ځنګه د اعتدال لاره خپله کړو؟

مینه احمد

ژباړه حمیدالله حمیدي

ډیر کله له ځانه سره فکر کوم، چې ولې ډیری انسانان پرته له دې، چې د یوه کار وړتیا ولري ځان ډیر لوړ ورته ښکاري او یا برعکس ډېر داسې کسان شته، چې له پوره وړتیا برخمن وي، خو بیا هم له ځانه لويي نه ښایي او په ډېرې خاکسرۍ سره په ټولنه کې ژوند کوي.

کله، چې خپلې شا او خواته ښه په ځیر سره وګورئ وبه وینئ، شته داسې خلک، چې په ریښتیا سره له پوره وړتیا او ښو اخلاقو برخمن وي، خو بیا هم ځانه لویي نه ښکاره کوي، نه یوازې دا چې ځان ورته لوی نه ښکاري بلکې برعکس ځان وړکی او د دې ټولو ښېګڼو لایق هم نه بولي.

په ټوله کې یې که ژوند ته پام وکړئ، خپل واجبات، مسؤولیتونه او دندې په ښه ډول تر سره کوي، د خلکو حقونه تر پښو لاندې نه کوي او څومره یې، چې په وس پوره وي له خلکو نه خپله مرسته نه درېغوي، چې په اصل کې دا ډله کسان «بریالي کسان دي.»

خو ډیری وخت دغه ډله کسان، ځان د بښنې وړ نه بولي، چې همدا کړنه یې بیا د دې لامل ګرځي، چې له پرمختګه وروسته پاتې کېږي.

داسې کسان به هم وګورئ، چې څه یې په توان پوره نه وي، خو ځان ورته ډیر لوی ښکاري. مانا دا چې څه یې په وس او مغز کې دي له هغه پورته عمل کوي. خپل مسؤلیتونه په سم ډول نه تر سره کوي، بلکې ډېره کله د خلکو حقونه تر پښو لاندې کوي او د آزار سبب یې ګرځي.

په ټوله کې ویلای شو، چې ځینې یې افراط او ځینې بیا په خپل ژوند کې د ځان په اړه تفریط کوي، چې دغه څه نن سبا ډیر تر سترګو کېږي او دواړه یې د انسان د بربادۍ سبب ګرځي.

څنګه کولای شو ځان اعتدال ته ورسوو؟

د دې لپاره، چې ځان درنه ورک نه شي او یا هم ځان په ټولنه کې ټیټ کسان ونه بولئ د اعتدال لپاره باید در سره دوه کارتونه وساتئ.

خدای پاک په دې مبارک ایت کې فرمایي:« خَلَقَ الْإِنسَانَ مِنْ عَلَقٍ ﴿2﴾: موږ انسان له علق یعنې ټینګې وینې خلق کړ.» دې ایت شریف ته په کتو سره په لومړي کارت کې ولیکئ، چې زه له یوې ټوټې وینې څخه خلق شوی یم، مانا دا چې له ځانه باید لویي ونه ښایم او ځان را نه ورک نه شي، کارت په خپل جېب کې در سره وساتئ.

د بقرې سورت په دېرشم ایت شریف کې خدای پاک (ج) فرمایي « وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلاَئِكَةِ إِنِّي جَاعِلٌ فِي الأَرْضِ خَلِيفَةً: زه په ځمکه کې خپل خلیفه ټاکم.» په دویم کارت کې ولیکئ زه پر ځمکه د خدای پاک خلیفه یم او کارت په خپل جېب کې در سره وساتئ.

هر کله مو ، چې په ذهن کې احساس وکړ، چې زه خپل ځان نه شم بښلای، زه د د هېڅ کار توان نه لرم، زه کمزوری یم، نو دویم کارت وګورئ او په دې اړه فکر وکړئ، چې زه د ځمکې پر سر د خدای پاک خلیفه یم، د ځمکې پر سر، چې څه درته ښکاري دا ټول خدای پاک د انسان د هوساینې لپاره پیدا کړي، تر څو ګټه ترې واخلي، نو بیا ولې ځان وړکی درته ښکاري. خو که کله، پوهېدئ، چې نور له ډېره غروره درنه ځان ورکېږي لومړي کارت ته مراجعه وکړئ، چې په کې لیکل شوي« موږ انسان له کلکې وینې پیدا کړي یو»

نور ښکاره کړئ
Back to top button