په حصارک او شیرزاد کې څه تیریږی

سیدعبدالله پاچا

بلاخره د ننګرهار شیرزاد او حصارک ولسوالۍ هم د طالبانو له ولکې ووتلې او هلته یې فعالیتونه یا ختم او تر ځینو کلیو پورې محدود شول.

شیرزاد ولسوالي خو نږدې یو کال وړاندې د افغان ځواکونو له لوري نیول شوې وه او تازه حصارک ولسوالي هم دې ډلې ونیول شوه او خلک یې له شر څخه خلاص شول.

د حصارک ولسوالۍ نیول کیدل دومره اسانه نه و، ځکه دا ولسوالي د ختیځ لپاره طالبانو د یو لوی مرکز په توګه کاروله، له لوګر او میدان وردګ ولایتونو څخه دې ولسوالۍ ته پوره ملاتړ رسیده او طالبان هیڅکله حاضر نه و چې دا ولسوالي یې له لاسه ووځي.

افغان ځواکونو په پوره هوډ او قربانۍ سره طالبان په مخه کړل او دا ولسوالي یې هم د دوی له ناولې قدمونو څخه پاکه کړه.

د شیرزادو ولسوالۍ د یو کس کیسه مې واوریدله چې د حصارک د نیول کیدو لپاره افغان ځواکونو چمتووالی نیولی و او له شیرزادو ولسوالۍ څخه طالبانو افغان ځواکونو ته اجازه نه ورکوله چې حصارک ته لار پيدا کړي، طالبانو مرستندویه کسان له میدان وردګ ولایت ورغوښتي و خو کله چې د افغان ځواکونو فشار زیات شو، افغان ځواکونه د طالبانو په جسدونو تیر شول او حصارک ولسوالي یې ونیوله.

د مالوماتو له مخې په یوه شپه ۸۰ طالبان له افغان ځواکونو سره جګړه کې وژل شوي چې د سره صلیب کمیټې په منځګړتوب دا جسدونه د طالبانو کورنیو ته سپارل شوی دي.

د طالبانو له وژل شویو جسدونو څخه ۵۰ یې یواځې میدان وردګ ولایت ته د سره صلیب کمیټې انتقال کړي او ځینې یې له ډيورنډ کرښې هاغاړې اړول شوي دي.

شیرزاد او حصارک کې طالبانو داسې ماتې وخوړه چې کلونه به یې یاد ساتي او بیا به هيڅکله جرت و نه کړي چې دا ډله بیا د فغان ځواکونو مخې ته راشي.

د حصارک په نیول کیدو سره اوس د ننګرهار وضعیت په ټولو ولسوالیو کې ارام شوی، یواځې ښار کې ترهګر دي چې د طالبانو په ملاتړ او همکارۍ باندې عام خلک په نښه کوي، ترور کوي او د وضعیت د ګډوډلو هڅې کوي.

ننګرهار کې د امنیتي وضعیت لپاره د خلکو مرسته ډيره ضروري وه او کله چې دا مرسته وشوه، له ننګرهار څخه د طالب سپيره قدم ورک شوی او یا په ورکیدو دی.

ټولو ولسوالیو کې له پراخو عملیاتو وروسته خلکو خپله وسله واخیسته او د طالبانو په مقابل کې ودریدل، خپلې سیمې په خپله ساتي.

ننګرهار یو ځل بیا د سولې کور ته ستون شو او افغان ځواکونه دا ځل بیداره دي چې د طالبانو تحرکات هر ځای کې له منځه یوسي چې په یو جریان او کتله باندې بدل نه شي.

ننګرهار کې له هر ځای چې طالب ورک شوی، هلته ژوند پيدا شوی، کاروبار روان شوی او خلکو ارام ژوند ته مخه کړې او په راتلونکي باوري شوي دي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button