د سولې نړیواله ورځ !؟

د سولې نړیواله ورځ !؟
نـن د دوشنبې ورځ د ۲۰۲۰زیږدیز کال د سپټمبر۲۱نیټه د سولې نړیواله ورځ ده چې له ۳۹ کاله پخوا په ۱۹۸۱ زيږدیزکال کې د ملګروملتونوپه عمومي اسامبله کې دغه ورځ د سولې د نړیوالې ورځې په نوم ونومول شوه خو دا یو نړیوال د یپلوماتیک شعار اوعوام غولونه ده چې تردې مهاله د نړۍ په ګوټ،ګوټ کې جنګ جګړې او ویني بهول روان اوڅه ناڅه ۶۰ میلیونه وګړي د جنګ جګړود تاوتریخوالي او لوږې له لاسه د نړۍ بیلابیلو هیوادونوته کډوال شوي او د مهاجرت په ستونزمن سفر کې ډیری وګړي لویان اوکوچنیان ښځې او نارینه په سمندرونوکې د نهنګانوخوراک اود لارې په یون کې د زړه بوږنوونکو مرګونوسره مخامخ شوي او دا بشري تراژیکه او ویرجنه لړۍ لا روانه ده او دا مهال نړیوال د افغانانو د ویر،غم ،وژنې او وینوتویونې څه د پاسه څلورولسیزوجګړوشاهدان او په سیمه ییزه اونړیواله کچه د نړۍ خورا زیات شمیر هیوادونه د افغان وژنې په جګړه کې ښکیل او ګران افغانستان د جګړو د مدرنووسلود ازمایښت اود افغانانو د وژلوپه پولیګون اوښتی دی .
دریغه! دریغا! په جګړه کې سره نښتوافغانانو ډلو ټپلود لسیزوپه اوږدو او بیلابیلو پړاوونو کې د خپل افغان ورور، خور،موراو پلارله وژنو لاس نه دی اخیستی سیمه ییزواو نړیوالوترهګرواواستعمارګرو د افغان ولس اصیل لرغوني ارزښتونه او ملي ویاړونه تالا ترغه او داسې لوټ کړل چې یو هم تاریخي ټولمنلی غوره اصل جرګه او مرکه ،نرخ اوڅلۍ ،تیږه اوبرمته او نورغوره ارزښتونه یې له منځه یووړل.
د سپیني ماڼۍ او کریملین ماڼۍ فرعوني اوانسان دوښمنه زورواکي اوچلواکي د افغانانوترمنځ جنګ جګړوته د ناسور ټپ بڼه ورکړي اونامرده د وجدان ،ضمیر،انسانیت ،افغانیت اواسلامیت نه خالي ځیني شر میدلي افغانان یې د جنګ جګړو لوبغاړي دي.
وړمه اوونۍ د جرمني هیواد په یوه لوړپوړي ودانۍ کې یوجرمن وګړی استوګن اوهغه په پخلنځي کې خواړه پخول د څه شیبې لپاره د سالون په کوچ کې کیناست او د کاري ستړیا له کبله په خواږه خوب ولاړ. په دغه مهال پخلنځي اورواخیست او دسترګو په رپ کې د ګازي اورلمبې هرې خواته خپرې شوې . په کور کې ساتل شوي سپي خپل ویده خاوند ته پام او هغه یې په بیړنیوسختې غپا اوپه خوله د پتلون په کشولو له خوبه راویښ او هغه بې له ډیله د سالون له کړکۍ ځان ښکته ګوزارخو له بده مرغه بشر پال خواخوږی سپی د کور داورپه لمبوکې لوخړه اووسوځیده خو سپي حب البشر دېن ادا کړاوزه په زغرده دا سپی د افغان او تش اسلام په جامه کې د قلابي افغانانوغوره او ارجح بولم کوم چې د قطرد دوحې د خبرود چترلاندې په بمونو،ناریه وبسلواوړندوبمباریود بې وزله اوغمجنوافغانانوسرې سپیڅلي ویني بهوي اوپه دې موده کې د کوم تورپنجابې شیطان او یا امریکایي دوکه بازکافر وینه تویه شوي نه ده اوافغانان د واده اوښادی مراسم په غم او د شهیدانوپه ماتم او ویرنمانځي.
موږ افغانانو ته د سولې نړیواله ورځ هډونه شته . موږد شر غوبل په نړیواله جګړه کې ښکیل او ملګري ملتونو سازمان د نړیوال استکبار د دپلوماتیکي وسیلي پرته بل څه نه دی او تر دې مهاله د افغانانوپه وړاندې پړاوسرځوړی دی چې زموږ یودرد اوټپ یې دوانه کړ.
دافغانانودوښمنان دې ورک اونابود وي . په دواړودارېنو کې یې لاتورمخي اورسواغواړم.
۲۱/۹/۲۰۲۰

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button