نظامونه نړول اشتباه خو اصلاحات اړتيا ده

ليکنه؛ عبدالوحيد “وحيد”

هغه حکومتونه چې ولسي ريښې ونلرى، سرچينې او انرژي د حاکمې ډلې لخوا د واک په خوندیتوب مصرفېږي، د ولسي غوښتنو ممثل نه وي، که هرڅومره له پراخ نړيوال ملاتړ څخه برخمن وي، پياوړي او په عصري وسلو سمباله اوردو هم ولري د لږ فشار په نتیجه کې هم د شګو بند ثابتېږي او نړيږي. د توپک د شپېلۍ په زور جوړو شويو حکومتونو ته د نړۍ لخوا له رسميت پيژندلو څخه په کور دننه د مشروعیت ترلاسه کول او د خپل ولس د اړتیاو د حل کولو د مسئوليت منل اړين دي. که دغه موخه ترلاسه شوه نو د رسميت پيژندلو لپاره به د غوښتنو اړتیا نه وي.

تېر حکومت ټولې نړۍ په رسمیت پیژانده. د امریکا او ناتو په شمول ګڼو ځواکمنو هېوادونو امنیتي او ستراتیژیک تړونونه ورسره لاس ليک کړي وو، په اقتصادي برخه کې يې هيڅ ډول ستونځه نه درلوده، لوړې او هسکې دعوې يې کولې د ګواښونو په ژبه يې خبره کوله، خو په خپل ولس کې يې ريښې نه درلودې. د مذاکراتو په ميز يې يوازې د واک په ساتلو تمرکز کاوه. د مذاکراتي ټيم اکثریت غړي نازدانه ګان او باج اخيستونکي وو. سوله يې فرعي, طفيلي او خپله دوره ختمول يې اصلي موخه وه. نتیجه يې زموږ په وړاندي پرته ده.

پخوا مې هم ويلي دي چې له نسکور حکومت څخه فاسد حکومت هم ښه ده. اوس بيا وايم؛ تير نظام نسکورېدل غلطي وه، هېواد ته يې داسې زيان واړاوه چې جبران يې تقریبا ناشونى کار دى، همدغه شان د موجوده حکومت نسکورېدل هم د حل لاره نه ده. د سمون او بدلون له لارې د اوسني نظام پياوړتیا غواړو. د افغانستان اسلامي امارت د مثبتو لاسته راوړنو په هکله باید ووایو چې؛ جګړه تقریبا پاى ته ورسېده، د فساد کچه ښکته شوې ده، د زورواکو ښکرونه يې مات کړل، امپراتوران، اميران، پاچا سازان او په جنګ کې د هوايي دوکتورا درلودونکي مارشالانو هوا يې وايسته، د قومي او سمتي تعصباتو د سياست دوکانداران يې تېښتې ته اړ ايستل. د افغان نيستم خراسان او فدرالي نظام غوښتونکو ټغر يې ورټول کړ، په موږکانو يې بدل کړل او په غارو يې ننه ايستل، خو داهم حقیقت دى چې که په ملي ارزښتونو ولاړه اسلامي تګلاره خپله نشي، دا هر څه موقت او عارضي ثابتېږي.

که خپلو سهوو ته ځير شو نو پوهيږو چې طالب مشرانو د سولې مذاکرات جنګي خدعه وګڼله، هېواد يې د توپک په زور ونيوه، افغانستان يې د غنيمت مال وګاڼه، واک يې د انحصار ترکچې هم ورهاخوا د ځان کړ. نظام ته د مشروعیت ورکولو په برخه کې له خپل ولس او نړيوالو سره د مشترکاتو په لټون کې ناکام شول، د دولتي ادارو سربېره د پوهنتونونه او د انجونو ښونځي بند پاتې کيدلو عذر د منلو وړ نه ده.

پخوا به يوازنى کريډيټ چې طالبانو ته ورکول کيده او مخالف اړخ به هم ورڅخه انکار نشو کولاى، تعهداتو ته د هغوى ژمن پاتې کيدل او له هر ډول دوه مخي سیاست څخه د ځان ساتل وو، خو اوس يې د خبرو او عمل ترمنځ واټن او له واک سره مينه ددې لامل شوى دى چې نه خپل ولس او نه هم نړيوال ورباندې باور کولاى شي.

ولس د انديښنو توپان په سر اخيستى دى، فقر لوږه مخ په زياتيدو ده، کادرونه او ځوانان له هيواد څخه د تيښتې هڅې کوى. طالب مشران په خپلو تګلارو کې د بدلون له لوړو او هسکو دعوو سره سره، په خپلو مسئوليتونو باندي اعتراف نه کوي. د وسلوالې مبارزې او مديريتي مسئوليت ترمنځ توپير ته حيران دى. دا چې هغوى جګړه کوله او اوس جګړه نه کوي ښه خبره ده. البته دا له ولس سره ښېګڼه نه، بلکې د واک ترلاسه کولو له امله ده. د واک په ګدئ ټول ناست خلک جګړه ناروا او سوله فرض ګڼي.

د امارت مشرانو په ښارونو د حملو نکولو، دولتي بنسټونه نه نړولو، کابل په زور نه نيولو، پراخ بنسټه حکومت جوړولو او د انحصار فکر نه درلودلو ژمنې کړې وې، خو عملي نشوې. د ديني او نړيوالو قوانينو له مخې موږ مکلف يو چې په خپلو ژمنو باندي ولاړ پاتې شو. اوس مهال د چارواکو مخته فرصتونه او ننګونې داوړه پرتې دي. که د نړيوالې د توجه په محراق کې د افغانستان د شتون له فرصت څخه ګټه پورته شي، علمي او تحصیلي بند مراکز پرانستل شي، له ملت څخه مشروعیت ترلاسه شي، د هدفي وژنو ته د پاى ټکى کېښودل شي، د بښنې د متخلفينو او هدفي وژنو په وړاندي اوسپنيز اقدامات وشي، د واک د انحصار فکر ختم شي، په ولس باندې خپل حاکمیت احسان و نه ګڼل شي، نو شک نشته چې دغه هېواد او شته نظام به پياوړتيا مومي.

که د حکومتولي نړيوال مسئوليتونه او له نړيوالو سره ژمنې په بشپړه توګه عملي شي، د حکومت او ولس ترمنځ اوسنئ واټن ختم شي، نو يقيناً دغه وړئ شړئ کيږي. خام توکي شتون لري. له افغانستان سره د اړيکو ساتلو لپاره نړيوال ذهنيت جوړ دى. موږ قانع ولس لرو. د اوسني نظام وړې وړې نيمګړتياوې درک کولاى شي او موجوده نيمګړى نظام جوړيداى شي.

البته د اندېښنې وړ خبره داده چې که ننګونې مو په فرصتونو بدلې نکړاى شوې، هيواد او ولس مو له فاجعې سره مخ شو، اقتصادي نظام وپاشل شو، اوسنيو سهوو ته تسلسل ورکړل شو، له ملت او نړئ سره شته بن بست دوام وموند، نو نه د هېواد، نه د ولس او نه هم د اوسني نظام خير شته. باید ومنو چې د اسلام په نوم د واک خپلولو او مسئوليتونو هيرولو غلطيانې په د ولسونو په ذهن کې د اهل علم او مذهبي ډلو په تړاو داسې نقوش پريږدي لکه د عثماني امپراتوري له نسکورېد وروسته د ترکيي مسلمانانو ذهنونه چې د سلو کالونو له تيريدو سره سره به و نه رغول شي، ممکن څو پيړيو وخت ته اړتيا ولري.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button