رومی او تبرېز

عبدالباري احمدي
دا کتاب د شفیع الله تاند زیار، ژباړه او ټولونه ده چې د رومي او تبرېز مینه، ژوند،اثار او لنډي ویناوی ته یې پکې کتنه کړې.
کتاب په ۱۳۹۹ لمرېز کال کې د مریم امرخیل په چاپزیار ،د عبدالهادی اثر په ډېزاین او کتاب کور-پښور خپرندوی لخوا ۱۰۰۰ ټوکه چاپ شوی.
مولانا جلال الدین محمد بلخي رومي د افغانستان له مخکښو ویاړلو شخصیتونه دي،د مولانا اصلي نوم محمد و،د هغه دعلمي درجي په خاطر د جلال الدین لقب ورکړل شو،دا چې مولانا د ژوند ډېره برخه په اناتولیه کې تېره کړې وه او دې وخت کې دا ښار د روم په نامه یادیده او همغلته یې له دې فانې نړۍ نه سترګې پټي کړې په همدي اساس د مولانا رومي په نامه مشهور شو.
مولانا په ۱۲۰۷ عیسوي کال په بلخ کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستي لومړنۍ زده کړې یې د هغه وخت له مشهور علمی او صوفي شخصیت حضرت شیخ بهاوالدین څخه وکړي ورسته یې خپل مرید سید برهان خپل استاد وټاکه.
د ۳۵ کلو په عمر د پلار له مړینې ورسته شام ته لاړ او د هغه ځاي له مشهور دیني عالم علامه کمال الدین څخه د علم شرف تر لاسه کړ..
رومي په صوفي او شاعري برسیره د خپل وخت یو نامتو او لوي عالم هم و،په ټولو علومو یې پوره لاسرسي درلود او د وخت لوي لوي پوهان یې شاګردان ول.
کله چې سلجوقي سلطان په اناتولیه(ترکیه)کې واکمن وه د رومي له پوهي او علم څخه خبر شو او هلته یې ور وغوښت او په زرګونه خلک یې له محمدی دین سره اشنا کړل.
د مولانا شخصیت د هدایت له نوره ډک و او په اسلامې کتابونو کې د معتبرو شخصیتونو په کتار کې راځي د مونالا زړه له الهي او نبي میني څخه ډک او له انسانیت سره یې ژوره مینه درلوده او لوړ ځاې یې پکې درلود او نن هم په مړو زړونو کې د روحاني ژوند شمه بلوي.
مولانا پاتې ژونده هلته تېر کړي او د۶۶ کالو په عمر یې له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړي او په قونیه ښار کې خاورته وسپارل شو.
د تبرېز په څیر مذوب او فقیر د مولانا رومی په ژوند کې راتلل ته وا د دیوان شمس ترېزی او مثنوی معنوي د پنځولو یو خدایې اظهار و،که هغه نه وای،نو مولانا خو به هر څه وه،
قران په سینه کې ځایوونکی حافظ،په فقه او حدیث،شریعت او طریقت کې د کمال درجه لرونکې،او استاد دا چې په هر قدم کې ترې د پوهي او حکمت ملغلرې په لاره تویدې.خو شاعرۍ آن په ذهین کې هم نه وه.
کله چې شمس تبرېزی الله ته دعا وکړه چې اي عالم پروردګاره!
ماته دې د ولیتوب چوکۍ راکړ اوس تا رالورولی علم یوه داسي انسان ته ورکول غواړم چې تاته خوښ او غوره وي.
د شمس تبرېزي دا دعا الله پاک ومنله او غیب اواز راغې چې داسي شخصیت ستا په ښار کې نه په قونیه کې دی هلته پسې لاړ شې.
په همدی ډول مولانا ته هم پخوا په خوب کې زیري شوي وه چې یو څوک ورته وایي:تا په دینې او دنیاوی علومو کې کمال تر لاس کړ،ژوند دې د ستایني وړ دی،خو په معرفت او طریقت له علم سره نا اشنا یې ستا د روحاني روزني لپاره به یو سړي ستا خواته راشي چې په معرفت کې به د کمال تر درجي رسیدلي وي ،نوم یې شمس تبرېزی دی.
د رومي له فریدالدین عطار سره سر سرې لیدنه او د هغه اسرار نامه یې دننه جذبه را پورته کړي وه،خو د تدریس په بوختیدو سره یې خوب هېر شو خو کله چې هغه تاریخي لیدنه وشوه ورسته دا خوب ور یاد شو، هغه وخت یو شتمن علم لرونکي انسان له شاهانه شان او عظمت سره په یوه زړه وړنکی ماحول کې په تدریس کې غرق تللی وه،چې یو فقیر یې څنګ ته راغي،کتابونه یې لمس کړل ویې پوښت-تاته د داسي خړ پړ انسان راتلل خوښ نشول؛؟
داڅه دی؟
رومې ورته وویل:
چیزیست که تو نمی دانی”
او ترې پورته شو دننه لاړ.
فقیر یې کتابونه واخیستل د اوبو ډنډ ته واچول،رومي چې راغې کتابو نشته، نو ډېر خفه شو.
فقیر کتابونه له خپل لاس نه راویستل په میز یې ورته کیښودل مولانا چې وچ کتابونه ولیدل حېران پاته شو.
فقیر په همغه لجه ورته وویل:
چیز یست که تو نه می دانی.
مولانا ته خپل خوب ور یاد شو پوښتنه یې وکړه تاسو شمس تبرېزی یاست شمس د هو په بڼه سر ورته وخوزول.
دا همغه پیښه وه چې تر دې دمه حالات یې وتړل او یو نوی پیل شروع شو دا شمس وه چې مولانا یې د خبرو امپراتور جوړ کړ.
دا هم یوه خدایی منشا وه چې دوي یې د دنیا له خوندونون راویستل او عجز او فقر یې پکې پیدا کړ او د دوی هستۍ یې په معنویاتو عاجزۍ اوفقرۍ واړولې.
رومي له تبرېزی څخه دومره اغیزمن شو چې خپل کورته یې بوت،شپه او ورځ ورسره په قربت او صحبت کې بوخت شو.
دواړه به په علمی او روحاني خبرو کې دومره ورک شول چې نه به خوړو ته پام وه او نه هم خوب ته.
رومې مخکې د شمس تبرېزی له راتګه ښه خوشاله کورنۍ درلوده دده په راتګ سره یې کورنۍ شاګردان له پامه وغورځول
شمس چې پدې حالت پوه شوه یو دم ورک شو.
د رومي میرمن او ماشومان ډېر خوشاله شو چې ښه ده رقیب یې ولاړ خو کله چې یې د مولانا حالت ولیدل چې ورځ تر بلي بتریده شپه او ورځ به غمګینه وه هغوي هم پریشانه شول.
رومي خپل مشر زوي سلطان ولد ته وویل چې شمس ولټوه بېرته یې راوله.
سلطان ټول ښار ولټوه خو شمس یې پیدا نکړ اخېر یې خبر تر لاسه کړ چې سمش له ترکیه شام ته تللي شام ته پسي ورغي عذر زارۍ او منتونه یې ورته وکړل او بېرته ورسره راغي.
د شمس او مولانا خبری بیا پیل شول حالات لا پسی بتر شول شمس یو ځل بیا د تلو اراده وکړه خو مولانا اجازه ورنکړه او خپله کمیا لور یې شمس ته ورکړه له دې واده سره حالات لا خراب شول علاو الدین له کیمیا سره مینه درلوده او شمس سره یې کینه واخیسته.
څومره چې به تبرېری او مولانا سره نږدي کیده هغومره یې کورنۍ ورڅخه لرې کیده بالاخره ژوند یې بیخې ترینکلي شو تبرېزی او مولانا کورنۍ اړیکي په سمه توګه ونشوه پاللي دواړه په خدای عشق کې غرق تللي وه.
تبرېرس یوه ورځ د شا له ور ووت او هیڅکله بیا رانغي، ځینی څیړونکې وایې چې علاو الدین د حسد اور په اخیستو سره شمس وواژه.
له دې ورسته مولانا د لیونو په څېر کوڅه په کوڅه وګرځیده اخیر یې هیله پیدا نشوه ځان سره یې وویل، چې شمس مړ نده زړه کې یې ژوندی دی له دي ورسته یې شاعري پیل کړه.
او خپل لومړنۍ دیوان نوم یې شمس تبرېزی کیښود او په زرګونه شعرونه یې ولیکل.
د الهی عشق په لړ کې د ملامت پړوا نه ده پکار.
که ټولي لاری درته تړلي تر سترګو شي،نو هغه رب به درته داسې پټه لار وشېي چې په اړه به یې هیڅوک نه پوهېږي.
مولانا:
زړه یوه هینداره ده که له بدیو پاکه وه،نو خداي هم پکې تر سترګو کېږي.
مولانا:
د پرمختګ څوک ته په رسېدا هسې نه انسان ځان خدای وګڼي،ځکه خو خدای زوال يیدا کړی دی.
مولانا:
په ژوند کې لږ تر لږ یو ملګری درلودل اړین دي چې ته ورته ټول هغه څه وویلي شې چې دنیا ته یې نه شې ویلی او هغه فکر ولري،هوښیار وي.
مولانا:
چاته چې د هغه له کچې ډېره مینه،درناوی او اهمیت ورکوي،نو په برخه به دې یوازې ذلت در رسېږي.
مولانا:
درناوي یې وکه،عزت ورکړه خو دومره نه جې ستا عزت هیڅ پاتې نه شي.
مولانا:
د نفسی خواهشاتو جنون،د لږ وخت لپاره وي،خو جبران یې تر مودو پوري وی.
مولانا:
زړه چې په کومه خبره ضد کوي،خدای یې په هماغه خبره ازمایې.
مولانا:
په ادب کې نېکۍ شته،خو بې ادبه شخص نېکۍ نه شي ترلاسه کولي.
مولانا:
دعوت سره تجزیه او. نصحیت سره نیوکه د پیغمبر طریقه ده.
مولانا:
پای….

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button