سکوېډ ګیم یا د ننې نړۍ ژوندی انځور

د ژوندي پاتې کیدو لپاره به انسانان څه، څه وکړي؟

آیا تر اوسه له داسې حالت سره مخ شوي یاست چې د خپل ځان او مخالف لوري څخه یو وټاکئ؟ که مخ شئ نو څه به وکړئ؟

د سکویډ ګیم سریال په یو فصل او نهو برخو کې د ۲۰۲۱ کال د سیپتمبر میاشتې په ۱۷ مه نېټه د نیټفلیکس کمپنۍ لخوا نندارې ته وړاندې او په ډېر کم وخت کې ېې نړیوال شهرت تر لاسه کړ. سریال، ظاهراً، د کوریاېي ټولنې د ماشومانو په شپږو ساده لوبو راڅرخي. د لوبې ګډونوال، چې شمیر ېې ۴۵۶ تنو ته رسیږي، د جوارګرو، مجرمینو او مفلسو وګړو یوه ټولګه او په ورته وخت کې د ټولنې تر ټولو مجبور، فقیر او بېچاره انسانان دي. دوی د یو ښه ژوند د درلودو او یا هم د یو ډېر ترخه ژوند نه د خلاصون لپاره حاضر دي چې هره لاره وآزمایي او هر څه ترسره کړي حتی د ژوند او مرګ لوبه!

د ۴۵۶ تنو لوبغاړو څخه یو باید تر پایه بریالی پاتې او نږدې ۳۸ میلیون ډالرو په ارزښت نقدي جایزه خپله کړي.

سکویډ ګیم سریال د انساني نړۍ او انساني طبیعت یو څو بعدي پیچلی انځور دی چې په هره صحنه کې ېې بلها خبرې نغښتې او ځای شوې دي. یاد سریال له یوې خوا د بشریت روڼ مخ، نرم زړه او تاوده عواطف ښیي، خو بل لوری ېې د هغه وحشت او حیوانیت انځور دی چې موږ ېې هره شیبه د پټولو په هڅه کې یوو خو بیا هم وخت ناوخت زموږ له کنترول نه وځي.

په ټوله کې انسانان تل د عدالت، ښو کړو او نیک کردار کوونکي او غوښتونکي دي، تل د انسانیت او نیکو اخلاقو تمثیل کوي او ظاهراً په هیڅ قیمت ترې نه تېریږي، ستر ستر سازمانونه ېې جوړ او په زرګونو زرګونو پاڼې کتابونه او قوانین ېې لیکلي دي. خو بیا هم وینو چې نړې هیڅکله له جنګ، انسان وژنې او ظلمه خالي نه ده. د تاریخ په اوږدو کې هیڅکله هم ولږه او فقر له نړۍ نه دی ورک شوی حتی د یوې شیبې لپاره هم.

په سریال کې دوه ډلې تل له سترکو غورځل او تحقیر کیږي؛ ښځې او زاړه خلک، چې دواړه د ننې ټولنې د کمزورو خلکو نماینده ګۍ کوي. ځینې ډلې ښځینه لوبغاړې په خپل ټیم کې نه مني او تر دې بده ېې دا چې په هیڅ ډول له هغو سره غوره رویه نه کوي مګر د شهوت پرمهال. په ننې نړې کې چې موږ پکې ژوند کوو، کمزوري او فقیر خلک ېې د ټولنې تر ټولو مایوسه طبقه او مظلوم وګړي دي؛ خبرې ېې بې ارزښته، شتون او نه شتون ېې بې معنا، غوښتنې او هیلې ېې هسې د اوبو د سر ځګ دی. مګر دا دوه هغه نرم زړې او مهربانه طبقې دي چې تل قربانۍ ته چمتو او تیارې دي. د سریال ډیره عاطفي او احساس پارونکې شیبه د دوه ښځینه لوبغاړو ترمنځ د بلورنو د لوبې پرمهال د زړه خواله دي. ټول لوبغاړي لګیا دي د خپل ژوند د بقا لپاره د مقابل لوري د مرګ شیبې شمېري مګر دا دوه جونې د ټولو برعکس کار کوي، یوه تر بلې ځان قربان ګڼي او قربانیږي.

کاپیټالیزم یا پانګوالي هم د سریال یوه مهمه او رڼه برخه لیدل کیږي. په کوم نظام کې چې د ژوندانه اساسي اړتیاوې لکه، خواړه، زده کړه او روغتیايي خدمات، په بیه دي، اکثریت خلک ترې محروم او یو کوچنی لږکی ترې بې نیازه دی. په دې ټولنه کې ایثار، ملګرتیا او احسان نه پاتې کیږي. انسانان په ټوله کې مادیات پرسته او انسانیت ورو ورو خپله معنا له لاسه ورکوي. له بله پلوه، ټولنیز-اقتصادي واټن یا د پورته طبقو په واسطه د ټيتو هغو زبېښاک، د دې لامل کیږي چې په ټولنه کې د جرمونو، غلاوو او ډول ډول فساد کچه لوړه شي. يو دلیل ېې ښايي د ورځني ژوند ستونزې او اړتیاوې واوسي لکه خواړه، درمل، استوګنځی … خو بله برخه ېې د مالدارو په وړاندې د مفلسو ډلو عقده او بدبیني ده چې دواړه ېې په ټولنه کې د تاوتریخوالې مختلفې بڼې زیږوي.

د انتخاب درواغجن وجود

په لوبو کې د انتخاب، عدالت او برابرې خبره په کراتو تکراریږي تر څو هر لوبغاړي ته دا یقیني کړي چې د یو شان حق او برابرۍ نه برخمن دی. مګر په اصل کې د انتخاب هیڅ ډول وجود نشته، له دوی د انتخاب حق اخیستل شوی دی. د دوې لپاره یوه ځانګړې لوبه یا لاره ټاکل شوې ده او باید چې پرې ولاړشي. انتخاب ېې د دوې د لوبې د ښه والي پورې تړل شوی دی. خو که هر څومره ښه هم ولوبیږی، په پای کې ېې یوازې یو نفر بریالی کیږي او د هغه د بریا لپاره باید نور ټول قربانی شی. د یو کس د ژوندي پاتې کیدو یا میلیونر کیدو لپاره باید لسګونه حتی سلګونه نورو کسانو ژوند خاورې شي.

په سریال کې د لوبغاړو ترمنځ درې لوبغاړي تر نورو هغو مهم یا اصلي کرکټرونه دي چې هر یوه ته به ېې د د فروید د انساني شخصیت د ډلبندې په اساس په لنډ ډول پام وکړو.

Jang Deok-su (101)

د نندارې یوه جالبه او مهمه برخه د بشریت تاریخي حماقت یا زور ته ځانګړې شوې ده. د تاریخ په اوږدو کې ډېر ځله، د بری لپاره جبر او زور همیشه آسانه او معمولی لاره ګڼل شوې خو لاسته راوړنه ېې په ندرت سره لیدل کیږي. د Jang Deok-su د شخصیت آید برخه په هغو نورو ډیره غالبه ده. هغه برخه چې د انسان تر ټولو شریر، حریص او شهوت پرسته او سرکشه ده. اید دعرف، احسان او آبرومندې نه بې پروا او د خوند او لذت په اساس باندې عمل کوي. کچیرته انسان له هر ډول قاعدې او قانون نه آزاد په خپل حال پریښودل شي او ورته وویل شي چې هیڅ ګناه نه لیکل کیږي او هیڅ کار جرم نه بلل کیږي، نو اید به خپل ځان وښيي. لږ ېې تصور کړئ چې موږ به څه څه کارونه ترسره کړی وای!.

Jang Deok-su د مافیايي ډلو غړي او یو قاتل دی، د لوبغاړو په منځ کې تر ټولو ستر جسامت او ډېرفزیکي قوت لري، دی داسې انګیري چې ګواکې د خپل زور په مټ به د لوبې اتل شي. تر یوه بریده ډیر ښه پرمختګ هم کوي؛ ملګري پیدا کوي، د BOSS یا مشر لقب خپلوي د ښځو پام ځانته اړوي… خو په پای کې د هغې ښځې په لاس وژل کیږي چې ده ېې له باور نه غلته ګټه اخیستې وه او د هغه عزت ېې لوټلی وو، د داسې ښځې په لاس وژل کیږي، چې هیچا د کمزرتیا له امله په ټیم کې نه منله، نه ېې هم ورته ذره درناوی درلود او د هر چا له لورې رټل شوې وه.

د Jang Deok-suله وژنې او ناکامۍ کولای شو دوه درسونه واخلو. لومړي دا چې د زور او جبر په مټ د کامیابۍ هڅه نه بریالۍ کیدونکې ده او موږ ته کیدونکی درناوی کاذب او د مجبوریت له مخی دی کوم چې هره شیبه ېې د زوال امکان محتمل دی.

دویم دا چې، د انساني ټولنې جوړښت ډېر پیچلی او بې شمیره متفاوت اړخونه لري. د یو انسان د شخصیت کافي پیژندنه او په اړه ېې وړاندوینه، سخته او آن شاید ناشونې واوسي. ځکه، لومړي دا چې انسان تل د انتخاب حق لري او هره شېبه کولای شي چې په خپل تصمیم باندې بیاځلي غور وکړي. او دویمه خبره دا چې انسان د طبعیت تر شرایطو لاندې ژوند کوي کوم چې واګي ېې زموږ په لاس کې نه دي او وخت ناوخت مو د خپلې خوښې کارونو ته اړباسي. نو په دې اساس، موږ نشو کولای چې د یو چا د شخصیت په نسبت ژور قضاوت وکړو او په تور او سپین ېې وویشو. ځکه چې وخت دا ډول پریکړې بې اساسه او درواغجنې ثابتوي.

Cho Sang-woo (218)

سانګ وو د لوبې ریالیسټیک کرکټر دی. . سانګ وو د کوچینوالي نه ذهین انسان او خورا ښه اکاډمیک شالید لري. هغه کولای شي چې د خپل ذکاوت په مټ تر وروستې لوبې مخته ولاړ شي. سانګ وو تل په لوبه پام ساتي. هغه شخصي ګټو ،چې ژوند او پیسي دي، تر نور هر څه لکه ملګرتیا، ایثار او فداکارې، ته ډیره ترجیح ورکوي او د لاسته راوړو لپاره ېې له هیڅ کیدونکې چارې حتی قتل او مکاري هم مخ نه اړوي. جالبه ېې دا چې د هرې کړنې، ښې یا بدې، لپاره دلایل لري او په یو ډول ځان او نورو ته قناعت ورکوي. سانګ وو د ماشومتوب دورې له ملګري، چې د سریال مرکزي کرکټر دی، سره مخ کیږي. تر هغې شیبې په خپل ملګري پام ساتي چې ګټې ېې، یعنې ژوند او پیسې، چې د یوه په بایللو سره دواړه له لاسه ځي، سره په تقابل کې واقع کیږي.

سانګ وو، د شخصیت دویمه برخه، ایګو یا خود دی؛ کومه چې د انسان هماغه واقعیت ګرایه، قانون مننونکې، عرف او ټولنې ته ژمنه برخه ده. ایګو تل هڅه کوي چې د اید کړنې په ځان کې پټې او په ټولنه کې ژوند وکړي، په اصل کې د ایګو دنده دا چې د اید د غوښتونو لپاره مناسب وخت پیدا او هغه ارضأ کړي. خو نشي کولای چې دا داړونکی او وحشي برخه په پوره ډول کنټرول کړي. نو ځکه وخت ناوخت موږ غیر معمول کړنې کوو کومې چې بیا وروسته زموږ د ملامتۍ او پښېمانۍ لامل هم کیږي. ایګو اصل یا واقیعت دی او بس!

Seong Gi-hun (456)

د لوبغاړو تر منځ تر ټولو عاطفي او نرم زړی انسان دی. Seong Gi-hun په داسې یو حالت کې راګیر دی چې ژوند ترې تر ټولو سخت ازمیښت اخلي. Seong Gi-hun له یوه لوری غواړي چې پیسی ترلاسه او د یو ډېر تریخ ژوند داستان ته د پای ټکی کیږدي، مګر دا ېې هم په زړه نه ځاییږي چې څوک دې ووژل شي یا آن څوک دې ورټل شي. هغه په یو شکل ځان تر ټولو مسؤل ګڼي او باید هر چاته رسیدنه وکړي.

Seong Gi-hun د شخصیت هغه ارماني او عاطفي برخه ده چې د وجدان او باورونو په اساس باندې عمل کوي. وجدان د دې برخې اصلي محرک دی. سوپر ایګو نه د لذت په اساس او نه هم د واقعیتونو په اساس پریکړه کوي بلکې دا برخه تر ډیره بریده ارماني او یا هم له واقعیته لرې تصامیم نیسي. د سوپر ایګو رشد یا اندازه د اشخاصو د کوچنیوالي د دوران له تربیې نه نیولې او بیا د زنده ګۍ ټولو تجربو پورې تړاو لري لکه، دردونه، کورنې ستونزې، مینه کول، د کورنې رامنځته کول او داسې نور.

معمولاً، زموږ په ورځني ژوند کې د شخصیت ایګو برخه ډیره ونډه لري. موږ ورځنې پیښې د واقعیتوو په اساس منو او په تړاو ېې د منطقي دلایلو او لاملو په لټه کې کیږو، مګرپه خاصو شرایطو کې د ځانګړو پیښو په وړاندې بیا د اید یا سوپر ایګو برخه ځان راښکاره کوي.

که وغواړو د انسانانو اصلي څیره یا ریښتینی شخصیت وپیژنو، نو تر ټولوغوره لاره به یې همدا وي چې د هغه په نورمال ژوند یا حواسو کې د تغیر لامل وګرځو اویا ورسره د معمول په خلاف چلند وکړو. انسانان به هغه وخت خپل اصلي شخصیت نندارې ته وړاندې کړي چې په سختیو او دردونو کې ایسار کړای شي. دا سختي او فشار کیدای شي چې د یو نږدې دوست له لاسه ورکول، ماتې خوړل، د ګټې له لاسه تلل، د مینې بایلل او دې ورته بیلګې واوسي.

وروستې خبره:

د سریال هغه برخه چې پر ما ېې زیات اغیز وکړ، د هغه وروستې برخه وه. کله چې Seong Gi-hun د بیخي ډېرو پیسو سره بیرته راستنیږي، خو مور ېې په خپله خونه کې د مریضۍ له امله په تنهایې ساه ورکړې او په ورځو ورځو ېې څوک له مرګه خبر نه وي. لور ېې، چې د بې وسې له وجې ېې پالنه نشوه کولای او له مجبوریته ېې د پخوانې میرمنې سره د ناچارۍ ژوند تېروو، ترې بل هیواد ته کډواله شوې وي او خپل نږدې ملګری، سانګ وو، هم د ده له لاسه مړ شوی وي.Seong Gi-hun د یو ښه ژوند په لټه کې د هرې سختۍ ور وټکوو او له هیڅ ممکنې چارې ېې مخ وانه ړوو خو کله چې ېې هڅې بریالې کیږي، نو د ژوند ټول خواږه ېې لاسه ورکړي وي.

د ژوند ریښتینی ماهیت همدا دی چې تر ننه مو تجربه کړی دی. همدا غورځیدل او پاڅیدل، خندل او ژړیدل… که د یوې ځانګړې پېښې په انتظار واوسو چې رامنځته او زموږ د ژوند مسیر په هغه ایډیال ډول چې موږ ېې تصور کوو، بدل کړي، هیڅکله به هم راپیښه نه شي. ژوند همدا دی او وي به. خواږه ېې همدا دي چې د ټولو ترخو او سختیو سره ېې داسې ومنو چې له هر درده ېې د خوښیو زوښه راوباسو او له هرې څړیکې ېې د خپلې خوښې موسیقي سازه او ورته وناڅو. کله کله داسې فکر کوم چې که له ژونده درد، غم، ستړیا، هڅې، ارمان، او نیمګړتیاوې لرې کړو نو پاتې به څه وي؟ یو داسې یو نواخت او تکراري فلم چې له لیدو ېې سم خسته شوی او په بیا لیدلو ېې استفراغ درشي. نو ژوند په همدې نیمګړتیاوو ښکلی او خوندور دی!

محمد احمدي

۲۰۲۲/۰۳/۱۳

د شپې ۱۲:۰۵

خوشال خان، کابل

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button