د ميرويس خان هوتک په تړاو یوه نوې څېړنه

د یوه ځانګړي تاریخي پېر مخکښ،
۳۱ برخه
استاد شهسوار سنګروال
دا چې کندهار يو ځانګړی جغرافيوي جوړښت لري او يو لرغونی تاريخ، نو ځکه خو د هر واکمن او زورواکي لپاره د پام وړ وه.
په دغه تاريخي پېر کې چې موږ پرې غږېږو کندهار د هندي، ايراني او ترکي توکو
يو مهم مرکز هم وه نو ځکه خو بابر مخکې تر دې چې د لودي ابراهيم په وړاندې په هند بريد وکړي کندهار يې ونيو. (۱۵۲۲ ز کال) ولې د بابر زوی همايون د ايراني واکمنو د مرستې له کبله چې غوښتل يې د هند د سوري واکمنو په وړاندې ودرېږي نو بيا يې کندهار صفوي پاچاهانو ته پرېښود. (۱۵۴۵ ز کال) خو بيا هم کندهار د پنځوس کالو په شاوخوا کې د هندي ګورګانيانو او يو سلو دېرش (۱۳۰) کالو (۱۵۲۲ – ۱۷۰۷) په شاوخوا کې د صفوي واکمنو ترظلمونو، ګواښونو اوبریدونولاندې وو .
که څّه هم له دې نه څو پېړۍ د مخه غلجيانو له غزني نه تر کندهاره او ابدالي مشرانو د کندهار له جنوب لوېديځ نه تر ارغنداب پورې د سيمه ييزو واکمنو په څېر واک چلوه.
د دغو سيمه ييزو واکمنو په لړ کې يو هم د ميرويس خان کورنۍ وه چې د مور او پلار له خوا د خپلو ټبرونو مشران او خانان ول، چې موږ د ساري په ډول د نازو انا پلار سلطان ملخي توخي يادوو چې د هند د مغلي او ايراني صفويانو لخوا د ده واک له غزني نه تر جلد که پورې په رسميت پېژندل شوی وو.،
همداراز حاجي ميرخان (ميرويس نيکه) دپلار لخوا په يوولسمه (۱۱) پېړۍ کې، هوتک بابا ته چې د خپل قوم مشروو،رسېږي نو ځکه خو د ميرويس نيکه واک او ځواک د تاريخ په پاڼو کې يوه ناڅاپي پېښه نشو ګڼلی.
د ميرويس خان پلار شاه عالم خان نومېده، چې دی د هوتکيانو مشر او يو نامتو خان وه ،مېرمن يې نازو نومېده چې يوه با توره مېرمن ګڼل کېده .
پلار يې ملخي توخی نومېده چې ايراني او هندي واکمنو د ده خاني او مشري په رسميت پېژندلې وه.
ميرويس خان په ۱۶۷۳ کال وزېږېد او دا هغه مهال دی چې افغانستان د صفويانو او د هندي ګورګانيانو تر ګواښ لاندې وو اوددوۍ تر مينځ وېشل شوی وو.
حاجي ميرخان پخوا تر دې چې د هېواد سياسي چارو ته يې پام شي نو ده د خپل پلار تر سيوري لاندې غوره وګڼله چې په سوداګريزو چارو بوخت شي.
ډېر ځله به له هغو سودا ګرو سره ليدل چې کاروانونه به يې له هند نه ايران ته تلل او راتلل.
ولې کله چې ده ته دا څرګنده شوه چې هېواد يې د زورځواکو په منګولو کې ښکېل دی نو غوره یې وګڼله، چې د هېوادوالو ستونزو ته فکر وکړي هغه و بيا يې په سياسي هلوځلو لاس پورې کړ او په دې تړاو يې ډېر زربریاوې تر لاسه کړې ، چې د څو برياليتوبونو لاملونه يې په لنډيز سره را اخلو:
– لومړی د ميرويس نيکه سياسي اوښياري او له وګړو سره د ده ښه چلند او خواخوږي.
– دويم که نوموړی له يوې خوا د غلجيانو مشر وه خو له بلې خوا د ابداليانو زوم هم يادېده ځکه چې د ده خسر د سدوزيو د قوم مشر جعفرخان نومېده چې د شهر صفا اوسېدونکی و.
– دريمه خبره دا چې د ابداليانو ډېر نامتو مشران د صفوي چارواکو لخوا ووژل شول نو ځکه دوی هم د ګرګين په وړاندې د ميرويس نيکه ملاتړي شول.
– څلورم پخپله د بهرنيو ظلمونه دې کچې ته رسېدلي ول چې نور هېڅ افغان ته د ځغم وړ نه وو. لکه د دولت خان ابدالي او د هغه د زوی نظر محمد وژنه چې وروسته ګرګين د دولت خان بل زوی رستم خان هم په ډېرې بېرحمۍ وواژه. له دې سربېره د دوی يو بل خواخوږی چې فقير نومېده هغه يې هم له مينځه يووړ.
ځنې واړه واړه لاملونه نور هم وه چې ابداليانو او غلجيانو ميرويس خان خپل مشر وټاکه. دا چې د افغانستان نورو قومونو په دغه لړ کې بلوڅانو چې د ميرويس نيکه ملا وتړله د دې لامل هم څرګند وو. او هغه دا، پخوا تر دې چې ګرګين له شل زره لښکر سره د کندهار د بېګلربېګي په نوم کندهار ته راشي ميرسمندرخان بلوڅ کندهار نيولی وه ،خو د ګرګين (وختنګ د سلطان حسين په وخت کې مسلمان شو) له ډاره بېرته بلوچستان ته وتښتېد. ولې بيا هم بلوڅو او پښتنو ګرګين ته د يوه ګډ او مشترک دښمن په سترګه کتل. د صفوي شاه حسين د واک په مهال «۱۳» بيلګربيګان موجود وواو دا يو دولتي منصب ګڼل کېد ه .
ګو رګين په پای کې دې پرېکړې ته رسېدلی وه، چې ميرويس خان ده ته يو بل دولت خان دی او دی هم په دې پوهېدلی وه چې ګرګين نوموړي ته ښه نيت نلري، نو ځکه خو له کندهار نه زابل ته راغی او له هغه ځايه بيا خپل پلرني ټاټوبي «سيوري» ته لاړ.
ګورګين د ده له لاسه يو مکتوب صفوي دربار ته واستوو، چې میرویس صفوي سلطنت ته یو ګواښ د او پرې نږدی چې له اصفهان نه ووځي.
خو لکه څنګه چې د مخه دې ټکي ته اشاره شوې ده بيا هم ميرويس د يوه پياوړي ديپلومات او سياست پوه په توګه دا ځانته څرګنده کړه چې د کندهار بېلګربېګي په دربار کې چا ته نږدې دی او چا ته ندی. نو هغه چا ته چې ندی بيا يې د کندهار ټولې ستونزې او د ګرګين ناوړه کړه وړه ورته په ډاګه کړل.
نوموړي د همدې باور له مخې حج ته لاړ او د مراسمو له ادا نه وروسته کندهار ته را ستون شو.
ميرويس نيکه څرنګه واک ته ورسېد؟
د کندهار وګړي لکه څنګه چې د عبدالله خان ګرجي د واک په مهال (۱۶۹۸ ز – ۱۱۱۰ هـ ق) له راز راز ستونزو او کړاوونو سره لاس او ګرېوان ول. دا رنګه د ګرګين د حکمرانۍ په وخت کې هم له هر ډول ګواښ سره مخ وو.
د سيمې وګړو څو ځله د عبدالله خان له لاسه شکايت وکړ خو صفوي دربار ورته پاملرنه ونه کړه. بيا دوی د اورنګ زېب زوی «شاه عالم» ته ورغلل (دی هغه مهال د کابل واکمن وه) ولې ده هم د خلکو غوښتنو ته يا د صفويانو له وېرې يا خو د هندوستان چارواکو ورته اجازه ورنکړه غوږ کېنښود.
په ښار صفا کې د ابداليانو پاڅون هم کوم څه ترلاسه نکړل.
په ۱۷۰۳ ز کال بلوڅانو په کندهار يرغل وکړ ولې د صفويانو واک ته يې د پای ټکی کېنښود.
صفوي چارواکو او سلطان حسين چې د کندهار پېښې له نږدې څخه څارلې او د دې سيمې په ارزښت پوهېدل، نو ځکه خو يې ګرګين (۱۷۰۴ز – ۱۱۱۶ هـ ق) له يوه پوځ سره کندهار ته ولېږه.
نوموړي د پښتنو او بلوڅانو پاڅونونه، نه يوازې له ماتې سره مخ کړل بلکې د ابداليانو مشر دولت خان يې له مينځه يووړ او ميرويس خان يې صفوي دربار ته د يرغمل په توګه واستوو.
سره د دې چې ګرګين ډېر کوښښ وکړ، چې د افغانانو تر مينځ نايووالي ته لمن ووهي او ان تر دې چې د ابداليانو ځمکې يې په غلجيانو باندې ووېشلې ،خو بيا هم کله چې ميرويس خان بېرته کندهار ته را ستون شو نه يوازې ده يرغلګرو صفويانو ته په کرکه کتل، بلکې همغو غلجيانو هم دوی تېري کوونکي ګڼل.
«وروسته تر دې چې ابداليان د غلجيانو له امله له کندهار نه هرات ته کډه شول بيا هم غلجي ټبر د ايرانيانو واکمنۍ ته د شک په سترګه کتل او دوی يې يرغلګر ګڼل.»([1])
د کندهار شاوخوا ولسونو له ميرويس نيکه نه ډېر تود هرکلی وکړ. که څه هم ګرګين په ښکاره د نوموړي درناوی کاوه ولې په زړه کې يې د هغه د ب د به نشوه ليدی.
ميرويس خان د يوه دود په پلمه چې ګني له حج نه راغلی دی غواړي پخپل پلرني کلي کې خيرات وکړي له ګرګين نه اجازه واخسته او هغه هم ومنله او بيا خپل کلي ته لاړ.
د بېلابېلو سيمو د بېلابېلو قومونو ډله ډله مشران د حاجي ميرويس خان ليدو ته راتلل خو د دغو ناستو او ليدلو موخه دا وه چې يوه سياسي بري ته لار پرانېزي.
ګرګين هم هسې ساده انسان نه وه، دا هر څه يې له نږدې څخه څارل نو ځکه يې پرېکړه وکړه چې د ميرويس خان واک او ځواک د خلکو په مينځ کې کمزوری کړي.
نوموړي وپتېله چې د خپل زوی لپاره د هغه ښکلې او ښايسته لور وغواړي او همدغسې يې هم وکړل.
ميرويس نيکه د سلا او مشورې لپاره په کوکران کې يوه لويه جرګه را وبلله او ورته وې ويل چې د ګرګين د خېښۍ دغه شرط د ځان لپاره زما د وفادارۍ نښه ګڼي، نو پرېکړه وشوه چې د ميرويس د لور په نوم يوه بله نجلۍ د ګورګين کور ته ولېږي.
له دېنه وروسته بيا هم ګرګين خپلو ظلمونو ته دوام ورکړ. ميرويس خان يو ځل بيا د مشرانو يوه بله جرګه را وبلله چې د کندهار ختيځ په مانجي سيمه کې جوړه شوه.
«ريدي خان مومند په محمود نامه کې راوړي دي چې په دې جرګه کې لاندې مشران را غونډ شوي وو: سيدال خان ناصر، بابوجان بابي، بهادرخان اندړ، ملا پير محمد مياجي، عزيزخان نورزايي يوسف خان هوتک، يحيی خان، حاجي نور محمد خان چې په انګو مشهور وه، يونس خان کاکړ چې له ژوب نه راغلی وه.
همدا رنګه د بلوڅو، هزاره ګانو او نورو قومونو استازو هم په دغه دويمې جرګه کې برخه اخستې وه.»([2])
پدغه جرګه کې چې کومې پرېکړې شوې وې يوه يې دا وه چې بلوڅان، د کاکړستان وګړي، ترين او نور قومونه بايد د ماليې له ورکړې نه ډډه وکړي.
ولې بيا هم ميرويس د خپلې سياسي اوښيارۍ له مخې له دښمن سره د دوستۍ لاره غوره وګڼله ګرګين هم په دې ډاډه وه چې حاجي ميرخان يې تر شا دی نو ځکه يې د ماليې سرغړوونکو ته د سزا لپاره يو لښکر د ژوپ، پشين او بوري خوا ته ولېږه او د پوځيانو بله ډله يې د مستنګ او شال کوټ پلو ته واستوله چې په دغه ډله کې د ميرويس خان وراره د يحيی خان زوی يار محمد خان هم و.
ميرويس خان د خپل وراره په لاس يو ليک هم د بلوڅو مشر مير عبدالله خان ته ولېږه.
که څه د «تاريخ سلطاني» ليکوال سلطان محمد کښلي دي چې د بلوڅو او کاکړو د پاڅون د ځپلو لپاره پخپله ګورګين دا پرېکړه وکړه چې سيمې ته لاړ شي.
له نوموړي ليکوال نه پرته يو شمېر نور څېړونکي هم انګېري چې ګورګين له يو زر (۱۰۰۰) ګورجي سورو سره سيمې ته روان شو او ميرويس ته يې هم وويل چې ده پسې وخوځېږي.
هغه وو چې دی هم له درې زره(۳۰۰۰) ځوانانو سره وخوځېد.
ولې کوم پيغام چې ميرويس د بلوڅو مشر ميرعبدالله خان ته استولی و موخه يې دا وه چې ګرجي پوځونه بايد هلته تم کړي.
د ايراني پوځ مشر ميرزا «سندل» د نن او سبا په تمه په سيمه کې وساتل شو. خو د کاکړستان وګړو د خپلو پرلپسې بريدونو له امله د خپل مشر يونس په لارښودنه په ګورجیانو رڼا ورځ توره شپه کړه او په تېښته «شال کوټ» ته ستانه شو.
ريدي خان مومند په دې اړه په محمد نامه کې کښلي دي:
يونس کاکړ وکړيرغل په ګرګيـن
پښتنو جوړ کړ په ګرجيانو ناوريـن
«په کندهار کې ډېر ګرجيان وو
چـــــې رعيت يــــې افغانـان وو
دوي (وو) واړه شــــرابيـــــــان
ډېـــــــــر بـــې حـــده ظالمــــان»
ميرويس خان کوښښ کاوه چې له يوې خوا له ګرګين سره خپل باور وساتي او له بلې خوا يې کوښښ کاوه چې ځان پياوړی کړي. نو په همدغه بنسټ يې د ګرګين تر غوږه دا خبره تېره کړه چې کاکړان او بلوڅان ډېر پياوړي دي پکار دی چې د سيمې له بېلابېلو قومونو نه يو لوی لښکر جوړ کړي.
ده بابوجان بابي ته دنده وسپارله چې زابلستان ته لاړ شي او د اټغر شاوخوا سيمو نه يو لښکر را ټول کړي. يوسف خان يې هم دې ته وګماره چې په همدغې موخې د سيوري سيمې ته لاړ شي او همدا رنګه سيدال خان ناصر، يحيی خان او يو شمېر نور قومي مشران يې هم دېته وهڅول چې د يوه پياوړي او ځواکمن پوځ د جوړولو لپاره هلې ځلې ګړندۍ کړي.
پخپله ميرويس خان واڼې ته لاړ چې هلته له کرلاڼيو، غلجيو او نورو ټبرونو سره وګوري او د ملي يووالي په رڼا کې د ګرګين د بريدونو او ظلمونو په وړاندې را پاڅي.
په داسې حال کې چې له نوموړي سره زرګونه جنګيالي مله وه نو بيا يې ګرګين ته وکښل چې زموږ لښکر چمتو شوی دی څه بايد وکړو؟
«ګورګين ورته وليکل د ذيقعدة الحرام پر ۲۹مه، ځان د ارغستان ده شيخ ته را ورسوه.
د سيوري د سره غره په شنه کوتل کې… د هوتکو او ناصرو مشرانو د ملي قايد تر مشرۍ پنځمه جرګه جوړه کړه… داسې فيصله وسوه چې درې زره کسه لښکر به د ترنک له لارې ځان کندهار ته رسوي… ميرويس خان نيکه شپه په لاره تېره کړه او د ورځې يې هم ځان ټال کړ. ده شيخ ته په شپه ورسېدی… مهم ځايونه يې ونيول… د ګرګين زر کسيز پوځ تس نس سو… ګرګين ژوندی ګرفتاره سو… مراد خان په يو ګذار مړ کړ.»([3])
له هغه وروسته ميرويس خان خپلو جنګياليو ته د ګرګين د پوځ جامې په تن کړې او په ډېرې اوښيارۍ د شپې په تياره کې کندهار ته د ننه شول.
افغان مشر چې د کندهار د کلا د نيولو نخشه د مخه جوړه کړې وه نو ځکه خو په اسانۍ سره په دې بريالی شو چې واک ترلاسه کړي.
نوموړي د پارسيا نواو ګرجيانو وسلې او پيسې، چې د ماليې له لارې يې افغانانو نه (په ځانګړي ډول څلور طلاوې يوه قبه چې هره ورځ يې پارس ته لېږلې) را ټولې کړې وې تر ګروته کړې.
ايراني پوځيان چې د دولس زره په شاوخوا کې د کندهار په کلا، د شپږو زرو تنو په شاوخوا کې په کاکړستان او بلوچستان او زر تنه چې په خپله له ګرګين سره وو له دې ټولو نه سپکې او درنې وسلې ترلاسه شوې چې په مټ يې ميرويس نيکه يو پياوړی پوځ جوړ کړ.
له دې نه وروسته چې ميرويس نيکه کندهار او شاوخوا سيمې ونيولې نو بيا يې د افغانانو له مشرانو څخه يوه بله جرګه جوړه کړه چې بيا د همدې جرګې لخوا د ولسمشر په توګه وټاکل شو.
ميرويس خان او جرګې
په افغانستان کې جرګې اوږد تاريخ لري اوله لرغوني افغانستان نه را واخله د ميرويس خان تر مهاله پورې دغو دوديزو جرګو د پام وړ ملی ارزښت درلود.
د کندهار د ښار شمال ختيځ لور ته په دېرش ملي مانجه (۳۰ ميل) کې د افغانانو يوه مهمه جرګه پداسې وخت کې جوړه شوه چې له دېنه د مخه صفوي شاه حسين په ۱۶۹۴ ز کال ګرجستانی ګرګين کندهار ته واستوه.
ميرويس خان د ده د ظلمونو په وړاندې يوليک صفوي دربار ته ولېږه ولې و نه رسېده، خو ګرګين له دې شکايت ليک نه خبر شو او ميرويس خان يې چې د کندهار کلانتر او مشر وه له کاره ګوښه کړ او بيا يې اصفهان ته ولېږه.
ميرويس خان د اصفهان د دربار باور ډېر ژر ترلاسه کړ، حج ته لاړ او بيا کندهار ته راستون شو. لومړی يې د ګرګين باور ترلاسه کړ او بيا يې د ټولو قومونو له مشرانو سره اړيکې تينګې کړې.
ميرويس خان په لږ وخت کې د تاجک، ازبک، هزاره، بلوڅ او پښتنو مشرانو او سردارانو په مينځ کې د يوه ښه مشر او رهبر په توګه وپېژندل شو.
نوموړي او نورو مشرانو د «مانجې» په جرګه کې پرېکړه وکړه چې د ګرګين ټول پلويان بايد له مينځه لاړ شي او هېواد ازاد شي.
د «جرگه های های ملی افغانستان» په کتاب کې د افغانستان در مسير تاريخ په حواله کښل شوي دي:
«ميرويس خان پرته له ځنډه د ګرګين په سرتېرو بريد وکړ او په کندهار کې يو خپلواک ملي حکومت اعلان کړ. (۱۰۸۸ هـ – ۱۷۰۹ ز کال) او ټولو په ګډه یانې تاجکانو، هزاره ګانو، ازبکانو، بلوڅانو او پښتنو د بهرنيو په وړاندې پاڅون وکړ.»([4])
له دغې جرګې پرته ميرويس نيکه د هېواد د ازادۍ په موخه نورې جرګې هم جوړې کړې وې چې لومړی يې په کوکران کې د قوم مخور مشران سره را ټول کړل. او همدا رنګه نورې جرګې هم د اړتيا له مخې په بېلابېلو وختونو کې جوړې کړې دي چې د ټولو شمېر شپږو جرګو ته رسېږي خو درې جرګې يې ډېرې مهمې دي:
لومړۍ جرګه د ارغنداب درود په غاړه په کوکران کې جوړه شوه، چې څنګه کولی شي د فتوا له مخې د بهرنيو په وړاندې ودرېږي؟ دويمه جرګه د ګورګين په وړاندې پاڅون وه چې په مانجه کې جوړه شوه او د خپلواکۍ وثيقه لاسليک شوه چې په پايله کې د ټولو قومونو په ملاتړ بېګلربېګي ګرګين او د هغه پوځ له مينځه لاړ.
«کندهار ښار يې ونيو او د ګرګين وراره «الکسندل» ميرزا د هغه مړی واخست او له ښځو او کوچنيانو سره يې هرات ته وتښتېد.»([5])
دريمه جرګه هغه وه چې د ولس مشرانو له ميرويس نيکه سره ژمنه وکړه چې د ده تر شا به د ژوند تر پايه درېږي او د خپل ملي مشر د لارښودنې سره سم به د خپلواکۍ ساتنه کوي. ( نوربیا )
[1] – لکهارت انقراض سلسله صفويه له ۹۵ مخ نه تر ۱۱۱ مخ پودې.
[2] – هوتک امان الله خان د خپلواکۍ لمر څرک ۴۸ مخ.
[3] – همدغه اثر ۵۷ او ۵۸ مخونه
[4] – فيض زاده محمد علم جرګه ای بزرګ ملي ۲۸ – ۲۹ مخونه.
[5] – حبيبي پوهاند عبدالحی د افغانستان لنډ تاريخ ۲۶۷ مخ.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button