Home سياسي او ټولنيزې ليکني ژوندی خاطرې او تیریدونکي شیبې

ژوندی خاطرې او تیریدونکي شیبې

 

عجیبه اوله له عجایبوډکه نړۍ ده له خپله کوره دخپلې کوچنی باغچې په لور روان وم دګړندیوموټرونوخورا سخته ګڼه ګوڼه وه دبریښنا ټرافیکي څراغونوته مې شیبې څارلي چې ګورم ترڅنګ مې دیوي ښایسته دنګې ونې خاوند زلمی چې په مخکې ېې سپی

اودمسلمانانودقتل عام روزنه ورکوي اودمعصوموهلکانواونجونوڅخه داړونکي ژوي جوړوي چې دپکتیکا دوروستي خونړي جنایت په څیرېې په ټول هیوادکې سترې غمیزي رامنځته کړي دي داصحاب کف سپی جنتي خودپنجاپي روزل شوی انسان وژنکی دوزخي دي.

په همدی چورتونوکې خپلي باغچې ته ورسیدم خوخپل غمیدلي اوپه مودو،مودوسخت زوریدلي افغان ولس جګړه ییزناورین ته دخیالونواوغمجنواندیښنو په ټالونوځنګیدم اودزړه د ډاډینی لپاره دخپلوبیلابیلوګلانوپه اوبولواوتماشاکولوبوخت شوم اودکډوالی د دوران ترخې شیبې مې درنګینواوښکلوګلانوپه پلمه غلطولي چې ناببره مې دیوه ګڼ غوړیدلي ښایسته ګلاب دټوکیدلوګلانو پرمخ یوسترجال جلب کړه روان وزما پاملرنه ځانته جلب کړه هغه په دواړوسرګوړوند وخوخپلي سترګې ېې په خوراقیمتې عینکوپوښلي وي څراغونه شنه شول دخپل سپي په لارښونه چې خپله ورسره همسا ېې هم په احتیاط په لاس کې ښوروله دسړک بلې غاړې ته پوریوتوله لنډکې روغبړوروسته مې تري وپوښتل څومره خواخوږی اوګلالی سپی دی له هغه پرته ښاېې ګرځیدل درته  ستونزمن وي په مینه ناکه موسکا ېې راته وویل هوبې له شکه هغه مې ژوندی همسا ده همداشیبه خوراکې پلورنځۍ ته روان یوخوراکي توکي پیروهغه دژوند په ټولوچاروکې زما رښتینی اووفادارمرستندوی دی اودزړه له کومې ترې منندوی یم . دلنډې زړه خوالې وروسته مور خصت سره واخیست اوزه په لاره کې دخپلوخیالاتو په سمندر کې لاهوشوم چې سالمه ښوونه ،روزنه اوپالنه ان سپی لوړکمال اودانسان چوپړپوړي ته رارسوي اودهغه رښتیني خواخوږي اووفاداری لامل دی چې سپی به هم جنت ته ځي هغه سپی یادوم چې په نا پایه مینه ېې کلونه،کلونه داصحاب کف سره په غارکې تیرکړي و.ټول ټال لسوالوتونکواوڅارویو ته ېې شمیر رسییږي چې جنت المکان بلل شویدي لامل ېې نوروهمنوعوته خدمت اوګټه رسول دي ځکه لوی نیاومن ذات فرمایلي چې ترټولوغوره انسان هغه دی چې نوروانسانانوته ېې ګټه رسیږي..

اوجوته ده چې ترټولوناوړه اوناولی انسان هغه دی چې نوروته ېې تاوان اوشرورسیږي

د.بشرپالنې په لوړاحساس اودانساني کرامت په روحیه وحشي ژوي لکه په پورتنی بیلګه کې سپي هم دانسانانودخدمت په موخه روزل کیږي خوله بده مرغه پنجاپي تورلنګې اوتورزړي مولایان اودپاکستان انسان دوښمنه څارګرپه لوی لاس تش په نوم دیني مدرسو کې تنکیوماشومانوته دانسان وژني خدایږوهیښوونکی اوویروونکی جال ووپه زیات شمیرکوچني ژوي اوپه لسګونودشاتو موچۍ په کی ښکیل وي زه به کله ناکله خوشاله وم دشاتودموچیواوښایسته ملخیو په لیدوبه هسې مې انګیرله چې پخپل وطن کې یم اوبیا به مې په زړه کې وګرځیدل چې داهم یوثوابي کاردی چې غالبوزي زما په لاس دروزل شویوګلانوله شیري څخه ګبینه جوړوي .جال نه وسم سمکی دبګرام اوګواتیناموزندان وکله مې چې دشاتوموچۍ په ځیروکتلې زیاتره ېې وچې کلکې وي و ینه تري زبیښل شوي اوځیني نیم ژواندې وي په سخته غوسه مې جال څیري کړاودجال په بل سرکې په ډیرغضب اوویروونکي بڼه یوه غټه غڼي لکه سمندري اخته پوت غوسه ناکه راپیدا اویرغلي تکل ېې درلود هغې دبې شمیره کوچنیوژویواودشاتودغالبوزودوینوپه زبیښلوورځیني ښکیلاکګرپړسیدلی ځناور جوړشوی اوزما دګلالي وطن دبې ګناه ولس دخونړي قاتل په بڼه ښکاریده بې له ډیله مې بیلچي ته لاس کړاوپه خاوروکې مې ښه ژورځای وکینده اوپه هماغه بیلچه مې غڼې په خاوروکې دفن کړه اودحشراتواومړوموچیوډک جال مې پروغوړاوه او خپل ټپي احساس مي یو څه ټکور کړ. .

ماته د دغې ببرې بدشکله غڼي په څیردګران افغانستان دتورمخودوښمنانواوزموږدبې وزله افغان ولس دوینوزبیښونکوپړسیدلي څیرې سترګوته ودریدي چې په څومره سپین سترګی،وحشت اوبربریت ېې کلونه،کلونه افغان غیورملت دستروناورینونواوزړه بوږنوونکوناخوالوسره مخا مخ کړی اودخپلوځانګړوفرعوني موخولپاره ېې دازوریدلي ولسونه یرغمل نیولي اوبې وسه کړیدي خوله نیکه مرغه ملتونه نه مري اودزمانې په یون کې به داستکبارمکرجنې خونړی ککرۍ دخپلو شومو اعمالودروند ټس وخوري.

هیله ده چې په هیوادکې وروستي اوښتونه اوبدلونونه به دافغان ملت سترې غمیزي اوخونړي حمام ته دپای ټکی کیږدي.اودزوراوزرلیوني به نورپه دې زوریدلي اوپه ټوله نړۍ کې بې ساري کړیدلي ولس ورحمیږي.

بسم الله اکبري هالینډ                      

۱۳.۱.۲۰۱۵

 

- Advertisement -

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ډېر لوستل شوي

آیا تاسو وخت مدیریت کوﺉ که وخت تاسو؟

آیا تاسو وخت مدیریت کوﺉ که وخت تاسو؟ ژباړن: انبیا ژمن تاسو باید له ځان څخه څلور ساده پوښتنې وکړﺉ. 1. تاسو له هغوکارونو سره که...

د وخت مدیریت

د وخت مدیریت ژباړن: انبیا ژمن غورچاڼ: د وخت د مدیریت له مهمو بنسټونو څخه یو د ۸۰-۲۰ اصل دی، یعنې له ۲۰ سلنې وخت...

د قرآنکريم په اړه هېښنده رښتياتوبونه

د قرآنکريم په اړه هېښنده رښتياتوبونه (واقعيتونه): ډاکټر طريق السوادان په قرآنکريم کې داسې آيتونه موندلي چې ښيي يوه موضوع له بلې سره برابره ده،...

د کُمینتِرن رامنځته کیدل، فعالیت او انحلال

لومړۍ برخه د کمینټرن د بنسټ ایښودلو لومړۍ نړیواله کنګره نور محمد غفوري ما مخکې په یوه لیکنه کې چې (د کارګري انټرناسیونالیسم پیدايښت او وده)...

Recent Comments