درې اړخیز کمیسون

ژباړن : نورالحق نبي زاده

       د ارتباط د وسایلو د پرمختګ له برکته د ۱۹۷۰ – یمو کلونو په پیل کې ډېرو خلکو د نړیوالو اړیکو د شورا په شان د پټو سازمانونو په اړه پوره مالومات تر لاسه کړل . د دې لپاره چې له شورا څخه د ټولنې پام بلې خوا ته واړوي ، د نړیوالو اړیکو د شورا پخواني مشر دیوید روکفیلر پر یوه بل نوښت لاس پورې کړ او د درې اړخیز کمیسون په نوم یې د یوه داسې نوي ټولنیز سازمان د جوړیدو اعلان وکړ چې غړیتوب به یې د ګڼ شمېر مینه والو لپاره شونی وي

       درې اړخیزه کمیسون د خپل سلف « د نړیوالو اړیکو د شورا » په شان د پټو سازمانونو د پرنسیبونو پر بنسټ جوړ شو ، مانا دا چې پټ سازمانونه  کولی شي چې په بېلا بېلو لورو کې ټولنیز سیاست رهبري کړي .

       د درې اړخیز کمیسون مفکوره د لمړي ځل لپاره روکفیلر ته پروفیسور زیبیګو برژینسکي ورکړې وه . برژینسکي هغه مهال د کولمبیا په پوهنتون کې د کمونیزم د څېړلو د انستیتوت مشر و . په عین وخت کې برژینسکي د بروکلېن په انستیتوت کې په څېړنو بوخت وه ، چېرې چې نوموړی دې پایلې ته ورسېده چې د اروپا ، شمالي امریکا او آسیا تر منځ نږدې همکاري کول یوه اړتیا ده او له دې پرته بله کومه چاره نشته .

       برژینسکي په ۱۹۷۰ – یم کال کې د « فارن افیرز » په مجله کې د نړیوالو اړیکو د شورا په اړه یوه مقاله خپره کړه چې په یوې برخه کې یې داسې لولو : « د دې لپاره چې هغه مسئلې چې اوسمهال بشریت ورسره لاس او ګریوان دی په اغیزمنه  توګه حل شي ، د پرمختللیو ملتونو د پیوند د جوړولو لپاره یوه نوي او لا پراخ چلند ته اړتیا ده . . . د دغې شان همکارۍ د ښه پیل په موخه کېدای شي یوه داسې شورا راجوړه شي په کومه کې چې د امریکا متحده ایالات، اروپا او جاپان ګډون ولري ، د حکومتونو د مشرانو منظمې لیدنې يې یوه برخه واوسي . همدا شان د دغې شورا کاري میکانیزم باید رامنځ ته شي » . ( ۱ ) .

       په همدغه کال کې برژینسکي د « د دوو زمانو ترمنځ : د تکنوترونیک په دوره کې د امریکا رول » په نوم یو کتاب خپور کړ . ( تکنوترونیک – هغه بدلونونه چې پر مختللې تکنالوژي ، الکترونیک او د ارتباط وسایل یې په یوې ټولنه کې منځ ته راوړي – ژ. ) . په دغه کتاب کې برژینسکي هغه راتلونکې انځور کړه چې ده لیدله . نوموړی د تکنوترونیکي ټولنې په تړاو لیکي چې ټولنه « له فرهنګي ، سایکالوژیکي ، ټولنیز او اقتصادي پلوه د پرمختللې تکنالوژۍ ، الکترونیک ، په تېره بیا د کمپیوتري تخنیک او د ارتباط د وسایلو تر اغیزې لاندې رامخته کېږي » . ( ۲ ) .

       د برژینسکي نظر کېدای شي د هغو کسانو شک راوپاروي چې د نړیوال سیاسي او اقتصادي ځواک د ادغام مخالف دي . داسې اعلانول چې « ملي حاکمیت د ژوندي پاتې کېدو یو بریالی لید نه دی » ، برژینسکي وړاند وویل او مخ پر وده هېوادونه یې دې ته راوبلل تر څو : « د بېلا بېلو غیر مستقمو اړیکو او د ملي حاکمیتونو د محدودولو له لارې . . . د مخ پر ودو هېوادونو د پراخ پیوستون ( مشارکت ) د رامنځ ته کولو لپاره  حرکت وکړي ». ( ۳ ) . هغه داسې وړاندیز وکړ چې له دغه مشارکت څخه به د « نړیوال مالیاتي سیستم » په مرسته مالي ملاتړ وشي .

       په خپلو څرګندونو کې برژینسکي په دې ټینګار وکړ چې دغه شان مرکز – درې اړخیزه کمیسون د راتلونکي مشارکت لپاره باید پر اساس بدل شي . نوموړی لیکي : « که څه هم چې د پرمختللو ملتونو د مشارکت بنسټ ایښودنه د واحد نړیوال حکومت د موخې په پرتله لږ څه عالي موخه لري ، وروستي ته رسېدل لا ډېر شونی دی » . ( ۴ ).

       برژینسکي د نړۍ په کچه یوې نړیوالې ټولنې ته هیله من و نو ځکه یې هغه هېوادونه له پامه نه و غورځولي چې هغه مهال تر کمونیستي واکمنۍ لاندې وو . هغه د کمونیستي هېوادونو ډیر تکامل «د بشریت د نړۍ شموله نظرونو په تایید کې د خلاقه ګام » او « پر باطني ، پسیف انسان باندې د ظاهري انسان د بري  پر باور  د منطق د بري » ( ۵ ) په بڼه انځوراوه .

       د درې اړخیز کمیسون په تړاو د برژینسکي پلانونه په پیل کې د بلدربرګ کنفرانس د استازو هغې غونډې ته وړاندې شول چې د ۱۹۷۲ – یم کال د اپریل په میاشت کې د بلجییم هېواد د کنوکهایست په ښار کې جوړه شوې وه . ( ۶ ) . د بلدربرګ کنفرانس هغه مهال تر ټولو پټ سازمان و . د برژینسکي وړاندیز په ډېر شوق سره ومنل شو . نړیوال مالي تمویلوونکي د نیکسن له خوا د دالرو د ارزښت د کمولو ، پر وارداتو د اضافي مالیې او له چین سره د اړیکو د ښه کولو له امله ځکه اندېښمن وو چې له جاپان سره د اړیکو پر خرابۍ یې هر اړخیزه اغېزه کوله . له بلې خوا د اوپک سازمان د غړو هېوادونو له خوا د تېلو د بیو لوړوالي د انرژۍ ستونزې لا ټکنۍ کړې وې.

       درې اړخیز کمیسون د بلدربرګ کنفرانس او د نړیوالو اړیکو د شورا د غړو له منظورۍ او ګټورتوب ورکولو  وروسته د ۱۹۷۲ – یم کال د جولای د میاشتې پر ۲۳ – ۲۴ نېټه ، د نیویارک په « پوکانتینو هلز » نومي سیمه کې چې د روکفیلر ملکیت وه ، خپل سازماني کار پيل کړ . د دغې غونډې ګډونوال لاندې کسان وو: روکفیلر ، برژینسکي ، د بروکلین انستیتوت د بهرني سیاست ریئس هنري اوین ، مکجارج باندي ، روبرت بويي ، اس. فرېد برګستن ، بایلیس ماننګ ، کارل کارستن ، ګيدې کولونا دې پالیانو ، فرانسوا دوشن ، رېنې فوک ، ماکس کونستم ، کلیچي میازوا ، صبورا ایکوتا او تاداشي یماموتو . دغه ټول کسان روکفیلر او برژینسکي غوره کړي وو. ( ۷ ).

       درې اړخیز کمیسون رسمأ د ۱۹۷۳ – یم کال د جولای پر لمړۍ نېټه تأسیس شو . عمومي رئیس یې دوید روکفیلر شو چې هغه مهال د « چیس منهتن بانک » عمومي رئیس و . د هاوارد پوهنتون پروفیسور زیبیګو برژینسکي چې وروسته د ملي امنیت په چارو کې د اولسمشر جیمي کارتر سلاکار شو د یاد کمیسون د شمالي امریکا د څانګې مدیر وټاکل شو چې نور غړي یې د جورجیا ایالت ګورنر ( والي ) جیمي کارتر ، د کانګرس غړی جان بي. اندرسن او د « تایم » مشر چلوونکی حېدلي دونووان وو . د همدغه ګروپ بهرني غړي لاندې کسان وو : رجینالد مودلینګ ، لارد اېریک پال ، د « ایکونومست » مجلې مسئول چلوونکی آلیستر بارنت ، د « فیات » شرکت عمومي رئیس جوواني انیلي او د اروپایي ټولنو د کمیټې فرانسوی مرستیال رایموند بر .

       په پیل کې  ، په کال ۱۹۷۲ – یم کې روکفیلر او برژینسکي د درې اړخیز کمیسون لپاره په ټوله نړۍ کې دوه سوه غړي غوره کړل چې شاو خوا یو پر درېیمه برخه یې د شمالي امریکا ( د امریکا متحده ایالات او کانادا – ژ. ) ، یو پر درېیمه برخه یې اروپایان او یو پر درېیمه برخه نور یې جاپانیان وو . په ۱۹۹۳ – یم کال کې دغه شمېره په نړۍ کې په اټکلي توګه تر ( ۳۲۵ ) غړو پورې لوړه شوه . درې اړخیز کمیسون خپل غړي « وتلي اوسېدونکي » ونومول خو واقعیت دا دی چې هغوی د نړیوال نظر او فرهنګ یو ډېره کوچني څیره انځوروله ، په مطلقه توګه د هیچا له خوا نه وو انتخاب شوي او پرته د دوید روکفیلر له شخصي نظرونو څخه د بل څه استازیتوب یې نشوای کولی . ( ۸ ).

       په هغو کړیو کې چې تش په تورو ژمنو او شعارونو د خلکو ملاتړ جلبوي درې اړخیز کمیسون ، نوي نړیوال نظم ته د رسېدو رډ میکانیزم بولي چې واقعیت نلري او د نورو دیکتاتوري « نړیوالو نظامونو » په شان شک راپاروي .

      که له دغه لوري ورته وکتل شي « درې اړخیزه » د آزادۍ دښمن دی او د خپلو شخصي ګټو په موخه د نړۍ پر سیاسي ځواک باندې د انحصار د ټینګښت لپاره فعالیت کوي .

       دېرش کاله وړاندې د درې اړخیز کمیسون تاریخ ډېر لنډ وه او د نیتونو جوتول یې ګران کار وه خو نن ورځ کېدای شي چې د درې اړخیز کمیسون تاریخ ته په بله وکتل شي  او د تېرو سیاسي کړنو په رڼا کې یې موخې په لا ژوره توګه وارزول شي

      درې اړخیزه کمیسون یې له هماغه پيل څخه « خصوصي » او « غیر رسمي » ونوماوه . موخې یې داسې ورته اعلان کړې : « د همکارۍ د ټينګښت » او « د هغو ستونزو د ګډې څېړنې لپاره چې زمونږ  درېواړه سیمې ورسره مخامخ دي ، د تر ټولو لوړې کچې د یوه غیر رسمي ګروپ یو ځای سمبالنه » .

       په ټولو څرګندونو کې درې اړخیزه کمیسون د « خصوصي » او « ټولنیز » د ګډولې ( مخلوط ) په توګه لیدل کېږي . کمیسون د خصوصي ګروپ په توګه تأسیس کېږي چې بنسټ اېښودونکی یې هم دیوید راکفیلر دی چې هغه په خپله یو شخص دی . مګر د کمیسون موخې او فعالیتونه ټولنیز( عمومي ) سیاست پورې تړاو لري .

       د کمیسون له اسنادو څخه : « کمیسون په بشپړ ترکیب سره هر کال یو ځل راغونډېږي : په لیزبون کې – ۱۹۹۲ کال ، په واشنګتن کې – ۱۹۹۳ کال ، په توکیو کې – ۱۹۹۴ کال . ضمنأ د تر بحث لانې مطالبو د څېړلو د غونډو او زمونږ په سیمو کې له روانو پېښو څخه د جاج اخیستنې تر څنګ د هرې کلنۍ غونډې د کار زیاتره برخه د هغو ګزارشونو مسودو ته بیلیږي چې کمیسون ته وړاندې کېدونکي دي . دغه ګزارشونه په ټوله کې د درېواړو سیمو د  لیکوالانو ګډ محصول دی چې د خپل کار په بهیر کې د سلاکارانو په سطحه سره جرګه کېږي .

        کمیسون لههرې کلنۍ غونډې وروسته خپرونې کوي . د ګزارشونو لیکوالان د خپل وروستي متن مسئولیت لري . هره کلنۍ غونډه جلا خپرونې لري . د سیمه ییز فعالیت په نتیجه کې کله کله غیر رسمي آثار هم خپرېږي .

       هر سیمه ییز ګروپ خپل مشر او مرستیال لري چې په ګډه د کمیسون مشرتوب جوړوي . د درې اړخیز کمیسون اجرائیه کمیټه په خپل ترکیب کې شپږدېرش ( ۳۶ ) غړي لري » . ( ۹ ).

       که په لنډه توګه ووایو دغه د مستقلو افرادو ګروپ داسې سازماندهي شوی دی تر څو د هغه کلکتیفي (ډله ییز)نظر پر ټولنیز سیاست باندې د پام وړ اغېزه سمبال کړي . دغه کسان له یو بل سره کتنې ، څېړنې او بحثونه کوي ، ګزارشونه ورکوي او له هغې وروسته خپل وړانديزونه رسمأ اعلانوي .

        د« تریالوګ » ( د درې اړخیز کمیسون یوه غیر رسمي خبرپاڼه ده چې د امریکا په متحده ایالاتو کې خپرېږي – ژ. ) د کلنۍ مجلې د مالوماتو له مخې : « درې اړخیز کمیسون په کال ۱۹۷۳ – یم کې د لویدیځې اروپا ، جاپان او د شمالي امریکا د شخصي افرادو له خوا په دې موخه جوړ شو تر څو په کلي توګه د پرابلمونو په حل کې د دغو درېواړو سیمو تر منځ پهلا نږدې همکاریو واوړي ». ( ۱۰ ) . په دغې « لا نږدې همکارۍ » کې منتقدینو تر هر څه ړومبی د واحد نړیوال حکومت د تأسیس په موخه د نړیوالو بانکرانو او سهامي غوره شویو پټه توطئه ولیدله .  دغه سازمان درې ناستون ځایونه لري چې په نیویارک ، پاریس او توکیو کې ځای پر ځای شوي دي . اجرائیه کمیټه چې شپږدېرش غړي لري د کمیسون چارې مخ ته بیایي ، په هرو نهو میاشتو کې په نوبت سره ، د دغو درېواړو سیمو په هره سیمه کې د کمیټې د غړو لیدنې تر سره کوي .

       خو اړینه پوښتنه دا ده چې د دغه سازمان مالي لګښت څوک ورکوي ؟ د دغه سازمان استازي په دې ټینګار کوي چې سازمان هیڅ ډول دولتي مالي سمبالتیا نه تر لاسه کوي . د ۱۹۷۸ – یم کال په راپور کې راغلي دي چې د ۱۹۷۶ – یم کال له نیمایي څخه بیا د ۱۹۷۹ – یم کال تر نیمایي پورې د کمیټې مالي لګښت ۱٫۱۸ ملیونه دالره وه چې د دغو پیسو زیاتره برخه د هغو بنسټونو له خوا ورکړل شوي دي چې د مالیې وړ نه وو لکه د روکفیلر د ورونو بنیاد .دغه بنیاد یواځې په ۱۹۷۷ – یم کال کې یوسلو شل زره دالره د درې اړخیز کمیسون بانکي حساب ته لېږدولي دي . همدا شان کمیسون د « فورد بنیاد » ، د « مارشال » بنیاد له الماني څانګې او د « تایمز » ، « بتچیل » ، « اکسون » ، « جنرال موتورز » ، « ولز فارګو » ، او « تکزاس انسترومنتس » له سهامي شرکتونو څخه هم بسپنې تر لاسه کړي دي .( ۱۱ ) .

       د « تریالوګ » بولیټن ( خبرپاڼې ) سربېره کمیسون په منظمه توګه په ډېر شمېر« د ورځينو اساسي موخو او کارونو په اړه راپورونه » هم خپروي چې هر څوک ورته لاسرسی لري . ژورنالیست او د درې اړخیز کمیسون د فعالیتونو څېړونکی روبرت اېرنګر پر دغو خپرونو ملنډې وهي او لیکي : « د ډېرو کلونو په اوږدو کې دغو توطئه ګرو مالوماتي بولیټنونو هغه رازونه سم یا ناسم لوڅ کړل چې په مستقیمه توګه یې له درې اړخیز کمیسون څخه ترلاسه کول » .( ۱۲ ).

        د «دموکراسۍ بحران » د هغه په زړه پورې سند نوم دی چې د درې اړخیز کمیسون کمیټې په کال ۱۹۷۵ – یم کې خپور کړ . د هاوارد پوهنتون سیاست پوه سمویل پي. هانتنګتن د دغه سند د لیکوالانو له ډلې څخه یو تن و . نوموړي دا ومنله چې امریکا « په دموکراسۍ کې د لوړې کچې تعادل » ته اړتیا لري . هغه داسې ګڼله چې دموکراتیک جوړښتونه د دې جوګه نه دي چې داسې بحرانونو لکه د کربیک په سمندر ګي کې د اتومي پېښې د رامنځ ته کېدو یا په سمندر کې د کیوبایي کډوالو راایسارولو ته مناسب ځواب ووایي . په سند کې راغلي وه چې نن ورځ « تجربه لرونکو ، پخو او د طبعي استعداد لرونکو » مشرانو ته اړتیا ده تر څو « د دموکراسۍ په ډېرېدونکو مسئلو کې » ( ۱۳ )  برلاسی تر لاسه شي .

       د دغه سند له خپرېدونه درې کاله وروسته هانتنګتن د امریکا د اولسمشر جیمي کارتر له خوا ، د ملي امنیت په شورا کې ، د امنیتي چارو د پلان جوړونې د همغږ کوونکي  په توګه وټاکل شو . په دغه مقام کې هانتنګتن د اولسمشر ۳۲ – لمبر رسمي یادداشت  ترتیب کړ چې په پایله کې یې د بېړنیو حالاتو د اداره کولو لپاره فدرالي ایجنسي تأسیس شوه . په کال ۱۹۷۹ – یم کې د اولسمشر د فرمان پر اساس یو ملکي سازمان جوړ شو چې په ملي کچه « د  بېړنیو حالاتو » په وخت کې یې دا واک

 پیدا کړ تر څو د حکومتي چارو کنترول وکړي

      د یل پوهنتون اقتصاد پوه ریچارد کوپر چې د درې اړخیز کمیسون د پولي چارو څانګه یې رهبري کوله داسې وړاندیز یې کړی و تر څو د سروزرو دولتي زېرمې پر خصوصي بازار باندې وپلورل شي . ریچارد کوپر ډېر ژر د اقتصادي چارو په وزارت کې د مرستیال په توګه وټاکل شو . د پيسو نړیوال صندوق د ریچارد کوپر پر مشرۍ د خپلو سروزرو زېرمو یوه برخه وپلورله . ( ۱۴ ).

       د درې اړخیز کمیسون غړی جان سوهیل « د انرژۍ سکتور : په انتقالي پړاو کې مدیریت » تر سرلیک لاندې د کمیټې د لمړي ګزارش لیکونکی و . نوموړي په دې تړاو یوه سپارښتنه کړي وه چې په کوم لوري کې خوځښت ته اړتیا ده تر څو د انرژۍ لا لوړه بیه خوندي  شي . اولسمشر جیمي کارتر په هماغه وخت کې جان سوهیل د انرژۍ وزیر مرستیال وټاکه . د کمیټې د یوه بل ګزارش سر لیک   « په نړیوالو بنسټونو کې اصلاحات » و چې په جوړولو کې یې اس. فرېد برګستن مرسته کړې وه چې نوموړی هم لږ وروسته په نړیوالو اړیکو کې د مالیې د وزیر دستیار مقرر شو .

       ژورنالیست روبرت اېرنګر لیکي : « د درې اړخیز کمیسیون له مؤسسینو څخه ډېری یې لوړو دولتي مقامونو ته ورسېدل چېرې چې هغوی د کمیسون د سیاسي تګ لوري د پلي کولو لپاره د سپارښتنو بنسټ جوړاوه . په بل عبارت هغه سپارښتنې چې همدغه کسان یې د درې اړخیز کمیسون لپاره جوړوي . دا له همدې سببه دی چې درې اړخیز کمیسون د لویدیځ د سیوري حکومت حیثیت غوره کړ » .( ۱۵ ).

       څېړونکی لوري کې. سترند د « څوک پړ دی – شپږ احتمالي سیالان » تر لیک لاندې خپله مقاله کې ( « د اولس کلنۍ » درېیمه ګڼه ) داسې لیکي : « دا چې د درې اړخیز کمیسون د ښکار تنابونه سیاسي او اقتصادي حوزو ته غځېدلي دي د دې شاهدي ورکوي چې د ځواک لرونکي دا توان لري چې نړۍ اداره او داسې مافوق ملي ټولنه جوړه کړي په کومه کې چې اساسي رول به څو ملیتي شرکتونه لوبوي » .

       آن « یو. اس. نیوز انډ ورلډ رپورټ » د کمیسون د پلانونو ګلوبالیستي کرکتر وموند او اعلان یې وکړ چې « د درې اړخیز کمیسون غړي له خپلو پلانونو څخه هیڅ ډول راز نه جوړوي . هغوی داسې کسان په کار ګماري چې په نړیوالې همکارۍ کې خپلې غرضونه او یا خصوصي ګټې لري » . ( ۱۶ ) .

        انتوني کې. سټن او پتریک ام. وود چې دواړ څېړونکي دي او په ګډه یې دا کتاب : « درې اړخیز کمیسون د امریکا پر سر » لیکلی دی ، د یاد سازمان د پلانونو په تړاو شک څرګندوي او خپل نظر داسې بیانوي : « درې اړخیز کمیسون د دیوید راکفیلر او برژینسکي د دوامدارو ستراتیژیکو مانورونو په پایله کې تأسیس شو . روکفیلر هغه مهال د تر ټولو ځواکمن بانک د « چیس منهتن بانک » عمومي رئیس ، د ډېرو څو ملیتي سترو شرکتونو او بنیادونو مشر و . د اوږد وخت لپاره روکفیلر د نړیوالو اړیکو په شورا کې مرکزي څېره وه . برژینسکي چې د یوه قطبي ایدیالیزم ډېروتلی وړاندیزکوونکی  ، د کولمبیا پوهنتون پروفیسور او د ګڼ شمېر کتابونو لیکوال دی ، د نړیوالو اړیکو د شورا د سیاسي کړنلارې د پلي کېدو لپاره یې په رهبرۍ کې ډېرې هڅې کړې دي ، د درې اړخیز کمیسیون د تأسیس له لمړۍ ورځې څخه رانیولې آن بیا تر هغو پورې چې په کال ۱۹۷۶ – یم کې د اولسمشر جیمي کارتر له خوا د ملي امنیت په چارو کې د سلاکار په توګه وټاکل شو ، د کمیسیون اجرائیه رئیس و » . ( ۱۷ ) .

       دقیقأ همدا برژینسکي و چې په کال ۱۹۷۳ کې یې جیمي کارتر د درې اړخیز کمیسون په لیکو کې ودراوه . همدا لامل دی چې د اولسمشر جیمي کارتر په دوره کې د درې اړخیز کمیسون په اړه دومره ډېر مواد خپاره شول چې آن په رسنیو کې د شورماشور سبب شو.

        د « واشنګتن پوست » په شان پخې ورځپاڼې  هم د ۱۹۷۷ – یم کال په پيل کې د درې اړخیز کمیسون په اړه داسې تبصره درلودله : « تر هغه ځایه چې په درې اړخیز کمیسون پورې تړاو لري د ویرې لپاره هیڅ څه هم نشته . انتخاب شوی اولسمشر کارتر او د اولسمشر مرستیال ولتر موندایل یې غړي دي . همدا شان نوي ټاکل شوي لوړ پوړي دولتي چارواکي لکه : د بهرنیو چارو وزیر سایروس ونس ، د دفاع وزیر هرولد برون ، د مالیې وزیر مایکل بلومینتال ، د درې اړخیز کمیسون پخوانی مشر او اوسمهال د ملي امنیت په چارو کې د جیمي کارتر سلاکار برژینسکي او یو شمېر نور شخصیتونه چې په راتلونکو څلورو کلونو کې به د امریکا بهرنی سیاست پنځوي ټول د یاد کمیسون غړي دي » . ( ۱۸ ) .

       د کارتر په اداره کې د درې اړخیز کمیسون نور غړي هم وو لکه : د امنیت په چارو کې د بهرنیو چارو د وزیر دستیار – لوسي ویلسن بنسن ؛ په اقتصادي چارو کې د بهرنیو چارو د وزیر دستیار – هنري اوین ؛ د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال – وارن کرستوقر ؛ د ختیځې آسیا او آرام سمندر هېوادونو لپاره د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال – ریچارد هلبروک ؛ په سیاسي پلان جوړونه کې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال او. انتوني لایک ؛ د بې وسلې کولو او پر وسلو باندې د کنترول د ادارې مشر – پال وارنک ؛ د مالیې د وزیر مرستیال انتوني سولومن ؛ په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازی – اندریو ینګ ؛ د پاناما کانال د تړون په تړاو د مذاکراتو د هئیت غړی – سول لینویڅ ؛ د اتومي انرژۍ په تړاو د مذاکراتو لپاره سفیر – جیرالد سمت ؛ سفیران – ریچارد ګاردنر او ایلیت ریچاردسن .

       د دې لپاره چې داسې و نه انګېرل شي چې ته وا درې اړخیز کمیسون یواځې د امریکا د دموکرات ګوند یو عادي ارګان دی ،

« یو. اس. نیوز انډ ورلډ رپورټ » په کال ۱۹۷۸ – یم کال کې د هغو وتلو جمهوریت غوښتونکو څېرو لست خپور کړ چې د درې اړخیز کمیسون غړي وو . په لست کې د بهرنیو چارو د پخواني وزیر – هنري کیسینجر ، ( ترانسپورت وزارت ) – ویلیم کویلمن ، ( د سمبالتیا او ښاري پراختیا ) –  کارل هیلز ، ( تجارت ) – پيتر پېترسن ، او ( روغتیا ، پوهنې  ) – کپېر واینبرګ څخه یادونه شوې وه .

       همدا شان په لست کې د پخوانیو لوړ پوړو چارواکو لکه : د سي آی اې رئیس او راتلونکی اولسمشر جارج بوش ، د بهرنیو چارو د وزیر مرستیالان روبرت انګرسول او چارلز روبرسن ، د دفاع د وزیر مرستیال دېوید پکراد ، د چاپېریال ساتنې ادارې مشر رسل اي. ترن . په دې تړاو اړینه ده چې له لاندینيو کسانو څخه هم  یادونه وشي : سفیران – ویلیم کنتون ( ملګري ملتونه ) او اندو آرمسترانګ ( انګلیستان ) ، د کانګرس غړي هر یو – جان اندرسن ، ویلیم بریک ، ویلیم کوین ، بربر کونابل ، جان ونفورت او رابرت تېرت ( کشر ). همدا شان اقتصادي سلاکار مارتین وایتمن .

       بانکر پال ولکر د اولسمشر جیمي کارتر له خوا د امریکا د مرکزي بانک – فدرالي رزرف سیستم د رئیس په توګه وټاکل شو . د ورکړل شویو راپورونو پر اساس د پال ولکر مقرري د دوید روکفیلر په لارښونه ځکه تر سره شوه چې نوموړی د درې اړخیز کمیسون د شمالي امریکا د څانګې مشر او همدا شان د « نړیوالو اړیکو د شورا » او د « بلدربرګ کنفرانس » په شان د ځواکمنو پټو ټولنو غړیتوب هم درلود . د اولسمشر ریګان د ادارې په دوره کې آلن ګرینسپن د پال ولکر پر ځای د امریکا د مرکزي بانک د رئیس په توګه ځکه وټاکل شو چې نوموړی هم د درې اړخیز کمیسون ، د نړیوالو اړیکو د شورا او د بلدربرګ کنفرانس غړیتوب درلود .

       دغه شان مقررۍ ډېرو ټولنیزو شخصیتونو ته دا انګېزه ورکوي تر څو داسې وانګېري چې د امریکا دولتي سیاست د روکفیلر د پورته یادو شویو سازمانونو په مرسته عملي کېږي .

       سټن او وود په ګډه شل کاله دمخه داسې موضوع ته ګوته نیولې ده چې همدا نن ورځ هم د هغو کسانو لپاره پر ځای او معقوله ښکاري چې د خپلو هېوادونو برخلیک ورته بې تفاوته نه دی او پر دغو مافوق غوره شویو باندې اعتماد نلري چې د نړیوالې برلاسۍ په لټه کې دي . هغوی لیکلي دي : « د انجیلي معیار پر اساس ، البته چې د امریکا متحده ایالات د غندنې وړ دی – د ټولنیز سلوک ( سنتونو ) تباهي ، پر ماشومانو باندې زور زیاتی ، حرص او تمه د بري لپاره د شپې نوم     ( شفر ) ګرځېدلی دی او اخلاق د زوال په لور درومي . که چېرې مونږ هوډ ولرو چې د دغو غم لړلو وختونو تل ته ورسېږو او ومومو چې دا هر څه د چا د خدمتونو له برکته دي نو تر ټولو منطقي کټلیست او انجن درې اړخیز کمیسون دی » . (

 aimalhassin@aim.com

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button