په کومو حالاتو کې هدف وسیله توجیه کوي؟

زبیر افغان

دا ډېره مهمه پوښتنه ده، ځينې وختونه له همدې اصل څخه ډېره ناسمه استفاده کېږي او کله بیا وسیلې ته د نه توجیه په اړخ کې تفریط کېږي. دغه حالات او شرایط باید معلوم شي چې په کومو حالاتو کې په کومو شرایطو هدف وسیله توجیه کوي او په کومو کې نه کېږي؟

عربي کې یوه قاعده ده چې الغایه تبرر الوسیله؛ تر دې اصل لاندې هم فقهاء او هم پوهان پر همدې موضوع بحث کوي چې هدف څنګه وسیله توجیه کولای شي.

د دې لپاره پوهانو دوه شرطونه لومړی ذکر کړي دي: اول دا چې هدف به مشروع وي، په هدف کې به شرعي ستونزه نه وي، جائز او روا به وي. دویم دا چې د حرامې وسیلې زیان به د هغه هدف تر مصلحت کم وي چې په دې وسیله تر لاسه کېږي.

هغه وسیله چې موږ هدف ته رسوي، که يې ټولنې ته زیان رساوه او زیان يې هم دومره و چې د هدف تر مصلحت زیات و، بیا دغه وسیله هدف نه شي توجیه کولای، ځکه د وسیلې زیان ټولنې ته دومره دی چې هغه هدف يې نه شي جبیره کولای، او که د هدف مصلحت د وسیلې له فساد سره مساوي وي، بیا د فساد مخنیوی د ګټو له تر لاسه کولو ښه دی، بیا هم باید هدف وسیله توجیه نه کړي.

لکه: یو کس د غلا، قاچاقو او فساد په شتمني حج کوي، دی فکر کوي چې حج هدف دی، نو زه باید دې هدف ته په هره وسیله ورسېږم. دوې تېروتنې رامنځته کېږي، یو دا چې الله تعالی په مالي عباداتو کې د پاکوالي قید زیات کړی دی چې حج هم مالي عبادت دی او هم بدني، نو دغه ټکی پکې اړین دی او دویم دا چې د حج تر ګټې د غلا، قاچاقو او فساد و رشوت زیان وټولنې ته زیات دی، نو د حج پر ځای باید د غلا، قاچاقو، فساد او رشوت مخه ونیول شي.(صحیح مسلم، کتاب الزکاة، باب قبول الصدقه من الکسب الطیب وتربیتها،ح: ۱۰۱۵)

بل مثال: د قاچاقو او نشيي موادو په تجارت یو څوک جهاد کوي، دلته بیا تېروتنه کېږي. له جهاد څخه هم هدف د انسان ژغورل، په ټولنه کې د فساد مخنیوی او د ډار ختمول دي، که د جهاد په خاطر نشيي موادو ته د کرکیلې او قاچاق اجازه ور کول کېږي، نو د جهاد هدف له منځه ځي، ځکه په نشيي توکو بېرته خلک اخته کېږي، د هغوی د تلف کېدو سبب کېږي، په ټولنه کې فساد پېښوي، بې انډولي رامنځته کوي چې یوه طبقه ډېره شتمنه شي او بله يې بزګر او خواريکښ پاتېږي، نو بیا هم نه شي کولای چې دغه هدف دې وسیله توجیه کړي.

هغه حالات چې پکې هدف وسیله توجیه کوي، یو ضرورت دی، مثلن: یو څوک له لوږې بې حاله دی، یا هم تنده پر راغلې یا مریض دی، کولای شي حرام شی وخوري البته نه به تر وخت مخکې بانې ورته لټوي او نه به افراط پکې کوي، یا هم حرام څښاک وکړي یا نشه مریض ته ور کړي چې ډاکټر يې تداوي وکړي. دا د اړتیا صورت دی چې هغه پاسني دواړه شرایطو ته به پام کېږي.

بل صورت د اکراه یا مجبوریت دی، که یو څوک مجبور شي چې یا به وژل کېږې یا به اسلام ایله کوې، هغه کولای شي چې اسلام پټ کړي او ظاهرن د نامسلمانو پېرې وکړي.

درېيم د مصالحو(ګټو) او مفاسدو(زیان) ټکر دی، په دې صورت کې هم هدف وسیله توجیه کوي. لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم چې د کعبې پر ابراهیمي بنسټ ودانول د خلکو د ارتداد له امله پرېښوده؛ د خلکو له اسلامه ګرځېدل غټه فتنه وه نسبت دې ګټې ته چې کعبه دې پر ابراهیمي بنیادونو له سره جوړه شي، له دې امله رسول الله صلی الله علیه وسلم پرېښوده. کعبه اصلن هغه ده چې پر کومو بنیادونو ابراهیم علیه السلام جوړه کړې وه، اما دا یوه وسیله ده چې خلک دې یوه جهت ته لمونځ کوي څو د اتحاد فکر پکې پيدا شي، بل لور ته هدف د خدای لور ته د خلکو متوجې کول او د خدای پر پيغام د هغوی باور دی، نو د کعبې ودانول چې وسیله ده پاته شو څو هغه هدف چې د خلکو ایمان دی له لاسه ور نه کړو او د هغوی باور ته زیان ونه رسېږي.(مسلم کتاب الحج، باب نقض الکعبة وبنائها، ح: ۱۳۳۳)

یا په قران کریم کې راغلي چې د موسی علیه السلام ملګري د کښتۍ یوه دړه وایسته، دا یو شر دی، د بل په ملکیت کې د هغه له اجازې او خوښۍ پرته ناسم تصرف دی، البته دغه وړوکی شر د دې وسیله شوه چې دا ټوله کښتۍ د یوه غاصب له منګولو وژغوري، نو پروا نه لري. دلته دوه مفاسد دی، یو يې لوی دی بل يې کوچنی، که کوچنی وسیله نه شي د لوی شر د پېښېدو خطر دی، له دې امله باید کوچنی شر وشي چې د لوی مخنیوی وکړي.(الکهف: ۷۱)

یا هم رسول الله صلی الله علیه وسلم کوچی په مسجد کې بولو کولو ته ایله کړ، دا هم یو شر و، اما که يې ورته ویلي وای چې بهر ته ولاړ شه، هغه ښايي د مسجد نورې برخې هم لړلې وای، دا تر هغه اول ډېر تاواني شر و، له دې امله يې پر یوه ځای د بولو کولو لپاره ایله کړ.(مسلم، کتاب الطهارت، باب غسل البول وغیر من النجاسات اذا حصلت في المسجد… ح: ۲۸۴)

که دا اصل عمومي شي چې هر هدف وسیله توجیه کوي، نو به په شرعي احکامو ریشخند وهل پيل شي، په شرعي نصوصو کې د دغه ډول مثالونو شتون چې دلته موږ لوړ بیان کړل، باید د نورو احکامو په څنګ کې وڅېړل شي، نه دا چې له هر یوه څخه دې ځای پر ځای حکم استنباط شي. فقهي اصول د همدې لپاره رامنځته شوي دي چې د دغه ډول ناسمو برداشتونو مخنیوی وکړي او خلک د احکامو په اخیستلو کې دغو اصولو ته پام وکړي څو شرعي متن د استهزا مقام ته راکښته نه کړي.

د هدف وسیله توجیه کولو اصل ځينې وختونه همداسې عمومي کارېږي، اما دا فکر ناسم دی، که د قران او سنت په رڼا کې ورته وکتل شي، نو هدف په شرایطو او خاصو وختونو کې وسیله توجیه کوي نه په عمومي حالاتو کې له شرایطو پرته.

۲۰۲۲/۲/۱۳

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button