حکومت وکړئ خو د ملي ارزښتونو سپيڅلتيا وساتئ

ليکنه؛ عبدالوحيد وحيد

لويه جرګه په ١١٢٦ هجري لمریز کال کې د نادر افشار له وژل کېدو وروسته لمړى ځل په افغانستان کې د مېشتو قومونو لخوا ورپېښو مشکلاتو او زعامت ټاکلو لپاره را وبلل شوه. غالباً د نهو ورځو ناستو په نتیجه کې افغانانو وکړاى شول چې د مشرتابه وږى د احمدشا بابا په سر کې وټومبي او د افغانستان د چارو د چلولو واک يې ورته وسپاره.

داهم واقعيت دى چې له لویو جرگو څخه د ارګ ميشتو لخوا تر يوه حده پورې د خپلو سليقو پر بنسټ کار اخيستل شوى دى، کله پکې د ختيځ سوسياليستي تيوريستان ورګډ کړل شوى دي او کله پکې لويديځ ليبراليزم په ننداره ايز ډول د ارګ د ګټو لپاره ورپيچکاري شوى دي، خو موږ وليدل چې د افغانستان په ټولنه کې پردی سياست ، پردی دود او پردۍ پېښې ناکامه شوي دي.

د دود له مخې د لويې جرگې ډيرى غړي باید د افغانستان د کليو او بانډو څخه پوهيالان، روحانيون، مخور قومي مشران، قانونپوهان ، استادان وي. په ځانګړي ډول د کړکېچ عاملين باید پکې شتون ولري. د زغردو خبرو او سپينو ويناو په کولو سره په پای کې د جرګې هرې پرېکړې منلو ته چمتو او سر کېږدي .

نه غواړم په تير تاريخ باندي تبصره وکړم خو دومره ضرور وايم چې په هره جرګه کې حاکمې ډلې سليقه کارولې ده او تر يو څه حده پورې يې وړتیا او اهليت ته د کتو پرځاى خپل ملاتړي پکې ځاى په ځاى کړي دي. داهم واقعيت دى چې د ولسي جرګې مشرانو جرګې ولايتي جرګو سياسي ګوندونو مدني ټولنو اقوامو ښځو او ځوانانو هم پکې غوښن رول درلوده.

په اوسني وخت کې زموږ ستره نيمګړتيا داده چې د حاکمې ډلې لخوا واک په زور نيولى شوى او هر څه نړول شوي دى. زموږ هېواد په رسمي او منل شوي ډول د نظام قانون تګلارو معيارونو او اساساتو له نشتوالي سره مخ دى. په اقتصادي او اداري برخو کې معيارونه او پرنسيپونه شتون نلري او حاکمه ډله تصرف پکې د ځان لپاره خوندي حق ګڼي. که په دغه ډول سناريو کې د اصلاحاتو په تړاو يو قدم هم اخيستل کيږي نو د ځينو حياتي مسایلو د وضاحت لپاره د اوسنيو حاکمانو په ذهنيت کې بدلون راوستل اړين کار دي. چارواکي باید متوجه واوسي واک د چا شخصي ملکيت نه، بلکې د ملت امانت دي چې نن هغوى ترلاسه کړى دى او په وړاندې يې د حساب ورکولو دروند مسئوليت هم پروت دى.

په حاکمه ډله کې د اړينې پوهې تجربې اهليت او له دولتي چارو سره د نابلديت له امله د خپلو هيلو ګراف ښکته ساتم او وايم چې اوسنى نظام په کور دننه او له نړيوالې ټولنې سره خورا جدي ستونځې په مخکې لري. چارواکي د اوسني ناسم سياسي حالت، له رکود سره مخ اقتصادي وضعیت د ارزولو او څيړلو په برخه کې نيمګړتياوې لري، د سيمې د هيوادونو او نړيوالو اندېښنو ته د ځواب ويلو لپاره د اړتیا وړ کادرونو له قحط سره مخ دي.

په موجود سيستم کې اړينې درې ګونه قواوي اجرائیه، مقننه، او عدليه د خپلو قانوني اختياراتو له تفکيک سره شتون نلري. په ليکلې بڼه کورنئ او بهرنئ سياسي او اقتصادي تګلاره نشته. په داسې حال کې چې دلته ميشت افغانان د امنيتې اقتصادي او ټولنيزو ستونځو له امله د زرګونو په شمير هره ورځ له هيواد څخه وزي او يا هم د وتلو هڅه کوي نو اسلامي امارت به له دومره تنګ، محدود او له نيمګړتياو ډک ليدلوري سره څنګه وکولاى شي د افغانانو د راستنيدو او يا هم د نړيوالو د باور ترلاسه کولو لپاره اړينه لابي وکړاى شي.

افغانستان اوس هغه شل کاله پخوانى هيواد نه دى او کابل هغه پخوانى د کورنیو بدمرغه جګړو له تنور څخه را پورته شوى ښار نه دى چې طالبانو ته يوازې په دې خوشحاله شي چې اوس امنیت شتون لري. اوسنى امنیت هم ټکنى دى. افغانستان د جنګسالارانو او توپکواکو ټاټوبى دى. که لوجستیکي امکانات وي نو د جګړو لپاره خلک حتماً پيدا کيږي. شک نشته چې زموږ د هېواد حالات د ځينو وزير صاحبانو د درک له استعداد څخه بهر دي.

په دولتي ادارو او بهرنیو مؤسساتو کې په دندو لګيدلي خلک وتښتيدل او يا له دندو ګوښه کړاى شول. د عمومي پښنې فرمان ټکنى شوى دى. وسلوال غله ډير شوي، مرموزې وژنې او د اختطاف پېښې ډيرې شوي دي. د معلوماتي ټکنالوژي د پرمختګونو په اوسني دور کې د واقعیتونو پټول معکوسه نتیجه ورکوي. دلته د ټولنې علمي سويه پورته تللي ده. طبيعي خبره چې ولس د اسلام له رزينو اصولو سره سم له حاکمې ډلې څخه اسانتیاوې غواړي، پرمختګونه غواړي، ډوډئ غواړي کار غواړي د بيان ازادي غواړي او د زده کړو حق په شمول شخصي او ټولنیز حقونه ترلاسه کول غواړي.

د پورتنيو ستونځو حل ته د يوه ميکانيزم جوړولو لپاره د جرګې رابلل يقيناً مستحسن اقدام دى خو د داسې جرګې ترتیب جوړول د دائرولو مديريت د راغوښتلو څرنګوالى د ګډونکوونکو ځانګړتیاوې، د جګړې په هکله کورني ذهنيتونه جوړول، بهرنى اعتبار راګرزړل، د اجندا ترتیبول د جرګې په دوران کې مديريت او له جرګې څخه د اړينو پايلو ترلاسه کول د اوسنيو چارواکو لپاره هغه ننګونکې ستونځمنې کړنې چې که چارواکي د پورتني موخې ترلاسه کړاى شي يقيناً به يې بريا په برخه شوې وي.

دغه کار زغم،تحمل، يو بل منلو، د خپلو ځينو ګټو د قرباني لپاره ذهني تيارى، اصلاحاتو ته ژمنتيا، د ملى ګټو په محور راڅرخيدونکې اجندا، د جرګې د انتصابي غړيو په راغوښتلو کې د وسعت نظر ثبوت، له هر فکر قوم سمت ژبې مذهب سياسي مدني کلتوري جوړښتونو ځوانانو ښځو ګوندونو او ټولنيزو جوړښتونو څخه د اړين توازن، اهليت، علميت، ملي اغيزمنتوب او عدالت په نظر کې نیولو ته اړتیا لري.

د افغانستان خلک او نړيوال پوهيږي چې په ټولو معيارونو برابره قانوني لويه جرګه تشکیلول به ممکن نه وي خو که په پورته يادو مواردو کې ستر انحرافات رامنځته شول، نو يقيناً د افغانانو دغه سپيڅلې عنعنه به د خپل ولس او نړيوالو په نزد هغه پخوانى تقدس او اغيزمنتوب وبايلي. د خير په نسبت به يې شر څو چنده زيات او له اوسني حکومت سره به د افغانانو د واټن کچه ګراف نور هم لوړ شي.

نور ښکاره کړئ
Back to top button