له یوۍ خوا سولي ته ناسته او له بلي خوا انتحاري حملي په څه معنی ؟

سید عبیدالله نادر

د یوې لورې د سولي د پاره خبرې د آمریکا او طالبانو په مینځ کې رواني دي ،د بلي خوا طالبان په داسي حال کې چې ټول مشران یې د سولي په پروسه کې د آمریکا آستازي زلمي خلیلزاد سره لګیا دي ، نو د تعجب خبره دا ده چې ټول مشران یې د زلمي خلیلزاد سره د سولي د راوستو په هکله بوخت دي . او په دي موده کې مسلسل او وار په واره انتحاري یرغلونه د افغانستان په پلازمینه او ولایاتو کې تر سره کیږي ، آیا دا توافق دوی د پاکستان سره داسي کړی دی ، چې د دوی په غیابت کې به (آی ، اس ،آی ) دا پروسه پر مخ وړي که څنګه ؟زمونږ ټول خلک هم حیران دي ، چې دا حملي څوک تر سره کوي ، په داسي حال کې چې تر حد او اندازې نه واوښتې ، په کار ده چې زمونږ چاواکي او مشران دي ته پوره پاملرنه وکړي ، ځکه دوي خپل روشونه او تاکتیکونه بدلوي ، لکه څنګه چې د دې د پاره چې د طالب د فجایعو او کرکجن کړنو باندی پرده واچوی ، نو د داعش نوم یي ورته کېښود په داسي حال کې چې شاید د داعش تر شاه هم هم دوی وي یعني د دوي بادران او جاسوسي سازمانونه یې ،بله دا ذهن ته لویږي چې دا جنګ دوي ته د امتیاز غوښتنۍ په خاطر د دوي په غیاب کې( آی ، اس، آي) پر مخ بیايي که څنګه ؟ نو دوي که سولي ته ناست دي نو ولي جنګ نه بندوي ،ما غوۍتل چې د یو څو اساسي ټکو په هکله څه ولیکم ، ځو زمونږ یو ورور په نامه د (احمدشاه ساحل ) په دي اړوند څو کرخې په خپل یو مضون کې لیکلي چې د دعوت د خپرونۍ دلارې چاب شوي وړاندي کوم ،
(همدا طالبان دي چي افغان وژنه نه بندوي، نو د دې پیښې عاملين هم طالبان دي. فکر وکړئ! حکومت خو له لومړۍ ورځي چیغي وهي چي، د سولې يا په ټوله کي د خبرو لومړی شرط ډزبندي ده، اوربند دی، چي بايد ترسره سي؛ خو برعکس طالبانو له لومړۍ ورځي اوربند رد کړی. د سولي د خبرو څو مياشتي کيږي، په دې جريان کي جګړه هم روانه وه/ده، په زرګونه بې ګناه افغانان پکښي شهيدان سول. اوس که دا سبا طالب راسي، ايا يوازي د همدې مودې د شهيدانو کورنيو ته به وکتلی سي؟ ددې کورنيو کونډو، يتيمانو او بورو سوو ميندو ته به کوم دليل وړاندي کوي؟ چي ولي يې جګړه نه بندول؛ په داسي حال کي چي د سولي خبري هم رواني وې؟ موضوع را څخه اوږده نه سي؛ نو را ځم اصلي خبري ته؛ زه ځکه وايم، د کابل پيښي عاملين طالبان ګڼل کيږي، چي که چيري طالبانو له حکومت سره اوربند منلی وای، نو يو خو به د دوی له لوري د سولي او خبرو ښه نيت څرګند سوی وای، بل به افغان وژنه بنده سوې وای او بل به، چي ډيره مهمه هم ده؛ د جګړې ميدان سپک سوی وای. له طالبانو سره چي معلوم ادرس دی، جګړه بندېده؛ او يوازې به د افغان ځواکونو تمرکز پر نامعلومو ادرسونو يا پر داعش، القاعده يا نورو ناځوانو ډلو وای.
د طالبانو په اوربند سره به د افغان ځواکونو اوږې سپکي سوي سوای، په دې فکر به وه، چي ځه! مقابل لوری مي افغان انسان نه دی، پردی دی. ښه په خلاص مټ او قوي اراده به جنګيدلی او د جګړې مهارول به ورته ډير هوسا او اسان وای. خو اوس افغان ځواکونه څه وکړي؟ له طالب سره وجنګيږي؟ استخبارتي جګړه مخته يوسي؟ داعش، القاعده، يا شل نورو ډلو سره يې معلومه کړي؟ څه وکړي؟ دې ستونزمن او ګډوله حالت ته زمينه جوړونه طالبانو کړې.).

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button