د پاکستان او اسرائیلو پټه ملګرتیا په افشا کیدو ده

د پاکستان او اسرائیلو پټه ملګرتیا په افشا کیدو ده

عبدالمنان توحیدیار

پاکستان چې زرګونه دیني مدرسې لري او له دې مدرسو د سخت دریځۍ لپاره ګټه پورته کوي، علماء یې داسې روزلي چې د پاکستان د ګټو پروړاندې به یوه خبره هم نه کوي خو نورو هېوادونو کې به د جهاد او جګړې لپاره خلک هڅوي او روزي.

که د پاکستان مدرسو ته اوسني وضعیت کې یوه لنډه کتنه وشي، مالومه به شي، چې دې مدرسو کې دیني زده کړې نه بلکې د سخت دریځۍ روزنه ورکول کیږي او کمکي ځوانان پکې د جګړې لپاره تمریناتو ته چمتو کوي.

له دې ټولو سره یو ځای پاکستان په خپله خاوره، لاهور او اسلام اباد کې ښکاره فاحشه خانې لري او له دې فاحشه خانو څخه ټکس یا مالیه هم اخلي، خو دیني علماء یې په دې موضوع باندې چوپه خوله.

د پاکستان استخبارات د افغانستان په تړاو جعلي عکسونه فوټوشاپ کوي، ویډیوګانې جوړوي او بیا یې مدرسو کې طالب زده کوونکو ته ښيي او د جهاد په تړاو د هغوی جذبه راپاروي.

خو پاکستان کې چې دا هر څه ښکاره کیږي، هیڅ طالب او دیني عالم ته اجازه نشته چې د پاکستان د فحشاوو په تړاو یوه خبره هم وکړي.

دغه راز پاکستان د اسلامي ښودلو لپاره د اسرایلي پوځ ظلم غندي، هغه ظلم چې پر فلسطینیانو باندې یې اسرایل کوي، خو په پټه بیا شاوخوا ۶۰۰ پنجابۍ پيغلې د اسرایلو په پوځ کې دندې لري.

دغه راز د پاکستان ریاست د اسرایلو سره نږدې اړیکې لري او نظامي برخو کې پر یو بل باندې تکیه دي او ډير حساب پر یو بل باندې کوي.

د اسرایلو په پوځ کې د پاکستاني پيغلو له حضور او دندو څخه د پاکستان زیات شمېر خلک خبر دي، خو غږ نه شي پورته کولی، ځکه بیا یې استخبارات نادرکه کوي او یا یې له منځه وړي.

تازه د پاکستان په چمن کې د جمعیت علماء اسلام ګوند غړو لاریون کړی چې چاودنه پکې شوې او زیات شمېر کسان پکې وژل شوي او ټپيان دي.

دوی دا لاریون د اسرایلو پر ضد او د فلسطین په ملاتړ کړی دی، خو د پاکستان ریاست پرضد باندې لاریون نه کوي چې د اسرایلو له پوځ سره مالي او ځآني همکاري لري.

پاکستان اسلام د نورو هېوادونو پرضد کاروي، خپل هېواد یې بیا خپلو خلکو ته اسلامي معرفي کړی دی او مدینه ریاست هم ورته وایي.

خلک باید د پآکستان له منافقت خبر شي، په ځانګړي ډول هغه افغانان چې د پاکستان مدرسو کې د استخباراتي ملایانو په فریب باندې دوکه کیږي او خپل وطن ورانولو لپاره وسله پورته کوي او دخپلو خلکو وینې توی کوي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button