۰ طالبانو ته شمالي وزیرستان کې د روسیې نظامیان روزنه ور کوي

۰ طالبانو ته شمالي وزیرستان کې د روسیې نظامیان روزنه ور کوي

نویداحمد څرک

راپورونه وایي چې د حقاني شبکې ۱۵۰ کسان د شمالي وزیرستان په میرانشاه کې د روسیې نظامیانو تر روزنې لاندې دي چې د لیزري وسلو کارونه ورته یاده کړې.

د حقاني شبکې دا کسان د میرانشاه یوه پوځ اډه کې له تیر څه وخت راهیسې روزنه ګوري او دا روزنه روسيې روزونکي ورکوي.

د دې تر څنګ روسیې طالبانو ته د لیزري وسلو ورکړه هم پيل کړې او په دې سره غواړي چې افغانستان کې د جګړې اور شدید او تاوتریخوالی زیات کړي.

طالب کرایي قاتل دی، چې هر چا امکانات او تجهیزات ورکړل، د هغوی د ګټو لپاره جګړه کوي.

کنه روسیه خو ټول افغان ولس ته مالومه ده چې ښکاره دښمن دی، میلیونونه انسانان یې شهیدان کړي، ټپيان کړي، معلول کړي او مهاجر کړي دي.

خو طالب چې اسلام یې د ځان لپاره سپر کړی دی، د دې لپاره به هم توجیه لري چې څنګه له روسیې تجهیزات او روزنه اخلي.

پاکستان چې د افغانستان په جګړه کې زیاته لیوالتیا لري، هر هغه هېواد ته طالبان وړاندې کوي چې پاکستان ته په کې یو څه پيسې ورکړي.

یانې ویلی شو چې پاکستان پر طالبانو دلالي کوی او هر ځای او هر کله چې وغواړي په یو چا یې خرڅولی شي.

روسیې په افغانستان کې له داعش ویره لري او تر څنګ یې غواړي له افغانانو خپل غچ واخلي، نو د دې لپاره یې طالبانو باندې پانګونه کړي چې هم به د دوی لپآره افغانان وژني او هم به له داعش سره مبارزه کوي.

نو کرایې قاتلین نور څنګه وي؟

همدا چې له بهرنیو هېوادونو وسلې، تجهیزات او پيسې اخلي او بیا پرې خپل افغان وژني او خپل وطن پرې ورانوې.

طالبانو کلونه همدا جګړه وکړه، نورو هېوادونو د افغان وژنې او افغانستان ورانونې لپاره پيسې ورکړې او دوی په ویاړ سره دا کار وکړ.

طالب د تاریخ مخ توری دی او د هغې دنیا مخ توری به هم وي، ځکه دې ډلې د اسلام تر نامه لاندې د بهرنیو استخباراتو پروژې تطبیق کړې او د روسيې، او امریکا، چین او امریکا، ایران او امریکا او نورو هېوادونو جګړې یې دلته وکړې.

په دې کې پاکستان دا ګټه وکړه چې طالب یې هر ځای او په هر چا په سل ډالر خرڅ کړ، ۸۰ پاکستان واخیستې او ۲۰ یې طالب ته د بارودو او مرمیو لپاره ورکړې.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button