له بلې زاويې

محمد اسماعيل عندليب

 

په دې ورځو کې اروپايي هيوادونو ته د مهاجرينو د ورتګ موضوع په نړيواله کچه ګرمه ده، له بې وزلو، جنګ ځپلو، سياسي بحران ښکار او نورو ستونزو سره له مخ هيوادونو څخه د ښه ژوند په موخه مهاجرتونه او سفرونه کومه نوې موضوع نه ده، او لسګونه کلونه مخينه لري.

خو له څو ورځو راهيسې اروپا ته د اسلامي هيوادونو څخه د مهاجرو د ورتګ شمېر په بې ساري ډول زيات شوی دی، او څو ورځې مخکې د ترکيې په يو سمندري ساحل د يو سوريايي ماشوم، مړه نسکور جسد خو نړۍ ولړزوله، د يو راپور تر مخې د اوسنيو مهاجرتونو شمېر د دوهم نړيوال جنګ څخه وروسته تر اوسه تر ټولو زيات دی.

د ستونزو له کبله د افرادو مسافرت مجبوري وي، خو  ډله ايز مهاجرتونه، او تېښتې بيا د يو ملت بربادي، او د هيواد تباهي ده، د خواشينۍ ځای دی، چې په اسلامي هيوادونو داسې يو حالت راغلی چې وګړي يې تېښتې ته اړ شوي، او د مرګ او درد سره په کشمکش کې نابلدو هيوادونو ته روان دي.

هغه هيوادونه چې مهاجر قبلوي، خپل شرايط او مقاصد لري، که يوازې د انساني همدردۍ پر اساس وي، دا ستر د انسانيت کار دی، بايد ستاينه يې وشي، او اسلامي هيوادونه خو بيا دوه دلايل چې اسلاميت او انسانيت دی لري او لا ډېر شته چې حتی د دې دردېدلو وروڼو پسې ورشي، او خپل کور ته يې د ميلمونو لپاره ورسره بوځي.

خو له اسلامي هيوادونو څخه غير اسلامي هيوادونو ته د ځوانانو، زړو او ماشومانو، ښځو او نارينه وو دغه ډول  ډله ايز مهاجرت د خپل هيواد او په ټوله کې د اسلامي نړۍ لپاره ډېر تکليفونه او ستونزې جوړولای شي.

کوربه هيوادونه به خپلې موخې لري، او د کډوالو د ځای پر ځای کولو لپاره پلان لري، هغوی کولای شي، چې د يوې معينې مودې لپاره دغه ډول مهاجر وساتي، او بيا يې د اخراج لپاره پروګرام جوړ کړي.

خو که له بلې زاويې ورته وکتل شي، نو اروپايي هيوادونو ته د دې مهاجرو تګ د اصلي هيوادونو لپاره يو څه په ګټه هم تمامېدای شي.

دا يو منلی حقيقت دی، او بايد ومنل شي چې په شام، عراق، افغانستان او ځينې نورو هيوادونو کې دژوند شرايط سخت دی، او هغه کورنۍ چې له دې هيوادونو د وتلو کوښښ کوي، نو محض په دې بنياد هم نه دي، چې د اروپايي هيوادونو د صافې هوا په نيت له خپله هيواده د ښامار له کومې تيريږي، او هغه هم په داسې يو سفر وځي، چې له نيمايي زيات سلنه پکې د مرګ امکان ليدل کيږي، مطلب مې دا دی چې ستونزې شته، او انکار ترې نه شي کېدای، دا چې ملامته څوک دی په پای کې پرې لنډه تبصره کوم.

په تېرو کلونو کې چې کله هم له دغه ډول پېښو څخه د يو هيواد وګړي، ګاونډي هيواد ته مهاجر شوي، نو د دې پر ځای چې ستونزې يې کمې او حل شي، لا زياتې شوي، او اوږدې شوي دي، د دې لپاره موږ د افغانستان مثال لرو، تقريباً شپږ دېرش کاله مخکې په افغانستان کې د انقلابي حالت له کبله ميليونونه افغانان پاکستان او ايران ته مهاجر شول.

موږ له خپلو مشرانو اوريدلي چې حتی په لومړي سر کې افغانان دې ته هم چمتو نه وو، چې په پاکستان کې کور جوړ کړي، يا يې واخلي، همدا شان په ايران کې، او په دې باور وو، چې نړۍ ورسره مرسته کوي، خپله لاس په کار شوي، يو هدف لري، او نژدې ده چې هدف ته ورسيږي، خو داسې ونه شول، دغه مهاجر هم کوربه هيوادونو په خپله نفعه وکارول، هم امريکا، ملګرو ملتونو او هم عرب هيوادونو او تر اوسه پورې د هغوی لخوا کارول کيږي.

سربېره پر دې د افغانستان دوښمنانانو وکولای شول، په اسانۍ سره له کډه شويو مهاجرو ډلې جوړې کړي، او بيا يې د خپلو منافعو لپاره وکاروي، دا ورته ستونزمنه نه وه چې دا ډول فعاليتونو ته د افغانستان د کورنۍ ستونزې نوم ورکړي، او لا دا چاره دوام مومي.

همدا راز مغرضو هيوادونو هڅه کړې، د دغه ډول غمژنو خلکو په منځ کې نفوذ وکړي، او د راتلونکي لپاره خپل اتباع د خپل هيواد دوښمنان وګرځوي، د بېلګې په توګه د خېريه مؤسسو، ديني او تربوي پروګرامونو، روغتيا او زده کړې، او ژوند د نورو مهارتونو  تر نامه لاندې فعاليت وکړي، او دغه مهاجر په داسې يوه روحيه وروزي چې په اينده کې په اصلي هيواد کې د پرديو پروګرامونو عملي کولو لپاره چمتو وي.

نو په همدې اساس که دغه ډله ډله او د کورنيو سره چې حتی واړه ماشومان هم پکې وي، د يو هيواد په ګاونډ کې پراته وي، نو دا بيا اسانه ده چې خپل هيواد ته د يو نوي او مخرب فکر سره په اسانۍ راستانه شي، او که چېرې لرې وي، لکه د سوريې او اروپا تر منځ فاصله نو که څه هم د افرادو په توګه کوربه هيواد دغه مهاجر هر ډول کارولای شي، او د هغوی دين، کلترو، کورني جوړښت، عنعنو، او دودونو ته زيان رسولای شي، خو د اصلي هيواد پر ضد کارول به يې د مکاني فاصلې له کبله ستونزمن بلکې ناشونې وي.

نو په دې اساس هغه  ادارې چې عمده يې د غربي هيوادونو دي، کومې چې عموماً د تاو تريخوالي او جنګ جګړو پر مهال د کړيدلو هيوادوالو څخه کار اخلي، په خپلو هيوادونو کې مصروفې پاتې کيږي،او اسلامي هيوادونو ته يې لاسونه نه رااوږديږي، هغوی که مرستې کوي هم په هماغه ډول بې توپيره يې کوي، چې غواړي يې، او که نه يې کوي، هم کډوال په خپل منځ کې يو پر بل نه بې اعتماده کيږي، يو د بل وينو ته نه سره کيني، لکه افغان مهاجرين چې په پاکستان کې د امريکا او ملګرو ملتونو د مرستو په سر سره وو.

او په دې اساس هم اروپايي هيوادونو ته د دې کډوالو تګ غوره دی، چې عموماً په اسلامي هيوادونو کې د ګډوډۍ موجب د همدې هيوادونو مداخله بلل کيږي، نو بايد ترې راپيدا شوې ستونزې تر هغوی هم ورسيږي، که امريکا او اروپا پر عراق حمله نه وای کړې، عراق به د ديارلسو کلونو لپاره په اور کې نه سوځېده، او که امريکا، اروپا او روسيې په شام کې مداخله نه وای کړې، نو اوس به د سوريې موضوع هم د مصر، او تونس په شان يو خواته شوې وای، او د وګړو د مهاجرت لړۍ به يې نه پېلېدای.

دلته يوه بله خبره ډېره ياديږي، چې مسلمان له مسلمانه وتښتيد، او کافر پناه ورکړه، د دغه فکر درلودونکي خلک بې طرفه نه دي، دوی عموماً هغه دي چې په نړيواله کچه يې ذهنيت په هره سيمه کې او په هر اساس، او په هر دليل او په هر ډول شرايطو کې د اسلام د غږ د پورته کولو پر ضد جوړ شوی دی، او هر څه ترهګري بولي، دغه چغه هم د خېر او انساني همدردۍ پر بناء نه کوي، بلکې په دې اساس يې کوي، چې خپله ادعا ثبوت ته ورسوي.

مثلاً موږ د افغانستان يو، زموږ هيواد خپله د ورته حالت سره مخ دی، دلته چې کوم خلک د سوريې، عراق، الجزاير، يمن او نورو هيوادونو د مهاجرينو په اړه دغه ډول تبصره کوي، د دې لپاره يې کوي، چې ووايي د طالبانو په اړه هم زموږ ادعا چې دوی ترهګر دي، سمه او پر ځای ده.

دا يوه داسې موضوع ده، چې زيات بحث ته اړتيا لري، په دې اړوند خبره په يوه پوښتنه کې راټولېدای شي، چې ملامته څوک دی؟

 زما په آند ورته حالت راتګ خپل اسباب لري، او هر څوک پکې په خپله اندازه ملامته وي، او بيا له هيواده وتل، د انسان خپله پرېکړه وي، چې هدف يې معلوم وي.

که د سوريې او عراق مثال واخلو، په عراق کې داخلي وضعه له تقريباً ديارلسو کلونو څخه همداسې راروانه ده، څه نوې نه ده، او په شام کې تقريباً څلورو کلونو ته رسيږي، هلته هم وضعيت اوس داسې نه دی شوی، بلکې اوس تر ډېره حده اسانه شوی ځکه دی، چې د جنګ ليکې معلومې شوي، کومې سيمې چې د دولتونو تر واک لاندې دي، هلته ډېرې کمې پېښې رامنځته کيږي، او کومې چې د وسله والو ډلو تر واک لاندې دي، هلته حتی له لويه سره رامنځته کيږي نه، بلکې د وسله والو او حکومتونو تر منځ په سرحدي ښارونو کې تاو تريخوالی روان دی.

څوک داسې مثال نه شي ورکولای چې د داعش تر واک لاندې سيمه کې دې جنګ شوی وی، خو خلکو ته زيان د امريکا، عراق او شام د حکومتونو د بمباريو له کبله اوړي، همدا راز د جبهة النصره تر واک لاندې ښار کې کله هم نښته نه ده شوې، بلکې د ښارونو په څنډو کې کيږي، هلته چې ملکيان نه وي.

که دا موضوع راغونډه کړم، نو داخلي اوضاع ته په کتلو وسله والې ډلې په خپله محدوده کې، دولتونه په خپله محدوده کې او خلک په خپله محدوده کې ملامته بلل کېدای شي، خو د کډوالۍ په برخه کې بيا ټوله ملامتي، پر خلکو ده.

او دا په دې اساس چې ډېرې اروپا ته کډه کوونکي هلته د اوسېدو په تمه ځي، او دوی ټول په هغه شرايطو برابر نه دي، چې په اروپايي هيوادونو کې دې سياسي پناه وغواړي.

د دوی د ملامتيا لپاره يو ستر دليل دا دی چې دوی مستقيماً له خپلو هيوادونو څخه اروپايي هيوادونو ته نه دي روان شوي، که وګورو، نو شاميانو او  عراقيانو ته په لبنان او ترکيه کې کمپونه جوړ کړای شوي، او هلته پکې ژوند کوي، خو ځينې يې بيا د ښه او مرفه ژوند په تمه له بحر اوړي، او اروپا ته ځان رسوي، پر ځای د دې چې په خپل هيواد کې هغه اړخ ونيسي چې حق ورته ښکاري د تېښتې لاره نيسي، او د مرګ کومې ته غورځيږي.

په پای کې وايم زما د ليکنې مطلب دا نه دی چې د خلکو پر کډوالۍ خوشحاله يم، يا د انساني همدردۍ ماده نه لرم، موږ خپله د دغسې يو حالت ترخې تجبرې لرو، خو زما تبصره  يوازې په دې ده، چې په اسلامي هيوادونو کې تخريب د غير اسلامي هيوادونو د لاسوهنو نتيجه ده، اوس نو بايد چې زيانونه يې تر هغوی هم ورسيږي، او لږ تر لږه د خطرونو هغه لارې چارې هم بندې شي، چې د دې مهاجرو له لارې په مباشره توګه خپلو اصلي هيوادونو ته متوجه وي.

محمد اسماعيل عندليب

- Advertisement -

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

وروستۍ ليکني

د هوږې په اړه ګټور مالومات

نظام اتل لومړۍ کړنلاره: ۱۱: څلور پلیه اوږه سپینه کړئ، مېده مېده یې کړئ او بیا یې یو ګلاس ګرمو اوبو ته واچوئ، دوه کاشوغې...

د سولې فضیلت

ګل آغا احمدي وردګ صلح په عمومي توګه د انسانانو او په ځانګړې توګه د مسلمانانو تر منځ د ډېرو نیکو کارونو څخه ګڼل...

د حضرت محمد(ص) مبارک شخصیت د ارواپوهنې په رڼا کې

پوهنیار مصطفی صفا د شخصیت کلمه مخکې له دې چې په ارواپوهنيز ډول وپيژندل شي، په ورځني ژوند کې هم زیاته استعمالېږي او ټول ورسره...

پردی فکر

نور سعید څپېړه د ښځې پر غوږ ولګېده. د سړي د درانه لاس ورغوی یې پر غوږ او څپک یې د سر پر کیڼه برخه...

د بیان د آزادی او زغم تړنه او غربی منافقت

هم آزادی او هم زغم اسلامی ارزښتتونه دی چه اوس غربیانو غلاکړی او بیا یی مسخ کړی دی. په اسلام کی آزادی د فردی...

ښکلې ماڼۍ

م. ظریف عنایت زی لنډه کیسه زموږ په سیمه کې دغې لوړې درې پوړیزه ودانۍ چې په سپینو مرمر ډبرو سینګار شوې پر لاره يې د...

مور مې مريضه ده

لیکوال : محمد اسمعیل څپه د پنځو زامنو مور د کور په دروازه چې ننوتلم ټولو ماشومانو پاکې جامې اغوستې وې . ماشومان مې رانه...

له بدو کارو د مخنيوي اهميت

مولوي عصمت الله عزام بسم الله الرحمان الرحيم نحمده و نصلی علی رسوله الکريم امابعد : له بدو کارونو منع کول يو اړين او...

Recent Comments