېړی شي ستا دې تبه |
په طبيبانو به جوړه گرځو مينه |
زما لاليه لېونيه |
ته لېونی شوې زه دې هم لېونۍ کړمه |
زما نه پاتې شوې وطنه |
لکه مرغۍ په بوټو شپې درته کومه |
زما همزولي ملايان شول |
زه د جانان مينې د علمه وويستمه |
زماسپېرۀ قسمت ته ګوره |
خلك شاهان شول زه كچكول په غاړه يمه |
زموږ د کلي نجونه مړي دي |
يا وخت خراب دی چې ګودر له نه راځينه |
زه به شړۍ له ځانه تاو کړم |
دا ستا جوړه به له بخملو جوړومه |
زه به نوکره ورله بوځمه |
خو شينګو دې تنور نه لمبه کوينه |
زه په عاشق سړي پوهېږم |
د دروازې په ځنځير ځان مشغولوينه |
زه په عاشق سړي پوهېږم |
يا يې رنګ زېړ وي يا يې شونډې وچې وينه |
زه په ګلونو اموخته وم |
پردی وطن دی څڼې تشې ګرځومه |
زه چې دا سور سالو په سر کړم |
د کلي نجونې په سيالۍ راسره ځينه |
زه چې سهر د خوبه پاڅم |
د کليمې سره دې سمه يادومه |
زه چې سهر له خوبه پاڅم |
اول سلام د کبرجن اشنا کومه |
زه چې ماشوم ومه پاچا وم |
اوس چې زلمی شوم د غمو ټيکه دار شومه |
زه دې قربان تر هغه چا شم |
چې د پښتون قام د راتلونکې غم کوينه |
زه لېونو سره خوشال يم |
زما يې خوښ دي دا شلېدلي ګرېوانونه |
ژوند کې يې غم ليدلی نه و |
چې شوه مينه ډېر يې وليدل غمونه |
ژوندون خوغټه سرمايه ده |
ټول هوښياران يې په غزت كې تيروينه |
سبا به لوړ چنار ته خيږم |
باد به پوښتم چې يار مې څه ويلی دينه |
سبا مې ستا په تهمت وژني |
غولی جارو کړه چې په شړ مې وينې ځينه |
سپوږميه سر وهه راخېژه |
يار مې د ګلو لو کوي ګوتې ريبينه |
سپوږمۍ به ډېره شي حيرانه |
چې شين خالۍ زلفې په شا راواړوينه |
سپوږمۍ په غره راپورته کېږه |
که مساپر په سيند ګډېږي غرق به شينه |
سپوږمۍ راوخته رنا شوه |
په سپين مړوند باندې مې ونه کړل خوبونه |
سپوږمۍ سلام به درته وکړم |
جانان مې مه رسوا کوه ماته راځينه |
ستا به ګيله له ما نه کيږي |
ماته ګېلې له بېلتانه ولاړې دينه |
ستا په بڼو مې زړه زخمي شو |
د زړه په وينو به دې شونډې رنګومه |
ستا په تُهمت مې جامې رنګ شوې |
اوس به رنګ شوې جامې چېرته زړومه |
ستا په جفا مې پروا نشته |
ما ژړوي د رقيبانو پېغورونه |
ستا خو به تمه د ديدن شي |
په ما پرتې دي تورې خاورې امبارونه |
ستا خو په يو تُهمت رنګ زېړ شو |
زه د تُهمت رسۍ په غاړه کې ګرځومه |
ستا د ګيلاس پشان غړۍ ده |
زما شړۍ ده ستا به کله خوښه شينه |
ستا لوپټه زما کفن شه |
چې تور لحد کې دې ونه کړم ارمانونه |
ستادښايست دوران به تېرشي |
جانانه مه كوه په ماباندې ظلمونه |
سترگو مې زړه ته نقصان پېښ کړ |
اوس به ی د باز پشان تړلې ګرځومه |
سترگې په چل غړوه ياره |
دونيا هوښياره ده رسوا نشو مينه |
سترگې خو تا ورکړې خدايه |
کنجک باڼه يې په زرګر جوړ کړي دينه |
سترگې دا ستا سترگې زما دي |
ما درته کله د يارۍ ويلي دينه |
سترگې دې تورې په رنجو کړه |
شونډو له رنگ د دنداسې ورکړه مينه |
سترگې دې تورې کړه راووځه |
سوداگر گرځي غټې سترگې خوښوينه |
سترګو دې بيا ناغې پيدا کړې |
دناغه دارو سترګو څوک طاقت لرينه |
سترګه وهل مې درنه زده کړل |
اوس راته ښايه د بڼو اشارتونه |
سترګي خو تا ورکړې خدايه |
کنجک باڼه يې په زرګر جوړ کړي دينه |
سترګي دي ډکي تو مانچي دي |
چې د ګودره را ختم ودی ويشتمه |
سترګې به هر چا تورولی |
په ټول مهالت کې همدا زه په ګوته شومه |
سترګې په چل غړوه ياره |
اوړكي بازان دي غټې سترګې خوښوينه |
سترګې ديدن وکړي مړې شي |
شونډو د غم نه وچ پتري نيولي وينه |
سترګې دې تورې کړه راووځه |
د تورو سترگو سوداگر راغلي دينه |
سترګې دې ولې واړولې |
د سترګو جنګ د بڼو لاندې خوند کوينه |
سترګې مې اوباسئ لايق يم |
چې بې وفا ته غړېدې مين يې کړمه |
سترګې نرۍ تورې مزه کا |
دا ګډې وډې سترګې ډمې توروينه |
سترګی هوسۍ صراحی غاړه |
بيا دګودر په لاره مسته ياره له ځمه |
سر په تېشه وهل اسان دي |
فرهاده ګران دي د يارۍ سوي داغونه |
سر لاندې غټه تيګه کېده |
پردی وطن دی پکې نشته بالښتونه |
سلام زما په ځان منظور کړه |
د مسافرو سلام کله کله وينه |
سورت ياسين راباندې وايه |
په ما خولې د زنکدن راغلي دينه |
سورت ياسين راباندې وايه |
چې مي سختۍ د زنکدن اسانې شه |
شال يې په سر اوږی په غاړه |
ګودر ته لاړه عاشقان ر نځورو ينه |
شاه دګودر له لوری راغله |
لکه پا چا ورته پيري ولاړی دينه |
شاه دګودره روانيږه |
زما نړ يږی د زړګی پا خه برجونه |
شاه دګودره روانيږه |
لکه د بڼ مر غۍ وړه شنه يې خالونه |
شو ماز د يګر ګودر له لاړه |
په اردلۍ کې سيهلۍ ورسره ځينه |
شو ماز د يګر ګودر له لاړه |
لکه هو سۍ په لاره اخلی قد مو نه |
شو مازد يګر ځان يې سنبال کړو |
خپلو همزلو سره کوز ګودر له ځينه |
شونډې به يې ولې پستې نه وې |
چې د پېزوان سوری پرې اوړی ژمی وينه |
شونډې به يې ولې پستې نه وې |
مور يې د زېړې غوا غوړي ورکړې دينه |
شونډې شربت کړه ماته يې راکړه |
زه د هجران په سفر ځم تږی به شمه |
ښه ده چې ته له خيره راغلې |
کنه ما کند کچکول تړه درپسې تلمه |
ښه ده چې ستا له لورې وشوه |
چې ملامته درته زه نه شوم مينه |
ښه ده چې سترګې دې وړې دي |
که چېرې غټې وای خوړلی به دې ومه |
ښه ده چې شونډې مې اور نه اخلې |
د زړه د سره مې لمبې خولې له راځينه |
ښه دی چې ستا د يارۍ خلاص شوم |
د شرم باز به مې په ولو ګرځونه |
طالبه خدای که به ملا شې |
په کتاب پروت يې يادوې شينکي خالونه |
طبيبه لاس مې څله ګورې |
زه خو اشنا د زړه په سر ويشلی يمه |
عاشق سړی له رنګه تور وي |
سوی په اور وي معشوقې رټلی وينه |
عاشق کم عقل دی چې ژاړي |
باران په تيګو باندې څه اثر کوينه |
عاشقي لال بېلتون ښامار دی |
څوک چې د لال تمه کوي ښامار به يې خورينه |
عاشقي لويه پاچاهي ده |
چې معشوقه يې په طرف ولاړه وينه |
عاشقي مه کوئ عالمه |
بس کړه چې زما په ځوانۍ اور ولګېدنه |
عاشقي وای جدايي نه وای |
خدايه په در کې به دې څه کم شوي وونه |
عالمه څنګه ترې توبه کړم |
ما پرې اخيستي دي د کلي تهمتونه |
عالمه يو تر بل ځاريږئ |
ما د مجلس ياران ليدل چې خاورې شونه |
عالمه يو له بل ځاريږئ |
مرګ راپسې دی نيمه خوا به پاتې شونه |
عزرايل هسې ځان بدنام کړ |
زه د جانان مينې پخوا وژلی يمه |
عطر مې پورې په کفن کړه |
په تار د زلفو دې ليلا ورکړه ټکونه |
عمر چې تېر شي اشنا هېر شي |
ستا دې قسم وي چې ما هېر نکړې مينه |
عمر دی ډير شه خپله ياره |
زما د زړه ستنی په تا ولاړی د ينه |
غرور په حسن ناداني ده |
حسن د ژمي مازديګر دی تېر به شينه |
غل خو په توره شپه کې غلا کړي |
تا رانه زړه په رڼا ورځ وتښتوونه |
غم دې دا ستا نه وفادار دی |
ته کله کله غم دې تل راسره وينه |
غم دې راځي زه پرې خوشحال يم |
بې غمه خدای دې عاشق تل په غم کې وينه |
غم کې پيدا په غم کې لوی شوم |
په غم مين په غم به تور لحد ته ځمه |
فقيره کبر پکې مکړه |
چې ليلا خاورې درکوي تړه پنډونه |
قبر مې څنګ کې ورته جوړ کړئ |
چې مرور جانان په ګور کې پخلا کړمه |
قبر مې لوڅ کړه حال مې ګوره |
په خُمارو سترګو مې پرېوتل ګردونه |
قرضدار مې نه يې چې پټ ګرځې |
زه خو دې بس د ښکلي مخ ديدن کومه |
قسم په خدای باور پرې وکړه |
د تش ديدن پسې دې اوښکې تويومه |
قسمته خدای لپاره ويښ شه |
څوک تر قيامته پورې نه کوي خوبونه |
کابل ته مه وايه چې وران شې |
کابل کې شته دی پښتانه ببر برېتونه |
کاغذ ليکلی ترېنه واخلئ |
د ننۍ زمانې يار دی ټګ به وينه |
کاغذه داسي وخت کې ورشه |
چې دماښام په ډوډی ناست وې وژاړينه |
کاغذه لاړ شه په هوا شه |
اول ترې ځار شه بيا پرې وايه سلامونه |
کاغذه لاړ شه په هوا شه |
په عاشقانو باندې وايه سلامونه |
کاغذه والوزه شاهين شه |
له خنداشين شه بيا پری وايه سلامونه |
کټ د بلۍ سوري ته راوړه |
مياشت د بادرو ده لېونی به شې مينه |
کفن مې کلک وګنډه مورې |
د ځوانۍ ټول عُمر پدې کې تېرومه |
کله دې غم راباندې بار شي |
کله دې مينه په درندو کاڼو تلمه |
كوڅه كې اودريږه شيرينې |
په ماذيګركې به ضرورهلته درځمه |
كوڅه كې بياليلاولاړه |
دخوار مين ديدن ته سترګې غړوينه |
كوڅه كې ژاړي په سلګوشوه |
دچاتصويرته سپينې اوښكې تويه وينه |
كوڅه كې ښكته پورته مه ځه |
څوك به خبرشي اورسوابه شومينه |
کور يې په کلي کې معلوم دی |
د بام په سر يې کشمالي کرلي دينه |
که ته مې روغ لېونی نه کړې |
بيا مې د بنګو پيالۍ مه بوله مينه |
که په ميوند کې شهيد نه شوې |
خدايږو لاليکه بې ننګۍ ته دې ساتينه |
که تور اوربل مې ميراتيږي |
په وطن جنګ دی جانان نه منع کومه |
که ته ر يښتيا پر ما مين يې |
د ګودر غاړه اجاره واخله مينه |
که ته مې روغ لېونی نه کړې |
د خومارو سترگو به اوباسم سيخونه |
كه ځان په سلورنګوجوړكړې |
چې مرګ دوبولي په تابه ګوته ږدينه |
که څوک باچا د زمانې شي |
د جانان مينه به يې کوڅو کې ګرځوينه |
که د ځوانۍ دوران مې تېر شي |
دومره به پاتې شي چې تا پرې ځورومه |
که د دولت ناچاري نه وای |
ما به جانان په تول د سرو اخيستی ونه |
که د زلمو نه پوره نشوه |
ګرانه وطنه جنکۍ به دې ګټينه |
که د يدن کړی ګودر ته راشه |
زه به منګۍ په لپو ورو،ورو ډکومه |
که ديدن غواړې راته ګوره |
زه به ډوډۍ په تناره وځنډومه |
که ديدن کړي تلوار راوکړه |
کور کې څوک نشته زه يوازې ناسته يمه |
که دې خندلي راته نه وای |
غريب سړی وم خپل ژوندون به مې کوونۀ |
که دی زما ديدن ياد يږی |
د ګودر غاړه اجاره واخله مينه |
که زړه ته سل تسلي ورکړم |
سترګو ليدلی جانان کله هېروينه |
که ستا نه سل ځله توبه کړم |
په ما مين زړه مې توبې نه قبلوينه |
که سږنی اوړی خدای وکړي |
ماته جانان د سور پېزوان ويلي دينه |
که سلام غواړې خط به درشي |
که ديدن غواړې خدای ته پورته کړه لاسونه |
که لېونی يې زما خوښ يې |
خلک ياري د لېونو سره کوينه |
که مرور شې ځان به خوار کړې |
جنکۍ کله مرور پخلا کوينه |
که مساپر شي بيا به راشې |
د تورو خاورو مساپر کله راځينه |
که ملامت يم ما دې مړ کړي |
چې بې ګناه يم سر مې ولې غوڅوينه |
که مور او پلار دې خدای رضا کړل |
د ماما ګانو به دې زنې ونيسمه |
که مې نصيب د بدو نه وای |
په شين چمن به مې منګی نه ماتېدنه |
گلاب د اصله شهزاده دی |
رامبېل چامبېل يې نوکران نيولي دينه |
گلونه ډير درسره راوړه |
زه د اوربل دپاسه چتر جوړومه |
گوتې قلم ته په ژړا شوې |
ليک به باقي وي موږ به تورې خاورې يونه |
گودر ته ځم راپسې راشه |
ما په منګي کې پراټې راوړي دينه |
گودر ته دواړه خويندې راغلې |
مشره ويشل کړي کشه غشي ورکوينه |
گوره ښېرې به درته وكړم |
نوره مې مه اخله دخوږ زړه ازارونه |
گيلې به ډېرې ورته وکړم |
که مې يو ځل د سور پالنګ ملګری شينه |
ګل مې د لاسه اوبو دروړ ه |
په غم شر يکه لا ليه نيسه ګودرونه |
ګودر پاچا منګی وزير دی |
وزیر هميشه د خپل پاچا سلام کو ينه |
ګودر په سر مې قبر جوړ کړه |
چې مات منګی جنکۍ زما په قبر ږد ينه |
ګودر په سر مې قبر جوړ کړی |
چې مات منګی پيغلی زما په قبر وينه |
ګودر ته ځم را پسی را شه |
يوه شيبه به دی په شه زړه وو ينمه |
ګودر ته ځم راپسی راشه |
زه به منګی په لپو ورو،ورو ډکومه |
ګودر ته ځم راپسی راشه |
وخت مازد يګردی چې پری وکړو د يدنونه |
ګودر ته ځی په مخه راغلې |
ګيبی ګيبی پرتو ګ دی لاره نه راکو ينه |
ګودر ته دواړه خو يندي راغلی |
يوه يې ويشتل کا بله يې غشي ټو لو ينه |
ګودر د غدونو څه کم نه دی |
پکې پښيږی شنی پاخی کټه بازونه |
ګودر دی عمر له اباد وې |
مازد يګري پکې وی اخترونه |
ګودر دی عمر له ودان وې |
په دی بهانه د حانان وکړم د يدنونه |
ګودر شو ګرم مازد يګر دی |
ليلا همزولو سره قينج مکيز کو ينه |
ګودر کې سری لمبی شوی پورته |
د چا د زړه په دنيا اور ولګيد نه |
ګودر له ځم چې اوبه راوړم |
په سرو منګلو به يې جانان له ورکومه |
ګودر له ځم چې مانګی مات کړم |
سپو ږمۍ زړه شوه اوس تیاره کې ياره ځمه |
ګودر له ځمه خو شحا ليږم |
چې مې جانان کر لې لاره کې سره ګلونه |
ګودر له ځمه را پسی را شه |
ما په منګې کې پراټي را وړی د ينه |
ګودر له ځی او پښو ته ګوري |
پاچاهی لارکې د خيال مه ږده قد مونه |
ګودر له غبرګې خو يندی راغلی |
ګو له ماری د خمارو ستر ګو کو ينه |
ګودرته ځم راپسی راشه |
زه به منګی په لپو ورو،ورو ډکومه |
ګودرته څی ناوخته کيږی |
د خيال کاته کوی په اور يې ستی کړ مه |
ګودرته راغلی برابره |
يا خو لګۍ راکړه يا منګی در ماتو مه |
ګودرکې هره ورځ اختر وې |
رنګ رنګ پکې وی د خو بانو محلسونه |
ګودرکې هره ورځ اختر وې |
منګي په سر ورله راځی جو نی سيلونه |
ګودره بخت دی غلبه دی |
د پيغلو جنو سيل کوی حيران دی کړمه |
ګودره ټول درته لو ګی شم |
په سور سالو کې ليلا ستا خواله را ځينه |
ګور له ځم را پسی راشه |
منګي مې دوه دي نری ملا مې ما تو ينه |
لاړم د خپل وطنه لاړم |
بې وفا يار راباندې ډېر کبر کوونه |
لكه كابل دافغان حق دى |
داسې مې حق دي دجانان زلفوسرونه |
لمونځ چې قضا شي بيا ادا شي |
نه ادا کيږي قضا شوي ديدنونه |
له مانه ولې ګيله من يې |
کم عقله ياره د پردو اختيار کې يمه |
|
|
ما په ګودر د جنو ښخ کړی |
ګو ندې ملا له پر ما کيږدی قد مو نه |
ما خو د ليرې نه صحي کړې |
نور دې په تورو زلفو مه وهه لاسونه |
ما د کوچي د عمره ځار کړې |
د سبايي اور يې بليږي دوی ترې ځينه |
ما د کونړ د سيند نه ځار کړي |
زما جانان به پکې مخ مينځلی وينه |
ما د ګودر په غاړه خښ کړئ |
چې جنکۍ مې مات بنګړي په قبر ږدينه |
ما د نصيب نه تېښته وکړه |
نصيب زما د لارې مل راسره ځينه |
ما دګودر په غاړه ښخ کړی |
چې جنکۍ مې مات بنګړی په قبر ږد ينه |
ما دې ټوپۍ په سر ګڼله |
د جنکو په وار پيدا ورکه دې کړمه |
ما زد يګر تل لری خاونده |
چې ماز د يګر په ګودر وشی د يدنونه |
ما سره سم ګودر له لاړ شه |
منګي مې دوه دی نری ملا مې ما تو ينه |
ما سره سمه سيالي مه کړه |
ما د لنډيو سيپارې ويلي دينه |
ما له مې وړی زړگی راکړه |
زه وم نادانه په يارۍ نه پوهېدمه |
ما له وړوکي ريبار ځار کړې |
چې يوه خبره دوه ځلې راته کوينه |
ما ويل يوازې زما يار يې |
د اختر ټال يې هر سړی دې زنګوينه |
ما وې د غمه به دې مړ شم |
قسم دی ياره بې نېټې نشته مرګونه |
ما يارانه کله کوله |
سرتور ولاړ وې له ښېرو دې وېرېدمه |
ما يې د ورور د سترګو ځار کړې |
ده به د خور سترګو ته ډېر کتلي وينه |
ما يې د ورور د سترګور ځار کړې |
دا د ورور سترګي يې د خور په شانته دينه |
ماته دې دومره ديدن بس دی |
چې په کوڅه کې پښه نيولی شې مينه |
ماته رباب په لاس کې راکړئ |
چې زه ده خپلې ځوانۍ وير پکې کومه |
مازديگر چېرته وې چې نه وې |
خورې ورې زلفې په بام ولاړه ومه |
مازديګر پيغلی ښی اغلی |
منګي په ولو دګودر غاړی له ځينه |
مازديګر لمونځ دې قبول مشه |
ديدن دې پرېښود د ايمان کوې سوالونه |
مازديګر لمونځ رانه قضا شو |
نوی مين وم په دیدن نه مړيدمه |
مازديګری دی سوال قبليږي |
خلکو زما په حق کې پورته کړئ لاسونه |
مازديګری دی ښېرې مکړه |
ستا به عادت وي ما به ورک له ملکه کړينه |
مبارکي راکړئ عالمه |
چې پرې مين وم ترې چاپېر مې کړل لاسونه |
مبارکي راکړئ عالمه |
د تهمتونو سره يار قبوله کړمه |
مبارکي راکړئ عالمه |
نادانه زه نادان مې يار ورسېدنه |
مخ په قبله مې د يار کور دی |
لمونځ مې بانه کړ د اشنا ديدن کومه |
مخې ته راغله راته ژاړي |
د لونګين نه يې ځونډي ورک شوي دينه |
مرګيه دومره صبر وکړه |
يو مې ځواني ده بل مې ډېر دي ارمانونه |
مرګی په تنګه کوڅه راغی |
ما وېل سلام هغه وېل کور دې ورانومه |
مړ مې د يار په کوڅه يوسئ |
چې د نجلۍ د دادا يخ شي اندامونه |
مساپري په بې غمي کړه |
زه پښتنه يم په نامه دې ناسته يمه |
مساپري دې ډېره وکړه |
راځه راځه روزي به خدای رارسوينه |
مساپري سخته خواري ده |
باران به اوري څوک به ځای نه ورکوينه |
مسافر ته شوې خواره زه شوم |
خواره دې مور شه چې سفر ته دې ليږينه |
مسافر مه وژنئ عالمه |
چېرته به يې خويندې د دين په تمه وينه |
مسافري دې روزي مه شه |
زه دې په سپينه خولې ويده پرې ايښې ومه |
مسافرۍ خوړليه ياره |
پيزار اوباسه چې دې تلې ښکلومه |
مسافرۍ خوړلی راغلی |
قربان قربان دې د زړو جامونه شمه |
مسافرۍ مې زړه نری کړ |
چې تش وطن رايادوم ژړا راځينه |
مسافرۍ نه ستړی مشې |
اول خوله درکړم که دې جېب ولټومه |
مسلماني په چاكې نشته |
مرور ګرځم څوك مې نه پخولاكوينه |
ملنګه دوه ګټې دې وکړې |
يو دې خير ټول کړو بل دې وکړل ديدنونه |
منگيه بخت ته دې حيران يم |
اول دې ښکل کړي بيا دې غېږ ته خېږوينه |
منګي کې موری اوبه نه شتهخ |
زه د اوبو لپاره کوز ګودر له ځمه |
منګي يې ټول په ډنډ غو په کړل |
د شيطا نۍ منګی په لپو ډکو ينه |
منګي يې ټول په ډنډ غوپه کړم |
د شيطانۍ منګی په لپو ډکوينه |
منګی به تخرګ ګودر له ځمه |
دغه يو ځای دی چې بری کيږی د يدنونه |
مور يې د کلي شومړې غواړي |
لور يې په سپينه روپۍ خوله نه ورکوينه |
مور يې د کلي شومړې غواړي |
لور يې د لارې مېلمانه راستنوينه |
مور يې ماڼو ورته لوګی کړې |
زيارت له تلې چا به يې مخ ليدلی وينه |
مورې توپک کمربند راکړه |
په ما مينه نجلۍ بل ته ورکوينه |
مورې د مخه دې شرمېږم |
ماله کوژدن چا کره وکړه زوړ دې کړمه |
مورې کوچيانو ته مې ورکړه |
چې تور پېکی مې د هلبند شمال وهينه |
مورې کوچيانو ته مې ورکړه |
کنډک کنډک مستې به خورم غټه به شمه |
مورې لنډۍ توپك مې راكړه |
په مامينه جينۍ بل ته وركوينه |
مورې لنډۍ توره مې راکړه |
په دين غزا ده زه خپل ځان شهيدومه |
مين زړګي ته مې سلام دی |
چې تمامي عمر په صبر تېرومه |
مينه په تګ راتګ زياتيږي |
مونږ کره مه راځه چې زړه دې صبر شينه |
مينه په تلو راتلو زياتيږي |
کله راځه کله به زه درځم مينه |
مينه د مينې پيدا کيږي |
په مينه مينه دې کتل مين دې کړمه |
مينه د مينې پيدا کيږي |
په مينه مينه دې کتل مين دې کړمه |
مينه دروغو زړونوكاردى |
زموږه زړونه غريبۍ وژلي دينه |
مينه کې هر څه هر څه کيږي |
په تا يوه خبره راغله هېر دې کړمه |
مينې دې داسې لېونی کړم |
په لاره ځم خپل او پردي نه پېژنمه |
نارې وهم نارې مې نه اورې |
هله به يې واورې چې زه تورې خاورې شمه |
نجلۍ په سر دې منګی مات شه |
چې په سرکو شونډو دې راشي سېلابونه |
نجلۍ د بام په سر کږه شوه |
ورسره کوږ شومهد پانډه ولوېدمه |
نجلۍ کږه شوه ماته نشته |
د کونډې لور ده مور غوړي ورکړې دينه |
نجلۍ که ټوکی د بخمل دی |
يار يې نيستمن دی په ژړا له ملکه ځينه |
نجلۍ وړه د يارۍ نه ده |
کم عقله مور يې ورته سترګې توروينه |
نجلۍ ولاړه په لمانځه ده |
پېرزو مې نشي تور پيکی په خاورو ږدينه |
نری نری لوګی ترې خيږي |
د چا په نوې يارۍ اور ولګېدنه |
نړۍ مريح ته رسيدلې |
موږلاتراوسه وړوپه خروباندې بارونه |
نښې دې ډېرې ما سره دي |
نښې دې څه کړم چې دې سترګې نه وينمه |
نصيب مې خپل دی رارسيږي |
مورې زما په نصيب مه کوه جنګونه |
نصيبه وسوزې ايره شي |
تنديه مات شې تاکې څه ليکلي دينه |
نن خو مې ډير ياديږې ياره |
خدای دې ناڅاپه چيرته راوله مينه |
نن د ګودر په لاره مه ځه |
ليلا ولاړه ده په زړه ويشتل کوينه |
نن مې د قبر خواله راشه |
مبارکي د نوي کور راکړه مينه |
نه به انځر د ورځې ګل شي |
نه به زما زړگی د غمه خالي شينه |
نه دې د ځان نه دې د بل کړم |
د دادا کور کې دې زړه کړمه ظالمه |
وايم چې داسې ځای ته لاړ وای |
چې ستا دې ډېرو ناکردو ته وګورمه |
وخت د ځوانې مې نيمه خوا شو |
يار بې وفا شو ارمانې به ګودر له ځمه |
ودرېدی نشمه غورزيږم |
تاو کړي غشي مې د غم خوړلي دينه |
ودې ويشتم پورته دې نه کړم |
خلک ويشتلی مرغۍ ژر پورته کوينه |
وربل يې پوړې پوړې راغی |
بخت د هغه دی چې يې پولې ورانوينه |
ورشه د يار خبر دې واخله |
چې بې ديدنه دې ساته لېونه شونه |
ورکه د کور کلي ياري شه |
د زنې سر مې دېوالو وسولاونه |
وطن به ستا لپاره پرېږدم |
چې ستا د حسن دوران تېر شي رابه شمه |
وطن د مور او پلاره خوږ دی |
جانانه درې واړه پرېږدم تا سره ځمه |
وطن مې تن ،تن مې وطن دي |
دتن په وينويې ساتم ترڅوچې يمه |
وطن مې ستا له غمه پرېښود |
خلکو ته وايم چې نيسۍ اخيستی يمه |
ولاړه اوسه چې دې وينمه |
چا دې صفت راته کوو راغلی يمه |
ولې دې سر په زنګنو کړ |
ما په ځوانانو کې خوښ کړې يې مينه |
ولې دې مخ زما نه پټ کړ |
اشنا غماز درته دروغ ويلي دينه |
ولی به زه ور پسی نه مر م |
اوږی په غاړه ما زد يګر ګودر له ځينه |
هر کله راشې د يار غمه |
که سل مې نور وي تا به پاس په تندي وړمه |
هر مازد يګردی لوی اختر دی |
ګودره ! ځکه دی صفت هر ځای کو مه |
هغه دې هېر دي که دې ياد دي |
چې د کړکۍ شمال په دواړو لګېدنه |
هغه ساعت به کله راشی |
چې د اشنا سره به بر ګودر له ځمه |
يا خو زما په زړه تياره ده |
يا خو په ټوله دونيا پرېوتل ګردونه |
يا خو زما نصيب خراب دی |
يا خو به ټولې يارانې دغسې وينه |
يار مې په اوم کې زه اتم کې |
يو کال به پاتې شم چې دواړه يو ځای شونه |
يار مې په شنو سترګو مين دی |
زه به دا تورې سترګې چېرته بدلومه |
يار مې هندو زه مسلمان يم |
د يار لپاره درمسال جارو کومه |
ياره زموږكلي ته راشه |
يوڅه په جيب كې ستالپاره ګرځومه |
ياري په تور او په سپين نه ده |
دا معشوقې خو غنمرنګې خوند کوينه |
ياري په تور او په سپين نه ده |
زړه چې مين شي تور او سپين نه پېژنينه |
ياري خو تا پرې کړه کمبخته |
که ما پرې کړې وای ژړلي به دې وونه |
ياري خو تا کړه ما خو نکړه |
اوس يې چې لنډه پرې کوې ژړا راځينه |
ياري د دنګې نجلۍ خوند کړي |
د پلو لاندې سړی غلی تېروينه |
ياري د زور خبره نه ده |
که زړه دې نه وي بيا دې نه مجبورومه |
ياري د شنې لښتې ګوزار دی |
چې چا خوړلی رنګ يې ځای ته نه راځينه |
ياري دې ټوله د ټګۍ وه |
ښه شو چې زر دې په مطلب ورسېدمه |
ياري دې نه کوم ډاريږم |
د لرې لرې نندراې به دې کومه |
ياري دې نه وه خوب ليدل و |
څو چې مې سترګې غړولې سبا شونه |
يم خړ پښتون خړ مې ژوندون دی |
خړو جامو کې به فردوس جنت له ځمه |
يو اخيري مصره دې داوي |
اخر يې مه کړې د ځوانانو مجلسونه |
يو ځلې بيا په دې لار راشه |
په پخوانو قدمو دې پرېوتل ګردونه |
يو ځلې راغلی خوله مي ورکړه |
لار يې صحي کړه په غضب ککړه شومه |
يو خو دې غونډه منډه خوله ده |
بل دې خبرې په کنډه تللي دينه |
يو دې غريب پيدا کړم خدايه |
بل دې مين په کبرجنې نجلۍ کړمه |
يو زخم نه دی چې به جوړ شي |
هزار زخمونه مې په زړه دي مړ به شمه |
يو ګوټ اوبه منګی نه راکړه |
د وصال تږی يم اوبه بهانه کومه |
يو وارې ټينگه غېږه راکړه |
بيا دې دا دا له توره ورکړه چې راځينه |
يوازې خدای به پرې خبر وي |
د خندا ډکه خوله به چيرته ناسته وينه |
يوازې ژوند مې په کار نه دی |
چې اشنا لاړو زه به تور لحد ته ځمه |