د شهیدانوسالارد ادب،سیاست،ژورنالیزم اورزم دارت آسمان ځلانده سور ستوری خان شهید خان عبالصمد خان د ۴۷اووه څلویښتم تلین په یاد

د شهیدانوسالارد ادب،سیاست،ژورنالیزم اورزم دارت آسمان ځلانده سور ستوری خان شهید خان عبالصمد خان د ۴۷اووه څلویښتم تلین په یاد
له نـن څخه پوره ۴۷ کاله دمخه په ۱۹۷۳زکال د دسمبرپه دویمه نیټه د شپې په څلوربجې د کوټې د سید جمال الدین واټ کې د افغانانو ستر،نومیالی اومبارز رهبراوخواخوږي نابغه بابا ،خان شهید خان عبد الصمد خان پخپل کور کې د نامردانوپه کرغیړنو،تورواوخیرنولاسونود دووبمونوپه ګوزارشهید کړای شواولروبر افغان پښتون ولس یتیم پاتې شو.
زوریدلو ولسونوپه رښتیا خپل خواخوږی،مهربان،ژمن،هوډمن او دپولادو په څیر کلک اوځیږ پښتون بابا له لاسه ورکړ.
هو!هغه بریمن اوویاړن لارښود چې د خپل ویاړلي مبارزژوند درې لسیزي یې دمچ،هری پور او ملتان په جیلخانوکې د خپل پښتون افغان ولس د خپلواکی،بیداری اوپیوستون دهڅوهانداومبارزې په لاره کې،درنې زولنې وشرنګولې،مات نه شولاغښتلی اوپیاوړی شواو دزندان د توروتمبو ترشایې خپل ځواکمن قلم پورته کړزیات شمیر علمي اوفرهنګي اثار یې وژباړل او دپښتو سیند یا صمد اللغات چې په لسګونو زرود پښتوژبې لغتونه لري د کوټې په جیل کې په کال۱۹۵۳زکې ولیکه .زما ژوند اوژوندون ارزښتناک اثرپه ۹۷۰مخونوکې لیکلی دی،دپښتوژبې لیک دود دهغه بله مغتنمه رساله ده چې په ۱۹۵۶زکال کې چاپ شوي ده .شهید پوهاند بابا د شیخ سعدي شیرازي شعري ټولګه د هري پورپه جیل کې په خوږه روانه پښتوژباړلي ده.همدا رازیې دابولکلام آزاد ترجمان القرآن یې دمچ په زندان کې په ۱۹۴۷زکال ژباړلی دی.سیرتهُ النبي دشبلي نعماني لومړی ټوک یې په پښتوژبه ژباړلی اود ازادی پای د چارلیټ اوډایس مارټرکتاب یې هم ژباړلی دی همداراز ،ازادی کا افق پورتنی اردوژبي ،ژباړه دهغه دادبي اوفرهنګي هڅویوه بله لاسته راوړنه ده.
سترادب پوه اونومیالی ژب پوه د پښتوژبې د ګړدود او لیکدود په اړه نوښتګرې هڅې کړی چې د پښتو دادبیاتوپه پنځو تل ځلاندو ستوروحسن میوندي،بایزید پیر روښان،خوشال خټک بابا،وزیر ګل محمد خان مومند اوپخپله دنبوغ خاوند خان شهید خان عبد الصمد خان دپښتو دلیک دود په اړه نوښتګر خدمتونه کړي دي .او په زړه پوري داده چې د علامه بابا ،خان شهید په ټولو لیکنوسوچه اونږه پښتو کارو ل شوي ده.
د شهیدانو سالاربابا دسیاست په ډګرکې یونوموتی،پیاوړی اوپولاد تکله مبارز تیرشوی دی.په بیلابیلو جیلونوکې دهغه دبرمیال او توریال ژوند درې لسیزي تیرې شوی ژوند دهغه د نه ستړي کیدونکي رزم او پیکارویاړلي اوبریمنې بیلګي دي چې یاد اوسپړل یې دالیکنه د کښلو تاب او،وس نه لري.
د شهید بابا په اړه دوه کیسې دیادولو وړبولم:
په کابل کې کلونه ،کلونه پخوا په یوه لویه نمانځ غونډه کې د شهید بابا په هکله ارواښاد محمد صدیق روهي صیب یوه کیسه واوروله:
وایې دکوټې په چم ګاونډکې خان شهید د پښتنود بیلابیلوقومونود مشرانواومخوروسره په قومي جرګه بوخت و.چې ناببره دوه ځوانان راغلل چې یواوبل یې سره کلک نیولي و.د یوه ځوان پوزه ویني اوګریوان یې څیری و. ژوبل ځوان له سلام اچولوسره جوخت ،خان شهید اوناستو مشرانو ته وویل:
چې دغه ځوان پخپل کور کې ووهلم ګریوان یې را چیري کړتاسو ته عرض کوم چې دغه ځوان ته سزا ورکړی.
بل ځوان دادب دڅرګندولو سره جوخت وویل: هورښتیا وایې خو خبره داده چې زه د یوه لیرې ټاټوبي را رهي شوی اوستړي مزلونه مې ووهل د ستړیاله کبله تږی شوم د دغه ځوان دکور دروازه مې وټکوله او ورته نارې مې کړي چې ستړی مساپر یم په جام کې هیله لږې اوبه راوړه.ده راته په ستغه اوترخه ژبه یې ځواب راکړچې لاره دې وهه دلته اوبه نه شته.بیامې دکور ځنځیر وشرنګاوه ورته ومې ویل درته پښتونواله هیله کوم له تندې مې ستونی وچ یو غوړپ اوبه راکړه.بیایې راته وویل په خبره ځان پوه کړه اوبه نه شته.نومې پښتني احساس راوپاریده دروازه په غوسه ناکه لغته پرانیسته اوده ته د خپل کور په انګړه کې پښتواوپښتونواله وښوده.
خان شهید او ناستوپښتنو مشرانو ورته وویل لادې کم ډبولی دی د پښتنود درنې میلمه پالنې درس دې ورښودلی دی .مات پوزي ځوان ته یې په زغرده ووې چې د پښتودنرخ اوڅلي سره سم به نغده،چغده ناغه هم ور کوې.
همدا رازپروفیسورعبدالغني غنود خان شهید په اړه دهغه دتلین په نمانځغونډه کې وویل:
د خان شهید سره دهغه په جیپ موټر کې روان وچې خان شهید په لویه دښته کې موټر ودراوه اوځغلنده له موټره را ښکته شو او په زوره یې نارې کړې چې پښتونستان زنده باد،پښتونستان زنده باد.
موږ ورته وویل چې خان صیب دلته خوهیڅوک نه شته وچه دښته،غرنی درختې،ډبرې او کندې دي چاته وایې؟
هغه وویل دمحشر په ورځ به دا هم شاهدي ورکوي چې دپښتونستان دازادی نعاره یې موږته هم رارسولي ده.
نامتواوستره بابا د شهیدانونومیالی سالاره خان شهید خان عبدالصمد خان بابا ! سپیڅلي،غیرتي اروا دې تل خوشاله د رزم اوپیکاریادونه دې ځلانده د پښتنوپه سردې معنوي سیوری تل خپره اوسه.
لویه بابا! په مبارززوی محمودخان هم ویاړواوپرې نازوستا په رزمي برکت یې برخمن اوتل بریمن غواړو.
بسم الله اکبري هالینډ

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button