قحط الرجال په ګډ شرکت کې

خوشحال آصفي

نږدې نهه میاشتې کېږي چې د ښاغلي عبدالله او غني ګډ شرکت په کار پیل کړی دی خو د کار لومړۍ ورځ نه تر اوسه پورې په شرکت کې انارشیزم، خپل سري، د همغږۍ نه شتون، د قوانینو او اصولو تر پښو لاندې کول، د واک د ویش پر سر جګړه او اختلاف، د سالم سیستم نه شتون، د متحد او زړه سواندو اشخاصو نه شتون او په لسګونه نور موارد او ستونزې شته چې دا ګډ شرکت ورسره مخامخ دی او، و.

خو ددې ټولو ناخوالو او ستونزو تر څنګ یو شی چې وخت ثابت کړ هغه د اغیز ناک او سالم مدیر او مدیریت نه شتون دی، د ګډ شرکت برخه والو او په ټوله کې ډاکتر اشرف غني او عبدالله دا ثابته کړه چې دواړه مشران اغیزناک او ښه مدیران نه دي او نه وو. ځکه یو مدیر پنځه اړینې دندې لري، پلان جوړونه، رهبري کول، ګمارل، کنټرول او سازمان ورکونه او ددې تر څنګ نورې فرعي دندې هم لري چې هغه د بودیجې جوړول او راپور ورکول دي چې په دغو ټولو دندو کې هم ښاغلی غني او هم ښاغلی عبدالله پاتې راغلي دي په ځانګړې توګه د ګمارنې په برخه کې، په سالمه اداره کې د تخصص اصل یو اړین اصل دی چې دا دنده مدیر په غاړه لري تر څو پوه، د وړتیا لرونکي، د تجربې خاوندان، فعال او په ټوله کې متخصصین په دندو و ګماري خو د ګډ شرکت برخه والو او په ځانکړې تو ګه غني او عبدالله داسې اشخاص په دندو و ګمارل چې اصلآ د ګمارنې وړ نه وو، د بیلګې په توګه ښاغلي غني خپل ویاند چې نه تخصص لري، نه کافي تجربه لري، نه وړتیا لري او نه کوم ځانګری مهارت لري دملي امنیت ادارې د پالیسۍ جوړونې مرستیال وټاکه تاسو خپله قضاوت وکړئ چې یو ښه او اغیز ناک مدیر دا کار کوي چې یو ویاند راولي او د هېواد په یوه اړینه، ستراتیژیکه، تخنیکي او مسلکي اداره کې د پالیسي مرستیال وټاکې یانې دا ویاند راځې او زما د هېواد د مغز لپاره پالیسي جوړوي ایا دا ویاند د کومې رشتې متخصص دی؟ چېرته یي کار کړی؟ څه وړتیا لري؟ او په لسګونه نور موارد.

همداسي راځو پردې باندې چې تر اوسه د ګډ شرکت مشر ښاغلي غني درې ویاندویان ټاکلي دي. ستاسو کوم ویاند وړتیا درلوده؟ او که چېرې یې درلوده نو بیا ولې له دندو ګوښه شول؟

لومړی خو یو ویاند باید د افغانستان په رسمي ژبو هم لیک لوست او هم خبرې وکړای شي اوددې تر څنګ هم  لږ تر لږه له دوو نورو ژبو سره اکاډمیکه اشنایي او د ژورنالیزم، عامه اړیکو او ادبیاتو څخه ماسټري ولري ستاسو کوم ویاند تر اوسه دا وړتیا درلوده او لري یې؟ همدارنګه د ښاغلي عبدالله بې شمیره ویاندویان هم همداسې در واخله چې یوازي په دري ژبه خبرې کوي، په نورو ژبو اصلآ خبر ندې او یا یوازي پښتو وایي. ایا یو ښه او اغیزناک مدیر به دا کار وکړي؟ هیڅکله هم نه.

ددې شرکت بل برخه وال ښاغلي عبدالله تر اوسه پورې چې کوم بې شمېره سلاکاران ټاکلي اکثره یي ناپوه دي تخصص او وړتیا خو یوه لویه خبره ده نو یو ناپوه او غیر مسلکي کس به څنګه وکولای شي چې په یوه تخنیکي، تخصصي او مسلکې برخه کې مشوره ورکړي؟ سلاکار یانې متخصص چې باید ماسټري یا دوکتورا ولري او حد اقل یي باید پنځه تر لسو کلونو پورې په یوه مشخصه برخه کې کار کړی وي.

ایا شپږم پاس او دوولسم پاس سلاکار کیدای شي؟ هیڅکله هم نه، نو یو ښه او اغیز ناک مدیر دا کار کوي هیڅکله هم نه. همداسې راځو والیانو ته کوم چې دې ګد شرکت ټاکلې اکثره یې متخصص نه دي، وړتیا نه لري، د ولایت کولو تجربه نه لري، د افغانستان له تاریخ، ارزښتونواو دودونو سره آشنایي نه لري دوی د افغانستان له قوانیو بې خبره دي، د بیلګې په توګه ایا یو ځوان چې تازه ماسټري یي اخیستې ده او په افغانستان کې هم زیات نه دی اوسیدلی یا یې هم هغه ولایت ته اصلآ سفر نه دی کړی د هغه ولایت څخه خبر نه دی چې هلته څنګه خلک اوسیږي، څه دود او دستور لري، هلته څه ستونزې دي او یا په ټوله کې هغه ولایت څنګه جغرافیه لري. ایا دا تازه دمه فارغ شوی ظاهرآ ماسټر ځوان به وکولای شي هغه ولایت کنټرول کړي، امنیت یې ټینګ کړي؟ له مافیایي کړیو سره مبارزه وکړي؟ خلکو ته خدمت وکړي؟ هیڅکله هم نه، نو یو ښه او اغیز ناک مدیر به دا کار وکړي؟ هیڅکله هم نه.

د ګډ شرکت اکثره برخه وال او کار کوونکي وړتیا نه لري، تجربه نه لري، تخصص نه لري، عملي کار یي ندی کړی، د افغانستان په تاریخ نه پوهیږي، د افغانستان په رسمي ژبو لیکل او لوستل نه شي کولای، په اساسي قانون باندې خبر نه دي، اداري حقوقو باندې خبر نه دي، په پالیسۍ او مقرراتو باندي یې سر نه خلاصیږي او په لسګونو نور موارد.

د ګډ شرکت د تخصص، وړتیا، پاکي، رښتینولې، ایماندارۍ او تعهد بیلګه مو هم ولیده چې د کابل د دریمې او دیارلسمې امنیتي حوزو امرین وو، چې د خلکو له ناموس سره په رڼا ورځ د نامشروع اړیکو ټینګولو لپاره یو له بل سره ښکر په ښکرشول او ځانونه یي عالم ته رسوا کړل داسې کوڅه ډب، لنډغر، ناپوه او بد اخلاقه اشخاص چا په دندو وګمارل؟ همدغه ګډ شرکت د اصلاحاتو، وړتیا او تخصص تر عنوان لاندې په دندو وګمارل نو زه دا وایم چې د خدای لپاره پر ولس رحم وکړئ خپل زړه وسوزوئ افغانستان کې قحط الرجال نه دی په لسګونه ‌ډاکتران او متخصصین لرو، په سلګونو ماسټران او د تجربې خاوندان لرو او په زرګونو لیسانسه او نور وړ کسان لرو راځئ په هره برخه کې متخصصین او د کار اهل کسان وګمارو.

افغانستان په دغسې فیسبوکي، لشم، غوړیدلو او لویدیځ ځپلو، ختیځ ځپلو بې تجربې ځوانانو باندې نه جوړیږي، نور د هېواد له سرنوشت سره لوبې مه کوئ، کار اهل کار ته وسپارئ د هېواد کدرونو ته وخت ورکړئ خیر دی که کوم قومي، جهادی او تش په نوم مشر نه پیژني، خیر دی چې واسطه نه لري، خیر دی چې مجاهد، خلقي، پرچمي، حزبي او شعله یي نه دی، خیر دی چې د ایران او پاکستان ګوډاګیان نه دي، خیر دی چې لویدیځ او ختیځ یي ملاتړ نه کوي، خیر دی چې تاسو ته یي کمپاین نه دی کړی، خیر دی چې تاسو ته یي پیسې نه دي مصرف کړي، نور نو د خدای لپاره ملت مه ځوروئ او د هېواد په مهمو اداراتو کې پوه،  وړتیا لرونکي، متحد، پاک، رښتیني، ایمانداره، هېواد پاله، متخصص او د تجربې لرونکي کسان په دندو وګمارئ او خپل نیک نوم د افغانستان په تاریخ کې ثبت کړئ.

 

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button