تحمیلي جګړي او اثرات یی

سید عبید الله نادر

دومره زمونږ لوی او واړه د ډزو او باروتو،په هوی کې د سا ایستني سره عادت شوی ، چي که اوس د ماشومانو مخي ته د امتخان او انتخاب په طورکه ،قلم ،کاغذ،کتاب، او د علم او معرفت وسایل او تر څنګه یی مرمۍ، ټوپک کلاشنکوف ،راکټ او آوان کیږدو،او ماشومانو ته ووایو، چي د دي څخه یو وټاکئ نو د ماشومانو لاسونه بی اختیاره ،د ټوپک مرمۍ ،راکټ او کلاشینکوف خواته اوږدیږي، اودا ځکه چې څلویشت کاله په دي وطن کې جنګ روان دی ، او اوس هم دا تحمیلي چنګ تیریږي ،او دوام لری ، زمونږ ماشومان اوځوانان د یو چا د مرګ د کلیزی مراسم په ځای د دي چی د یوې غونډی په ترڅ کې یې ونمانځی نو زمونږ ځوانان یي په ډزو نمانځی په داسي حال کې چې د ډیرو خلکو د ډزو څخه نفرت دی .او ډیرو خلکوته د دي ډزو څخه روحي تکلیفونه پیدا شوی .او پیدا کیږي ،ځکه د کال ۱۳۷۰نه تر ۱۳۷۴ کلنو په موده کی د سیاسی مشرانو د خپل مینځی چګړو اثرات لا تر اوسه زمونږ د خلکو په ذهنونو کې پاتي دي

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button