له جومات او عالم سره د طالبانو ښکاره دښمنۍ

له جومات او عالم سره د طالبانو ښکاره دښمنۍ

عبدالمنان توحیدیار

عالم هغه ستر او ارزښتناک نوم دی چې خدای جل جلاله په قرآن عظیم الشان کې د عالم دفضیلت په هکله یادونه کړي اوهغه دانببیاو وارثان بللي او پدی کې هیڅ شک نشته چې دعالم مقام او منزلت د ولس په مینځ کې څومره اوچت والی لري، خو له بده مرغه چې د اسلام او انسانیت دښمنان تل هڅه کوي تر څو له هري ممکني اوشوني لاري جنایت او تاوتریخوالی رامنځته کړي، کله د خپلو غیر اسلامی او غیر اسلامي(ترهګریزو) کړنو په ترڅ قرآن عظیم الشان سوزوي ، کله مسجد ورانوي اوکله دیني علماء پرته له کوم جرم اوجنایت نه په شهادت رسوي اوپه لسګونو نوري داسي پیښي چې یادونه یي دهرمسلمان سترګي اوبلني کوي .

دا یو څرګند حقیقت دی چې طالبان په خپله هم تروریستی او خونړي بریدونه تر سره کوي او هم یې د داعش او نورو ترهګرو ډلو ته د ترور، وحشت، جنایتونو او خونړیو بریدونو زمینه برابره وي چې د خدای(ج) ، قانون او خلکو پر وړانډې به مسوول وي ځکه دوي نه یوازې چې تل د افغان حکومت او مظلوم ولس د سولې غږ ته چې یو الهی امر او زمونږ د ولس اساسی غوښټنه ده، مثبت ځواب ندي ویلي بلکې لایې خپلو بریدونو او عام وژنې ته زور ورکړی دی چې ښې بیلګي په دې وروستیو کې په لسګونو ترهګریز بریدونه او د دیني علماو وژنه ده چې د دوي لخوا تر سره شوي دي.

همدا رنګه د ستر لارښود حضرت محمد (ص) د وینا له مخي (علما دانبیاو وارثین دي ) دوی هڅه کوي چې دیني لارښوني ، د دین احکام ، امر بالمعروف او نهی عن المنکر خلکو ته ولیږدوي . دتاریخ په اوږدو کې زموږ په ګران هېواد افغانستان کې دیني علما د ځانګړي احترام څخه برخمن دی ، د هېواد په سیاسی ، اجتماعی او فرهنګۍ اړیکو کې دعلماو رول ټولو ته جوت دی لدی امله علماو ډیره قرباني ګاللي ، علما ایماني او انساني رسالت لري ترڅو ولس د شته قضایاو نه خبر کړي داچې ځیني افراطي ډلي (طالب او داعش ) له دین او دیني مولفو او ارشاداتو څخه غلطه ګټه اخلي او له دین څخه دخپلو ناوړه موخو دترسره کولو له پاره کار اخلي نوځکه د دوي دغه ناروا کړني د ټول ولس په ځانګړي توګه دعلماو لپاره د منلو وړ ندي او پدي پوهیږي چې د دغو ناخوالو پر وړاندی سکوت ستره ګناه ده او علما هم نه غواړي ترڅو ددی ګناه مرتکب شي لدی امله دیني علما نشی کولای ترڅو دبیګناه ولس د وژلو ، په جوماتونو، عامه ځایونو کې د ماین ایښودلو او ځانمرګو بریدونو پر وړاندی چې قربانیان یې زموږ مظلوم ولس دی چپ پاتي شي، ځکه علما پوهیږي چې د اسلام دسپیڅلي دین په رڼا کې انسان وژنه ، د ټولګټو شتمنیو تخریب، د خبریالانو وژنه او ورته نور جنایتونو چې د دغو ترهګرو ډولو لخوا تر سره کیږي ناروا او داسلام د دین خلاف عمل دی له همدی امله زموږ علما ولس ته د رښتینو حقایقواو د طالبانو د ناوړو کړنو نه د خلکو د خبرولو په لار کې قرباني ورکړي، خو طالبان او دهغوی ملاتړي دي پوه شي چې دعلماو په وژلو سره نشي کولای زمونږ د دیني علماو دسکوت او دینی وجایبو څخه دهغوی د شاتګ سبب شي، ځکه چې تیر تاریخ ته په کتو سره علماو په ټول ځواک دباطل پر وړاندی مبارزه کړي اودځان په قربانولو سره یې ددین او عزت څخه دفاع او ملاتړ کړۍ دی .

د دي ترڅنګ چې د افغانستان ولس او په ځانګړي توګه دیني علما د طالبانو دغه ډول ناوړه اعمال په کلکو ټکو غندي له خدای جل جلاله څخه ټولو شهیدانو ته د فردوس جنت او زمونږ د مظلوم ولس په ځانګړي توګه د دیني علماو دښمنانو ته د جهنم د سخت عذاب غوښتنه کوي .

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button