طالبان د لا ډېر تاوتریخوالي په هڅه کې دي

سیدعبدالله پاچا

طالبان د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې هره ورځ ملکي وګړي د خپلې جګړې قرباني کوي او د دې ملکي وګړو قرباني کولو ته توجیه هم لټوي.

د کورنیو چارو وزارت د مالوماتو له مخې، یواځې د روژې مبارکه میاشت کې شاوخوا ۳۵۰ ملکي وګړي د طالبانو په چاودنو او مخامخ جګړو کې شهیدان شوي او تر دې زیات نور ټپیان شوي دي.

دا هغه شميره ده چې راټول شوي او ثبت شوي دي، هغو سیمو کې چې اطلاعاتو ته لاس رسی کم او جګړه پکې زیاته ده، طالبانو ډير جنایتونه کړي چې د خلکو له سترګو پنا دي.

خو طالبان یواځې پر همدې وینې تویدنې بسنه نه کوي، بلکې داسې ځایونو باندې بریدونه کوي چې د دوی د جنایت شور پورته شي.

یا داسې کسانو باندې برید کوي او ترور کوی یې چې زیات خلک پرې غبرګون وښيي او ډار شي.

طالبان دا هر څه د ډار لپاره کوي چې د خلکو په منځ کې ډار لا زیات کړي، طالب پوهیږي چې د هرې ورځې په تیریدو ترې د افغانانو کرکه زیاتیږي او له همدې کبله ځینې هدفي کسان په نښه کوی.

د نعمت الله روان ترور یې یوه بیلګه ده چې وروستیو کې د طالبانو په هدفي برید کې شهید شوی.

نعمت روان باندې د برید هدف دا دی چې طالبان غواړي د دوی د وحشتونو او جنایتونو پروړاندې د خلکو غږ لوړ شي او خلکو کې یو ډول رواني ډار پيدا شي.

بل هدف له دې ډول بریدونو دا دی چې طالبان غواړي د خلکو غږ چوپ کړي، هغه افغانان چې طالبان یې په رسمي مانا پيژندلي دي، د طالبانو پروړاندې د حق غږ پورته کوي، خو طالبان دا کار د ځان پروړاندې تبلیغات یادوي.

تاسو به لیدلي وي چې د نعمت روان له ترور یوه ورځ وړاندې طالبانو خبریالانو ته خبرداری ورکړ چې د دوی له خوا به هدف شي، همدا د دې ښکاره ثبوت دی چې طالبان د حق چیغه چوپ کوي.

طالبان په خپلو وحشتونو ویاړ کوي، د هر چا وژل کیدو لپاره له جي ایچ کیو څخه فتوا اخلي او دا تاوتریخوالی دوام لري.

خو له نیکه مرغه چې څومره طالبان وحشتونه زیاتول غواړي، هغومره یې پروړاندې کرکه زیاتیږي او د حق چیغه چوپ کیږي نه، بلکې لا ډير انعکاس پيدا کوی.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button