د خپلواکۍ له خاورې د خيراتو تر وطنه؟

ليکنه؛ عبدالوحيد وحيد

د هر ملت لپاره خپلواکي واقعاً بې بديله نعمت دى، خو بېوزلي احتياج دې ورک شي. د خپلواکو ولسونو ازادي سلبوي. هغه مهال له ازادي څخه خوند اخیستل کیږي چې د خپلواکي ټول شاخصونه پوره او عشاریې مثبتې وي. لله الحمد موږ په خپله خاوره پردي ځواکونه نلرو، خو نورې ستونځې لرو چې د خپلواکي ګراف مو ښکته کوي. له تيرو څلويښتو کلونو راپدیخوا د ازادي او خپلواکي سندرې غږوو ترانې او شعارونه زمرمه کوو، خو د احتياج کچه مخ په لوړه روانه ده. په اوسني عصر کې د خپلواکي کچه د اړتیا په تله باندي تلل کيږي. زموږ هېواد اوس د اړتیاو له امله تر ډېره حده د بيوزله وروسته پاتې او متکي هيواد په صفت پيژندل کيږي.

د ننني بد وضعیت له مسئوليت څخه د اوسنيو حاکمانو ترڅنګ، هغو پخوانيو حکامو ته هم متوجه کيږي چې ځانونه يې د دغه ملت په وينه څاربه کړل، نيمه نيم ښوره جوړ نظام يې ونړاوه، وتښتېدل او اوس په بهر کې په لوړه کچه ژوند کوى. همدغه شان د اوسني سرپرست حکومت چارواکي هم له ننني وچ ولخه ولاړ وضعیت څخه د نجات لپاره نه د واک ويش ته تيارى وښود او نه يې سوله خير وګڼله، نو نتیجه هم داسې شوه چې هر څه مو په سيند کې لاهو شو.

موږ يې په رډو سترګو وينو چې ادارات عملاً د کار کولو کادرونه او وړتیا نلري. يوازې د هوايي ډګرونو د مديريت لپاره هم تخنیکي او مسلکي افراد نشته. نه پوهېږم چې دا خبره به څومره په حقایقو ولاړه وي چې وايي “موږ پرديو کادرونو ته اړتیا نلرو” همدا اوس موږ د کادرونو د نشتون له امله په ټپه ولاړ حالت سره مخ يو. کادرونه خو مو څه امریکا بوتلل او څه هم اوسنيو چارواکو د امریکا د يتيمانو په نوم له دندو ګوښه او په کور کې يې کينول. که موږ کله هم ټول بنسټونه فعالول، نو بيا به حتماٌ د خپلې اړتیا کچه راته نوره هم جوته شي.

که تير حکومت د تلپاتې سولې لپاره له واک څخه تير شوى واى او طالبانو بين الافغاني سوله د وخت اړتیا ګڼلې واى، نو نه يوازې دا چې نظام به پرځاى پاتې وو، پخوانى ولسمشر غني به تښتېدلى نه، بلکې اتل ياديده او طالبانو به د سولې د نوښتګرو لقب خپل کړى وو. زموږ ولس به د لوږې فقر او بيوزلي له اوسنئ دردوونکو څپو څخه هم ژغورل شوى واى.

بله ګټه به داوه چې افغانانو به د نا اميدي په حالت کې د خپلو بنسټونو د نړيدو، د اداراتو د پاشل کيدو، اقتصاد د ماتېدو، نظامي وسائلو او وسائطو د حيف او ميل کيدو او يوه پيړئ د شاته پاتې کېدو ننداره نه کوله. پرديو ته به د رسميت پيژندلو لپاره د عذرونو له کولو څخه خلاص وو. د خپلو پولو د ساتلو وړتيا به مو درلوداى، نړيوالو مرستو ته مو سترګې نه پټولې، د ګاونډيانو د ملنډو به هم نه وو او تر ټولو مهمه دا چې ادارې به مو د مسلکي کادرونو له قحط سره نه مخ کېدلې.

اوس خو له دې امله چې سابقه حکومتي ډلې په سخته ورځ کې ولس يوازې پريښود، فراريان ياديږي. ولس خوښ دى چې له پخوانيو زورواکانو، جنګسالارانو، غاصبانو او د فساد له بنسټګرو څخه يې نجات ومونده، خو له يوه مصیبت څخه خلاص شول د ستونځو په بل ګرداب کې ونښتل. اوسني واکمنان هم د واک د انحصار په ناوړه رنځ اخته دي، د د مشروعیت د نشتون نيمګړتيا لري، د مديريت د وړتياوو نه درلودلو له امله د حيرت په څلور لارې کې ولاړ دي، هيواد مو منزوي شوى او د ولس مو له لوږې سره د مبارزې لپاره نړيوالو مرستو ته په انتظار سترګې سپينې شوې. موږ يقيناً هر څه د سر په سترګو وينو او قضاوت به هم کوو چې چا د ولس او هېواد د ښيرازي لپاره څه وکړل، چا د غصب او فساد په پيسو خپل بانګي حسابونه ډک کړل، چا ورباندې بلډينګونه اباد کړل او چا د مقدساتو او ارزښتونو ترعنوان لاندې له هيواد سره غداري وکړه.

موږ چې ارګ ته ننوزو، نو هر څه راڅخه هير شي، ځانونه راته سکندرمخدوني ښکاره شي. ورور مو وژلي وي، خو سندرې د فتوحاتو زمزمه کوو. د سابقه حکمرانانو له غلطيانو څخه زده نکوو. حکومتي تګلاره د ولس محوري پرځاى ګوند محوره او ځان محوره ترتیبوو. واک راته د ولس امانت نه ښکاريږي چې اهل ته په سپارلو باندي يې ځان مکلف وګڼو، بلکې تر لاسه کړى غنيمت يې ګڼو. د ملي ګټو، ملي يووالي، ملي ارزښتونو، ملي مشارکت او ملي پخلاينې تعريفونه نلرو. مشران مو د ملت له منځه نه دي راپورته شوي بلکې نورو راته جوړ کړي او بيا يې راته استولي دي. که کله هم له ګواښ سره مخ کيږي، نو د تېښتې لاره خپلوي او ملت پريږدي. د واک د انحصار له ويروسي رنځ څخه ځوريږو، د نورو خلکو د خذفولو او نفى کولو تګلاره خپلوو او د يکه تازي په ساري مرض اخته يو.

کاش! د هغې ورځې ليدل مو نصيب شي چې د ننګيالو په خاوره کې پرتې پرګنې خيراتو ته سترګې نه وي نيولې. د خپلو اوبلنو زيرمو د مهارولو، د کانونو راسپړلو او مديريت کولو په مرسته نه يوازې خپل هېواد او ولس له احتياج څخه وژغورو بلکې د نورو هيوادونو اړتياوې پوره کړو. د فساد سرچينې ختمې کړو، زورواکان او غاصبين نه وينو، خپله وخورو، خپله واغوندو او په خپل غولي ويده شو. په هسکه غاړه له نورو ملتونو سره يوځاى د محتاجو ولسونو مرستو ته د را دانګلو وړتیا پيدا کړو، په يو متحد ولسي نظام، د ټولو افغانانو لخوا منل شوى اساسي قانون، متحده ملي اجندا او له ارزښتونو څخه ګډ تعریف ولرو، نو بيا هغه د شاعر خبره “که وم وم، که نه وم، نه وم”

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button