د هلمند فرهنګي وضعيت (لومړۍ برخه)

د هلمند فرهنګي وضعيت (لومړۍ برخه) / څېړونکی: پوهنيار نور احمد اېمل

د هلمند ولايت لنډه پېژندنه

هلمند د افغانستان په سوېل لوېديځ کې يو له  هغو ولايتونو څخه دى، چي د هېواد لسمه برخه جوړوي، طول البلد يې ٦٠ درجې ٦١ دقيقې او عرض البلد يې ٢٩ درجې ٣٠ دقيقې دى.
هلمند ٦١٨٢٩ کيلومتره مربع مساحت لري ، ختيځ ته يې کندهار، شمال ته يې روزګان،دايکنډي، ،غور، لوېديځ ته يې فراه او نيمروز ولايتونه دي او سوېل ته يې د١٦٢ کيلومتره په سرحد لرلو سره د ډيورنډ کرښه ده. (( هلمند مجله ـ ۲۲ ـ ۲۳ ـ ۲۴  مخونه)

شمالي برخي ته يې غرونه حلقه سوي او سوېل ته يې ريګستاني سيمې دي، هوا او اقليم يې په ژمي كي معتدل او په دوبي كې ګرم دى ، مركز يې لښكرګاه ښار دى او له پلازمېني كابل څخه ۶۷۱ كيلومتره واټن لري.
د يوې غير رسمي سروې له مخي، هلمند دا مهال يو نيم ميليونه نفوس لري.
هلمند د اداري وېش له مخې، د مرکز لښکرګاه په ګډون ١٤ اداري واحدونه لري ، چې نادعلي، مارجې، ګرمسېر، خانشين، ديشو، ناوه
، ګرشک ،سنګين، کجکی ،موسى کلا،باغران،نوزاد او واشېر ولسوالۍ  پکې شاملې دي.
د کابل – هرات لويه لاره له هلمند ولايت څخه تېريږي، دغه راز په لښکرګاه کي ملکي هوايي ډګر هم موقعيت لري .(۱۶ـ ۲۲مخ)

کلتور
هلمند که څه هم له پخوا زمانو راهيسې د فرهنګ ، تمدن او تاريخي ميراثونو مرکز
 و، خو په دې وروستيو کي يې منظمې فرهنګي چاري دبست فرهنګي ټولنې په جوړېدو سره په ١٣٨٤ لمريز کال کي پيل کړې ، تر هغه وروسته دهلمند ادبي ټولنه،پير  روښان ټولنه،سنګ روخام ټولنه، محمود طرزي ټولنه، هاشم سرواني ټولنه، په  نادعلي ولسوالۍ کي د نادعلي په نوم ټولنه، په ګرشک کې دشملې ادبي ټولنه ، دغه راز  په ګرشک کي دسراج په نوم ټولنه، چي دا مهال د ادبي بهير ترڅنګ په لسګونو نوري ټولنې فعاليت کوي ، چي تردې مهاله شاو خوا ١٢ سوه شاعران او ليکوالان پکې وخت ناوخته  ادبي بانډارونه جوړوي.
د هلمند څپانده سيند په نوم کلنۍ مشاعره هرکال په غويي مياشت کي جوړيږي، چي د هېواد د بېلابېلو ولايتونو شاعران يې ګډونوال وي.(۱۶ – ۲۲مخ)
د هلمند د اطلاعاتو اوکلتور
 رياست تر دې مهاله نه دى توانيدلى، چي موزيم جوړ کړي .

تاريخي ابدې
هلمند ولايت شا وخوا پنځوس تاريخي ميراثونه لري لکه بست کلا،سلطان محمود قصر،
ارګ ماڼۍ، تنور کلا،مسجد،اتو کلا،سفار کلا، بولان کلا، مخترکلا، دپيرسوز کلا ،د بشران د خواجه بيدار کلا ،شهزاده بابا کلا ،د سپوږمۍ کلا،دخواجه علي کلا، دخواجه غيب کلا، دامير بلند بابا کلا، ددروېشانو کلاوې ،دشملان کلا، د ګرشک کلا، دکلايې سبز کلا، کلاى نو،خانشين کلا،ديشو کلا،جلج کلا،اتو کلا . داور کلا ،موسى کلا، فتح خان کلا،کرم خان کلا، ،شاحسين زيارت،ساروان کلا، دلويې ادې کلا،نوزاد سره کلا، دنوزاد مروت کلا، دباغران حرم کلا ګاني، بغني کلا ،برنګ غونډۍ، اسد سوري زيارت، نادعلي کلا،سرخودوز کلا، مومن کلا،پنجاو کلا، بيوبي جاني کلا، شاه اسماعيل اغا کلا، او داسي نوري چي د ټولو شمېره يې تر پنځوس اوړي ، چې ډيرى يې اوس مهال دنه پاملرنې له امله د له منځه تلو په حال کي دي.
د هېواد نورو ولايتونو په څېر د
هلمند د خلکو هم ملي نڅا ډول ته اټن دى ، چې ځوانان يې د خوشحاليو په پروګرامو کې کوي.(۱۶ – ۲۳مخ)
رسنۍ
په هلمند کي لومړى په ګرشک ولسوالۍ کي د نيمروز په نوم يوه اونيزه د لږ وخت لپاره چاپ سوې،خو تر هغه وروسته په ١٣٣٣ لمريز کال کي دهلمند جريدې په نوم اونيزي په فعاليت پيل وکړ ، چي تر دې مهاله له چاپه راوځي.
د هلمند دولتي راډيو په ١٣٦٢ لمريز کال کي تاسيس سوه او دهلمند تلوېزيون بيا په ١٣٦٥ کال کي په خپرونو پيل وکړ ، دسباون خپلواکي راډيو په ٢٠٠٣ ميلادي کال ک
ي په خپرونو پيل کړى ، چي دا مهال په هلمندکي پر دولتي او سباوون سربېره ، بست ، سمون،  مسکا، ږغ،  تعلیم السلام سيمه يزه،لښکرګاه راډيوګاني پر ايف،ايم څپو خپروني لري او د دولتي تلوېزيون ترڅنګ دسباوون په نوم يو ازاد تلوېزويون هم له نږدې يوه کال راهيسې خپرونې لري.
دغه را ز په هلمندک
ي دبګړۍ مجلې تر څنګ ، چي په لومړي ځل په ١٣٨٤ لمريز کال کي چاپ سوه ، ورپسې ،شمله ،پويا،لښکرګاه،سفار،نن، د روغتيا پلوشې ازادۍ مجلي دي او ترڅنګ يې د هلمند دولتي مجله او دامنيه قوماندانۍ مجله ده، چي يواځي پويا،لښکرګاه،بست پوهنتون او د ولايت مجلې پر وخت چاپيږي، پاتې نور  يې تر  يو، يا دوه ځله چاپ وروسته له چاپ څخه پاتې سوې دي.
د سيستان ،بست،
هلمند، هېله،پايله، دځوانانو، سجستان،کجکي، ښاروالۍ اوونيزه،مياشتنۍ او مهالنۍ جريدې دي، چي يوازي يوه يا دوه ځله چاپ سوي دي .
په هلمندک
ي ملي تلوېزيون، سباوون،باختر، خاور، اريانا،شمشاد، لمر، طلوع،يک تلوېزيونونه خپرونې هم بروډکاسټ کوي.
ازادۍ راډيو، بي بي سي، ستا، ارمان اراکوزيا ،اريانا،شمشاد او ملي راډيوګانې په اېف اېم څپو کي خپروني کوي.(۱۶ – ۲۳مخ)

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button