پـا مـــــلرنه ، پـا مــــلرنه او پرځای شنــنه او هغه داچې !

پـا مـــــلرنه ، پـا مــــلرنه او پرځای شنــنه او هغه داچې !
تاسو په ځیرکتیا با طل او طالب سره پرتله کړی . دا څلور توریز نومونه کټ، مټ له ورته تورو جوړ شوي دي . باطل که وړاندې وروسته کړی . طالب ترې جوړیږي . که د طالب د نوم توري ځای ځایګی بدل کړی نوبیا باطل ترې جوړيږي .
طالب ـــ باطل
باطل ـــ طالب
د ب، ا، ط ، ل دا څلورو تورو طالب اوهم باطل جوړ کړی دی . او دا هیښوونکي او رښتینې نومونه دي چې طالب یې د باطل هدف په لاره روان کړی او دا دی پرون ورځ یې په خورا ستر وحشت او نه بښونکي قساوت د لوی کندهار د سپین بولدک په ولسوالۍ کې سل ۱۰۰تنه کندهاري روڼ اندي شاه ځلمیان او مدني فعالان لومړی په زور او جبر له خپلو کورونو ایستلي او بیا یې د د وزخي تورو پنجابیانو او باطل اخندانو په دستور په خورا زړه بوږنوونکي بې رحمی په شهادت رسولي او د هغو په سرو وینو لژند سوري، سوري او ټوټې، ټوټې بدنونه یې په چم ګاونډ اوڅلور لاروکې په فرعوني تکبر او بې احترامۍ غورځولي دي .
باطل ،طالب او دا طالب باطل د لوی کندهار د ښار د ورانولو او نیولو لپاره شل تنه ځانمرګي ځناور ګومارلي او په دې اړه همدا نـن د انګلستان چاپ سن ورځپاڼې پرده پورته کړي . او د دغو خرمرګو په ځانې چاودنو په کندهار کې د خورا سترخونړي او جهنمي ناورین د رامنځته کولو رذیلانه او محیلانه باطل تکل لري . او د خوست د پرامنه او ټیکاو لرونکي ولایت او د خوست نوی نړیوال هوایې ډګرخدای مه کړه د ویجاړولو په پنجابي باطله موخه د ځانمرګو توطیوپه کمین کې ناست دي .
د افغان د مسلمان ولس په قتل عام هیبت الله څرګند مصیبت الله او ذبیح الله دا قبیح الله مجاهل او باطل ، طالب او طالب ، باطل هیڅ رحم اوانساني خواخوږي نه لري . او د لوی مکار شیطان پاکستان په با الفعل اوبا القوه وسله وال او ترهګریز ملاتړد ګران هیواد سرلوړي افغانستان سرټیټي او چورلټ ورانول غواړي .
د مورني وطن ساتنه د هرتوریالي اونـنګیالي افغان ښځینه اونارینه ملي ، تاریخي او اسلامي دېن دی. بې له ویرې د باطل ،طالب اوطالب ،باطل د امحا اونابودی په لور.
هو! څوک مې چې افغانه مور، افغانه خور، افغان پلار اوافغان ورور وژني . دا وحشي ، سخت زړي دوښمنان دي.
د هغو پرضد ملي سرتاسري قیام او وسله وال پاڅون د افغان برمیال تاریخ حکم دی.
۲۴/۷/۲۰۲۱

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button