فاتحان او مغلوبان

ډاکتر مبارک علي

ژباړن: اسدالله غضنفر

توره وهونکو او فاتحانو په مورخانو کوډې کړې دي او د دوی په کتابونو کې یې دومره ډیر ځای موندلی دی لکه د تاریخ اصلي لوبغاړي چې بس همدا جګړه مار او د تورې څښتنان وي. فاتحانو ته د اتلانو په سترګه کتل شوي دي. د اتلانو په توګه د فاتحانو مدحې، ستاینې او لمانځنې کیږي خو عالمان، مفکران، ساینسپوهان او مصلحان څنډې ته پورې وهل شوي دي؟ داسې ولې ده؟

ټولنه هغو کسانو ته ډیر اهمیت ورکوي چې سیاسي واک او مادي امکانات ورسره وي او په همدوی باندې د لویو انسانانو ګومان کیږي.

مورخانو د قدرت د خاوندانو بریاوې لیکلې، شاعرانو د زورورو مدحې ویلې او ساینسپوهانو او صنعت کارانو ورته یا وسلې اختراع کړې یا یې د راحت لپاره وسایل ورته جوړ کړي دي. دغو نورو د زورورو د مادي امکاناتو په بدل کې خپل استعداد د هغوی خدمت ته ګمارلی دی. د خندا خبره خو دا ده چې هغه کسان چې په پردیو هیوادونو یې حملې کړې او لاندې کړې یې دي، چې ښځې او ماشومان یې اسیران کړي دي، چې ښارونو ته یې اور اچولی او تالان یې کړی دی، او چې قتل عامونه یې کړې دي، د خپلې زړه ورتیا، جنګي تاکتیکونو او ستراتیژۍ په خاطر ستایل شوي دي او د ملي اتلانو مقام یې ګټلی دی.

په اوسنۍ زمانه کې که څه هم د قدرت مفهوم بدل شوی او تاریخ نور د مطلق قدرت تر کنټرول لاندې نه دی، خو مورخان لا تر اوسه پورې فاتحانو او مهاجمانو ته د ستر، لوی او اعظم لقبونه استعمالوي.

په تیرو زمانو کې چې به فاتحان له ګڼو اسیرانو او لوټ کړي ثروت سره راستانه شول، خپلو رعایاوو یې د اتلانو په توګه هرکلی کاوه او ستایل به یې. په لرغوني روم کې چې به جنرالان له فتوحاتو راستانه شول، خلک به یې قدرونې او تماشې ته کتار ولاړ وو. هیچا په دې باره کې فکر قدرې هم نه کاوه چې د مغلوبانو او ماتو شویو خلکو حال به څه وي. تاریخ د زورورو ملګرتیا کړې ده ،نه د کمزورو.

دغه فاتحان په حقیقت کې حریص او جاه طلبه قاتلان او جنایتکاران وو چې د لا زیات قدرت او ثروت د لرلو لپاره یې په پردیو وطنونو یرغلونه کول. د سکندر او کوروش کارنامې له ظلم، نخوت، کبر، بې رحمۍ او اخلاقي زواله پرته د هغوی د شخصیت کوم بل کمال نه راښيي. خو د یونانیانو او لویدیځو ملتونو په نظر، مقدوني سکندر، لوی او اعظم دی، ځکه ده په ختیځ کې فارس لاندې کړ او د یوناني تمدن د لاسبرۍ بنیاد یې کیښود. د سکندر د یو پرتمین تصویر د وړاندې کولو لپاره فلمونه جوړ شوي او ناولونه لیکل شوي دي. ده ته د لویدیځ تمدن د لاسبرۍ د سرغندوی او د لویدیځ د تاریخ د یو اعلی مثال په سترګه کتل کیږي.

دغه راز، ایرانیانو کوروش د تاریخ له پاڼو راوایست او خپل اتل یې وباله. محمد رضا پهلوي د هغه په یاد لوی جشن جوړ کړ. په عراق کې د میسوپوتامیا (بین النهرین) د تمدن په اړه له پلټنو وروسته، حامورابي او نبوکد نذر (بخت النصر) د واکمنو طبقو په اعلی مثالونو بدل شول. د منګولیا خلک چنګیز خان ته د اتل په سترګه ګوري. ترکانو ته د قسطنطنیې نیونکی محمد فاتح او سلیمان لوی اتلان ښکاري. اروپایي ملتونه چارلز مارتل، شارلمان، او شیردل ریچارد چې د صلاح الدین ایوبي په خلاف جنګیده، ستایي او درناوی یې کوي.

د هند براعظمګي د مسلمانانو لپاره محمد بن قاسم، محمود غزنوي او شهاب الدین غوري چې هندوان یې مات کړي وو، اتلان دي. خو د البیروني په څیر پوهان او مفکران چې د پوهې او معرفت خدمت یې کړی دی، له پامه غورځول شوي دي، حال دا چې د محمود غزنوي امپراطوري د تاریخ په دوړو کې ورکه شوه، مګر د البیروني اثار پاتې شول او کلاسیک مقام یې تر لاسه کړ.

شاعر، سیاستوال او مقنن، سولون د لرغوني یونان په اوو ګونو حکیمانو کې حساب دی. دغه سړي په اتن کې د دموکراسی بنیاد کیښود. د دلفي هاتف سقراط تر ګردو عاقل انسان وباله. لرغونو یونانیانو به خپل فیلسوفان او مصلحان قدرول او یادول خو له پریکلس څخه پرته خپل نور سیاستوال یې له پامه غورځولي وو. د قدرت په اړه زموږ تصور له پوهې او معرفت سره نه بلکې له سیاست سره تړاو لري. موږ مفکران، فیلسوفان او د هغوی اثار، او مخترعان چې دنیا یې بدله کړې ده، هیر کړي دي .

ان تر ننه پورې رسنۍ سیاستوالو ته د پوهانو په نسبت ډیر اهمیت ورکوي. اوس هغه وخت رارسیدلی دی چې خپل طرز فکر بدل کړو، د تیرو زمانو یا اوسنۍ زمانۍ فاتحان جنایت کاران او مجرمان وبولو او د هغو په ځای ساینسپوهانو، مفکرانو او مصلحانو ته چې دنیا په مثبت ډول بدلوي، د قدر په سترګه وګورو.

نور ښکاره کړئ
Back to top button