طالبانو خلک د سولې له پروسې ناهیلي کړي

طالبانو خلک د سولې له پروسې ناهیلي کړي

سید عبدالله پاچا

د سولې د خبرو له پيل سره تمه وه چې اوربند به وشي، جګړې کې به کموالی راشي، خو جګړه او تاوتریخوالی زیات شوی او د سولې خبرې په ټپه ولاړې دي.

د جمهوریت مذاکراتي پلاوی دوحه کې ناست دی، خو طالبان حاضر نه دي چې د سولې خبرې وکړي.

د اسلامي جمهوریت پلاوی په دوحه کې منتظر دی، تر څو د سولې مذاکرات مخ ته یوسي، خو طالبان میز ته نه حاضریږي چې پر سوله بحثونه وکړي.

د افغانستان اسلامي جمهوریت پلاوی دا مهال په دوحه کې له بهرنیو همکارانو او سولې پروسه کې موثر هېوادونو له استازو سره خبرې او بحثونه کوي.

دغه راز پلاوی په افغانستان کې هم له بیلابیلو قشرونو سره ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کوي او د ټولو ګډونوالو غوښتنه ده چې خبرې دې یوې پایلې ته ورسیږي.

افغانان په تمه و چې د سولې خبرو له پيل سره به یا اوربند وشي او یا به جګړه ختمه شي، خو اوسني راپورونه ناهیلي کوونکي دي چې طالبان خبرو ته نه حاضریږي.

د مالوماتو له مخې، د طالبانو او امریکا ترمنځ له هوکړې وروسته جګړه او تاوتریخوالی زیات شوی چې ورسره مرګ ژوبلې ګراف هم لوړ شوی دی.

افغانان د دې شاهد دي چې هره ورځ د افغانانو وینه توی کیږي، دا وینه تویدنه یواځې د خبرو له لارې حل کیدلی شي، خو دا چې جګړه کې بهرني استخبارات ښکیل دي، د سولې د خبرو مخه نیسي.

طالبان ملامت کیږي چې د سولې خبرو لپاره یې تراوسه هیڅ ګام نه دی اخیستی چې د دوی نیت وښيي، خو افغان حکومت ډير ګامونه اخیستي او ښه نیت یې ښودلی دي.

افغان حکومت لومړی اوربند کړی او که طالبان بیا اوربند وکړي، بیا هم حکومت اوربند کوي.

افغان حکومت د طالبانو ۵۵۰۰ زندانیان ازاد کړل، د سولې مشورتي لویه جرګه یې راوبلله، د مذاکرتو لپاره یې پلاوی دوحې ته ولیږه، ځواکونه یې دفاعي حالت کې کړل.

خو طالبانو هیڅ نه دي کړي، چې د سولې پروسې ته د طالبانو نیت ډاګیز کړي.

اوسني وضعیت کې افغانان سخت ناهیلي دي، هغه تمې چې د سولې خبرو ته وې، اوس چې دا خبرې ځنډیدلي او جګړه زیاته شوې، د خلکو هیلې د سولې له خبرو نشته.

نو ویلی شو چې طالبانو د خلکو هغه هیلې خاورې کړې چې د سولې پروسې ته یې درلودلې، ځکه دا ډله د جګړې لپاره راپورته شوې او هیڅ د سولې اراده نه لري.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button