له ماشومانو د طالبانو ناسمه استفاده

له ماشومانو د طالبانو ناسمه استفاده

عبدالمنان توحیدیار

طالبانو کلونه جګړو کې له ماشومانو ګټه واخیستله، ځکه د ماشوم عقل خام وي، فکر یې نه رسیږي او په کاذبو تبلیغاتو باندې ژر باور کوي او احساساتي کیږي.

طالبان تر خپل فعالیت لاندې سیمو کې مدرسو باندې تمرکز زیات لري او ښوونځي یې تړلي دي.

طالبان د دې لپاره ښوونځیو ته اجازه نه ورکوي چې ښوونځي کې ماشوم زده کوي چې خدای د څه لپاره پيدا کړی او ژوند څه ډول وکړي.

که ځینو سیمو کې طالبانو ښوونځي نه دي بند کړی، د هغې لامل دا دی چې طالبانو ورته خپل ځینې کتابونه ویشلي او تدریس کوي چې له تاوتریخوالي حکایت کوي.

طالبان کلیو کې کورنۍ هڅوي چې ماشومانو باندې د ښوونځیو پر ځای مدرسې ووایي، د همدې لپاره ځینې مدرسو ته مخه کوي چې طالبان پرې پام وکړي او کورنۍ ته یې څه و نه وایي.

که چیرې د طالبانو تر فعالیت لاندې سیمه کې د ښوونځي د زده کوونکي او مدرسې د زده کوونکي د کورنیو تر منځ جنجال شي، طالبان د مدرسې زده کوونکي کورنۍ طرف نیسي او له همدې کبله ځینې کورنۍ مجبور کیږي چې ماشومان له ښوونځیو وباسي او مدرسې ته یې ولیږي.

له دې سره هیڅوک مخالف نه دي چې ماشومان دې مدرسه نه وایي، خو ښوونځی د مدرسې دروازه ده، کله چې ښوونځی و نه وایي، لیک او لوست زده نه کړي، نو کله مدرسه ویلی شي.

تاسو به ښارونو کې لیدلي وي چې زده کوونکي چې کله له ښوونځي راوګرځي، بیا سمدستي جوماتونو او مدرسو ته د دیني زده کړو او قران کریم د یادولو لپاره ورځي.

خو طالبانو هدف له مدرسو دا دی چې هر کله پکې بیانونه کوي، جهاد او جنت سره یو ځای کوي او ماشومانو ته ور زده کوي چې دا دنیا په ژوند کولو نه ارزي او که جهاد وکړي، هغه دنیا کې ورته حورې او غلمان ورکول کیږي.

ماشومان چې عقل یې خام او فکر نه لري، سمدستي په د کاذبو تبلیغاتو باور کوي او هر څوک چې ورته کافر کړي، همغې باندې برید کوي.

د عبدالله په نوم د مدرسې یو ۱۷ کلن زده کوونکی چې ځان یې افغان ځواکونو ته تسلیم کړی، کیسه کوي چې طالبان د مدرسو شاګردان د ورځې له مخې مدرسو کې د زده کړو په نوم ساتي او د شپې یې جګړو ته وړي.

عبدالله کیسه کوي چې طالبانو استادانو به یې ورته کیسي کولې چې سوله وطن ته نه راځي او باید انتحار او انفجار باندې دا وطن وران شي او د طالبانو حکومت ته زمینه برابره شي.

عبدالله کیسه کوي چې د جنت کیسې به یې زده کوونکو ته کولې او بیا به یې هڅول چې ځانمرګی برید وکړی او لومړي خط کې جګړه کې برخه واخلي.

دا د یو عبدالله کیسه ده، چې دلته یې لنډیز ذکر شو، داسې زرګونه کیسې شته چې طالبان ماشومانو ته فریب ورکوي او ناسمه ګټه ترې اخلي

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button