د کابل د سقوط په تړاو د یو خبریال روایت او د تخلیه له بهیره یې پاتې کېدا

لیکنه: میلاد عزیز
تر دې ځایه د پخوانیو پوځي چارواکو اټکل غلط ثابت شو. طالبان په بېړه د پرمختګ په حال کې دي او هره شېبه امکان لري پر پلازمېنې برید وکړي. د کابل وضعیت د نورو ورځو په پرتله بل ډول ښکاري. خلک ښار کې د طالبانو د بېړني پرمختګ او د کابل د پرځېدو په تړاو خبرې کوي.

خبریالانو ته چې ژوند یې د جګړې، تاوتریخوالي او ګواښ په تړاو له راپور او خبر سره تړلی، د دې جملو هر ټکی سوژه ده.

یکشنبې، د ۱۴۰۰ کال د زمري ۲۴ یا ۲۰۲۱ کال د اګست ۱۵

دفتر ته پر لار وم او غوښتل مې له نورو همکارانو سره یوځای د خلکو وضعیت وڅارم. د لارې په اوږدو کې د نوي ښار پارک جنوبي دروازې ته رسېدلی وم، چې د ډزو غږونه واورېدل شول. خلک وترهېدل او هره خوا یې منډې وهلې.

تېرو څو ورځو کې زیات شمېر مهم ولایتونه د طالبانو لاس ته لوېدلي و او کابل ته د راتګ احتمال یې ډېر لیدل کېده. وروسته خبر راغی، چې پر بانکونو د خلکو د زیاتې ګڼې ګوڼې له کبله ډزې شوي. په بېړه مې ځان دفتر ته ورساوه. د دفتر د خطر زنګ لګېدلی و او له ساتونکو پرته ټول (Save Room) ته تللي وو. دفتر ته له ننوتو سره سم، یو ساتونکي امنې خونې ته د تګ لارښوونه وکړه. د دفتر همکاران ناهیلي ښکارېدل. ورته ویل مې مه ډارېږئ، د ډزو غږونه پر بانکونو د خلکو د ګڼې ګوڼې له امله و. څو شېبې وروسته راته وویل شول، چې په بېړه دفتر پرېږدو او کورونو ته لاړ شو. موږ یې ډله ډله له دفتره بهر کړو او دا مهال زموږ د رسنۍ په ګډون د ډېرو رسنیو خپرونې ځنډېدلې وې. د دفتر د امنیت له مسوول څخه مې پوښتنه وکړه، چې څه خبره ده؟ ویل یې طالبان د کابل دروازو پورې رارسېدلې او شېبه په شېبه ښار ته نږدې کېږي. باور مې نه کېده. باوري وم، چې کابل د ۳۰۰ زره پوځ او پرمختللو وسلو د لرلو سره به هېڅکله د طالبانو لاس ته ونه لوېږي، ان که د حکومت امنیتي سیستم هم له کاره ولوېږي، بهرني ځواکونه به لاس په کار شي او د کابل له پرځېدو به مخنیوی وکړي.

له دفتره ووتو او له یو همکار سره مې د کور پر لور حرکت وکړ. بهر هر څه بدل شوي و. ټولو کابل ته د طالبانو د ننوتو ویل. د یو خبریال په توګه ماته دا حال د نه زغملو و. ډېر ناهیلی وم او له ځان سره مې ویل: «کاشکې مړ وای، خو کابل مې داسې لیدلی نه وای.» په سترګو مې لیدل، چې هر څه بدلېږي. په بېړه مې ځان کورته ورساوه او دروازه مې بنده کړه.

هېڅ چا له کوره د وتلو جرات نه کاوه. ټول په خپلو ټیلفونونو بوخت وو او فیسبوک پاڼه یې ښکته او پورته کوله. دغه مهال خبر شو، چې ولسمشر له هېواده وتلی او هېواد یې طالبانو ته سپارلی دی. وروسته د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله دا خبر تایید کړ.

د ولسمشر له وتلو سره هر څه ختم شول. طالبان ښار ته دننه او ټول ځایونه یې تر خپلې ولکې لاندې راوستل. دې وخت کې موږ خوشاله و، چې ښه ده د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه رامنځته شوې نه ده.

لمر کېناست او تیاره خوره شوه او دا ډول د ۱۴۰۰ کال د زمري ۲۴ د افغانستان په تاریخ کې پر یوې تورې ورځې بدله شوه او د غني حکومت ته یې د پای ټکی کېښود.

کډوالي او له هېواده د وتلو پرېکړه

شاوخوا د شپې ۸:۰۰ بجې زنګ راغی او له ځواب ورکولو سره سم راته وویل شول، چې ژر ځان کابل هوايي ډګر ته ورسوم او هېواد پرېږدم. حیران شوم او دا مې جدي ونه ګڼله؛ ځکه فکر مې کاوه، چې نور به هوايي ډګر د فعالیت وړتیا ونه لري.

څو ساعته وروسته بیا له همغې شمېرې زنګ راغی او پر غوښتنه یې ټینګار وکړ. دا خبره مې له شته ملګرو سره شریکه کړه. ټولو وخندل او ویل یې، کله امکان لري، وکیل، وزیر او رییس میدان ته د ننوتو اجازه نه لري او موږ له عادي پاسپورت سره له هوايي ډګره ووځو. حق یې لاره. ټولو ملګرو د هېواد پرېښودو ته اړین اسناد لرل. یو شمېر یې د بهرنیو ځواکونو همکاران او ژباړونکي و او زما په ګډون یو شمېر نور یې خبریالان و.

له دې ټولو سره سره مې ټينګار کاوه، چې یو ځل هوايي ډګر ته لاړ شم او وضعیت له نږدې وڅارم. له یو ملګري سره مې چې هوايي ډګر کې دی، اړیکه ونیوله او په دې تړاو مې ترې معلومات وغوښتل. ویل یې: زه همدا اوس د کورنۍ له ۲۰ غړو او خپلوانو سره د د کاناډا یوې پوځي اولوتکه کې یو او څو دقیقې وروسته پرواز کوي.

ترې پوښتنه مې وکړه، تاسې د کومو اسنادو له مخې کاناډا ته ځئ؟ ویې خندل او زیاته یې کړه، د وطن پرېښودو ته نور ویزې او معتبرو اسنادو ته اړتیا نه شته، همدا چې ځان هوايي ډګر ته راورسوې، امریکا یا کاناډا ته رسېږې. کومو ملګرو چې څه موده مخکې یې پر دې خبرې خندلي و، حیران پاتې شول او هوايي ډګر ته تګ حتمي شو.

جامې مې بدلې کړې، پاسپورت، اي‌ډي کارت، پيسې او هرڅه چې اړین و له ځان سره مې واخیستل او له درېیو ملګرو سره د هوايي ډګر پر لور لاړو. د شپې ۱۱:۰۰ بجې وې. د پوځي وسایطو تګ راتګ ډېر و.

ټکسي مو ونیوله او د طالبانو د درېیو پوستو له تلاشیو وروسته د هوايي ډګر ملکي دروازې ته ورسېدو. د موټرو ګڼې ګوڼې د دروازېر پر لاره تګ راتګ ستونزمن کړی و؛ خو ناممکنه نه و. ډېر موټر د خپلو مالکانو له لوري پرېښودل شوي و، چې ډېری یې د پخواني حکومت چارواکي و او د هېواد پرېښودو ته اړ شوي و.

همدا چې د هوايي ډګر له دروازې تېرېدم، یو ماشوم راباندې غږ وکړ او ویل یې: «کاکا ته خو امریکا ته ځې، تیلفون دې ماته راکړه.» ورته موسکی شوم او ترې روان شوم. د هوايي ډګر ترمینال ته ورسېدو، هېڅ ډول ممانعت نه و او طالب ځواکونو پر وخت ځانونه هوايي ډګر ته رارسولي نه و. د ترمینال شاوخوا خلک راټول شوي و او ترمینال ته ننوتو هڅه یې کوله. امنیتي ځواکونو د هوايي ډزو په کولو سره د هغوي مخنیوی کاوه. څو دقیقې وروسته د امنیتي ځواکونو له وسه هم ووتل او ټول ترمینال ته ننوتل. موږ هم ځانونه رنوې ته ورسول.

هلته وضعیت بدل و. بهرني ځواکونه ګوته پر ماشه ولاړ و، تر څو د خلکو د هجوم مخنیوی وکړي او د الوتکو د ښکته کېدو زمینه برابره کړي. د خلکو ډېره برخه د پخواني حکومت چارواکي، رییسان، معینان، وکیلان او نور پېژندل شوي کسان و، چې ډېرو یې ماسکونه اغوستي وو.

موږ هم له دې کسانو سره یو ځای شو او د نظامي الوتکې په تمه وو. د خلکو هجوم د الوتکې ښکته کېدل سختول. بهرنیو ځواکونو په وار وار ویل، اندېښمن کېږې مه، ټول له دې ځایه باسو؛ خو پر چا یې منې.

لېدل مې چې ډېری یې د پخواني حکومت چارواکي و، په څه بې شرمې یې بهرنیانو ته د مرستې لاسونه اوږدول او له دې ټول حقارت سره یې د هېواد پرېښودو تکل لاره.

اندېښمن شوم، چې انسان ولې داسې د وطن پرېښودو شوق پېدا کوي؟ د کابل له سقوط یوه ورځ وړاندې زموږ رسنۍ، د ټولو پاسپورتونه او د سفر نور مشخصات غوښتي و او له کابله د تخلیې په تړاو خبرې شوې وې. فکر مې کاوه، د وطن د پرېښودو شرط، تحقیر، سپکاوی او وړوکی کېدل دي؟ ولې په ښه توګه یو ځای له خپلو همکارانو سره له وطنه بهر نه شم؟ تر هغه مهاله مې د دفتر هېڅ څوک په دې تړاو خبر کړي نه و. دې پوښتنو او اندېښنو له هوايي ډګره د وتلو په تړاو ترغیب کړم.

ملګري مې چې له ناټو ځواکونو سره یې کار کړې و، بهر ته د تګ په تړاو له ما ډېر هیله‌من وو، هم نظره شول. ټولو یو ځای هوايي ډګر پرېښود او د شپې ۳:۰۰ بجې کور ته راغلو. پر سبا یې له الوتکې د څو کسانو د رالوېدو خبره رسنیزه او د ټولو کورنیو او بهرنیو رسنیو د سرټکی شو او هره شېبه د کابل هوايي ډګر وضعیت ناوړه کېده. موږ به پرلپسې ټولنیزې رسنۍ څارلې، ترڅو بیا د تخلیې له بهیره پاتې نه شو.

د هرې ورځې په تېرېدو د تخلیې بهیر چټکېده او ملګرو او اشنایانو به امن ځایونو ته د رسېدو خبر راکاوه. ملګرو ته خوشاله و، خو د ځان برخلیک ته خپه و. له یو بل به مو پوښتل، چې ولې تراوسه له اړوندو سازمانونو د وتلو په تړاو کوم خبر راغلی نه دی؟

ټولنیزو رسنیو کې د معمولي کسانو او هغو کسانو انځورونه چې د خبریال په توګه له هېواده وتلي ډک و. شاید بخت یې بېداره وه. هره شیبه وروسته به مې له همکارانو سره اړیکه نیوله، هېڅ چا قطعي ځواب نه لاره، یوازینی ځواب یې دا و: «وايي هڅې روانې دي، صبر وکړئ.»

زموږ د وتلو په تړاو درې میاشتې هڅې روانې دي؛ خو تراوسه یې کومه مثبته پایله لرلې نه ده. ملګري مې هم زما پر برخلیک اخته دي او تراوسه توانېدلي نه دي، چې له هېواده ووځي. هره ورځ یو شمېر خبریالان د ځان د خوندیتوب په موخه له هېواده وځي او ځيني نور هم په تمه دي. خو موږ بې برخلیکه یو. اوس د کابل له سقوطه درې میاشتې تېرېږي. دې موده کې زیات شمېر خبریالان ډبول شوي یا ګواښل شوي دي. زه څو وارې له هوايي ډګره د بېرته وتلو له امله د خپلو ملګرو له لوري رټل شوی یم. د کابل له سقوطه درې میاشتې تېرېږي او له دې اړخه روحي او اروايي ستونزې راته پېدا شوي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button