موږ شاته نه ځو، بلکې پر مخ روان یو

عبدالمنان توحیدیار

د بدخشان ولایت څخه یو تصویر خواله رسنیو کې خپور شو چې یوه مور له نوي زیږیدلي ماشوم سره د کانکور په صحنه کې ناسته ده او د روښانه راتلونکي او پوهنتون لوستلو لپاره ازموینه ورکوي.

دا تصویر د طالبان په مخ باندې کلکه څپيړه ده چې غواړي هر ځای ښوونځي وتړي، و یې سوځوي او ویجاړ یې کړي او د زده کړو مخه ونیسي.

د طالبانو د کلونه جګړې یو لوی هدف همدا و چې څنګه کیدلی شي راتلونکي نسلونه بې سواده او د تیارو په لار روان کړي.

خو طالبان هیڅکله دې هدف ته و نه رسیدل او نه به راتلونکي کې ورسیږي، ځکه د افغانانو هوډ د زده کړو لپاره قوي دی او هیڅوک یې له دې هوډ نه شي راستنولی.

طالبانو همدا څو ورځې وړاندې د کابل دشت برچي کې یو ښوونځي باندې موټر بم برید او نورې چاودنې وکړي چې شاوخوا ۲۰۰ زده کوونکي پکې شهیدان او ټپيان شول، دا جنایت طالبانو وکړ، خو بیا یې هم د زده کړو مخه ډب نه شوه کړلی.

د طالبانو تر فعالیت لاندې سیمو کې تاسو د زده کړو وضعیت وګورئ، یا به هیڅ ښوونځی نه وي، ځکه چې طالبان یې د جوړیدو اجازه نه ورکوي، که د ښوونځي وداني وي، بیا پکې استادان نه وي، ځکه طالبان ترې جزیه غواړي، که استادان وي، بیا زده کوونکي کتاب او قرطاسیه نه لري، ځکه طالبان د پوهنې وزارت مامورینو ته د نظارت او توکو د رسیدو اجازه نه ورکوي، که دا ټول شیان وي، بیا به زده کوونکي نه وي، ځکه طالبان له هغو خلکو سره کینه کوي چې ښوونځي وايي او مدرسو ته نه ځي.

نو که له پوهنې سره د طالبانو دښمني وګورئ، او بیا د افغانانو کلک هوډ، نو دا ښکاره ده چې طالبانو په دې برخه کې سخته ماتې خوړلې او تراوسه نه دي توانیدلي چې په لویه کې د زده کړو مخه ونیسي.

طالبانو په ښوونځیو او پوهنتونونو د دې لپاره بریدونه وکړل چې زده کوونکو او محصلینو کې ویره خپره شي او له زده کړو لاس واخلي، هو، طالبانو به پر ښوونځیو او پوهنتونونو باندې بریدونو کې افغانان شهیدان کړي او ټپيان کړي وي، خو لوی هدف له بریدونو دا و چې د زده کړو مرکزونو کې ویره خپره کړي.

تاسو ولیدل چې کله طالبانو د دشت برچي ښوونځي باندې برید وکړ، په سبا یې زده کوونکي زده کړو ته روان و او هیڅ ډار یې نه کو.

طالب د افغانانو اذلي دښمن دی، خو افغانان دا ځل داسې کلک هوډ کړی چې په هیڅ صورت باندې طالب و نه

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button