دنیا او اخرت

زبیر افغان

دنیا په لغت کې لنډ، نژدې، ټيټ، دنیاوي ژوند، ځمکې او حاضر ته وايي، لغتپوهان وايي:

الحياة الحاضرة، عكسها الآخرة.(۱)

في الحاله ژوند، اخرت يې عکس دی.

د همدې مادې بل لفظ ادنی/ادنا دی، دغه لفظ په قران کریم کې د نژدې او کوچني لپاره کار شوی دی، لکه: وادنی الا ترتابوا) او نژدې ده چې تاسو شکمن نه شئ، بیا وايي:

{وَلَنُذِيقَنَّهُمْ مِنَ الْعَذَابِ الأَدْنَى دُونَ الْعَذَابِ الأَكْبَرِ}. او دوی ته به د کوچني عذاب مزه ور وڅکو نه د ستر عذاب. یاد کتاب په همدې ځای کې پاس معناوې را اخیستې دي.

اخرت بیا د حاضر عکس دی، راتلونکي ته وايي:

الآخِرة: الآجِلة، دار البقاء بعد الموت.(۲) اخره: وروسته(د عاجل مقابل)، تر مرګ وروسته تلپاتی کور.

دغه دواړه الفاظ په قران کریم کې بیخي ډېر استعمال لري، غم دادی چې موږ نه د دنیا په سم مفهوم پوه شوي يو او نه د اخرت، له دنیا څخه مو د دې جهان ټول ژوند اخیستی دی، په داسې حال کې چې ټول ژوند ته هر ځای نه کارېږي او له اخرت څخه مو تر مرګ وروسته ژوند اخیستی دی، په دې توګه مو د دواړو دقیق مفاهیم خطا کړي دي.

کله چې په قران کریم کې د دنیا بدوالی راغلی دی، نو موږ ورته څخه دا فهمولې ده چې د دنیا ژوند اهمیت نه لري، لکه: {يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا مَا لَكُمْ إِذَا قِيلَ لَكُمُ انْفِرُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ اثَّاقَلْتُمْ إِلَى الْأَرْضِ أَرَضِيتُمْ بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا مِنَ الْآخِرَةِ فَمَا مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فِي الْآخِرَةِ إِلَّا قَلِيلٌ} [التوبة: 38]

ژباړه: اې مومنانو! تاسو ته چې وویل شي د الله په لار کې(د ټولنې د رفاه او جامعې د خیر لپاره) پاڅېږئ، تاسو ولې ځمکې ته ټالۍ وهئ؟ ایا تاسو د راتلونکي په نسبت په سمدستي ژوند راضي یئ، د راتلونکي په نسبت د حالي ژوند سامان ډېر کم دی.

دلته وينو چې که څوک د جامعې د خیر لپاره کار ته نه ولاړېږي، هغه د دنیا په ژوند راضي دی، معنا هغه د اینده خوشګواره ژوند لپاره کار نه کوي، في الحاله چې کوم ژوند لري، په هماغه راضي دی، دا چې یو څوک د خپل ټول اینده ژوند غم نه وي اخیستی او یوازې د حالي ژوند ګټې ويني، هغه به حتمن خپل ټول راتلونکی ژوند له کړاونو سره تېروي چې د ټول اینده په مقابل کې حالي ژوند رښتیا هم ډېر کم شی دی، دا نه یوازې چې د دې دنیا په اړه صدق کوي، بلکې تر مرګ وروسته د ژوند په اړه هم صدق کوي، څوک چې د خپل ژوند د تګلارې تغییر ته رابلل کېږي، هغه له خپل في الحاله زندګي څخه راضي ښکاري، نه د خپل راتلونکي دنیاوي ژوند په اړه تغییر ته تیار وي او نه تر مرګ وروسته ژوند لپاره، نو د هغه به رښتیا هم حالت خراب وي، په دغه سمدستي سامان به غره شي او خپل راتلونکي دواړه ژونده به ځنې هېر وي.

زموږ ستونزه داده چې کله قران کریم د حال په مقابل کې اینده ذکر کوي، موږ له حال څخه د دنیا ټول ژوند اخلو او له اینده څخه تر مرګ وروسته ژوند، په دې توګه مو نیم قران کریم له اخرت سره تړلی دی او په نیم قران کریم کې چې حیات الدنیا ژوند غندل شوی دی، موږ ور څخه د ټولې دنیا ژوند او سامانونه اخیستي دي، ځکه نو زموږ د عرفان او تصوف لارویان له دنیا ګوښه وي، د رهبانیت ژوند يې غوره کړی وي، دوی اصلن د قران کریم له دې ایاتونو څخه ناسم برداشت اخیستی دی، نو ځکه يې له ډاره دنیا خوشي کړې ده او ګوښه توب يې اختیار کړی دی، په داسې حال کې چې که همدا مفهوم يې وي، نو بیا د قران کریم له دې ایت سره ټکر هم راوړي:

{وَمِنْهُمْ مَنْ يَقُولُ رَبَّنَا آتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَفِي الْآخِرَةِ حَسَنَةً وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ} [البقرة: 201].

ژباړه: او د دوی ځنې وايي چې زموږ ربه! اوس مو هم ښېګڼه په برخه کړې، او په اینده کې هم او د اور له عذابه مو وساتې.

دلته وینو چې نیک او صالح کسان هغه دي چې هم د حال د خوشګوارۍ دعا کوي، هم د اینده ژوند او هم له اوره د ځان ژغورنې لپاره لاس په کار وي.

که د عمومي تفسیر سره سم ولاړ شو، نو د دې ایت په تفسیر کې به هم ستونزې راته جوړې شي:

{فَمِنَ النَّاسِ مَنْ يَقُولُ رَبَّنَا آتِنَا فِي الدُّنْيَا وَمَا لَهُ فِي الْآخِرَةِ مِنْ خَلَاقٍ} [البقرة: 200]

ژباړه: نو ځينې خلک وايي: اې زموږ ربه! موږ ته مو دنیاوي برخه راکړه او هغوی د اخرت هيڅ برخه نه لري.

دلته ویل شوي دي چې ځینې کسان دنیا غواړي، له دې امله اخروي حصه نه لري، په داسې حال کې چې دنیاوې ښېګڼې غوښتل بد کار نه دی او دلته د کوم داسې عمل ذکر نه دی شوی چې د هغوی اخرت په خراب شي، مګر که خبره دا ډول کړو چې له دنیا سمدستي ژوند واخلو او له اخرته راتلونکی، بیا خبره سمېږي، ځکه څوک چې په خپل حال راضي وي، د اینده د ښه والي لپاره کار نه کوي، نو هغوی په حتمن له بږنونکو حالاتو سره مخېږي، په دې توګه موږ دنیا کې خورا زیات مثالونه موندلای شو، ډېری قومونه همداسې دي چې تر خپل سل کاله ژوند همدا اوس حالت ورته غوره برېښي، څوک خپلې شخصي ګټې ګوري، د ټول ملت او قوم هغو ته پام نه کوي، سبا که پر ټول قوم مصیبت راشي، نو هغه کس او ډله هم پکې تبا کېږي، ځکه عمومي تباهي یو کس/ډله نه شي منعه کولای، د دې لپاره اجتماعي هڅې په کار کېږي، دا يې غوره تفسیر دی چې له ژوند سره هماهنګه کېږي هم.

۲۰۲۲/جولای/۹

سرچينې:

۱)معجم اللغة العربية المعاصرة (1/ 775)

۲) معجم اللغة العربية المعاصرة (1/ 71)

نور ښکاره کړئ
Back to top button