د افغانستان د غمیزې سناریو
دولت وزیري
د افغانستان د غمیزې سناریو
لومړی د فلم سناریو جوړېږي، وروسته دا متن د ډیالوګ په بڼه لیکل کېږي، په فلم کې لوبغاړي او د هغوی کړنې ټول د سناریو په چوکاټ کې تر سره کېږي. د لوبغاړو حرکات، احساسات او ډیالوګ د فلم د داستان په ژوندي کولو او تمثیل کې مهم رول لوبوي.
څوک چې فلم ګوري د هغه چا په هکله هېڅ فکر نه کوي چې د فلم سناریو يې جوړه کړې وي او په کومه موخه يې جوړه کړې وي. دوی یوازې د اداکارانو کړنو ته ګوري او د فلم په هکله د ښه او بد نظر ورکوي.
اوس،
د افغانستان د کړکېچ سناریو له لویه سره انګرېزانو لیکلې وه.
انګرېزانو د هند د خپلولو لپاره هغه لوبې په افغانستان پلې کړې، چې تر اوسه يې ټپونه تازه دي. نه رغېږي او نه یې درمل شته.
وروسته يې سناریو د دوام لپاره امریکا ته وسپارله.
امریکا د سناریو له مخې:
– د پاکستان په رسمیت پېژندل.
– په ۱۹۵۴ م کال له پاکستان سره د امنیتي تړون لاس لیک کول.
په دې پلمه چې افغانستان په سینټو او سیاتو کې شامل نه شو، د ډیورنډ کرښې په رسمیت پېژندل.
– د شاه محمود خان او محمد داود خان غوښتنو ته چې د وسله وال پوځ سره مرسته وه منفي ځواب ویل.
– افغانستان ته د پخواني شوروي اتحاد د لښکرو راکشول.
– په ویټنام کې د خپلې ماتې د غچ اخیستلو په خاطر افغانستان د پاکستان -غېږې ته ورټېل وهل.
– د جهاد پر مهال يوازې له جګړه مارو سره مرسته کول.
– په افغانستان کې په لوی لاس د ملګرو ملتونو د سولې پروګرام ناکامول.
– د شمالي ټلوالې او طالبانو تر منځ جګړو ته پکی وهل.
– د امریکا د تجارتي مرکزونو د برجونو ويجاړول او د افغانستان د ویجاړولو لپاره د اسامه پلمه نیول.
– شل کاله په ډول ډول پلمو په افغانستان کې د جګړې تازه ساتل.
– د جمهوریت په کلونو کې د ستر فساد رواجول.
– په شلو کلونو کې د ټوپکسلارانو او فاسدینو سره همکاري او د ملت ځورول.
– په وسله وال پوځ کې د تقاعد په نامه د سقوط لپاره د شرایطو اماده کول.
او اوس،
د طالبانو په رسميت نه پېژندل، په ملګرو ملتونو کې د څوکۍ نه ورکول، د افغانستان بانک د شتمنیو کنګل کول، له هېواد له وحشت نه په ډکه طريقه د افغانانو ویستل،
دا ټول د همغه جوړې شوې سناریو برخه جوړوي، چې انګرېزانو ور سپارلې وه.
تر اوسه سناریو د انګرېزانو او امریکایانو له خوا د دوی د غوښتنو سره سمه تر سره شوې ده او لوبغاړي یې په ښه ډول لوبوي.
که افغانان غواړي چې د فلم پای ګډوډ کړي یوه لاره لري او هغه ملي یووالی دی.