د افغانستان د خپلواکۍ د بيرته اخيستلو کليزه مو مبارک

باتورو، جسورو اوغیورو افغانانو وروڼو، خویندو، ملالو پیغلو او زړورو شاه ځلمیانو!
د سرهسکي ویاړلي او برمیال درې رنګه توغ د بې ساري پرنګ شکنه عظمت او تاریخي صلابت او برم تر سیورې لاندې مو دافغانستان د خپلواکۍ یوسلودویمه غرور انګیزه کــــــــــــــــــــــــلــــــــــــــيــــزه مبارک او بیاهم مبارک شه . ویاړ، ویاړ او بیا هم ستر ویاړ چې افغان غلیم شکنه ولس پرون د نړۍ ستر آبرځواکونه تورپرنګ او سورقطبي خرس د خرپ او ترپ په ګوزارونو او لښکر، لښکر غورځنګونو، هډ ماتي او سرماتې له خپل هیواده وشړل . اونـن د نړۍ سترفرعوني ځواک امـــــــــــــــريــــــکا د ویرې او ترهې ، د شپې تیارې ته پناه یووړه او د شرمناکې تيښتې او ناکامې ځغاستې تور داغ د پنتاګون او سپیني ماڼۍ د ښکیلاکګرو بلوسو په تاریخ کې ولیکل شو.
ټیټ مې مه بوله غورځنګ راباندې مه کړه ـــــ زه په دې افتاده ګۍ کې لوی ګړنګ یم
یوسلودویمه کلیزه افغان ولس په داسې مهال کې نمانځي . چې د انګلیس له خیټې راوتلې تور شيطان پاکستان په ډیر نامرودي او رذیلانه چل ول په افغانستان کې د نـنه سره وروڼه ولسونه او قومونه په مذهبي ، سمتي ، ژبني توپیرونو او دوښمنیویو له بله سره په جنګي شخړو او نفاق اخته او سرلوړی افغانستان د پاکستان پنځمه صوبه کړي .
د افغانستان غرونه ،رغونه ، ونې، بوټي او سیندونه آن په ځانګو کې تنکي ماشومان د مکار او غدار پاکستان څخه ژوره کرکه او نه جبیره کیدونکی نفرت لري . او پوره باور لرو چې افغان تاریخ به تاسو ته درنې او پخې څپیړې درکړي . لویدیځ پاکستان به هم لکه د پرون ختیځ پاکستان په څیردړې وړې د سیند، بلوڅ د ازادۍ او دلوی افغانستان بیرغونه به په لرو،برکې په رپیدو وي .
د تور، سور او زرغون درې رنګه ویاړلي او سرلوړي بیرغ لاندې مو یو ځل بیا ۱۰۲ یوسلودویمه د خپلواکۍ د ګټلو کلیزه مبارک او د اعلیحضرت سترغازي آمان الله خان او د اتلو شهیدانو او نـنګیالیو غازیانو سپیڅلي او مطهرې اراوې دی تل خوشاله د رزم او جزم خاطرې او تاریخي یادونه یې تل زنده یاد او پاینده باد غواړم .
۱۹/۸/۲۰۲۱

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button