پر جنګ سوځېدلي ډالر، او د افغانستان بيارغونه

ليکوال: ح حقوېش،
د افغانستان په ۲۱ کلنه جګړه کې چې څومره ډالر په جنګ ولګېدل، دا که د‌ افغانستان په رغونه لګول شوې وای، هيڅ ځاني او مالي تاوان به نه وو اوښتی، او افغانستان به اوس د نړۍ په سيالو هېوادونو کې یو هېواد وو.
له افغانستان څخه د امريکايانو له وتلو وروسته د امريکا ولسمشر جوبایډن په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د لګښت په هکله وويل: جوبايډن د لګښت په اړه دوه شمېرې يادې کړې، يوځل يې وويل چې په افغانستان کې له “دوه ټريليونه” ډېر لګښت شوی او بل ځل يې د “يو ټريليون ډالرو” يادونه وکړه، د امريکا د رسمي شمېرو له مخې له ۲۰۱۰ز کال څخه نيولې تر ۲۰۱۲ز کال پورې هغه مهال چې د امریکايي سرتېرو شمېر له سل زرو زيات شو د جګړې لګښت هم هر کال له ۱۰۰ ميلياردو اوښتی و، خو په وروستيو کلونو کې وروسته له هغه چې امریکا خپل تمرکز له جګړې د افغان ځواکونو روزنې ته واړاوه، کلنی لګښت هم ورسره ۴۵ ميلياردو ډالرو ته راټيټ شو.
د امریکا د دفاع وزارت په وینا په افغانستان کې د ۲۰۰۱ز کال له اکتوبر څخه نيولې د ۲۰۲۰ز تر ډسمبر مياشتې د امريکايي جګړې لګښت ۸۲۵ ميليارده ډالره و، چې وايي د دې ترڅنګ ۱۳۰ ميليارده ډالر نور د بيارغونې پر چارو لګول شوي دي، چې له دې سره د رسمې شمېرو له مخې په ياده موده کې ټول لګښت ۹۵۵ ميليارده ډالره کېږي چې د امریکا د ولسمشر جوبايډن د يو ټريليون له اټکل سره نژدې دی.
بل پلو د دوه ټريليونه ډالرو لګښت چې بايډن يې يادونه کړې وه د امريکا د برون پوهنتون د څېړنو له مخې په هغو کې د جګړې لپاره پر پيسو سود، د قربانيانو کورنيو او پر هغو سرتېرو لګښتونه چې معلول شوي هم شامل دي، ددې څېړنې له مخې په پاکستان کې لګښتونه هم ددې اټکل برخه دي چې امريکا د افغان جګړې اړونده عملياتو لپاره د يوې اډې په توګه کاراوه، دې څېړنه کې راغلي چې له ۲۰۰۱ کال نيولې تر ۲۰۲۲ز کال پورې په افغانستان کې د جګړې لګښت ۲.۳ ټريليونه ډالرو ته رسېږي، له امريکا وروسته بريتانيا او جرمني په افغانستان کې ډېر پوځيان لرل او هلته يې ډېر لګښت کړی، دوی په خپل وار ۳۰ او ۱۹ ميليارده ډالر لګولي دي.
په افغانستان کې د لګول شويو پيسو لويه برخه د اورپکۍ ضد عملياتو او د سرتېرو اړتياوو لکه خوړو، پوښاک، طبي پاملرنې او په ځانګړو معاشونو لګول شوې دي، مطلب د پيسو لویه برخه په جګړه لګول شوې ده، يانې په افغانستان کې ۲.۳ ټريليونه ډالر په جګړه لګول شوې دي يوازې ۱۳۱.۳ ميليارده ډالر چې له ۲۰۰۲ز کال راهيسې امریکا په افغانستان کې د بيارغاونې پر کارونو لګولي دي، چې د ۲.۳ ټريليونه ۲۰مه برخه کيږي،
يادې جګړې په افغانستان کې له دوو لسيزو زيات وخت دوام وکړ، چې په لکونو افغانان پکښې شهيدان شول، په لکونو پکښې ژوبل او معلول شول، کورونه په کنډوالو پکښې بدل شول، خلک کډوالۍ ته مجبوره شول، زراعت پکښې له منځه یوړل شو، تعليم ته چې څومره اړتيا وه هومره کار ورته ونشو، همدا ډول سل نوري بدبختۍ، خو که دا ۲.۳ ټريليونه ډالر که په افغانستان کې د جګړې پرځای په بيا رغونه لګول شوې وای، مالومه خبر ده چې په افغانستان کې به هرڅه روغ جوړ وای. همدا خبره اشرف غني هم يوځل په يوه وينا کې وکړه چې ويل يې، د جنګ د يوې اونۍ پر مصرف يو ولايت جوړيږي.
د‌جنګ په هکله اندرا ګاندهي له خپل پلار جواهر نهرو څخه وپوښتل چې د جګړې پايله څه ده؟
هغه ورته وویل: اقتصاد او تعليم سقوط کوي.
اندرا: اقتصاد او تعليم چې ړنګ شي څه کېږي؟
نهرو: اخلاق سقوط کوي.
اندرا: اخلاق چې سقوط وکړي بيا څه کېږي؟
نهرو: کله چې د يو هېواد اخلاق ونړيدل نو اوسيدل پکښې ناممکن او وتل ورڅخه اړين دي، انسان په غريب او په ساده وسايلو سمبال هېواد کې ژوند کولاى شي خو له اخلاقو خالي هېواد کې ژوند ناممکن دى.
کله چې له هېواد څخه اخلاق کډه شي نو هغه هېواد کې رزيل او پست خلق واکمن شي، نظام او قانون او انساني رسم رواج او ښيګڼه او همدردي لمنځه ځي، د انسانانو هېواد په ځنګل د ځناورو اوړي او په داسې چاپیریال کې ژوند ستونزمن نه بلکې ناممکن دى.
او جنګ هغه بدبخته کار دی چې سلګونو بدبختۍ ورسره راپيدا کيږي، ظلم، جهالت، سرزوري، بې روزګاري، غلا، بې علمي، فساد او نور…
او د افغانستان د جنګ له امله د۲۰۲۰ز کال د اکتوبر په مياشت کې د امریکا کانګرېس ته په يوه راپور کې اټکل شوی و چې د ۲۰۰۹ز کال له مې مياشتې نيولې د ۲۰۱۹ز کال تر ډسمبر پورې ۱۹ ميليارده ډالر ضايع شوي/غلا شوي دي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button