راځئ! په مشترکاتو سره راټول شو

ليکنه؛ عبدالوحيد وحيد

ليکنه؛ عبدالوحيد وحيد

د ځان غوښتنې او د واک غوښتنې حرص څو لسيزې وخت را باندي واړاوه، د نورو د سلبولو او ځان د هر امتياز لپاره د اهل ګڼلو په شومې پديدې مو خپلواکي او ملي وقار بايلودل. ډير مو په يو او بل نوم باندې سره ووژل، د خپلو ميندو غيږې مو تشې کړې، د خپلو خويندو د اوربل ګلان مو ورژول. ډېر مو له هيواد څخه وشړل، ډېر مو ځانونو ته سپېڅلي عنوانونه ورکړل او مخالف لورئ مو په چټلو نومونو ياد کړل، خپل هېوادوال مو پرديو خيراتونو ته کينول، خو هيڅ مو ترې جوړ نکړل. د حيرت خبره ده چې په تيرو څه دپاسه څلورو لسیزو کې مو هيڅ ډول نظام جوړ نکړاى شو.

د دغې پاکې خاورې ښکلا مو د باروتو په لمبو پيکه کړه. د دغه ستر ملت غرور مو مات کړ، ددغه ستر ولس وياړونه مو د دښمنانو په پښو کې ليلام کړ او د دغه هېواد بچيان مو د پرديو په دروازو کې د سوالګرو په شان ودرول. خپل وروڼه مو د خپلې مورکئ له ګرمې غيږې څخه د پرديو خاورې ته د پناه لپاره اړ ايستل.

له خپلې خاورې سره مو د ژمنتیا کچه دومره ټکنۍ ده چې که احياناً بل څوک يې غيږې ته سوکالي راوړي، ښکلا ورکړي او يا هم موږ خپلې خاورې ته په راتلو د امتیازاتو مالکان ګرزو، نو بيا ورته له خورا ګرمو شعارونو او ترانو سره راځو. که په پردئ خاوره مو ساه وزي، نو د تابوت راوړلو لپاره هم د وصيت کولو لپاره تيارى نيسو.

موږ که هرڅومره ووايو چې د ختيځو او لويديځو يرغلګرو د ککريو ماتونکي يو، خو داهم واقعيت دى چې موږ له نړۍ سره د سيالي په منډه کې ناکام شوي يو، موږ د پرمختګونو په سفر کې ډير وروسته پاتې شوي يو. موږ د ساينس او تخنيک په برخه کې لاس ته راوړنې نلرو، موږ له پوهې او رڼاګانو څخه نفرت کوو. زموږ پوهنتونو ته قلفونه پراته دي. موږ لاهم پريکړه نه ده کړې چې د نجونو لپاره ښونځي ته تلل روا او که ناروا دى، زموږ په آند ماتو شويو هيوادونو ته عذر کوو چې موږ وپيژني. موږ دښمن ته د خيرات لپاره کچکول نيولى دى، نو موږ به څنګه له نړيوالو سره د پرمختګونو په منډه کې برخه واخلو؟

مشترکات؛

پياوړى ځواک هغه مهال جوړيږي کله چې واړه واړه تيت او پاشلي قوتونه په يوه ملي اجندا سره راټول شي. دا هغه شهامت دى چې موږ يې متأسفانه نلرو. موږ ټول افغانان يو مطلق اکثریت مسلمانان د جغرافيې د دغې ټوټې چې افغانستان نوميږي وګړي يو او په دغه خاوره د يو بل ترڅنګ ژوند کوو. که دغه هېواد جوړول او د دغه ستر ملت د وياړونو شمله هسکه غواړو نو اړتیا نشته چې د پښتون تاجک هزاره ازبک، ځوان، زوړ، نر او ښځې په نوم ځانونه سره وويشو. که مو وکړاى شو افغان ته وياړ واخلو، نو ټول ګټونکي يو خو که مو د قوم، سمت، ژبې او جنس په نوم امتیاز وغوښت، نو ستونځه جوړه شوه، د غلطيو تسلسل ته مو لاره پرانسته، غبرګونونه مو را وپارول او تعصب ته مو هوا ورکړه.

راځئ هغه سوژې کارول پريږدو چې د افغان ملت ترمنځ د بيلتون، پاشلتيا او مقابل اړخ د غبرګون لامل ګرزي. د هاغه ګوند او دغه ګوند پرځاى د عامو افغانانو د حقونو لپاره مبارزې ته ملا وتړو، د ښځو او سړيو، ځوانانو او زړو د حقونو لپاره د نومونو له يادولو پرته د زده کړو، کار، عزت او وقار غوښتنې هوډ وکړو. د طالب، مجاهد، قوم، ژبې، ولایت او سمت ته د امتیازاتو غوښتلو پر ځاى افغان ته په درنه سترګه وګورو د حقونو لپاره يې په مبارزه لاس پورې کړو. که مو دغه تګلاره خپله کړاى شوه، نو ټول به ګټونکي او سپيڅلي يو، خو که سره وويشل شو، نو متاسفانه لکه د اوس په شان ټول به بايلونکي يو.

موږ نور هغو چټياتو ته وخت نه لرو چې يو بل و رټو، له يو بل څخه د انتقام اخيستلو خبره وکړو، يو اړخ ځان اصيل او بل لورئ غلام وګڼو، ځانونه راته د خپلواکي اتلان او پريښتې ښکاري او مخالفین د فاسدانو، پرديو غلامانو او مزدورانو خطاب وکړو. يوه ډله ځانونو ته سپيڅلي القاب وکاروو او نور راته ټول جنايتکاران ښکاره شي، واک خپل ميراثي حق او دغه دروند هيواد د ځان شخصي ملکيت وګڼو.

د شرم خبره ده چې پرون مو يوې ډلې د واک لپاره د جګړو او فساد له امله د ملي غرور سرونه ښکته کړي وو او نن بله ډله له ملت او نړيوالو سره په خپلو ژمنو باندي دعمل نه کولو له امله په څلور لاره کې حيران ولاړ دي. نه مخته د لارې ايستلو وړتیا لري او نه هم شاته د تلو امکانات شته.

د ماضي څيړل زموږ ترمنځ په مناقشه نه ارزي. ماضي مو دومره کنډوونه او موړونه لري چې په بشپړه توګه ارزول يې کلونه وخت غواړي، خو موږ په داسې وضعیت کې قرار نلرو چې ماضي تربحث لاندې ونیسو. موږ مجبور يو مخته وګورو. د راتلونکي غم وکړو او د مصيبتونو له ګرداب څخه د هيواد د نجات لپاره ملاوتړو.

هيواد مو وران شو، مرستو راټولولو ته مجبور شو، د يتيمانو کونډو معيوبينو او معلولينو لښکرې مو د اوږو بار شوې، پولې مو ونړيدې، اوردو مو دړې وړې شوه، بنسټونه مو نسکور شول، اقتصاد مو له منځه لاړ او زموږ د جګړو ګټه چا ته ورسيده؟

موږ که په تيرو پسې وګرزوي، نو اصلي موخې ترلاسه کول راڅخه پاتې کېږي. موږ د مشترکاتو لټون او د همدغه اصل پربنسټ مخکې تلو ته اړتیا لرو. موږ ملي يووالي ته اړ يو موږ د يو بل منلو زغملو درنښت او عزت کولو ته ضرورت لرو. موږ که دومره ومنو چې موږ ټول سپيڅلي نه يو او مخالف اړخ ټول چټل نه دى، هر يوه په ماضي کې غلطيانې کړي دي او د راتلونکي لپاره يې د توجیه کولو پرځاى د نه تکرارولو ژمنه وکړو، بس خبره جوړه ده.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button