دزرغوني اناء نصيحت خپل ځوي احمدشاه بابا ته

کله چه احمدشاه بابا دنورمحمدخان غلجي لورامان الله غلجي لمسي اونورادادکړوسي دجبارسليمانخيل کودي سره کوژدن وشو نواحمدشاه بابادبي بي ګوهري دواد ه نه وړاندي دګوهراباد په نوم يوقصرجوړکړو چه څوکا له ډيروخلکوپري کاروکړوګوهرابادجوړ،واده اونکاح و شوه يوه ورځ نازواناءدقصرچت يابام ته پورته شوه دګو هرابادشاوخواءسيموننداره ئي وکړه احمدشاه ته ئي غږ وکړوچه پورته راشه احمدشاه ورغي نازواناءورڅخه پو ښتنه وکړه چه دقصرڅلورخواء دابوډک تلاب دڅه لپاره ،احمدشا ه باباورته په جواب کښي وويل که چيري زما دوشمن وغواړي ماله منځه يوسي نوضروربه په وچه کښي خرک اودرک لټوي مجبورچه تالاب ته ځان واچو ي اولامبوږووهي دلامبوپه وهلواواوبوپه شوراو زوږ سره به پهره دارورباندي پوه شي شاوخواءبه وګوري چه څه خبره ده ددوشمن مخه به ونيسي اوله منځه به و لاړ شي نازو اناء ډيرښه،،،؟

بياداحمدشاه بابانه پوښتنه کوي دهغه راغه يابيدياءپه غيژدي کښي څوک اوڅنګه ژوندکوي احمدشاه باباجواب ورکوي چه هلته زمونږ پښتانه خويند ي اووروڼه ژوندکوي ښه په خوشحالي سره،نازواناء ورته وائي هغوي ولي نه ويريږي،،، ؟احمدشاه بابانه،، ،؟چه هغه په هغه غيژدي کښي نه ويريږي نوتاسوولي ويريږي اودبي بي ګوهري پخاطر موخپل رعيت دقصرپه جوړولوکښي ستړي اوستومانه کړونازواناء،،،؟

بياکله چه دوشمن ستاسو دروازي ته را ورسيده نوتاسوته څه پاتي شول رعيت خو درڅخه هلته وړاندي پاتي شو،،، پاڅه بي غيرته شمشيرموواخله د کوم ځاي څخه چه ويره اوډارلري هلته ورشه اوخپل دو شمن هلته له منځه يو سه نه پخپل کورکښي،،، ؟هما غه وه چه احمدشاه باباد خپلي مورنازواناءوصيت په مطابق17ځله په کشميراو هندبريالي حملي وکړي او يوه لويه امپراتوري ئي جوړه کړه اوزمونږوروستي نسل ته ئي دننګونو،غيرتونو او وياړونوډک تاريخ پر يښوداوهرافغان ورباندي وياړو،،، دافغانانوپه مقابل کښي دهفتګانه اوهشتګانه تنظيمو نوپه جهاداو مقاو مت به څه افتخاروکړو ،،هههاهههابلي څوافتخاره موپه نصيب شو يوداچه عام وتام موخپل ډول ډول استقلال د لاسه ورکړو،دوهم دغلامانو غلامان شو(دپنجاب)دريم ژبني، قومي،سمتي اومذهبي کرکه ، نفرت،قتل، غضب، ظلم ،وروروژنه،زورونه اودوطنفروشي احساس موپه زړه کښي قوت پيداکړوڅلورم دجاسوسي مسلک موخپل کړوپينځم مادي اومعنوي هستي موتباه اوپاتي مادي اومعنوي هستي موبل ته په لاس ورکړه ،،،

،څومره ښکلي خلک،په هيوادکښي شهيدان شول،
،ته پري رحم وکړي خدايه،ماشومان ئي يتيمان شول،
،څه خواره واره نړي کښي،ربه واړه افغانان شول،
،يومشرق ته مهاجرشو،بل مغرب ته په منزل دي،
،زړه موټول غموخوړلي،پاتي شوي تش ګوګل دي،

،ليبليون،غاينز،فرانسه ،،وسلام

‎حشرت جبارخیل

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button