وسله وال ځواکونه!!!

دولت وزیري

وسله وال ځواکونه!!!
ملي وسله وال ځواکونه د دې تر څنګ چې د دښمن څخه د هیواد د ساتنې، د ځمکې د بشپړتیا، د پولو ساتلو او د کورني امنیت د ټینګولو مسؤلیت پر غاړه لري، تر څنګ يې د نظام ساتل هم پر غاړه وي. د دې ستر مسؤلیت د تر سره کولو بیه ډیره ګرانه او د سر او وینو په قیمت وي.
خو د کوم نظام ساتل:
– د ظاهر شاه د واک او نظام ساتل چې د خپل د کاکا زوی او د خور د میړه له لاسه د کینې او کورنیو بې اتفاقیو له لاسه وشړل شو!!!
آیا ملامت وسله وال ځواکونه دي؟
– د سردار محمد داود خان د نظام ساتل چې په یوه سر ښورولو يې په لسګونه افسران اعدام او د زندان خوراک کړل، او په سیاست کې يې هم د لیوني داود نوم ګټلی و!!!
آیا ملامت وسله وال ځواکونه دي!!!
– نورمحمد تره کی او حفیظ الله امین خو نوک او ورۍ وه. په یوه او بل ډزې او وژل د کوم جنرال په امر تر شول، که قومانده يې په خپل لاس کې وه؟
آیا ملامت وسله وال ځواکونه دي؟
– ببرک کارمل، ډاکټر نجیب الله، دوستم، عظيمي، کاویاني، فرید مزدک او وکیل خو د يوې خوڅې ماران وه!!!
آیا ملامت وسله وال ځواکونه دي؟
– د مجاهدینو مشرانو خو په دې دنیا ځانونه جنتي ګڼل. بلډنګونو او ډالرو خو يې ټوله دنیا نیولي ده او د کابل کوڅې خو د دوی د جګړو له امله تر اوسه د پېريانو کنډوالې دي!!!
آیا ملامت وسله وال ځواکونه دي؟
– د شمالي ټلوالي او طالبانو تر منځ د جګړې مشران افسران وه او که د مجاهدینو مشران!!!
آیا ملامت وسله وال ځواکونه دي؟
– د حامد کرزي د باور وړ کسان خو په روزګان، کندهار او کابل کې امریکایان وه او له يوې ولسوالۍ څخه په یوه جدول کې د ۲۹ جنرالانو څخه درې تنه یو د خوست، یو د وردګو او یو د کونړونو وه!!
آیا ملامت وسله وال ځواکونه دي؟
– د ډیر قدرمن ډاکټر صاحب محمد اشرف غني پر مهال د امنیتي ځواکونو مسؤلینو په هکله څه ووایم!!!
آیا ملامت وسله وال ځواکونه دي؟
وسله والو ځواکونو خو خپله وینه ور کړه، خپل سر يې قربان کړ او
ظاهر شاه ته يې وویل عمر دې ډیر شه پاچا،
داود خان ته يې وویل له تا مو سر او مال قربان،
نورمحمد تره کی يې د ختیځ نابغه کړ،
حفیظ الله امین يې د ختیځ ستوری کړ،
ببر کارمل يې له سره را ژوندی کړ،
ډاکټر نجیب الله ته له سره تیر شول خو سنګر يې وساته،
د مجاهدینو د مشرانو په امر د هیواد درې او دښتې د سپیڅلو مجاهدینو په وینو سرې شوي،
حامد کرزی خو له اسمانه را نازل شو،
ډیر قدرمن ډاکټر صاحب غني ته دې ځوانان مبارک وي،
اوس راځئ وګورو چې،
که د سیاسیونو له خوا وسله والو ځواکونو او مجاهدینو ته په بده سترګه کتل کیږي او خپله ملامتي په دوي پورې کوي، خدای دې په دې دنیا او هم په هغې دنیا دوزخي کړي!!!

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button