د ښاغلي صدیق کاوون توفاني شعر چې د ځوانیمرګ شاعر اسحاق ننګیال په ویر کې یې کښلی وُ

 

 

درنو دوستانو د ښاغلي صدیق کاوون توفاني له انساني او اخلاقي احساس څخه ډک شعر چې د ځوانیمرګ شاعر اسحاق ننګیال په ویر کې یې کښلی وُ تاسو د ادب او شعر مینه والو ته یې ډالۍ کوم.
ښاغلی صدیق کاوون توفاني زموږ دهیواد په ادبي، فرهنګي اوسیاسي ډګر کې یوپیاوړې، وتلې او پیژندل شوې شاعر، ادبي، فرهنګي او سیاسي شخصیت دی . دی د پښتو او دري ژبو دهغونوښتګرو،مخکښواونامتو لیکوالو او شاعرانو څخه دی، چې د ده په آثارو او شعرونو کې ډیر لوړ علمي مفاهیم، انساني ، ټولنیز ، ملي او ادبي تصورات اوافکار په ډیره خوږه ،سلیسه، ساده او روانه ژبه بیان شوي دي . د ده په شعرونو کې هنري ښکلا، خیالونه، سمبولونه، تصویرونه او انځورونه ، تشبیهات ، کنایات، پاک او سپیڅلي احساسات، جذبات اوعواطف په ډیر رنګین اوظریفانه شکل ترسیم شوي دي.
ښاغلی ( شیر غورځنګ ) زموږ دهیواد د کلتور، ادب او هنر په رنګینه نړۍ کې هغه تکړه، مینه ناک، فرهنګپال، خوږ ژبې او با احساسه ویاند او دیکلماتور دی، چې د خپلې همیشنې ادبي مینې په درلودلو سره یې د پښتو ادب غوړیدلی او رنګین ډګر په وطني، انساني او اخلاقي احساساتو تازه او ښیرازه ساتلی دی.
ګرانو د ادب مینانو دوستانو ما د ښاغلي غورځنګ په خوندور اواز کې د بیلابیلو نامتو شاعرانو د شعرونو دیکلمې همیشه ستاسو درنه حضور ته ډالۍ کړې دي. په دې کې شک نه شته چې د ده په خوږ او با احساسه اواز کې د دیکلمو اوریدل او لیدل د هر با احساسه انسان په زړه، ذهني او رواني حالاتو کې مینه، محبت، ولولې، معنوي کیفیت، تصور او خیال راپاروي.
ښاغلي شیرغورځنګ دا ځل د ښاغلي صدیق کاوون توفاني یو خوندور او په زړه پوری شعر په خپل خوږ آوازکې دیکلمه کړې دی او ما دا دیکلمه شوی شعر د کلیپ په بڼه ترتیب کړې دی، تاسو قدرمنو مینه والو ته یې ډالۍ کوم.
هیله من یم چې تاسودرنو د ادب مینه وال دوستان دا خوندوره دکلمه واورئ او خپله ادبي تنده پرې ماته کړئ.
په ډیر درنښت او ادبي مینه: انجنیرعبدالقادرمسعود

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button