د طالبانو غچ اخيستنه، يوه بل جنګ ته لار هواروي

ح حقوېش،
لکه څومره چې د حامد کرزي د واکمنۍ تاداو غلط ایښودل شوی و، تر دې سل چنده زيات د طالبانو د واکمنۍ تاداو غلط کېښودل شو.
کله چې حامد کرزی واکمن شو، نو د افغان ګوندونو او ډلو د يوځای کېدلو پرځای یې طالبان او حزب اسلامي ګوند يوې خواته کړل چې په دې کې ډیر لاس د امريکايانو او د هغوی د لاسپوڅو وو، خو بيا هم ډیری طالبان په دې هڅه کې وو چې د حامد کرزي له حکومت سره يوځای شي، خو امريکا خبرداری ورکړ چې له طالبانو سره به حساب کوي، طالبان ترهګر دي د توپک په خوله به ورسره خبرې کوي، طالبان مجبوره شول د ځان د ساتلو په خاطر یې د جنګ لاره غوره کړه، او غرونو ته پورته شول، په دې هکله هالنډۍ ليکواله بيټي ډم چې د ملاعمر په هکله يې (د ملاعمر پټ ژوند) کتاب پښتو ته ژباړل شوی په خپل کتاب کې ليکي: «د ډسمبر پر پنځمه ملاعمر د طالب جګپوړو چارواکو يوه غونډه د کندهاري تجار په زېرخانه کې راوبلله، ما ده ډیرو غړو سره چې په دې غونډه کې يې ګډون کړی مرکې وکړې، يو له دوی څخه ملاعبدالسلام راکټي و. هغه وويل چې ملاعمر د خلکو څخه پوښتنه وکړه: تاسي څه غواړئ؟ ډيری دې ته چمتو وو چې جنګ پرېږدي خو هر يو چپ و، بلاخر يوه وویل چې دوی غواړي تسليم شي، راکټي وويل چې يوه کس جرأت وکړ او چوپتيا یې ماته کړه، خو هغه د ملاعمر د قهر څخه ډارېدی، د راته وویل زه شکمن وم که موږ د جنګ د پرېښودو ورته وويل موږ به مړه کړي.
لاکن هغه ارامه و کله چې يې په بشپړ ډول د خپلو خلکو د پرېکړې څخه ځان مطمئن کړ، وروسته يې وويل: چې هغه خپل واک وزير دفاع عبيدالله ته سپاري.
په دا بله ورځ ملاعبيدالله د کندهار شاولیکوټ ولسوالۍ ته په دې نیت ووت چې کرزي او دده له ملاتړو سره وويني، کرزي ورسره وليدل او تړون وشو، د شاولیکوټ په توافق ليک کې ملاعبيدالله او طالبان په دې راضي شول چې وسله به ږدي، کرزي ومنل. او دا بله ورځ د رسنيو په منځکې څرګند شو، او اعلان يې وکړ چې طالبان ددې خاوري بچيان دي، او وبه بخښل شي، خو اسامه او القاعده د افغانستان دوښمنان دي.
هغه وخت جنګ پای ته ورسېد.
لاکن د امریکا اراده بل ډول وه، واشنګټن طالبان جدي خطر وباله او د ملاعمر نوم تر بن لادن وروسته د تروريستانو تر ټولو ډير مطلوبو يا غوښتونکو تروريستانو په ليسټ کې شامل کړ.
دفاع وزیر ډونلډ رمسفیلډ کرزی راوغوښتی او د رسنۍ د اعلاميې د بيا اعلانولو غوښتنه يې وکړه، ترڅو ملاعمر د بخښنې له لیسټ څخه وباسي، په دې وخت کې امريکايانو پلان جوړ کړ چې د کرزي هڅي شنډي کړي چې د سابقه طالبانو سره روغه جوړه کوي، دوی کرزي ته نژدې هغه کس چې د طالبانو سره یې دوستانه اړيکې لرلې هغه والي يې په جنګسالار ګل اغا شېرزي بدل کړ، ده او دده ملېشو پرځای ناستو طالبانو په ټينګولو لاس پوري کړ، او يا چې پاکستان ته روان و او د ځان لپاره يې پټنځايونه لټول، تر ټولو غټه جايزه په ملاعمر ايښودل شوې وه، امريکا او شېرزي په کندهار او هلمند کې ډير لوی عملیاتونه ترسره کړل خو بخت ورسره یاري ونکړه».
طالبانو د جنګ لاره غوره کول خپله د امریکا یو پلان وو چې په افغانستان کې له دوی سره د جنګ لپاره يوه ډله پاتې وي، ترڅو دوی په افغانستان کې د جنګ له لارې خپل شتون ته ادامه ورکړي، چې دادې شل کاله يې په افغانستان کې تېر کړل خپلو ټولو موخو ته يې ځانونه په تسلي ورسولو، وروسته له شل کلن اوږده جنګه چې پکښې لکونو خلکو ته مرګ ژوبله واوښته، خلک له تعليم څخه پاتې شول، ودانۍ او سړکونو وران شول، هغه بنسټيزي پروژې چې افغانانو ورته اړتيا لرله هغه ډول کارونه ورته ونشول، له دې هرڅه وروسته امريکا طالبانو ته واک دومره په اساني سره پرېښود چې سړی حيران شي. که طالبانو حقيقت د واک وړتيا لرله ولي يې شل کاله مخکې د هغوی حکومت په رسميت نه مانه؟ ولي یې ورسره مرستې نه کولې؟ ولي يې حکومت ورته ړنګ کړ؟ ددې هرڅه ترشا د امریکا خپلي موخې وي چې په دې اوږده موده کې يې هرڅه ته ځان ورسولو.
بيا چې د يوبل جنګ د مخنيوي او د يوه جوړ هېواد د پاتې کېدو په خاطر ولسمشر غني یو منظم په پښو ولاړ حکومت طالبانو ته پرېښود، طالبانو بايد هماغه ډول حکومت ته دوام پسې ورکړی وای، خو له بده مرغه چې امريکا ددوی راتګ ته څومره په اسانه لار ورکړه دومره په اساني یې ددوی له سرټمبګي څخه استفاده هم وکړه او د پاکستان په مټ یې هغه پخوانی نظام ټول له منځه يوړ، په طالبانو یې داسې کړنې وکړې چې هرڅوک پر دې شک شول چې افغانستان د پاکستان د پنځمې صوبې ښکل اختيار کړ.
په طالبانو یې د‌ افغانستان د نورو پرمختياوو ترڅنګ منظم او پر پښو ولاړ پوځ هم ړنګ کړ، او ورپسې ځينو طالبانو په خپل سر د «عفوې» د اعلاميې څخه په سرغړونې د غچ اخيستلو په موخه د عسکرو او پوځیانو په وژنې پسې راوخستله، چې دا مهال ډيری عسکر او پوځيان په دې هڅه کې دي چې هېواد پرېږدي، خو له بده مرغه چې په قاچاقي لارو له ډيرو ستونزو سره مخ دي، په پاکستان او ايران کې ځانونه خوندي نه بولي، د (SIV) له لارې هغو کسانو ته لومړيتوب ورکول کيږي چې هغوی له امريکايي کمپنيو سره يا په امريکايي بېسونو کې کار کړی وي، دې ته په کتو سره داسې مالومیږي چې شته نظاميان به مجبوره وي او له داعش سره به ملګري کيږي، لکه د احمدشاه مسعود زوی چې طالبانو ته په ګواښ کې وايي چې له داعش سره ملګري کيږو.
د داعش په منظمولو خپله امریکا کار کوي، او له وخت سره به دلته ګټه ورنه اخلي، د داعش شتون به په سيمه کې د امریکا د راتګ، پاتې کېدو او لاسوهنې ته لار هواره کړي، د داعش پردې پروژه کې به يوځل بيا پاکستان په ميلياردونو ډالر ترلاسه کړي او د لراوبر پر افغان خاوره به بيا د وينو تويولو لړۍ دوام وکړي، ددې خبرې پخلی څه موده مخکې امریکايي رسنۍ وال سټریټ ژورنال هم کړی دی، چې ليکي په افغانستان کې یو شمېر پاتې شوي پوځيان، د اقتصادي ستونزو له کبله او د طالبانو له بدل اخیستلو د تېښتې په موخه له داعش ډلې سره یوځای شوي دي، ددغه ژورنال د راپور له مخې، دغه پخواني پوځيان د مالوماتو په راټولولو او جنګي تکتیکونو کې له داعش سره همکاري کوي، او له دې وړاندې هم یو شمېر سیاسي شنونکو ویلي و، چې د طالبانو تګلارې خلک د «داعش او طالبانو» ترمنځ په ټاکلو کې راګیر کړي او که وضعیت همداسې دوام وکړي، ډيری نظاميان به له داعش سره یوځای شي، داعش او طالب به هرومرو سره ټکر کيږي چې په دې سره به په افغانستان کې يو به بل خونړی جنګ پیل شي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button