د طالبانو او پنجشیریانو په آړه تخنوونکي زړه خواله !

د طالبانو او پنجشیریانو په آړه تخنوونکي زړه خواله !
زړورو اوقدرمنو پنجشیریو وروڼو خویندو!
څو ورځې د مخه مې چې لا د پنجشیرجګړه پیل شوي نه وه . زما د یوه د کلونو.کلونو پنجشیري ملګري د اند او اندیښنې په اړه یوه لیکنه خپره کړي وه . ای کاش د پنجشیر په ښیرازه او ښکلي دره کې د جګړې اور نه وای پیل او بل شوی .
د پنجشیر عام ولس ته تر ډیره ځایه خپل پنجشیري دولتي اوسیاسي مشران ملامت او مسوول دي . کله چې طالبانو خپله واکمني د کابل ترپولو ورسوله . بې له ډیله ډیری دولتي اوسیاسي چارواکي په ډله ییزه توګه د پاکستان پلازمېنې اسلام آباد ته پناه یووړه . په دې ډله کې د پنجشیرمطرحې څیرې لکه محمد یونس قانوني ، احمد ولي مسعود ، احمد ضیا مسعود او ميرالرحمن رحماني ګډون درلود . او د پاکستاني دولتي ، پوځي اواستخباراتي چارواکوعمران خان ، محمود قریشي ، جنرال قمرجاويد بجوه او جنرال فیض حمید په لمنو کې ولویدل او په دوه لاسي سلامونو یې ځانونه تسلیم او د خپل راتلونکي برخلیک او ژوند د ژغورلو اوټاکلو په اړه یې د مرستې غوښتنې لاسونه لپه او پاکستاني ټګمارانوهغوی په لوکسو هوټلونو کې ځای په ځای کړل .
له بلې خوا پ هماغه شپو او ورځو کې د وخت د ولسمشر اشرف غني نیږدې همکار چارواکي لومړی مرستیال آمرالله صالح د دفاع وزیرډګر جنرال بسم الله محمدي اونور دولتي او پوځي پنجشیري چارواکي د پنجشیرولایت ته له کابله وتښتیدل اود پنجشیر په بازارک کې د دویم ملي مقاومت د سرغند اومشر احمد مسعود تر څنګ ودریدل . او په په ټول افغانستان د واکمنوطالبانو پرضد یې د جګړه ییزمقاومت جبهه پرانیستله .
زه د اشرف غني د دویم متفکر رښتینی استعداد او ځانګړي پوهه منم . هغه د دوښمن پاکستان اومکاربایډن په لاسونواو خصمانه طرحود کابل په شپږ میلیوني ښاراو مدرنیزه ښکلوودانیواو شل کلنو مدني او فرهنګي لاسته راوړنوپه موخه د زړه بوږنوونکي جګړې اود قتل قتال د محشري پیښو د رامنځته کیدو مخه ډب کړه . فرار یې تر قرارغوره وګاڼه او په چپلکو کې یې تل په وینو لړلي د ارګ ماڼۍ پریښوده . اوطالبان بې ډزوډوزه د کابل د واکمنی په ګدی کیناستل .
په سوله ییزو شرایطو کې د کابل د هوایې ډګر په لوري د کابل د ښځینه او نارینه ښاریانو، ماشومانو او بوډا ګانوویرجنې ، غمجنې په زموللوناهیلیو ځغاستې ،منډې ،ترړې د الوتکوپه ټایرونو او وزرونو پسې ځانونه نښلول د افغانستان د معاصر اوراتلونکي تاریخ نه هیریدونکي ستره تراژیدي اود افغانانو د ملي غرور، شرموونکی تور داغ باله شي .
زما په اند پنجشیر میشته مشرانوته په کارووچې د خبرو،اتروله لارې د افغان وژونکي جګړې مخه ډب کړي . او دامو ولیدل چې د جګړې د اور په لمبوکې په اسلام آباد کې د پنجشیري مشرانو میلمه پال فیض حمید ،ځان ناببره کابل ته راورساوه او له شک پرته د طالبانواوپنجشیریانو ترمنځ د مرګ ژوبلي په جګړه کې به یې خپله شيطاني رول با الفعل اوبا القوه لوبولی وي .
امرالله صالح تل د پاکستان د استبلیشمنټ څارګراوپوځ بیلا بیلې توطیې په جسارت اومیړانه بربنډې کړي دي . خو هغه ته د وفاداری په افغاني اوعیاري اصل په کار وچې تردې مهاله د خپل ولس مشراشرف غني په څنګ کې وای . خو هغه پخپل سر چارسمبالی ولس مشرځان اعلان خو مشرتوب یې دوه اوونۍ هم دوام ونه کړ.
زموږ د صبریوپه ولسوالی کې یو هوښیاراوحاظرځوابه چرسي محمد ظاهرجان کیسه کوله . چې یوه ورځ مې د یوه چاغ او پنډ سړي سره شخ شولانګه او جګړه پیل شوه . د سترګوپه رپ کې یې پرځمکه وویشتم او د سوکانو لاندې یې ونیوم . ما ورته غږ کړچې د ظالم زویه ! ته په دې نه پوهیږې چې د محمد ظاهرجان د جنګ سړی چیرې دی . خو هسې له طبیعته سخت اوغوسه ناک دی . ههههههه
هو! امرالله صالح هم له مزاج اوطبیعته سخت سړی دی . او نیږدې وچې د بادغیس یو وکیل په غوسه ناک چلند جهنم ته ولیږي .
د طالبانو په اړه د تڼیود غیوراوسرکښه قوم د یوه زړوراو مطرح سپین ږیري ارواښاد شهسوار خان خبره را یاده شوه . د طالبانو د لومړني اسلامي آمارت په مهال د خوست یو ټولمنلی اودروند مشرد سوله ییزو هاندوهڅو په تور بندي شو. د لوی پکتیا اوخوست مشران بې له ځنډه د خوست د ولایت د مقام مخې ته راټول شول . د خوست د وخت والي حاجي آغا اواخوند قاري عبد الباقي ته شهسوارخان کاکا پګ زغرده وویل چې موږ د خوست مشران د خپل مشر چې په لویه پکتیا کې له پلرونواونیکونوله وخته د مشرتوب ویاړلري . د خلاصون غوښتونکي یو. موږ خوست میشتو ولسونو تاسو له سټو کنډوه تر خوست ښاره په آټڼونواوخوښیو بدرګه کړی . زموږ روغ نیتی او مرستې مه هیروی . موږ په خوست کې چې چرګې اویا چرګ ته ووایو چې کشي ، کړې . چرګ اوچرګانې په کشي کړي پوهیږي . که خوا مو نه بدیږي تاسوطالبان فیل مرغانوته ورته یې ، فیل مرغانوته چې هرڅومره کشې ،کړي ووایې هغه په کشې ، کړي نه پوهیږي . د جرګې برخه والوچې زه هم په کې وم داسې کټ،کټ خنداګانې پیل کړې . چې خپله طالبان هم په خندا شول . اود جرګې په پایله کې بندي شوی قومي مخورپه ډیراعزاز له بنده خلاص شوو.
وړاندیز مې دادی . چې د واکمنی پړاوونه ځي اوراځي . د حضرت محمد ص اود هغه د څلورو یارانو د خلافت دورانونه یوپه بل پسې تیرشول . دافغانستان په څوزره کلن تاریخ د بیلابیلو واکمنانو پړاوونه تیرشوي او ورپسې نور راغلي دي . او بیا د طالبانو په نامه د هیواد په تاریخ کې لومړنی واکمني ده . چې د واک په ګدۍ کیناستی .
یوویشتم د ساینس او ټیکنالوژۍ عصر دی . د ټولنې نیمایې پراخ او اغیزمن پوتانسیل او ویاړلي زیرمه زموږ د هیواد ښځې اونجونه دي . هیله ده د هغوپه وړاندې د تحجرله عینکو ونه ګوری . تاسو هم د میندو په غیږو کې پیدا شوي . ښځه مورده ، ښځه خور، ترور، نږوراو د زړونو ټکور ده . د سرتاسري عفوې اوسوله ییز ټیکاو په هیله .
۶/۹/۲۰۲۱

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button