له اوسني افغان دولت سره جنګ زموږ په ګټه دی او که تعامل؟

زبیر افغان

په هیواد کې د نظام تر سقوط وروسته ډېری کسان چې یا په خارج کې دي یا هم يې په تېر نظام کې کار کاوه په دې فکر دي چې باید د اوسني دولت خلاف وسله وال مقاومت وشي او دا زموږ د هیواد په ګټه دی، دوی د دې لپاره مبارزه هم کوي، په ټولنیزو رسنیو کې د دې لپاره فعالیت هم کېږي او که یو ځای یو غلچکی برید شوی وي، نو دوی ورته هوا هم ور کوي.

خو جنګ د دوکان یوه سودا نه ده چې که ګټه يې کړې وي هم تر یوه کوره به محدوده پاته شي او که زیان يې وکړ هم تر هغه کوره به منحصره وي، جنګ یوه ټولنیزه پديده ده چې تخریب، زیان او ورانۍ يې نه یوازې د هغې سیمې اوسېدونکو ته رسېږي بلکې له هغې سیمې لرې پراته قومونه يې هم له تاثیراتو خوندي نه پاتېږي. نو د یوه داسې کار لپاره ډېر فکر په کار دی، په ډېره سنجېده ګي باید په دې اړه خبرې وشي، خلکو ته مشوره ور کړل شي او دې فعالیت ته لاس ور واچول شي، اما موږ که له یوه جنکه ځانونه خلاصوو بل ته لاس ور اچوو.

د دغه جنګ شرعي اړخ څنګه دی؟ ایا په شریعت کې د یوه برحاله نظام خلاف یوې ډلې ته د جنګ کولو اجازه ور کړل شوې ده؟ د جنګ لپاره په شریعت کې کوم شرایط دي چې په بشپړولو يې د جنګ لپاره شرعي سند تر لاسه کېدلای شي؟

په دې لنډه لیکنه کې د اوسني دولت خلاف د جنګ پر شرعي او عقلي اړخونو لنډ بحث کوم.

زه په دې لیکنه کې د شریعت له اړخه د جنګ لپاره ټول شرایط نه لیکم، البته دا یادونه کوم چې شریعت د یوه کار د قبولیت لپاره حتمن شرطونه ايښي دي، حتا که هغه فردي عمل هم وي، مثلن: لمونځ دی، که بې وخته لمونځ وشي، نو قبولیت نه لري، که بې اودسه وشي هم يې نه لري، داسې نور شرایط، نو د فردي او ټولنیز عمل ترمنځ د ځمکې او اسمان هومره فرق دی، د جهاد لپاره اساسي او مهم شرط د نظام وجود دی، یو نظام کولای شي چې د جنګ اعلان وکړي، ملت د جهاد لپاره وپاروي او خپل دښمن ورته مشخص کړي، له دې پرته هيڅ ډله او ګوند نه شي کولای چې د جنګ شرعي اجازه نامه تر لاسه کړي. دا چې په هیواد کې د طالبانو تحریک په زور سیاسي واک نیولی دی، نو اوس يې پر خلاف نورې ډلې ټپلې د جنګ تابیا نیسي، جنګ ته خلک را بولي او یا يې عملن په دې میدان کې اقدامات کړي دي، دا کارونه يې له شرعي اړخه هيڅ جواز نه لري، ځکه دوی دولت نه دي، پر یوه لويشت ځمکه واک نه لري، د مالي تمویل سرچینې نه لري، دوی د بل تر حاکمیت لاندې ساحه کې اوسي، په مالي برخه کې يې نور دولتونه تمویلوي چې هغوی بیا په دې کې خپلې ګټې لري، هیڅوک هم د خدای لپاره کار نه کوي، هر نظام چې د یوه برحاله دولت خلاف مقاومتیانو ته مالي کومک ور کوي، ځای ور کوي، په رواني جنګ کې د هغوی مټ پياوړی کوي، تر څنګ يې حتمن خپل اهداف لري چې په دې اړودوړ کې خپل ټاکلي اهداف تر لاسه کوي. په دې برخه کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم عملي سنت زموږ لپاره د لارې مشال دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په مکه کې جهاد نه دی کړی خو مدینه کې يې کړی دی.

زه د دې ملاتړ نه کوم چې طالبانو په زور د واک په تر لاسه کولو ښه کار وکړ، زه هغه وخت هم د دې ملاتړی وم چې له سیاسي جوړجاړي سره طالبانو د هغه وخت د برحاله نظام برخه شوي وای، اما دا چې اوس طالبان راغلي دي، د هیواد سیاسي واګې يې په لاس کې دي، نو د دوی خلاف مقاومت به هماغه پایلې ولري لکه د تېر نظام خلاف چې د طالبانو مقاومت در لودې یا د کمونسټ د دولت تر ړنګولو وروسته چې د مجاهدینو مقاومت در لودې.

د نیابتي جنګ اول لوی تاوان دا وي چې د هغه دولت لپاره بدیل نه لري، دا اوس موږ طالبان وینو چې د تېر فاسد او مات وګړوب نظام بدیل نه شي کېدلای، د هغه نظام تشه نه شي ډکولای، مجاهدینو د کمونسټانو د دولت تشه ډکه نه کړه، نو که بله ډله د یوه برحاله دولت خلاف مقاومت کوي، موږ يې باید لومړی پر دې فکر وکړو چې ایا ته يې بدیل کېدلای شې؟ عقلن دا محاله ده چې د یوه دولت خلا دې یوه ډله ډکه کړي، موږ يې هم تجربه کړې ده او هم عقلن دا کار محاله دی.

دویم لوی تاوان يې دادی چې د نژدې هیوادونو لاسوهنې ته لار جوړوي، دغه ډله چې نه د خپلې سرپنا ځای لري او نه د مالي تمویل لپاره مالي سرچینې، نو حتمي خبره ده چې هم به د بل نظام تر چتر لاندې اوسي او هم به يې مالي ملاتړ نور نظامونه کوي، دا کار هغوی د ثواب لپاره نه کوي، د خپلو ګټو لپاره يې کوي او پر دې ډله خپل شرایط مني، چې دا کار يې هم زموږ د ملت او هیواد په زیان دی او هم د هغې ډلې د راتلونکي واک او قدرت لپاره.

درېيم زیان يې دادی چې د برحاله نظام توجو له خدمت، فساد سره له مبارزې، د خپلو کسانو له اصلاح، د ولس د ستونزو له حل کولو او نورو مهمو چارو څخه یوازې د ځان دفاع او د جنګ پر ګټلو شي، جنګ فساد ته لار جوړه کړي، نا اهل کسان پر واک راشي، تعلیم لرونکي او شتمن له هیواده وتښتي، د شیانو نرخونه لوړ شي ځکه د ګنټرول لپاره يې څوک نه وي او واکمن کسان په جنګ اخته وي، مافیا په دې لړ کې نور هم هڅه کوي چې جنګ خونړی کړي څو دوی په خړو اوبو کې ماهیان ونیسي.

د اوسني نظام خلاف وسله وال مقاومت څلورم دا زیان لري چې تر سقوط وروسته يې یا داعش بدیل کېږي یا هم هغه خارجي افغانان چې له نورو مفسدینو او جنګسالارانو سره يې د تېر نظام ملا ور ماته کړه، د طالبانو په نسبت هم داعش د ملت او هیواد په تاوان دی او هم خارجي افغانان، داعش ځکه زموږ په زیان دي چې یو خو به هیواد د نړۍ والو جنګیالیو لپاره پټنځی شي، له دې ځایه به موږ د نړۍ په شر واړوي، زموږ له کلتور او دود سره نا اشنا دي، افراطیت يې د نورو ډلو په نسبت اوج ته رسېدلی چې زموږ د هیواد تاریخي اثار به له منځه یوسي، د خلکو کلتور ته به سپکاوی وکړي، د معتدل تدین پر ځای به افراطي تدین ته ښه په خرپ کار وکړي چې د راتلونکو نسلونو ژوند به مو هم ور خراب کړي.

خارجي افغانان هم د وطن له دې امله په تاوان دي چې هغوی له هیواد سره مینه نه لري، دوی دلته له خطرونو سره ځکه راغلي وي چې خپل جیب ډکوي، په اروپا او امریکا کې د خپل ښه ژوند لپاره دلته ډالر ګټي، ځینې يې د هغو هیوادونو د استخباراتو کسان وي چې دلته په لوی لاس شر غواړي، نو تر ګټې يې موږ ته تاوان ډېر دی، البته په دې افغانان کې به يې وړه سلنه پر وطن او ملت مین کسان هم وي چې هغوی ترې مستثنا دي.

زموږ په اند موږ بیخي ډېره جنګي تجربه لرو، ګټه مو نه ده کړې، که د طالبانو پخوانی نظام پاته وای، تر اوسه به دوی له حکومتداري سره شناخته شوي وای، یو نسل به يې په ښارونو کې را لوی شوی وای چې هم به له ښاري فرهنګ سره بلد وای، هم به يې تعلیم کړی وای، هم به له حکومتداري سره په تعامل کې را ستر شوي وای نه له حکومت سره په جنګ کې؛ په دې توګه به طالبانو له اوس سره توپير در لودی، نه به دومره ورانۍ کېدلای، نه به وژنې، نه افراطیت دومره وده کولای او نه به ملت دومره خوږ وای، د دې ټولو اشتباهاتو یوه برخه د طالبانو او یوه برخه يې د نړۍ والو وې چې موږ يې تر دې ځایه را ورسولو، نور باید د سوټي زور ازمویل ایله کړو، کړې تجربې زموږ د کړوسیانو لپاره لا کافي دي، نور د تعامل وخت دی، راځئ له طالبانو سره تعامل وکړو، که دوی هر څومره هم سختدريځ دي، توند دي، د واړه کار په وړاندې يې غبرګون سریع او توند وي، بیا هم زموږ تعامل به هغوی اړ کړي چې په ایینده کې نرم شي، د هر عمل په وړاندې نامناسب، چټک او توند عکس العمل ښکاره نه کړي، حکومتولي هغوی خپله حتمن نرمښت، له خلکو او نړۍ سره تعامل ته را بولي او په لنډ وخت کې به يې شاهدان شئ، د بل هیواد د استخباراتي سازمانو تر سختو شرطونو منلو زموږ لپاره دا ډېره اسانه ده چې له طالبانو سره تعامل وکړو، خطا يې ور په ګوته کړو، هلته د کادرونو رامنځته شوې خلا په خپله ډکه کړو، نورو هیوادونو ته د مداخلې چانس ور نه کړو، په دې سره به هم نظام وساتو، هم به هیواد او ملت وساتو، هم به طالب تعامل ته اخر اړ شي او هم به له نړۍ سره اړیکې ورغوو او د هغوی باور به تر لاسه کړو، که موږ هره ورځ یو نظام چپه کوو او بل واک ته رسوو، نو نه به ملت راباندې را ټول شي نه به نړۍ باور وکړي او په لوی لاس به د هیواد ټوله شته ګاونډیو هیوادونو ته مفت ور کړو او اخر کې به د هیواد شته جغرافیه هم د نورو ترمنځ تقسیم شي او موږ به رډې سترګې ورته ګورو لکه د احمد شاه بابا د لمسیانو جنګونو چې همدا پایلې در لودې.

۲۰۲۲/۱/۲۰





ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button